ورک شه! — فضل مولا توره کی

 

ورک شه!

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

ترتيب کوونکی: محسن علی زئ

 

 

 

چې یې وطن نه وې لیلا داسې مجنون ورک شه

چې ېې انجام نه وې وصال داسې بیلتون ورک شه

چې خپل جانان ېې ځنکدن کې سرته نه وې حاضر

په غریبې دبې کسۍ داسې مرګون ورک شه

چې ګریوان څېرې سترګې سرې دوطن غم کې نوې

پردې وطن کې په راحت داسې ژوندون ورک شه

 

چې دزړګې کوڅې ېې تللې وې دغیرو په خوا

هسې په خوله داسې یووالې پیوستون ورک شه

چې ددوستې په جام کې زهر ددوکې ورکوې

داسې آشنا،داسې وفا،داسې مفتون ورک شه

چې لاس تړلې دې کړې خرڅ په قصابانو باندې

داسې  دولت،داسې ملت،داسې قانون ورک شه

 

چې پرې ظاهر او باطن نشې له ریا سپیڅلې

داسې تقوا،داسې سخا،داسې صابون ورک شه

چې دپرهرد پاسه نوې پرهارونه جوړ کړې

داسې دوا،داسې ډاکټر،داسې روغتون ورک شه

چې دحیا او دعزت پکې پرده ونشې

داسې کمیس، داسې پرتوګ، داسې پطلون ورک شه

 

چې دبل چا په خواریدولکه سنډا چاغیږې

داسې کله،داسې تنه،داسې څربون ورک شه

چې مرې له تندې، خو یو څاڅکې ورنه څښلې نشې

داسې هامون،داسې سیحون،داسې جیحون ورک شه

چې غلامې او بندګې پکې دنورو کیږې

داسې مسجد،داسې صومعه،داسې سکون ورک شه

 

چې لاس او پښې دآزاده ورباندې وتړل شې

داسې کتاب،داسې خطا ب،داسې مضمون ورک شه

چې د ظالم په مخکې حق خبره کړلې نشې

داسې طالب،داسې ملا،داسې ماذون ورک شه

چې دې دسردپاسه سیورې دامان ونه کړې

داسې کوټه ،داسې منډو، داسې صالون ورک شه

 

چې دوطن دآبادۍ په اورکې نوې وریته

د اسې رهبر،داسې آمر،داسې مادون ورک شه

چې کوراوکلې پرې ښیرازه اوآباده نشې

داسې قیام، داسې پیغام، داسې پاڅون ورک شه

چې زوی دپلاراوموردلوروینوته ناست وې تږې

داسې تاجک،داسې ازبک،داسې پښتون ورک شه

 

چې درپه درېې داغیاروپه کوڅوځغلوې

داسې خپلوې، داسې دوستې،داسې تړون ورک شه

چې دخپل حق نه په دفاع لکه نر نشې پورته

داسې صابر،داسې قانع،داسې ممنون ورک شه

چې له نفاقه پکې پرته نور څه نه شنه کیږې

داسې ننګلام،داسې وره دیش،داسې شمون ورک شه

 

چې دقبرونوپه هډوکو ګوزاره شوه زمونږ

د(تورکې) وطن کې داسپیره بدلون ورک شه

 

داشعرښاغلې فضل مولا (تورکی)په کال ۱۳۷۸/۴/۳۱ نیټه کې جوړکړې دې.

اوما محسن علی زې صرف د(صدای افغان)ویب پاڼی لپاره دشاعر په اجازه ترتیب

کړې دې.
 

2 thoughts on “ورک شه! — فضل مولا توره کی

  • ښکلې شاعري . محترمه ! څنګه کولاې شم چې دښاغلي توره
    کې سره اړیکه ونيسم زه يې له شاعرۍ نه ډیرزیات متاثر یم آيا هغه ژوندی دی؟ که ژوندی دی نو په کوم ولایت کې اوسیږي ؟ زه پخپله په کابل کې اوسیږم آیا داشعارو کومه مجموعه يې په چاپ رسيدلې؟ پدې اړه معلومات راکړۍ یوه نړۍ مننه .زماایمیل

    rayhnullah.ramzi@gmail.com

    • وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
      گرانه وروره متاسفانه د توره کی صاحب شمیره راسره نشته که مو پیدا کړ نو هرورمرو به یی در سره شریک کړو
      مننه

Leave a Reply to Rayhanullah.ramzi Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *