د اسلام په اړه د کفارو تر ټولو زياتې کېدونکي پوښتنې او ځوابونه يې

 

د اسلام په اړه د کفارو تر ټولو زياتې کېدونکي پوښتنې او ځوابونه يې

 

منبع: اصلاح انلاين.نت   

ليک: ډاکټر ذاکر نايک
ژباړه او روښانتيا : ډاکټر پامير احسان


که څه هم ډيرى مسلمانان پدې خبره پوهيږي چي اسلام يونړيوال دين دى . دکومي ځانگړې قبيلې اوټبرلپاره نه بلکي دټول انسانيت لپاره دهغه ذات لخواراليږل شوى دى چي دتماموکايناتوخالق اومالک دى اوبلاخره ټولوانسانانوته ددى دين درسونې دنده هم همدغومسلمانانوته ورترغاړى ده خوله بده مرغه زياتره مسلمانان دخپلې دغې ورترغاړې دندي په وړاندې بې فکره دي. په داسې حال کې چي دخپل ځان لپاره مودژوندانه دکاميابى لارې په توگه اسلام غوره کړى دى خوهغوى ته چې لاتراوسه پورى ورته داپيغام نه دى رسيدلي ددغه پيغام په رسولوکې بي ميله اوبي فکره يو.؟
نن سباچي کوم دروندمسوليت زمونږپه غاړه پروت دى ،هغه دعوت دي اوداځکه چي مونږ مسلمانان پدى عقيده يوچې  حضرت محمد(ص) اخرنى پيغمبراو له هغې وروسته بل کوم پيغبرراتلونکى نه دى نودهماغى پيغمبردنده چى مونږپرى ايمان لرو،اوس مونږ ته راپاتى ده دعوت يوه عربي کلمه ده چې په لغت کې بلنې ته واي اوپه  اسلامي شريعت کي داسلام دسپيڅلي دين دخپراوي لپاره هاند اوهڅه کول عبارت له دعوت څخه دي.عظيم الشان قران دهغوى په اړوندچي له نورو څخه واقعيتونه او ريښتيني پيغامونه پټوي فرمايي (( اوله هغه چاڅخه به بل لوى ظالم څوک وي چي دالله (ج) له لوري ورکړل شوى علم اوشهادت له ځان سره پټوي؟ او الله ج ستاسى له کړنو څخه ناخبره ندى – وَمَنْ اَظْلَمُ مِمنْ کَتَمَ شَهَادَةً عِنْدَهُ مِن اللهِ ، وماالله بِغافلٍ عما تعملو ن. ((سورة البقرة ، ١٤٠ ايت ))
اوس چې داسلا م دستر پيغام درسولوکار زمونږ دټولودنده ده نوبي له شکه چې ددغه پيغامدرسولوپه وخت مباحثې ، سوالونه اوځوابونه اومناقشې پيښيدونکې دي چې مونږ يي بايد په وړاندې تيار او اماده اوسو.
الله ج په  قرآن عظيم الشان کى پدي اړه  فرمائي:
اُدْعُ اِلى سَبِيْلِ َربکَ بِااْلحِکْمةِ وَالْمَوْعِظَةِ الحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالتىِ هِىَ اَحْسَن ط
((سورة النحل ،١٢٥ايت ))
اى پيغمبره دخپل رب دلياري په لور په حکمت او نيک اسلوب بلنه وکړه او په خورانيکه او غوره توګه ورته خپل هدف وړاندې کړه.
اسلام ته دغير مسلموتشويقول يواځې هغه وخت ممکن دي چې دغير مسلموپه ذهنوکى داسلام په اړه پرتې يوشمير ناځواب شوې مسئلې اوپوښتنې هم ځواب کړل شى .
غير مسلم به له تاسى سره داسلا م دمثبتو مناقشوپه اړه موافق وي خو په عين حال کې به تاسى ته وائي چې تاسې خوهماغه خلک يي چې له يوې څخه ډيرو ښځو سره واده کوئ ، تاسې خوهمغه خلک ئي چې ښځه مو دڅادرې اوحجاب اغوستلو له ﻻ رې دخپل ځان تابع کړې ده ، تاسى خوبنسټ پالي يۍ او تاسى خو …….ئي!
زه غواړم دغو غير مسلموته ووايم چې داسلا م په اړه خپلې انګيرنى چې دوي فکر کوي داسلام نيمګړتياوې دي په ډاګه کړي – که خپل محدود علم( سم وي که ناسم وي که له هرې سرچينې وي ) پر بنسټ هرڅه نيو کې په اسلام لري هغه دې په ډاګه مطرح کړي اوزه به يې په ورين تندي واورم .
ددعوت په تيرو څوکلونو کى ماته دامعلومه شوه چې غير مسلم په ټوليزډول نژدې څلويښت خوااوشا پوښتنې لري اوکله چې له هرغير مسلم سره مخامخ شې په نه بدليدونيکي توګه له نوموړوپوښتنو څخه  ٥-٦ حتماً مطرح کوي  دغو پوښتنو ته د علمي او منطقي د لايلو او ځوابونو پيدا کول اسلام ته د ډيرى غير مسلو د تشويقېدو باعث کيدى شي که يو مسلمان د غه ځوابونه زده کړي نو که چيرته اسلام ته دغير مسلمو په تشويق او بلنې بريالى نه شى نو بې له شکه دومره خو به وتوانيږي چه د اسلام او مسلمانانو په اړه د غير مسلمو غلط پوهاوى ( سو تفاهم ) له مينځۀ يوسي او د اسلام په اړه د هغوى منفى او غلط افکار خنثى کړي . ډير کم به له داسى غير مسلمو سره مخامخ شۍ چې د دغو ځوابونو په وړاندى له تاسې سره لازيات د لايل وړاندې کړي دا چې د اسلام په اړه د غير مسلو دغه سئو تفاهمات له کومه شول؟
 
لاندى علتونه يې لامل کيداى شى:-
١- خبري رسنۍ: د غير مسلمو په ذهنو نو کې د اسلام په اړه د غلطو افکارو پيدا کيدو اصلى علت د خبرى رسنيو له خوا د اسلام په اړه د غلطو معلوماتو خپرول دي ،نړيوال مطبوعات لکه سټلايټ تلويزيونونه، راديوگانې ورځپاڼې مجلې او کتابونو اساساً د غربيانو پواسطه کنتروليږي او په دوامداره ډول دنوموړوسيمو اوسيدونکو ته داسلام په اړه غلط معلومات ورکوي. نن سبا انټر نيټ ديوې قوي معلوماتي سر چينې په ډول ښه پرمخ تللى دى او دا چې د هيچا له خوا نه کنترو ليږي نو ددې لارې هم په اسلام پسې ډيرې زهر جنې پروپاگندې خپريږي خو له نيکه مرغه چي تر يوه بريده مسلمانان هم همدغه وسيله د اسلام د درست تصوير وړاندې کولو په موخه کاروي خو د مسلمانانو داهڅې د اسلام ضد پورپاگندو په پرتله ډيري کمې دي په دې هيله چې د مسلمانانو هڅې تر پخووا لاگړندۍ او تلپاتې شي.
٢-دهغو غير مسلمو سوءتفاهمات چې اسلام يې څه ناڅه مطالعه کړى دى :- ډيرى غير مسلمو اسلام مطالعه کړى دى خو له بده مرغه چې دوى د خپلې مطالعې لپاره له داسې کتابونو څخه گټه اخيستې ده چې په اسلام باندې د يو طرفه قضاوت، تنگ نظرۍ او تعصب په اساس ليکل شوي دي . د غير مسلمو له دې ډلې سره د اسلام په اړه يو اندازه نوي سوالونه موجود دې چې شمير يې  نژدې ٢٠ ته رسيږى  د ساري په ډول دوى دعواکوى چې په قرآن کې يې تضادونه يامخالفې ويناوې موندلې دي، قران له ساينس سره ټکر لري او داسى نور . د دغو سوالونو ځوابونه به هم په همدى سلسله کې وړاندې شي داسلام په اړه د غيرمسلمو غلط ذهنيتونه او سوء تفاهمات په مختلفو وختونو کې مختلف وو . دغير مسلمو دغه سوالونه او دهغوى ځوابونه دنني عصر مطابق دي او لسيزې وروسته به د اسلام په اړه دغير مسلمو پوښتنې او سوءتفاهمات پدې پورى اړه ولري چې  اسلام د ميډيا ((خبرى رسنيو ))پواسطه څه ډول وړاندې کيږې له نيکه مرغه چې د دنيا په مختلفو برخوکې د اسلام په اړه دغير مسلمو کيدونکى پوښتنې تر ډيره ځايه يو ډول دي او پدې ډول يې مونږ ته کار اسانه کړى دى ،يواځې په ځينو سيمو کې د خلکو د فرهنگ او چاپيريال د تفاوت له امله يو شمير اضافي پوښتني مطرح کيږى د مثال په ډول به امريکا کې دغه اضافي پوښتنه عبارت ده له ولي اسلام د سود راکړه ورکړه منع کړى ده؟
د دغو سوالونو او ځوابونو په جمله کې ډير هغه شمير سوالونه هم ورزيات شوي دي چې دهندي غير مسلمو له خوا پوښتل کيږي د ساري په ډول ((ولى مسلمانان په غير له ترکارۍ يا سبزيجاتو څخه نور خواړه خوري؟ )) داچې د هندي غير مسلمو دغه سوالونو ته ولې پدې برخه کې ځاى ورکړل شوى دى؟ علتونه يې دادي چې له يوې خوا خو هند د ډير زيات نفوس درلود ونکى هيواد دى او دټولى نړۍ د نفوس %٢٠ نفوس هنديان  تشکيلوي ، پدى ډول په دنيا کې هر پنځم نفر هندي دى او بل داچى هنديان په ټوله دنياکې تيت او پرک دي او د دوى له خوا د اسلام په اړه کيدونکې پوښتنې دنورو ډيرو ملتونو لخوا هم مطرح کيږي.
 لمړۍ پوښتنه :- ولي په اسلام کې يو سړي ته د څو ښځو دلرلو اجازه ورکړل شوې ده ؟  ولي په اسلام کې 
Polygamy   روا ده؟
ځواب :-
 ١- د
Polygamy  پيژندنه :-  Polygamy دامانا چې يو سړى څو ښځې ولري او يا يوه ښځه څوميړونه ولري . Polygamy په دوه برخو ويشل کيږي چې يوه ته يې  Polygany (تعدد زوجات) وايې ياني دامانا چې يو سړى څو ښځې ولري او بل ډول يې   Polyandry (تعدد ازواج) يانې يوه ښځه چې له يوه څخه د ډيرو سړيو سره واده  وکړي. نود پوښتنې د دوهمې برخې ځواب دادى چې په اسلام کې محدودې  Polygany ته اجازه ورکړى شوى ده په داسې حال کې چې  Polyandry مطلقاً حرامه ده پدي ډول اسلام  Polygamy  ته اجازه نه ده ورکړى. اوس به راشو د سوال اصلي برخې ته چه ولى اسلام يوسړى ته د خو ښځو د لرلو حق ورکړى دى ؟
په ټوله دنياکې قرآن يواځينى سپيڅلى کتاب دى چې دا جمله په کې راغلي ده چې(( يواځې له يوي ښځى سره واده وکړئ )) د ځمکى پر مخ قرآن يواځني مذهبي کتاب دى چې په کې ديوې ښځې سره دواده کولو جمله راغلې ده او بل داسې کوم مذهبي کتاب چې په کې له يوې ښځى سره دواده په اړه امر شوى وي وجود نه  لري.
د دنيا په مشهورومذهبي  کتابونوکې لکه ويدا،رامايان (
Ramayan) مهابهارات  (Mahabharat)، گيتا (Geeta)، تورات او  انجيل کې د ښځو په شمير باندې هيڅ ډول محدوديت نشته د يادوشوو کتابونو له مخى څوک چې څومره يې زړه وغواړي هماغومره شمير ښځې واده کولى شي خو په دې وروستيوکې هندو راهبانو او عسيوي کليساگانو د ښځې شميره يوى ته را محدوده کړه .
د هندوانو د مذهبي کتابونو په استناد ، ډيرى هندو مذهبي شخصيتونو گڼ شمير ښځى لرلې . پاچا (د شرات) د (راما) پلار له يوې څخه ډېرې ښځى لرلې . (  (
Krishnaکريشنا څو ښځى لرلې.
په لومړيو کې عيسوى سړيو اجازه لرله چى له يوې څخه ډيرى ښځي واده کړي ځکه چې په انجيل کي دښځو په شمير کوم محدوديت مرجود نه وو خو په وروسته  وختونو کې عيسوي  کليساگانو او پاپانو پخپله خوښه دغه شميره يوې ته را محدوده کړه.
په يهوديت کې هم يو سړى د څو ښځو د کولو حق لرى. ديهودانو دقانون تلمود له مخى  چې د تورات په مټ جوړ شوى دى ، ابراهيم ع درې ښځى درلودلى او سليمان ع په سلگونو ښځې لرلې. د ډيرو ښځو لرل په يهودانو کې تر هغې پورى دوام لره تر څو چې يوه رباى (يهودي مذهبى مشر) جر شوم بن يهودا (960
C.E to 1030 CE) د ډيرو ښځو د لرلو په ضديو فرمان صادر کړ . يهودي سيفارديک ټولنې  Jewish Sephardic communities  چې په اسلامى هيوادونو کې او سيدلې د ١٩٥٠ کال پورې د ډيرو ښځو لرلو ته دوام ورکړ تر هغي چې په نوموړي وخت کې  اسرايلو ديهودى مذهبى مشرانو د مشر لخوايوه لايحه صادره شوه او په کى له يوى څخه د ډيرو ښځو سره واده کول منع وګرځول شول.
٣-هندوان نظر مسلمانانو ته زيات له يوې څخه د ډيرو ښځو کوونکي دى:- (په اسلام کې د ښځې  حيثيت) د کميټي له خوا په ١٩٧٥ کال د خپاره شوى راپور په ٦٦ او ٦٧ صفحو کې راغلي دي چې د ١٩٥١ او ١٩٦١ کلو نو تر منځ د هندوانو تر منځ ديوې څخه دزياتو ښځو کولو دودونو فيصدي ٥،٠٦ ده او د مسلمانانو تر منځ دا اندازه %٤،١٣ ده په داسي حال کې چې د هندوستان دقانون له مخى يواځې مسلمانان دلته دا حق لري چې له يوې څخه زياتې ښځى ولرى او د غير مسلمو لپاره داکړنه يوغير قانوني عمل دى خو د دغه قانون باوجود بياهم د هندوانو فيصدي په دى برخه کې له مسلمانانو څخه لوړه وه نو اوس فکر وکړئ چې که هندوانو ته د مسلمانانو په شان قانوني اجازه ورکړى شوى واى، دا فيصدي به څومره وه ؟ په لومړيوکې په هندوانو باندې هم د ښځو په تعدادکې کوم محدويت موجودنه وو خو په ١٩٥٤ کال کې کله چې د هندوانو دواده قانون جوړيده نو دهغوى لپاره له يوې څخه د ډيرو ښځو لرل غير قانوني وگرځول شول. نن سبا چې هندوان يوه ښځه کوي داله دې امله نه ده چې ګوندې هغوى له مذهبى اړخه داسې کولوته اړدي بلکه دا دهند داساسي قانون زور دى چې نه پريږدي هندوان له يوې څخه د زياتو ښځو سره واده وکړي.
 راځۍ چې او س پدى بحث وکړو چى اسلام ولي له يوې څخه د زياتو ښځو سره  واده کولو ته اجازه ورکړى ده ؟
٤– لکه چې وړاندې وويل شول قرآن د ځمکې پر مخ يواځينى مذهبي کتاب دى چې وايې ((فواحدة=نويوه ښځه بس ده)) د قرآن عظيم الشان دغه وينا د سورة النساد ٣آيت يوه برخه ده په کوم کې چې راغلي دي:
((فَانْکِحُوامَاطَابَ لَکُمْ مِنَ النِساءِ مَثْنَى وَثُلث ورُبع فَاِنْ خِفْتُمْ اَلا تَعْدِلُوافَوَاحِدَ ة ))
د خپلې خوښى ښځې دوه ، دوه – درې، درې او څلور،څلور په نکاح کړئ اوکه تاسي و ډار شوئ چې په ډيروکې به انصاف ونه کړاى شئ نو يوه ښځه بس ده.
 د قرآن د نزول څخه تر مخه ديوه سړى لپاره د ښځو د کولو اعظمي اندازه هيڅ محدوده نه وه او ډيرى سړو به په شلگونو ښځې لرلې، بعضو آن تر سلو پورې . اسلام دا انداز ه تر څلورو پورې محدوده کړه ، اسلام نارينه ووته اجازه ورکړه چه دوه ، درى او يا اعظمى څلور ښځى په نکاح کړي خو په دى شرط چې له هغوى ټولو سره يوشان ، باانصافه او عادلانه سلوک وکړى شي . سورة النساپه ١٢٩ آيت کې راغلي دي .
وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا اَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِسَاءِ….
دا هرگزستاسي په توان نه ده چې دښځو په مينځ کې بشپره برابر ي وکړاى شئ ..
له يوې څخه د زياتو ښځو سره نکاح کول په اسلام کې يو قانون نه بلکه يوه استثناده خو له بده مرغه چې ډيرى خلک پدې اړه يو قسم غلط پوهيدلى دي چى گوندى د الازمي ده چې هر مسلمان دې له يوې څخه زياتې ښځې ولري. په اسلام کې پينځه ډوله اوامر او نواهي موجود دي.
١- فرض:- کول يې جبرى يا لازمي دي.
٢- مستحب:- چې د کولو سپارښتنه يې شوي وي،خو اړين نه وي.
٣- مباح:- جايز يا روا وي، په کولو يې کوم ثواب يا عذاب مرتب نه وي.
٤- مکروه:- د نه  کولو يې سپارښتنه شوي وي.
٥- حرام:- کول يې منع شوي وي.
په اسلام کې د يوې څخه د زياتو ښځو سره د واده کولو مسئله په منځنۍ ډله کې راځي يانې دا يو مباح عمل دى او داسې نه ده چې ګوندې هغه مسلمان چې دوه ، درى ، او يا څلور ښځې لري ، دهغه مسلمان په پرتله چې يوه ښځه لري ، بهتر او غوره دى.
٥-دښځو د ژوندانه منځنۍ موده د نارينه وو په پرتله زياته ده :  طبيعاً نارينه او ښځينه تقريباً په مساوي نسبت زيږيږي خو ښځينه ماشوم نظر نارينه ماشوم ته په لوړه کچه معافيت ((دناروغيو په مقابل کې له ځانه څخه د دفاع وړتيا)) لري ځکه خود مکروبونو او ناروغيو سره نظر نارنيه ماشومانو ته ښه مقابله کوي. پدى ډول سره د کوچنيوالي په مرحله کې دمړينې کچه په نارينه وکې د ښځينه وو په پرتله لوړه وي (جنگونو او شخړو پرمهال هم د نارينه وو دمرگ اندازه د ښځو په نسبت زياته وي، ټکرونواو ناروغيو له امله هم نارينه له ښځو څخه ډير مړه کيږي. د يادو شوو دلايلو په رڼاکې ويلى شو چې د ښځو د ژوندانه منځنۍ کچه او موده نظر نارنيه ووته لوړه او رښتيا هم که هر وخت خپل شاو او خوا ته وگورو  نو   د کونډو سړو څخه به  په ټولنه کې کونډې ښځې ډيرې وي.
٦- په دنيا کې د ښځو نفوس نظر نارينه ووته زيات دى:- په متحده ايالاتو کې ښځينه دنارينه وو په پرتله ٧،٨ مليونه زياتې دي . يواځي د نيو يارک په ښارکې يو مليون ښځى له نارنيه وو څخه زياتې دي او په نارينه وو کې يې هم دريمه برخه نارينه همجنس بازان دي . په ټوليز ډول په ټوله امريکا کې ٢٥ مليونه داسى نارينه وجود لري چې نه غواړي . له ښځو سره واده وکړي او پر ځاى يې له خپلو همجنسو نارينه وو سره دواده کولو له لارې خپل شهواني خواهشات پوره کوي په برطانيه کې څلور مليونه ښځې له نرانو څخه زياتې دي، په جر منى کې  دا اندازه په آن پنځه مليونو ته رسيږي  ،په روسيه کې ٩ نهه مليونه ښځې له نرانو څخه زياتى دي او يواځى الله پوهيږى چې په ټوله دنياکې به څومره شمير ښځې له نارينه وو څخه زياتې وي.
٧- په هند کې نارينه نفوس نظر ښځينه ته زيات دى چې لا ملونه يې د ښځو جنين وژنه او د ژوندانه په لمړي کال کې دښځينه ماشومانو وژنه ده : – دنورو گاونډيو هيواونو تر څنگ هندوستان يو د هغو کمو هېوادونو له جملې څخه دى چې ښځينه نفوس يې نظر نارينه ته لږ دى. د دى واقيعت تر شا پراته د لايل دادي چې په هندوستان کې د ښځينه جنين وژنې کچه ډيره لوړه ده . ديوې احصايې له مخه هرکال په هندوستان کې يو مليون ښځينه جنينونه سقط کيږى او که زيږيږي هم نو بيا په مختلفو طريقو سره د ژوندانه په لمړي کال وژل کيږي که چيرته دا ناوړه او پليت اعمال ودرول شي نوبې له شکه چې هند به هم يو له هغو هيوادونو له جملي څخه شي چې په کې به ښځينه نفوس نظر نارينه ته ډير زيات وي ((که د هند او سنى حالت د عدل، انصاف او انسانيت په تله کى واچوو نو څه فکر کوۍ چې ديوه انسان په صفت به دا غوره وي چې خپله لور يا خور دمور په رحم کې ووژنو يايې هم د ژوندانه په لمړى کال د ژوندانه له نعمت څخه محرومه کړو او که داچې هغې ته د ژوند کولو حق ورکړو خير که په راتلونکي کې ممکن له داسى يوه چاسره واده وکړي چې نورى ښځي هم لري زما په اند هم د سالم عقل خاوند به دوهم انتخاب غوره وگڼي کوم چې له اسلام څخه سر چينه اخلي او لمړى هغه به له وحشته ډک يو عمل وگڼي . ژباړن))
٨-د هر نارينه محدودول چې بايد يواځې يوه ښځه ولري عملاً ناممکن او د ښځې په تاوان د ى:-  دتيرو دلايلو په رڼا کې که چيرته داومنو چې هر سړى دې يواځې او يواځې يوه ښځه ولري نو پدې صورت کې به يواځې د امريکې په متحده ايا لاتو کې له ٣٠ مليونو څخه زياتې ښځې بې ميړونو پاتې شي هغه هم که دهمجنس بازانو شمير ٢٥ مليونه قبول کړو کوم چې له دې کچې څه ډير زيات دى همدارنگه به په برطا نيه کې له څلورو مليو نو څخه زياتې ښځې په جرمني کې له پنځو مليو نو څخه زياتې ښځې او په روسيه کې (٩) مليونه ښځې پدي ونه توانيږي چي ميړونه پيداکړي يا ميړونه ولري.
فرض کړى‌ چي زما خور او يا ستا سي خور يوه دهغو ښځو له جملې څخه ده چې په امريکې کې اوسيږي نو اوس دهغې لپاره يواځى دوه انتخا به شته ،لمړى دا چي له داسي يوه چا سره نکاح اوواده وکړي چي له وړاند ي بله ښځه لري او دوهم دا چې عامه شتمني وګرځي ،بله کومه لار نشته ،نو اوس هغوى چي حيا لري او ځانونوته انسانان وايي ،هغوي به لمړني انتخاب ته رايه ورکړي .
په غربى ټولنه کې ديوه سړي لپاره دا يو ه عادي خبره ده چي ګڼ شمير معشو قې او پرته له واده څخه جنسي اړيکې ولري چه پدي صورت کې ښځه په غربي ټولنه کې يو بى حرمته ،سپک ،شرميدلې او نا مصو ن ژوند لري خو عجيبه ده چي همدا ټولنه بيا دا نه مني چي يو سړى دې له څو تنو ښځو سره واده وکړي چې په دې صورت کې بيا ښځه په ټولنه کې دخپل باوقاره ،باغيرته او دروند مو قف په ساتلوتوانيږي او په ټولنه کې خوندي ژوند لري . په پاي کې ويلى شو چي دغې ښځې لپاره چي دواده کولو لپاره ديوه ناواده کړي زلمي په موندنې نه بريالۍ کيږى ،فقط او فقط دوه لاري پاتې کيږى چي يا خو له داسې يوه چاسره واده وکړي چي له وړاندې څخه بله ښځه لري او يا هم عامه شتمني وګرځي .داسلام مقدس دين داسي ښځې ته دلمړۍ لارى په حلالولو او ددوهمې لار ې په حرامولو سره يو باوقاره ،شريف او با عزته موقف ورکړى دى ګڼ شمير نور دلايل هم وجود لري چي اسلام ولى نارينه ته دڅو ښځو سره دواده
کولو اجازه ورکړى ده خو دټولو اصل يو شى دى او هغه دښځې دحيا ،عزت او باوقار ه موقف ساتنه او خوندي توب دى .
دوهمه پوښتنه :- دا چې يو سړى حق لري چې څو ښځې وکړي نو ولې په اسلام کې يو ه ښځه دډيرو ميړونو دلرلو څخه منعه کړى شوى ده يعنى په اسلام کې ولې
polyandry منع کړاى شوى ده ؟
ځواب:- پورتنۍ پوښتنه ډيرو زياتو خلکو سره شته او پدې برخه کې اسلام تر پوښتنې لاندې راوړي . اجازه راکړۍ تر څو تر هر څه له مخه په تاکيدو سره ووايم چې د اسلامي ټولنې بنسټ ا واساس عدالت او انصاف دى. الله (ج) ښځه او نر مساوي پيدا کړي دي خو دهغوى وړتياوې او مسوءليتونه يو تر بله توپير لري . ښځې او نران يوله بله سره له  فزيولوژي (دبدن ددندو) او سايکولوژي (رواني) پلوه توپير لري،په ټولنه کې د هغوى رول، په دندې او مسئوليتونه يو له بله سره فرق لري . ښځه او نر په اسلام کې يو برابر دي خو کټ مټ يو شان نه دي. په څلورمه سيپاره ، د النساء سورة، ٢٤-٢٢ اياتونو کې دهغو ښځو يادونه شوې ده چې يو نر نه نشي کولى له هغوى سره واده وکړي او دهمدې سورة په ٢٤ ايات کې دا خبره ذکر شوى ده چې ((وَالْمُحْصَنتِ مِنَ النِسَاءِ= او پرتاسي حرامې دي مړوښې ښځى))
لانديني دلايل دا په اثبات رسوي چې ولې ښځوته په يو وخت  له يوه  څخه د زياتو ميړونو د کولو اجازه نده ورکول شوي:
١:- که چيرته يو سړى څو ښځې ولري او اولاد يې پيدا شي نو دنوموړي ولديابچي پلار او مور په ډيره اسانۍ سره مشخص کيداى شي خو که يوه ښځه په يو وخت کې څو ميړونه ولري نو د بچي دزيږولو پر مهال به د بچې يا ماشوم مور معلومه وي او پلار به يې ورک وي چې داد چا ماشوم دى؟ داسلام سپيڅلى دين دمور او پلار پيژندنې ته ډير زيات ارزښت ورکوي . روانشناسان وايې چې هغه ماشومان چې خپل مور او پلار ، په ځانگړي ډول پلار ، ونه پيژني ، د يوى سختې ذهني ضربې او دماغى خړپړ تيا سره مخامخ کيږي او همدا لامل دى چې دفاحشو ښځو څخه زيږېدلي ماشومان روغ او صحتمنده نه وي . که د داسې يو واده په ترڅ کې زيږيدلى ماشوم مکتب ته د شمول په خاطر يوړل شى نو دهغى مور مجبوره ده چې د دوو، يا دريو پلرونو نو مونه ورکړي. که څه هم د ساينس او طب او په ځانگړى ډول دوراثت دعلم يا 
genetic sciense د پر مختگ سره ممکن په داسى حالت کې هم دماشوم پلار مشخص کړل شي((خو تاسې فکر وکړۍ چې څومره وخت او څومره پيسو ته اړتياده چې دا ډول ازموينې تر سره شي اوپه نړۍ کې څومره خلک دامهال له دغه پرمختللې ټکنالوژۍ څخه گټه اخيستلى شي؟ بې له شکه چې عملاً دا کار ناشونى دى او مونږ يې ناشونتوب په خپلو سترګو وينو هغه داچې نن سبا په غربې ټولنوکې له چا څخه د پلار دنوم پوښتل جرم ګڼل کيږي آن تر دې چې دپلار نوم په مکتب، پوهنتون، پاسپورت او نورو اسنادو کې له خط څخه غورځيدلى دى او ځاى يې کورني نو م يا  family name–  نيولى دى. اروپا چې د ساينس په برخه کې نن سبا تر ټولو مخکښه لويه وچه ده ، دايې حالى دې چې د  genetic ازموينو پر ځاى يې د پلارنوم بيخي ورک کړ ،نو د افريقا او اسيا په شان دورو سته پاتې لويو وچو ځاى به په دې برخه کې څه وي.
٢- نارينه نظر ښځو ته طبيعتاً ډيرميل لري چې له يوه څه زيات ودونه وکړي .
٣- دنارينه لپاره د ااسانه خبره ده چې د ډيرو ښځو دلرلو با وجود هم دميړه په صفت خپلې دندې تر سره کړي خويوه ښځه چې زيات شمير ميړونه ولري نه شي کولى چې ديوې ښځې په حيث خپله دنده تر سره کړي او دا ځکه چې ښځې د خپلې مياشتنۍ دورى د بېلابېلو پړاوونو په اوږدوکې د مختلفو رواني او سلوکي تغيراتو له امله اغيزمنې کيږى او ديوى ښځې په حيث د خپلې دندې دسرته رسونې څخه عاجزې پاتې کيږي.
٤- که چيرته يوه ښځه له يوه څه زيات ميړونه ولري او باوجود د دې چې ددوى له جملې څخه يو هم نورې اضافى جنسي اړيکې ونلري، بيا هم په دوى کې د جنسي خپريدونکو ناروغيو دخپراوي لوړ چانس موجود دى او دا ځکه چې په دى صورت کې يو ښځه گڼ جنسى ملگري لري خو که يو سړى څو ښځې ولري نو دوى ټول ټول غيرمشروع جنسي اړيکې نه لري نو پدې کې د جنسي ناروغيو دخپريدا چانس ډير کم او حتى په نشت حساب دي
پورتنى ورکړل شوي دلايل هغه دي چه ژر د انسان ماغزه پرې خلاصيږي ممکن ډير نور دلايل به هم موجود وي چې د الله له خوا يو ښځى ته د ډيرو ميړونو حرام والى په ځاى ثابتوي.
دريمه پوښتنه: ولي اسلام ښځې د حجاب په ساتلو سره ذليلې کړې دي ؟
ځواب :-  په اسلام کې د ښځې موقف او مقام اکثره وخت د بى دينه (
Secular) خبرې رسنيو لخوا ترحملې لاندې راغلى دى . حجاب يا د ښځې لپاره اسلامي لباس خلکو له لخوا د اسلامي قانون پواسطه د ښځو د محکوميت د يوې بيلګي په ډول وړاندې کيږي .
مخکې تردې چې ديني پردې په اړه دلايل وړاندى کړم اجازه راکړئ چې لمړى داسلام له راتګ څخه مخکېنيو ټولنو او تمدنونو کې د ښځې په موقف او مقام باندې رڼاواچوم .
١- له اسلام څخه وړاندې ښځې ډېرى ذلېلې ا و د ټېټې مرتبې خاوندانې وى لاله هغوى څخه د شهوت د پوره کولو د آلو په حيث ګټه پورته کېده . لانديني تاريخي مثالونه په پراخ ډول دا واقعيت روښانه کوى چې د ښځې موقف له اسلام څخه ترمخه په مختلفو مدنيتونو کې تردومره حده ښکته وه چې آن د ښځو له انسانې کرامت څخه هم خلک منکر وو .
الف :- د بابليانو مدنيت : د بابليانو د قانون له مخې ښځې د ډيرى ټېټې مرتبې لرونکي وى او نژدې له خپلو ټولو حقوقو څخه محرومې وي . د نوموړى قانون له مخې که چيرته به يو سړي کومه
ښځه ووژله نوددې پرځاى چې پخپله سړى جزاوګورى د هغه ښځه به په مرګ محکومېده .
ب :- يوناني مدنيت : که څه هم يوناني تمدن ته د پخوانيو تمدنونو ترمنځ د يوه باعزته او شريف مدنيت په سترګه کتل کيږى خوبياهم په يوناني مدنيت کې ښځې له خپلو ټولو حقوقو څخه بې برخې وى ورته په ټېټه سترګه کتل کېده .
 په يوناني قېصو او افسانو کې د ټول انسانيت د بد بختيو ريښه د
Pandora په نامه يوه خيالي او افسانوي ښځه ګڼل کيږي . يو نانيانو ښځې نه يواځې دا چې له نرانو ښکته او ټېټې ګڼلي بلکې کله خو يې حتى انسانان هم نه ګڼلى . که څه هم په لمړيو کې د يونانيانو ترمنځ د ښځوعفت او پاکې ډيرارزښت درلوده او ښځو ته په لوړه سترګه کتل کيده خو په وروستيو کې يونانيان د خود خواهۍ او جنسي بې لارۍ په څپو کې داسې غرق شول چې زنااو فحشاديوناني ټولنې په ټولو طبقو کې يو عادى عمل وګرځيده .
ج : _ رومې مدنيت : آن په هغه وخت کې چې رومې تمدن او مدنيت د خپل شان او شوکت په اوج کې وو يوه سړي حق درلود چې خپله ښځه ووژني . زنا،فحشااو لوڅ لپړ توب د روميانو ترمنځ يو عادي کاروو .
د:- مصرى مدنيت : مصريانو ښځه د يوه ناوړه ، خراب او بد څيز او د شيطان د يوې نښې په حيث پيژندله .
هـ :- له اسلام څخه ترمخه عربي ټولنه :  په عربو کې د اسلام له خپريدو څخه ترمخه عربانو ښځو ته په ډيره ټېټه سترګه کتل آن تردې چې کله به يې په کورکې کومه ښځېنه ماشومه پيداشوه نو هغه به يې ژوندۍ ښخوله .
٢- اسلام د ښځو موقف او مقام لوړکړ ، هغوي ته يې مساوات وروباښه او له ښځو څخه د خپل دغه باعزته موقف د ساتنې اميدلرى : ١٤٠٠ کاله وړاندې د اسلام مقدس دين په ټولنه کې د ښځو مقام لوړ کړ او دهغوى قانونى اوحقه حقوق يې تضمين کړل . اسلام له ښځو څخه د خپل دغه ورکړل شوى باوقاره موقف او حيثيت د ساتنې غوښتنه کوي .
د سړيو لپاره حجاب او پرده :- معمولاً خلک  د حجاب کلمه د ښځو په اړه څيړى او فکرکوي چې يواځې ښځې په حجاب کولو مجبورې دي خو الله ج د نارينه و لپاره حجاب له ښځو څخه ترمخه ذکرکړى دى لکه چې الله ج د قرآن عظيم الشان په النورسورت کې فرمايې ((اى پيغمبره ص مومنانو ته ووايه چې خپلې سترګې ټېټې او دشرم ځايونه پټ وساتۍ، دا د دى لپاره پاکه کړنلاره ده ، الله ج يې له ټولو کړنو ښه خبردى )) النورسورة –٣٠ ايت شريف .
له ايات شريف څخه په ډاګه معلوميږى چې کله د يو سړى نظرپه يوې ښځې ولږيږي او هرډول سپين سترګى ،بي باکه ،او بي شرمه فکريې ذهن ته راشې نو بايد چې سمدستى ښکته وګوري .
د ښځو لپاره حجاب او پرده :- د سورة نورپه ورپسې ايات شريف کې الله ج فرمايې : ((او مومنو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ټېټې او د خپل د شرم ځايونه پټ وساتي او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دى . نه په ډاګه کوى او خپل پوړنى دې پرخپلو سينو او ټټرونو خپاره کړي او خپل سينګار او ښايست دې نه ښکاره کوى مګريواځې د هغه خلکو په وړاندې :ميړونه ، پلرونه ، دميړونو پلرونه ،خپل ځامن د ميړونو ځامن يانې بنزيان ،ورونه ،وريرونه ،خوريونه او……..د النورسورة ايت ،٣١ ايت شريف _
     ٣- د حجاب لپاره شپږ معيارونه :- قرآن او سنتو له مخې د حجاب او پردې لپاره شپږ اساسى معيارات وجود لري چې عبارت دې له :
الف :- د حجاب اندازه او حد : لمړنۍ معيار د حجاب اندازه او حدود دي .
دا اندازى د نراو ښځې لپاره جلا جلادي _ په نارينه ووباندې کم ترکمه نامه څخه ترزنګانه پورى وجود پټول فرض او لازمي دي . د ښځو لپاره د مخ او ترمړوندونو پورې د لاسونو څخه پرته د ټول وجود پټول فرض او لازمي دي اوکه دوى پخپله وغواړي نو کولى شى چې مخونه اولا سونه هم پټ کړى . د يادولو وړ خبره ده چې ځينې اسلامي علماو او پوهانو د مخ او لاسونو پټول هم لازمي او فرض ګڼي . په غيرله همدغي لمړنى معيار څخه پاتې نورټول يې د نراوښځې لپاره يو شان دي .
ب :- هغه کالې چې نارينه او ښځې اغوندې بايد سست او آزاد وي تردومره اندازې چې دوجود غړي يې په کې بېل بېل ښکاره نه شي .
ج :- د اغوستلو کالي او جامې بايد دومره نازکه نه وى چه وجود يې ترې ښکاره شي .
د:- د اغوستلو کالي او جامې بايد دومره زړه راښکونکى نه وى چې د مقابل جنس توجه راجلب کړى .
هـ  :- ديوه جنس کالي او جامې بايد دبې دينه خلکو په شان نه وى او نه ورسره ورته والى ولرى يعنې مومنان بايد داسې لباس وانه غوندې چې د اسلام څخه پرته د نورو اديانو او ډلو ټپلو لپاره ځانګړى وى او د هغوى نښى ګڼل کېږي .
٤_ حجاب يواځې د يوه ځانګړى لباس په معنې نه دى بلکه دا کلمه نورګڼ مفاهيم هم رانغاړي لکه چلن ، خوى ، اخلاق ، او روش :
مکمل حجاب اوپرده يادو شوو شپږو معيارونو ترڅنګ به يو شمير نورو مفاهيمو هم مشتمل دى لکه  د هرد فرد اخلاق ،خوى ، روش ،سلوک ،مقصد او نور. که يو سړى يواځى دحجاب شپږ يادې ټولې نقطې په ځان عملي کړى نو حجاب يې تريوه حده عملي کړى دى خو په مکمل ډول به يې حجاب هغه وخت عملي کړى وي چې د لباس په اړه د حجاب د معياراتو عملي کولو ترڅنګ د سترګو حجاب ، د زړه حجاب ،دفکرحجاب او د ارادې د حجاب اصول هم عملي کړي . حجاب يوه پراخه کلمه ده چې په لاره د تللو،له نورو سره دچلن طرز او طريقه هم په خپلې غيږې کې رانغاړى .
٥ :- حجاب او پرده د ښځود ځوراو آزارڅخه مخه نيسي :
 د اچې له ښځو لپاره په اسلام کې ولي د حجاب سپارښتنه شوي ده ، دليل يې الله ج په سورة الاحزاب کې وړاندى کوى : اى پيغمبره ص! خپلو ښځو ،لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووايه چې د خپلو پوړنو يوه څنډه په ځانونو راخوره کړئ ، د اډيرغوره اسلوب دى چې وپيژندل شى نو نه به ربړول کيږى او الله ښه بښونکى مهربان دى په دغه ايت شريف کې قرآن وايې چې – د الاحزاب سورة –٥٩ ايت . حجاب د ښځو لپاره پدې خاطر توصيه شوى دى چې هغوى د پتمنو او پاکو ښځو په حيث وپيژندل شى او په دې ډول د ځور او آزار څخه په امان کې پاتې شي .
د موضوع د ښه روښانتياپه موخه وړاندى کول غواړم : فکر وکړئ چې دوه غبرګونې خويندى چه يو شانته ښکلي دي او دواړه په سرک  روانې دي داسې چې يوه يې د اسلامي حجاب په ښکلې لباس سينګار ده له مخ او ترمړوندونو پورې له لاسونو څخه پرته نورټول وجود يې پټ او پوښلى دى . او بلې خور يې غربي لباس،يو لنډ کميس او نيکراو يايو تنګ پتلون اغوستى دى، په لاره کې يو بد معاش، لوچک او لوفر د يوه ښکار په طمعه او انتظار ولاړ دى چې يوه انجلۍ وځوروي.تاسې ووايې چې نوموړى لوچک  به کومه انجلۍ وځوروي ؟ هغه انجلۍ چې اسلامي حجاب يې اغوستى دى اوکه هغه چې غربي لباس ،  لنډکميس نيکراو ياتنګ پتلون يې اغوستى ؟  واضح ده چې نوموړى به هغې انجلۍ ته د ځور او ربړولو تکل وکړى چې غربي لباس يې غوستى دى او داځکه چې د داسې لباس اغوستل په خپله په غير مستقيم ډول مقابل جنس ته د خپل ځوراو ربړ بلنه  او دعوت دى . په ريښتيا چې قرآن کريم ښځوته په حجا ب د امرکولو له لارې هغوى د ځورلاري څخه په امان کې ساتلي دي .
٦:- په اسلام کې د زنا  کارانو لپاره ستره او لويه سزا :
 د اسلامي قانون له مخې که چيرته يو سړى له يوې ښځې سره په زناکولو سره تورن شو نو ستره سزا ورکول کيږي .
ډيرى خلک د دې خبرې په اوريدلو سره حيرانيږى او بعضې خو آن وايې چې اسلام يو وحشى ،ظالم او سخت زړى دين دى (ځکه چې زناکارانو ته يا خوسل درې او ياهم د رجم ((کاڼو ويشتلو )) سزا ورکوى ) . ماله سلګونو غير مسلمو څخه يوه ډيره ساده پوښتنه کړى ده او هغه  دا چې که خداى نا خواسته فرضاً يو څوک ستاله ښځې ، ستاله موراو ياستا له لور سره زنا وکړى ، ته قاضى شى او مجرم ستا په وړاندې راوړل شى نو ته به هغه ته څه سزاورکړى ؟ ټولو په يوه خوله وويل چې زه به يې په مرګ محکوم کړم او زه به يې ووژنم او بعضو خو داسي ويل چې د شکنجې ،ربړاو عذاب پواسطه به يې ووژنم . بيا مې له دوى څخه وپوښتل چې که يو څوک ستاسې ښځې ، ميندي او لوني بي پته کړى نو تاسي يې وژل غواړى خو که د بل چاله ښځو ، ميندو او لوڼو سره داسې عمل ترسره شى نو هغوې ته د اسلام ستره جزاورکول بياسخت زړې ، وحشيانه او ظالمانه سزاګڼې ؟ د اڅنګه کيداى شى چې عين حالت او دوه جداجدا فيصلي ؟
٧:- غربي ټولنې دښځو د مقام د لوړولو او هغوى ته د حقوقو د ورکړې دروغجنې دعوې کوى :
 د ښځو د آزادۍ په اړه دغر بيانو خبرې د ښځو د وجود او ځان څخه د غلطې ګټې اخيستنې د هغوى د روح د سپکاوى او د هغوى د شرافت څخه د محرومولو د يوې اړول شوى بڼې څخه پرته نورڅه نه دي . غربي ټولنې نه يواځې داچې د ښځې موقف او مقام لوړ کړى نه دى بلکه باالعکس يې د ښځې موقف او حيثيت دومره را ټيټ کړى دى چې اوس هلته ښځې د فاحشو و بدکارو او معشوقو په ډول د بدکارانو د خوښۍ او د زناد کاراو بار د خاوندانو د لاس  دالو په حيث د فرهنګ ،او هنرد رنګينو ښېښو ترشاساتل کيږي. د غربي ټولنو په استازيتوب د امريکا د متحده ايالاتو مثال وړاندې کوم . چې په نړۍ کې د زناترټولو لويو کچو لرونکو هيوادونو څخه يو دى : امريکاچې د نړۍ د پرمخ تللو هېوادونو په ډله کې يو له ترټولو پرمختللى هېواد دى ،ترڅنګه يې د نړى په مخ هغه هېواد هم دى چې د زنااو بد کارۍ ترټولو لوړه کچه لري . د
FBI  پا د امريکا د دولتى استخباراتو ادارى ديوه رپورټ له مخې په ١٩٩٥ کال کې هره ورځ په امريکاکې په منځنۍ کچه ١٧٥٦ پيښې ترسره شوى وي . وروسته په يوه بل رپورټ کې چې کال يې نه وه ذکرشوى خويا ١٩٩٢ يا١٩٩٣م کال وه ) نوموړى اندازه په منځنۍ کچه دورځي ١٩٠٠ پيښې ښودل شوى ده . او داځکه چې امريکايان کال په کال په خپل دې عمل کې زړه ورکيږى او جرئت پيداکوي .
اوس د يوې سيناريو ياقېصې په هکله فکروکړئ  چې که په امريکا کې د حجاب اسلامي حکم پلى کړاى شي ، کله چې يو سړى کومې ښځې ته وګورى او په زړه کې يا فکرکې يې هرډول بې باکه او بې شرمه فکر راشى نو سمدستې ښکته وګورى ،ښځې اسلامي حجاب پرځان کړي او له مخونو او ترمړوندونو پورې له لاسونو څخه پرته نو ټول وجود پټ کړى او د دې تدابيرو باوجود که بياهم څوک د زنا د ګناه مرتکب شى ،درنه او سنګېنه سزا ورکړل شى ،نوزه له تاسې څخه پوښتنه کوم چې د زنا د پيښو د غه اندازه به په امريکې کې زياته شى ، په همدې حال به پاتې شى او که کمه به شي ؟ ښکاره ده چې دا اندازه به کمه شى ،په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې هر څومره ژرچې اسلامي شريعت او اسلامي قانون پلى کړى شى ، مثبتې پايلې به ولري . که اسلامي شريعت د نړ ۍ په هر ګوټ کى څه که اروپاده او يا امريکا،پلى شى نو ټولنه به دا رام ساه واخلي . د دې بحث په آخر کې يو ځل بياغواړم چې حجاب او پردې د ښځې موقف او مقام ټېټ کړى نه دى بلکه لوړکړى يې دى او پدې ډول يې د ښځو عفت ،عزت ،او شرف ساتلى دى .
څلورمه پوښتنه : ايااسلام د تورې په زور خپورشوى دي ؟
 څنګه اسلام ته دصلحې او امن دين ويلى شو په داسې حال کې چې اسلام د تورې په زور خپورشوى دى ؟
ځواب :- د ډيرى غيرمسلمو ترمنځ دا پراسلام يو ډيرعام توردى چې ګواکې که  اسلام د تورى د استعمال په زور نه واى خپورشوى نو نن سبا به يې په مليونونو پيرويان نه لرل .
راتلونکې توضېحات به داخبره په ډاګه کړى چه د اسلام مقدس دين نه يواځې داچې د تورې په زورنه دى خپور شوى بلکه دا داسلام خپل طبيعي او ذاتى رښتينوالى واقعيت ، او پرځاى استدالال دى چى د اسلام د دين د دومره چټک خپراوى رازيې ترشاپروت دى .
١- اسلام معنې صلحه اوامن :
 اسلام د سلام له کلېمى څخه اخېستل شوى يوه کلمه ده چې معنې يې ده صلحه . اسلام د صلحې دين دى ځکه چې يې نوم له صلحې او امن څخه اخيستل شوى دې .
همدارنګه اسلام معنې د خپلو خواهشاتو ، واک ختيار سپارل الله پاک ته . اسلام د صلحې دين دى او د اصلحه هغه وخت منځ ته راځې چې يو څوک خپل واک ، اختيار او خواهشات و دخپل خالق رضاته وسپارى .
٢- کله کله بايد د صلحې او ثبات د ساتلو په خاطر زورڅخه هم کارواخيستلى شى :
په دنياکې هرفرد او هرانسان د صلحې او سموحالاتو په ساتلو کې د لچسپى نه لري او ډېرداسې خلک موجود دي چې د خپلو ګټو او اغراضو په خاطرد صلحې او حالاتو ګډوډول غواړي .
نوځکه خو بايد په داسې حالاتوکې د صلحې د ساتلو لپاره له زوراو د قوى له استعمال څخه ګټه واخيستل شي .
ددې خبرې ښه مثال په حکومتونوکې دپو ليسو موجوديت دى چې د مجرمينو او نورو د ټولنى د ګټو په ضد غړو په وړاندې له زور څخه کاراخلى او د هيواد امنيت او سوله ساتي .
اسلام د صلحې ساتنه تقويه کوى او پدې موخه خپلو پيرويانو ته درس ورکوى او هغوى تشويقوى چې د هغو خلکو په وړاندې و جنګېږى څوک چې نورخلک له خپلو حقوقو څخه محروموى ، له هغوى سره ناوړه او بد چلند کوى او له هغوى سره ظلم کوى .
له داسې پېښېدونکو پېښو سره د جنګ او جګړې په خاطر تورې ، زوراو قوي ته ضرورت دى او په اسلام کې توره او د هغى زورپه همدا سي وختونوکې استعمالېږې چه په پايله کې يې په ټولنه کې امنيت ، صلحه او عدالت تامينيږي .
٣- د تاريخ پوه
De Lacy O’Leary  نظر :
دا چې اسلام د تورې په زورخپورشوى دى . د دې سترې غلطې انګيرنې ترټولو غوره ځواب تاريخ پوه
De Lacy O’Leary  د خپل کتاب  ((Islam at the cross road)) په اتمه صفحه کې پدې ډول وړاندې کوى : تاريخ داخبره روښانه کړي ده چې د متعصب مسلمان او د تورې په زور په مختلفو قومونو او نژادونو کې د اسلام د خپراوى افسانه چې په ټوله دنياکې ډنګيدلى ده يوه داسې عجيبه ، حيرانونکى ، بې معنې چټى او پوچه افسانه او د استان دى چې آن تاريخ پوهانو هم تکرارکړى ده ))
٤- پرهسپانيې د مسلمانانو ٨٠٠کلن حکومت :
 په داسې حال کې چې مسلمانانو پرهسپانې باندى ٨٠٠ کاله حکومت کړى دى خوهيڅ کله يې هم د تورې په زور څوک نه دې اړويستى چې له خپلې عقيدې څخه اسلام ته ورواړي . وروسته چې کله بيرته هسپانې ته مسيحي صليبيان راوګرځيدل نو ټول مسلمانان يې له هسپانې څخه په مکمل ډول وويستل آن تردې چې په ټوله هسپانيه کې يو تن مسلمان هم پاتې نه وو چې په آزادانه ډول آزان وکړي .
٥- اوس مهال هم ١٤ مليونه عربان
Coptic (قبطي ) عيسويان دى : مسلمانان (١٤٠٠) کلونو لپاره د عربو او عربى سيمو واکدار پاتې شوي دي او يواځى ديو څو کلونو لپاره بريطانويانو او د څو کلونو لپاره فرانسويانو پردغو سيمو کې حکومت کړى دى او پاتې ټول ١٤٠٠ لکونه عرب مسلمانان په واک کې پاتې شوى دي خوباهم نن ورځ ١٤مليونه داسې عربان وجود لري چې مسلمانان نه دى بلکې قبطي عيسويان دې که چيرته مسلمانانو د تورې له زوره څخه ګټه اخيستلى نو نن به يو عرب هم عيسوى نه ووپاتې .
٦- په هند کې له ٨٠ فيصدو څخه د زياتو غيرمسلمو موجوديت :
 مسلمانانو پرهند نژدې ١٠٠٠کاله حکومت کړى دى او که يې غوښتلى نو دومره وس ، توان او زور يې درلوده چې د هندوستان هرفرد ،فرد غيرمسلم په زوره اسلام ته راوبولى او پرې قبول يې کړى .
خودا چې مسلمانانو داکارنه کاوه نوځکه نن ګورو چې په هند کې ٨٠ فيصده وګړى غيرمسلم دي او داټول ٨٠ فيصده غيرمسلم د دې خبرې ګواهان دي چې اسلام د تورى په زورنه دى خپورشوى .
٧- اندونيزيااو ماليزيا:
 اندونيزياد اسلامي هيوادونو په ډله کې هغه هيواد دى چې ترټولو زيات نفوس لرى او ترټولو ډيرمسلمانان په کې اوسېږ ي او ماليزيا هم داسې يو هيواد دى چې ډيرى وګړې يې مسلمانان دي خو اياداسى څوک شته چې ووايې ! کوم مسلمان فوځى ياعسکراندونيزيا ياماليزياته تللى دى(د سيمې د خلکو په زوره دمسلما نولو پسې) ؟
٨- د افريقاشرقى سواحل :
 د اندو نيزيا او ماليزيا په شان د افريقاپه شرقى سواحلو کې هم اسلام په ډېره چټکه خپورشوى دى او هغوى چې پوښتي او وايې چې اسلام د تورې په زورخپورشوى دى ، لطفاً دې ووايې چې کوم مسلمان فوځي ياعسکر د افريقاشرقى سواحلو ته تللى وو؟
٩- د تاريخ پوه
Thomas Carlyle څرګندونى
 مشهورتاريخ پوه 
Thomas Carlyle په خپل کتاب ((Heroes and Hero Worship )) ((قهرمانان او د قهرمانانو لمانځنه )) کې د تورې پواسطه داسلام د خپراوي د غلطې انګيرنې په اړه کاږى چې !
(( په ځاى ده چې د تورې په وسيله به خپورشي خو پوښتنه داده چې توره به له کومه شي ؟ ځکه چې هره نظريه په پيل کې په اقليت کې وي . په دومره اقليت کې چې يوه خوايوازې يو شخص او بله خوا ټوله نړۍ وي . يو کس د نړۍ د ټولو انسانانو په وړاندې قرار نيسي .
نوکه چېرې په يو ځان تورې ته لاس کړي ، څه به ترلاسه کړي ؟ او که ډېرې تورې يې د خپرېدو هڅه وکړي د نظر يې د داخلي وړتياښکارندويي کوي ))
١٠- په دين کې زور او جبرنشته :
 اسلام په کومه توره خپورشوى دى ؟ که مسلمانانو دا توره لرلى هم ،بيابه يې هم هيڅکله په دې موخه نه واى کارولى ځکه چې قرآن کريم مسلمانان له داسې کولو څخه منع کړى دى لکه چې د البقرى په سورة کې الله ج فرمايې (( په دين کې هيڅ زورنشته ځکه چې هدايت له بې لارۍ څخه پوره څرګنداو ښکاره شو )) ((د البقرى سورة ٢٥٦ ايت ))
١١- د عقل ،پوهې او هوښيارتوب توره :
 اسلام چې د کومې تورى پواسطه خپور شوي دى فکرونه محاصره کوى او پرې اغېزه کوي . قرآن کريم پدې هکله د النحل په سورة کې فرمايې چې (( اى پيغمبره د خپل رب د لارې په لورپه حکمت او نيک اسلوب بلنه وکړه او په خورانيکه او غوره توګه ورته خپل هدف وړاندې کړه ))  د الخل سورة ،١٢٥ ايات .
١٢- له ١٩٣٤م کال څخه تر ١٩٨٤ م کاله پورى د نړۍ د اديانو په پيروانو کې       زياتوالى :
 د 
Readers Sagest  مجلې په يوه مقاله کې چې د نوموړى مجلې د ١٩٨٦ م کال په کالنۍ ګڼه کې خپره شوى وه ، د ١٩٣٤م تر١٩٨٤ م پورى په تقريباً نيمه پيړۍ کې د نړۍ د سترو  اديانو د پيروانو د زياتوالې د فيصدۍ اندازې او احصايې راغلي دي چې په کې د اسلام دين ترټولو مخکې وه او ٢٣٥%فيصده زياتوالى په کې راغلى وو په داسى حال کې چې عيسويت يواځي ٤٧%فيصده زياتوالى درلوده . نواوس پوښتنه داده چې په نوموړى موده کې کومه جګړه پيښه شوه چې له امله يې د تورې په زورپه مليونونو خلکو اسلام ومانه او مسلمانان شول ؟ د يادولو وړ ده چې عين مقاله په
((
The plain Truth)) مجله کې هم چاپ او خپره شوى وه .
١٣- په اروپااو امريکاکې اسلام له ترټولو چټکو خپريدونکى دين دى :
 نن سبا په اروپا او امريکا کې ترټولو چټک خپرېدونکى دين اسلام دى . خوپوښتنه دا ده چې کومه توره ده چې په غرب کې خلک اړباسې چې په دومره لوى شمير کې اسلام ومنى او مسلمانان شى ؟
١٤- د ډاکتر
Joseph Adam Pearson وينا:
 ډاکتر
J.A.P په رښتياويلي دې ((هغه خلک چې ويره لرى او ورخطادي چې يوه ورځ به هستوي ياذروى وسلې د عربانو لاسونو ته وغورځيږى په دې نه دې توانېدلى چې پوه شى چې د اسلام بم لادوخته د هغوى لاس ته غورځېدلى دى او داپه هغه ورځ کله چې محمدص وزيږيد )) .د ډاکترJ.A.P  دا وينابله هيڅ کومه معنې نلرى په غيرله دې چې داسلام په دين کې د هغى د واقييعت او رښتينولى له وجي دا ټوم له بمونو څخه ډېر زيات زوراو قوت شته د ى .
٦. له سبزيجاتو  پرته د نورو غذايي موادو خوړل:
پوښتنه:د يوه حيوان وژنه خو يو ظالمانه او سخت زړى کار دى،نو بيا ولې مسلمانان پرته له سبزيجاتو څخه نور غذايي مواد هم د خوراک په توګه کاروي؟
ځواب:
سبزي خوړنه او په دې ګروهه پاتې کېدل نن سبا په ټوله نړۍ کې يو تحريک دى. ډير خلک له دې ډلې او دې ګروهې سره دحيواناتودحقوقو دساتلو په خاطر يوځاى کېږي. هغوی داسې فکر کوي چې دغوښې او نورو غيرسبزيجاتو خوراکونو استعمالول دحيواناتوله حقوقوڅخه سرغړونه ده.
داسلام مقدس دين پرټولو ژونديو موجوداتو دزړه سوي، رحم اومهربانۍ سپارښتنه کوي. په عين وخت کې اسلام له دې څخه هم ننګه کوي چې الله پاک ځمکه او دهغې پر سر حيرانونکي نباتات اوژوي دانسانانودګټې لپاره پيدا کړي دي. دا دانسانانوپورې اړه لري چې په دې دنيا کې له ټولو منابعوڅخه په عقل اوفکر سره دالله تعالى دنعمت اوامانت په حيث ګټه واخلي.
راځئ چې ددې بحث ګڼو نورواړخونوته نظرواچوو.
١.يومسلمان کيدى شي چې سوچه اويواځې سبزي خوړونکى اوسي
داممکنه ده چې يو مسلمان ددې ترڅنګه  چې يو ښه مسلمان اوسي، يو سوچه سبزي خوړونکى هم وي. پرمسلمانانوباندې دازورنشته چې حتمادې پرته له سبزيجاتونور خواړه وخوري.
٢. قران مسلمانانوته ددې اجازه ورکوي چې له سبزيجاتوپرته نور خواړه هم وخوري
قران مسلمانانوته د سبزيجاتو د خوړلو تر څنګ دغيرسبزيجاتوغذايي موادودخوړلواجازه هم ورکوي. لانديني قراني ايتونه د دې خبرې ثبوتونه دي:
ای مومنانو عهدونه اوتړونونه موپوره کړئ. تاسې ته پرته له هغو چۍ درته به وويل شي نور ټول څاروي حلال دي خو داحرام په حال کې ښکار ځان ته حلال مه ګڼئ. بيشکه چې الله پاک چې څه غواړي هغسې حکم کوي. (قران کريم، دالمايدې سوره ١ايت شريف)
اوڅاروي يې ستاسې لپاره پيدا کړي چې له هغونه تاسې تودوخه اورنګارنګ ګټې ترلاسه کوئ او د ځينو غوښې هم خورئ.  (قرانکريم، دالنحل سورت ٥ ايت شريف)
 او پخه خبره همداده چې په څارويوکې تاسې ته يوه ښوونه ده،په هغو شيدو چې دهغوى په بدن کې دي مونږ تاسې خړوبوو او په همدې څارويو کې ستاسې نورې ډېرې ګټې هم دي او له همدې څارويونه تاسې خوراک هم کوئ. (قرانکريم، دالمؤمنون سورت ٢١ ايت شريف)
٣. غوښه ښه مغذي ماده او له بشپړوويټامينونوڅخه غني ده:
غيرسبزيجات خواړه دپروتينونويوه ډيره ښه منبع ده چې بشپړ پروتينونه لري دساري په توګه ټول هغه ٨ ضروري امينواسيدونه چې په بدن کې دننه نشې جوړيدلى بايد له داډول خوړوڅخه پوره کړل شي. غوښه هم داوسپنې، ويټامين
B1 ،او نياسين لرونکي ده.
٤. انسانان هم غوښه خوړونکي اوهم سبزي خوړونکي  غاښونه لري:
که تاسې دوښو خوړونکو يا سبزي خوړونکوحيواناتو،لکه غوا، وزه، پسه اوداسې نورو غاښونه وګورئ نوتاسې به په دې ټولوکې په حيرانونکي ډول يو لړ ورته والي وګورئ. ټول داډول حيوانات پلن يا هموار غاښونه لري چې الله پاک هغوى ته دوښوياسبزيجاتو دخوړلو لپاره ورکړي دي. له بلې خوا که تاسې دغوښه خوړونکوحيواناتو لکه زمري، پړانګ،
leopard اوداسې نوروغاښونه وګورئ نوبيا به ومومئ چې داټول حيوانات تيره غاښونه لري چې دغوښې دخوړلو لپاره مناسب دي. اوس که تاسې دانسانانوغاښونه وګورئ نوتاسې ته به جوته شي چې انسانان هم پلن ياهموار غاښونه لري او هم تيره غاښونه لري يا نې انسانان هم دسبودخوړلواوهم دغوښې دخوړلو لپاره غاښونه لري نو په دې ډول انسانان هم سابه خوړونکي اوهم غوښه خوړونکي دي. پوښتنه داده چې که الله پاک غوښتلى چې انسانان دې يواځې سبزيجات وخوري نوبيا ولي الله پاک مونږ انسانانوته تيره غاښونه راکړي دي؟ منطقي خبره داده چې الله پاک مونږ انسانانوته داحق راکړى دى چې هم سبزيجات اوهم پرته له سبزيجاتونور خواړه وخورواوله هغې څخه ګټه واخلو.
٥. هضمي سيستم: هغه حيوانات چې يواځې واښه خوړونکي دي، هضمي سيستم يې يواځې سبزيجات هضمولى شي اوهغه حيوانات چې غوښه خوړونکي دي دهغوى هضمي سيستم يواځې غوښه هضمولى شي. دانسانانو هضمي سيستم دواړه سبزيجات اوغيرسبزيجات هضمولى شي. که الله پاک مونږ انساناتوته يواځې دسبزيجاتودخوړولو اراده لرلى نو بيا يې ولي مونږ ته داسې هضمي سيستم راکوه چې هم سبزيجات او هم غير سبزيجات هضمولى شي؟
٦. دهندوانو مذهبي کتاب ددې اجازه ورکوي چې انسانان دې پرته له سبزيجاتونور خواړه وخوري:
ډير هندوان شته چې ډير سخت اوټينګ سبزي خوړونکي دي. هغوى فکر کوي چې ګوندې داهغوى ددين پرضد ده چې پرته له سبزيجاتوڅخه نورخواړه دې وخورې خواصلي واقيعيت دا دى چې دهندوانو مذهبي نسخې اوکتابونه پرته له سبزيجاتوڅخه دنوروخوړو اجازه ورکوي. نوموړي مذهبي نسخې اوکتابونه دهندوانودپوهانواومذهبي مشرانو يا پيرانو يادونه کوي چې له سبزيجاتوڅخه پرته يې نور خواړه هم خوړلي دي.
د
Manu Smruti ، چې دهندوانودقانون کتاب دى،د٥څپرکي په ٣٠ ايات کې داسې راغلي دي چې:”هغوى  چې غوښه خورې،البته دهغوحيواناتوغوښه چې خوړل کېږي، کوم ناوړه کار نه کوي اګرکه دا کار هره ورځ کوي اودا ځکه چې الله پاک پخپله بعضې موجودات ددې لپاره پيدا کړي دي چې وخوړل شي او بعضې يې ددې لپاره پيدا کړي دې چې وخوري. “
ديادشوې کتاب په ورپسې ايات کې( يانې د٥ څپرکي په ٣١ ايات کې) داسې راغلي چې:” دغوښې خوړل دقربانۍ په خاطر درست کار دى،داکار په دوديز ډول دخدايانودقانون په حيث مشهوردى. “
سربيره پردې ديادشوي کتاب د٥ څپرکي ٣٩ او٤٠ اياتونه داسې وايې:” الله پاک پخپله دقربانۍ حيوانات دقربانۍ لپاره پيدا کړي دي…….. ځکه خو دقربانۍ دحيواناتو وژل قرباني ده او وژل ورته نشې ويل کيدلى. “
دهندوانودمذهبي کتاب
Mahabharata Anushashan Parva ،٨٨ څپرکى په دې اړه چې سړى بايد کوم خواړه Pitiris (نيکونويا اجدادو) ته د Shraddha(دمړينې مراسم) پرمهال ورکړي چې هغوى خوښ وساتي،دهندوانوددوو روحاني شخصيتونوهريو Dharmaraj Yudhishthira او Pitamah Bhishma ترمنځ مباحثه ذکر کوي چې پايله يې داراوځې چې دهندوانومذهبي مشرانو غوښه هم په خپله خوړلي ده او هم يې نوروته دهغې دخوراک سپارښتنه کړي ده.
٧. هندوايزم دنورو مذاهبوڅخه اغيزمن شوى دى:
که څه هم دهندوانومذهبي کتابونه اونسخې هغوى ته دااجازه ورکوي چې پرته له سبزيجاتوڅخه نورخواړه هم وخوري خو بيا هم ډيرى هندوان يواځې اويواځې سبزيجات خوري او داځکه چې داډول هندوان دنورومذاهبو، لکه
Jainism*، تراغيز لاندې راغلي دي.
٨. نباتات هم ژوند لري اوژوندي موجودات دي:
يوشمېر ځانګړي مذاهب په دې دليل يواځې له سبزيجاتوڅخه دخوړو په توګه ګټه اخلي چې وايې مونږ د خپلې عقيدې له مخې دژونديو موجوداتو دوژنې مخالف يو. که چيرته داممکنه وى چې يوچا دژونديو موجوداتوله وژلوپرته خپل ژوند ته ادامه ورکولى شواى نوزه به په دې ډله کې تر ټولولمړنى شخص وم چې دخپل ژوند لپاره به مې داسې يوه لاره غوره کړی وای. پخوا خلکوفکر کاوه چې ګوندې نباتات مړه موجودات دي اوژوند نه لري خونن ورځ دايو منل شوي حقيقت دى چې نباتات ژوندي موجودات دي اوژوند لري. په نتيجه کې دداډول خلکوخبره چې وايې دوى نه غواړي دخپل ژوند دسرته رسولو په خاطر ژوندي موجودات ووژنې، ديواځې سبزيجاتويا نباتاتوپه خوړولو سره بياهم سرته نه رسيږي اوداځکه چې نباتات هم ژوندي موجودات دي.
٩. نباتات هم درد احساسولى شي:
دسبزي خوړونکو مذاهبو پيروان استدلال کوي چې نباتات ددرد احساس نه شي کولى ځکه خو ديوه نبات وژل ديوه حيوان دوژلوپه پرتله کوچنى  جرم دى.  نن ورځ ساينس وايې چې نباتات هم ددرد احساس کوي خودنباتاتوژړا اوفرياد انسانان نشي اوريدلى اوداځکه چې دانسانانوغوږونه يواځې هغه اوازونه اوريدلى شي چې فريکونسي يې د ٢٠ او ٢٠٠٠٠ هرتزوترمنځ وي اوټول هغه غږونه چې فريکونسي يې له ٢٠هرتزو څخه ښکته اويا له ٢٠٠٠٠ هرتزوڅخه پورته وي ،دانسانانوپواسطه نشي اوريدل کيدلى. سپى کولى شي چې تر ٤٠٠٠٠ فريکونسۍ لرونکي اوازونه واوري اودسپوداسې اوازونه شته چې فريکونسي يې له ٢٠٠٠٠ هرتزوڅخه زياته اوله ٤٠٠٠٠ هرتزو څخه کمه وي اوداډول اوازونه يواځې دسپو پواسطه اوريدل کيدل شي او انسانان نه شي کولى چې دااوازونه واوري خوسپى کولى شي چې دخپل خاوند اواز پيژنى او دهغى خواته راځي. دامريکا په متحده ايالاتوکې ديوه کروندګر پواسطه يوه پلټنه ترسره شوي په کومه کې چې نوموړي کروندګر يوه داسې اله جوړه کړي وه چې کولى يي شول دنباتاتواوازونوته داسې تغير ورکړي چې انسانان هم وکړلى شي هغه واوري. نوموړى کروندګر ددې الې په جوړولوسره وتوانيد چې دتندې پرمهال دنباتاتوپرژړا باندې خبر شي. تازه ساينسي پلټنې ښيې چې نباتات دخوښۍ اوخفګان احساس کولى شي او ژړلى هم شي.
١٠. ددووکموحسونولرونکوژونديوموجوداتووژنه جرم نه شې کمولى:
ځينې سبزي خوړونکي داسې استدلال کوي چې نباتات يواځې دوه يا دري حواس لري په داسې حال کې چې حيوانات پنځه حواس لري ځکه خودنباتاتووژنه نظر دحيواناتووژنې ته کوچنى يا لږ جرم دى. فرض کړئ چې ستاسې يو ورور له موره کوڼ اوړوند پيداشوى دى اودنوروانسانانوپه پرتله دوه حواسه کم لري. کله چې ستاسې ورور غټ شو نو يوچا هغه وواژه. اوس به ايا تاسې له قاضي څخه وغواړي چې قاتل ته کمه سزا ورکړي ځکه چې هغه ستاسې داسې يو وروروژلى دى چې دوه حواسه يې کم وو؟ نه، هيڅکله نه، بلکه تاسې به ددې پر ځاى له قاضي څخه وغواړئ چې قاتل ته ښه درنده سزاورکړي ځکه چې هغې يو معصوم اوبي ګناه انسان وژلى دي. له دې مثال څخه داسې جوتيږي چې داډول استدلال دسليم عقل خاوندان نشى منلى او نه هم عملآ ممکن دى. قران کريم انسانانوته دخوړوپه اړه داسې فرمايې:
اى خلکو!دځمکې حلال پاک څيزونه وخورئ…        (قرانکريم، دالبقرې سورت ١٦٨ ايات يوه برخه)
١١. دغواګانواوغوايانواونوروکورني حيواناتودنفوس له حده زياتيدنه:
که چيرته هرانسان يواځې سبزي خوړونکی واى نوپه دنيا کې به دغواګانو،غوايانواونوروکورني حيواناتوچې دغوښې لپاره تري ګټه اخيستل کېږي ،نقوس له حده ډير زيات شوى وي اوداځکه چې ددې حيواناتوتکثر،توالد اوتناسل ډيرچټک دى. الله پاک په دې باندې ډيرښه پوهيږي چې څنګه دخپلو مخلوقاتوترمنځ يوتوازن وساتي اودغوښې په خوړولوکې دنوروحکمتونوترڅنګ يوحکمت هم دادى ځکه خو داکومه دحيرانتيا خبره نه ده چې الله پاک خپلوبندګانوته ددې اجازه ورکړي ده چې ديادوشوو حيواناتوله غوښې څخه دخوراک په توګه ګټه واخلي.
١٢. دغوښې مناسب نرخ اوبيه اوداځکه چې ټول خلک داسې نه دي چې هم سبزيجات خوري اوهم نورخواړه:
زه په دې نه خفه کېږم چې يوشمېر خلک يواځې اويواځې سبزيجات خوري خوداسبزي خوړونکي بايد غيرسبزي خوړونکي دظالمانواوسخت زړو په نامه ونه غندي اونه پرې بد ووايې. فرض کړئ چې که ټول هنديان داسې وى چې هم يې سبزيجات خوړل اوهم يې له سبزيجاتوپرته نورخواړه لکه غوښه خوړلى نوبيا به اوسنيوغيرسبزي خوړونکو تاوان کړى وا ى اوهغه دا چې دغوښې نرخ به ختلى واى.
٧. دحيواناتودحلالولواسلامي طريقه بي رحمه اوظالمانه ده:
پوښتنه:ولي مسلمانان حيوانات ډېر په يوه ظالمانه اوبي رحمه شکل سره حلالوي يانې دا چې په قراره اودردناکې وژنې يا حلالونې سره حيوانات شکنجه کوي اوکړوي يې؟
ځواب:
دحيواناتودحلالونې اسلامي طريقه چې ذبحه ورته يل کېږي دډيروخلکوترنيوکې لاندې ده. مخکې تر دې چې اصلي پوښتنې ته راشم،غواړم ديوه سيک اويوه مسلمان ترمنځ دحيواناتودحلالونې په اړه شوي يو بحث باندې لږه رڼا واچوم.
يوځلې يوه سک له يوه مسلمان څخه پوښتنه وکړه چې ولي تاسې مسلمانان حيوانات په ډېر دردناکه شکله سره حلالوي داسې چې مرۍ يې پري کوئ او ولي يې زمونږپه شان په يوه ګزاريا يوې جټکې سره نه حلالوئ؟ مسلمان ځواب ورکړ،”  مونږ مسلمانان زړه ور او باجرئته خلک يو او حيوانات له مخامخ طرف څخه حلالوو. مونږ دنرزامن يواو تاسې بې زړه اوډارن ياستې چې دحيواناتودحلالونې پرمهال پر حيواناتوله شاڅخه حمله کوئ. “
له ټوکوپرته لاندينۍ نقطې دا په ثبوت رسوي چې دمسلمانانودحلالې يا ذبحې طريقه نه يواځې دا چې يوه انساني، له زړه سوي ډکه او مهذبه طريقه ده بلکه دساينس له نظره هم تر ټولوغوره طريقه ده.
١. دحيواناتودحلالې اسلامي طريقه:
په اسلامي طريقې سره ديوه حيوان حلالونه د لاندې شرايطو پوره کېدوته اړتيالري:
الف. حيوانات بايد په تيره څيز (لکه چاقو )باندې حلال کړل شي:
حيوانات بايد په يوه تيره څيز لکه چاقو باندې په ډيره چټکۍ اوتيزۍ سره حلال کړل شي ترڅو دحلالې پرمهال يې ددردکچه راکمه کړل شي.
ب. دحلالې پرمهال دحيواناتووچه مرۍ يا قصبته الريه،ستونى اودغاړي رګونه پري کړئ:
ذبيحه يوه عربي کلمه ده چې دحلال کړل شوي مانا لري. دحلالې پرمهال بايد دحيوان وچه مرۍ، ستونى اودغاړي رګونه پري کړل شي چې په پايله کې يې حيوان مړشي خو نخاع يې غوڅه نه شي.
ج. وينه بايد په مکمل ډول سره تخليه شي:
مخکې تردې چې دحيوان سر له تنې څخه جدا کړل شي، وينه يې بايد په بشپړ ډول سره تخليه شي اوله دې څخه موخه داده چې وينه  له حيوان څخه تخليه شي او دا ځکه چې وينه دډيرى مايکرواورګانيزمونولپاره ډيره غوره کلچرميډيا ده . نخاع لکه وړاندې چې وويل شول، بايد دحلالې پروخت غوڅه نه شي او که چيرته غوڅه شي نو له نخاغ څخه زړه ته غزيدلي عصبي تارونه به غوڅ شي، زړه به ودريږي اووينه به دوينې په رګونوکې همداسي ولاړه پاتې شي.
٢. وينه دمکروبونواوبکترياوو لپاره ډيرښه چاپيريال دى:
وينه دمکروبونو،بکترياوو، ټوکسينونو اونورو ضررناکوتوکولپاره يو ډير ښه چاپيريال دى او په اسلامي طريقې سره حلاله کې دحيوان له بدن څخه دوينې ډيره برخه خارجيږي ځکه خو ويلى شو چې دحلالې اسلامي طريقه ډيره صحي طريقه ده اوله وينې سره دډيرى مکروبونو، بکترياوو، ټوکسينونو اونورتوکو دوتلوله لارې له دډيرو ناروغيوعوامل له مينځه وړل کېږي.
٣. داوږدې مودې لپاره دغوښې تازه پاتې کېدل:
يو حيوان چې په اسلامي طريقې سره حلال شوى وي، غوښه يې نظرهغه حيوان ته چې په نوروطريقوسره حلال شوى وى،ترډېره وخته  پورې تازه پاتې کېږي اوداځکه چې په غوښه کې يې وينه يا هيڅ اويا ډيره کمه پاتې کېږي.
٤. دحلالې پرمهال حيوانات ددرد احساس نه شي کولى:
دحيوان دغاړې درګونودچټکې غوڅونې له امله په مغزوکې هغوعصبي تارونوته چې ددرد دحس کولومسؤليت په غاړه لري، دويني جريان قطع کېږي اوپه پايله يې داراوځې چې حيوان ددرد احساس و نه کړي. دحلالې پروخت دحيوان هڅې، تاوېدل راتاوېدل، خوځېدل اولړزېدل اولغتې وهل ددرد له امله نه وي بلکه ددې لامل دهغو عضلاتوتقلص اواسترخا ده چې دحيوان له بدن څخه دډېري وينې دجريان له امله دوينې له کمبود سره مخامخ وي.
٨. له سبزيجاتوپرته دنوروخوړوخوړنه مسلمانان ظالمانان اوتوند کوي:
پوښتنه:ساينس وايې چې هرڅوک چې کوم خواړه خوري نودنوموړي پرسلوک اوروش باندې اغېزه لري نوبيا ولي اسلام مسلمانانوته له سبزيجاتوپرته دنوروخوړواجازه ورکوي  ځکه چې دحيواناتودغوښې خوړل له شخص څخه توندخويه اوظالم جوړوي.
ځواب:
١. اسلام يواځې دوښو خوړونکو حيواناتودغوښې خوړلو ته اجازه ورکړي ده.
زه دامنم چې خواړه ديوشخص پر سلوک اوروش باندې اغېز لري او دادهغودلايلو له جلمې څخه يو دليل دى چې اسلام دغوښه خوړونکو حيواناتو،لکه زمرى، پړانګ او
leopard، غوښه حرامه کړي ده اوداځکه چې نوموړي حيوانات بي رحمه، توندخويه اوظالم حيوانات دي. ددغه شان حيواناتودغوښې خوړل شايد له يو چا څخه همداسې يوتوندخويه ،بي رحمه اوظالم شخص جوړکړي. اسلام يواځې دهغو حيواناتودغوښې خوړل رواکړي دي چې واښه خوړونکي دي لکه غوا، وزه، پسه اوداسې نور اوداټول حيوانات سوله ايز اودايل کېدووړحيوانات دي. مونږ مسلمانان دداسې حيواناتوغوښه خورو ځکه خومونږ سوله خوښوونکي اوبي تشدده خلک يو.
٢. په قران کريم کې حضرت محمد(ص) له هغوشيانوڅخه منع کړي ده چې بد دي:
زما دااستازى  په نيکۍ امرکوي او له بدۍ نه منع کوي، پاک څيزونه ورته حلالوي او ناپاک څيزونه به پرې حراموي. (قرانکريم، دالاعراف سورت ١٥٧  ايات شريف)
څه چې پيغمبر درکړي وايې خلئ او له څه نه چې يې منع کړي،ترې منع شئ.     (قرانکريم، الحشر سورت ٧ايت شريف)
ديوه مسلمان لپاره دحضرت محمد(ص) وينا بس ده چې په دې قانع شي چې الله(ج)له مسلمانانوڅخه غواړې چې د يوشميرحيواناتوغوښې وخوري او ديوشميرنوروحيواناتو غوښې ونه خوري.
 ٣.دحضرت محمد (ص)په احاديثوکې دغوښه خوړونکو حيواناتودغوښې له خوړلوڅخه منع راغلي ده:
دګڼومعتبرواحاديثوله مخې چې په صحيح بخاري اوصحيح مسلم کې ذکر شوي دي په شمول د  ۴۷۵۲ نمبرحديث چې په صحيح مسلم کې  دښکار او حلالې په باب کې له ابن عباس (رض) څخه روايت شوی دی او د سنن ابن ماجه د ۱۳ څپرکي د ۳۲۳۲ څخه تر ۳۲۳۴ شميرې په احاديثو کې، حضرت محمد(ص) دلاندينيو غوښو له خوراک څخه منع فرمايلي ده:
 دټولوهغووحشي
ü حيواناتوغوښې چې لرونکي دځانګړوسپي ته ورته غاښونو دي لکه ټول هغه غوښه خوړونکي حيوانات چې دپيشو کورنۍ پورې اړه لری دمثال په توګه: زمری، پړانګ، پيشو،سپی، ليوه ، کوږ اوداسې نور.
 دځانګړو خوله لګوونکو حيواناتو غوښې لکه موږکان، خاڼي، پنجه لرونکي سوي اوداسې نور
ü
 دځانګړو حشراتوغوښې لکه ماران، تمساح ګانې،اوداسې نور
ü
 دښکاري مرغانوغوښې چې لرونکي دمنګولو يا پنجووي لکه
vultures, crows ، عقاب،بوم ياګونګی اوداسې نورü
٩.مسلمانان دکعبې عبادت کوي:
پوښتنه:په داسې حال کې چې اسلام مجسمواوبتانو دعبادت کولو مخالف دى نوبيا ولي مسلمانان دکعبې عبادت کوي او په خپلولمونځونوکې کعبې ته داحترام اوتعظيم په موخه سر ټيټوي؟
ځواب:
کعبه دمسلمانانوقبله ده يانې دا مانا چې مسلمانان دخپلولمونځونوپرمهال دکعبې لورته خپل مخونه ګرځوي. مهرباني وکړئ اودې باريکۍ ته ښه زير شئ چې مسلمانان دلمونځ کولوپرمهال دکعبې لورې ته خپل مخونه ګرځوي خوهيڅکله دکعبې عبادت نه کوي. مسلمانان پرته له الله (ج) څخه  دبل هيچا عبادت نه کوي او نه ورته داحترام اوتعظيم سرټيټوي.
الله (ج) په دې هکله دبقرې په سورت کې فرمايې چې:
مونږ هميش ستا مخ ليدلو چې داسمان په لور به دې اړوه(چې قبله دې بدله شي) ډېرژر به مونږ تا هغه قبلې ته واړوو چې ستا خوښه ده نومخ دې دمسجد حرم په لوروګرځوه اوپه هرځاى کې چې واست، نومخونه مودمسجد حرم په لور وګرځوئ.          (قرانکريم، دالبقرې سورت ١٤٤ ايت شريف)
١. اسلام ديووالي په ترويج ،عامونې اوودې باندې تاکيدکوي:
که چيرته مسلمانان يوه واحده قبله  ونه لرى اومسلمانان وغواړي  چې لمونځ وکړي نوداممکنه ده چې ځيني يې په خپل زړه شمال لورته او ځيني نور يې جنوب لورته مخونه واړوي. ددې لپاره چې مسلمانان دخپل واحدڅښتن تعالى دعبادت پرمهال متفق اويووي،له مسلمانانو څخه وغوښتل شول چې که هرچيري وي ،دلمانځه داداکولوپرمهال دې خپل مخونه دکعبې لورې ته وګرځوي. اوس که ځيني مسلمانان دکعبې غرب يا لمرپريواته لورې ته اوسيږي نوهغوى  به دلمونځونوداداکولوپرمهال خپل مخونه لمرخاته ته ګرځوي اوکه دکعبې لمرخاته يا شرق لورې ته اوسيږي نو هغوى به خپل مخونه لمرپريواته لورې ته ګرځوي.
٢. کعبه دنړۍ دنقشې مرکز دى:
مسلمانان په نړۍ کې لمړني خلک وه چې دنړۍ نقشه يې وکښله. مسلمانانوداسې نقشه وکښله چې جنوب لورى په نقشه کې پورته خواته وه او شمال لورى په نقشه کې ښکته خواته وه اوکعبه په مرکز کې وه. وروسته غربي نقشه ويستونکو داسې نقشه وکښله چې دمسلمانانودهغې چپه وه داسې چې شمال لورى په کې پورته خواته وه اوجنوب لورى په کې ښکته خواته وه خوبيا هم الحمدلله کعبه دپخوا په شان دنړۍ دنقشې په مرکز کې پاتې شوه.
٣. له کعبې څخه طواف کول دواحد الله (ج) ښکارندوي ده:
کله چې مسلمانان په مکې کې مسجد حرام ته لاړشي نودکعبې په ګردچاپيره يانې له کعبې څخه طواف کوي چې داکارپه خپله دواحد الله پاک دعبادت ښکارندويي کوي او هغه داسې چې هره دايره يومرکز لري او ددې خبرې تعبير داسې کېږي چې يواځې يو الله پاک وجود لري چې بايدعبادت يې  وشي.
٤. دحضرت عمر(رض) وينا:
دحجرالاسود په هلکه دحضرت عمر(رض) يوه وينا ده چې له هغې څخه دحضرت عمر(رض) اوحضرت محمد(ص) نژدې ملګرتيا څرګنديږي. دصحيح بخاري ددوهم جلد،دحج دباب، ٥٦ څپرکي په ٦٧٥ حديث کې راځي چې:حضرت عمر(رض) وايې:” زه ښه پوهيږم چې ته( حجرالاسود) يوه تيږه يې اوچاته هيڅ ډول ګټه يا ضرر نه شي رسولى. که چيرته ما حضرت محمد(ص) نه وى ليدلى چې ته يې مسح کولي او ښکولولي نومابه هم ته هيڅکله مسح کړي او ښکل کړي نه وى  “دحضرت عمر(رض) له دې وينا څخه څرګنديږي چې هغه حجرالاسود يواځې په دې خاطرښکلوي چې همداسې کار حضرت محمد(ص) هم کړى دى او هيڅکله يې موخه دنوموړې تيږې عبادت نه دى.
٥. خلک دکعبې له پاسه ودريږي او اذان کوي:
دحضرت محمد(ص) په وخت کې داسې شوي دي چې خلک دکعبې سرته ختلي دي يانې دکعبې له پاسه ودريدلي دي اواذان يې کړى دى نواوس له هغوخلکوڅخه چې وايې مسلمانان د کعبې عبادت کوي، بايد پوښتنه وشي چې دبتانويا مجسموکوم عبادت کوونکي دخپل معبود له پاسه، چې هغوى يې عبادت کوي،دريدلي دي.
١٠. غير مسلمانان مکې ته دتللو اجازه نه لري
پوښتنه: ولي غيرمسلموته اجازه نه ورکول کېږي چې دمسلمانانو سپيڅلو ښارونو مکې اومدينې ته ولاړ شي؟
ځواب:
داسمه ده چې  دقانون له مخې غيرمسلم اجازه نه لرې چې دمسلمانانو سپيڅلو ښارونو، مکې اومدينې ته لاړ شي خو دا چې دا ولي؟  لاندينۍ ذکر شوي نقطې پرغيرمسلمانانوددغه لګول شوي بنديز ترشا پراته دلايل روښانوي:
١.ديوه هيواد ټولواوسيدونکوته هم ځانګړوعسکري يافوځې سيموته دورتګ اجازه نه وي:
زه که څه هم دهندوستان دهيواد يو وګړى يم خو بيا هم ما ته دااجازه نشته چې ځانګړومحرموځايونو (لکه فوځي اوعسکري ځايونه) ته ولاړشم او همداسې دنړۍ په هر هيوادکې داسې ځايونه او سيمې شته دي چې دنوموړي هيواد خپل وګړي هم ددې اجازه نلري چې هلته ولاړشي. يواځې هغه خلک چې په عسکري ليکوکې خدمت کوي او ياهم دهيواد له دفاعي قواووسره تړاوولري، کولى شي چې داسې ځايونوته لاړشي. همداسې داسلام مقدس دين چې دټولوانسانانواو دټولې نړۍ دين دى داسې محرمې فوځي سيمې لري چې عبارت دي له مکې اومدينې څخه. نوموړو دوو سپيڅلو ښارونوته يواځې هغه څوک دورتګ اجازه لري چې په اسلام باور اوعقيده ولري او داسلام ددين په دفاعي قواووکې شامل وي او داسې خلک يواځې او يواځې مسلمانان دي.
دا به ډيره بي منطقه وي چې ديوهيواد يو وګړى پر داسې بنديزونو، لکه محرمو فوځې سيموته ورتګ، باندې ګوت نيونه وکړي او په ورته ډول غيرمسلموته هم نه ښايې چې مکې اومدينې ته دغيرمسلمودورتګ پر نه اجازې باندې ګوت نيونه وکړي.
٢. مکې اومدينې ته دورتللو ويزه يا اجازه ليک:
هرکله چې څوک وغواړي چې يو بهرني هيواد ته سفروکړي نوترهرڅه لمړى بايد دويزې، يانې يو هيواد ته دداخليلدوداجازې، اخستلوغوښتنه وکړي. هر هيواد بهرنيانوته دويزې دورکړې ځانګړي اصول،قوانين او قواعد لري اوترهغې پورې چې دويزې غوښتونکى نوموړي ټول اصول، قوانين اوضرورتونه پوره نه کړي نو ويزه نه ورکوي. دساري په توګه دامريکا متحده ايالات يوله هغه هيوادونو څخه دى چې بهرنيانو، په ځانګړي ډول ددريمې نړۍ دهيوادونووګړو، ته دويزې دورکړې ډير کلک اوسخت شرايط  لري. هغوى دويزې له ورکړې ترمخه ډيرشمير شرايط او ضرورتونه لري چې که څوک وغواړي دامريکا ويزه ترلاسه کړي نو بايد چې نوموړي ټول شرايط او ضرورتونه پوره کړي. غواړم تاسې ته ديوه مثال په توګه ووايم چې کله زه سنګاپور  ته تللم نو دويزې پر فورمې کې ليکل شوي وو چې مرګ دې وي دمخدره توکو پر قاچافبرانوباندې. که مارښتيا غوښتلى چې له سنګاپور څخه ليدنه وکړم نو بايد چې دهغې هيواد دا اونوروټول قوانين مې مراعات کړى وى. ما دا نه شو ويلى چې دمرګ سزا يوه وحشي او ظالمانه سزا ده. يواځې هغه وخت ماته سنګاپورته دداخليدلو اجازه راکول کېږي چې زه دهغوى ټول شرايط، قوانين ومنم اودويزې لپاره اړينې اړتياوې پوره کړم.
دهر انسان لپاره مکې اومدينې ته دننوتلولمړنى شرط يا ويزه داده چې په ژبه د "لااله الله محمد رسول الله" کلمه ووايې يانې اقرار وکړي چې پرته له الله (ج) څخه هيڅوک دعبادت وړ اولايق نه دى.
١١. دخوګ  دغوښې حرمت
پوښتنه: ولي داسلام دين دخوګ  دغوښې خوراک حرام کړي دي؟
ځواب:
رښتيا هم چې داسلام مقدس دين دخوګ غوښه په کلکه سره حرامه کړي ده اوددې حرمت مختلف اړخونه په لاندنيو دلايلو کې واضيح شوي دي:
١. قران کريم  دخوګ دغوښې خوراک  حرام کړى  دى  (دخوګ دغوښې دحرمت په اړه قراني دلايل)
قران کريم په څلورو مختلفو ځايونوکې دخوګ دغوښې خوراک حرام کړى دى. دخوګ دغوښې دحرمت ذکر دالبفرې، المايدې، الانعام او النحل په سورتونو کې راغلى دى.
الله (ج) فرمايې:” بې له شکه چې مرداره، خوټيدونکي وينه، دخنزير غوښه او هغه څه چې دحلالې په وخت پرې پرته له الله(ج) څخه دبل چا نوم اخستل شوى وي، الله پاک پر تاسې حرام کړي دي. “
(د البقرې سورت د ١٧٣ ايت شريف يوه برخه)
” پرتاسې حرامه کړى شوى ده مرداره، خوټيدونکي وينه، دخنزير غوښه او هغه چې دذبحه کولو په وخت کې پرې دالله (ج) له نوم څخه پرته دبل چا نوم اخستل شوى وي.  زندۍ کړى شوى، په وهلو مړشوى، له لوړې راغورځيدلى او دبل څاروي په ښکرو وهلو مړشوى او هغه څه چې څيروونکو ځناورو خوړلي وي هم حرام دي خو که په دوى کې هره يوه تاسې په شرعي طريقه حلاله کړه درته روا ده او هغه هم درباندې حرامه ده چې پر بتانو ذبحه کړى شوي وي او چې تاسې دغشو په وسيله فال ونيسئ، داټول کارونه فسق او بي لاري ده. “
(د المايدې سورت ٣ ايت شريف)
” اي محمده (ص)! ووايه کومه وحي چې ماته راغلي ده په هغې کې داسې څه نه مومم چې په خوړونکي باندې دې څه حرام وي مګر يواځې مرداره حرامه ده يا بهيدونکي وينه، دخنزير غوښه چې پليته ده او هغه دګناه څاروي حرام دي چې دحلالې په وخت کې پرې پرته دالله (ج) دبل چا نوم واخستل شي. “
(د الانعام سورت د ١٤٥ ايت شريف يوه برخه)
” الله پاک پر تاسې يواځې مرداره، بهيدونکي وينه، دخنزير غوښه اوهغه څاروي حرام کړي دي چې دحلالوو په وخت پرې پرته له الله (ج) دبل چا نوم وويل شي. “
(دالنحل سورت، د١١٥ ايت شريف يوه برخه)
ديوه مسلمان لپاره دقران کريم پاسني ذکر شوي ايتونه بس دي چې دخوګ دغوښې پر حرمت باندې قانع شي.
٢. دخوګ دغوښې دخوړلودحرمت ذکر په تورات کې هم راغلى دى:
يومسيحي هم شايد دخپل مذهبي کتاب پر دلايلو باندې قانع شي.  د
Bible دLeviticusپه کتاب کې دخوګ دغوښې دخوراک حرمت په لاندې ډول ذکر شوى دى:
”اوخوګ که څه هم سومان ولري يا لکه پسه يا وزې په شان پښې ولري، خو بياهم هغه په نيمه ژوول شوي خوراک يا مړۍ باندې شخوند نه وهي، اوستاسې لپاره نا پاکه دى. “
” تاسې بايد د هغې غوښه ونه خوري، او جسد( يانې له حلالولو يا مرګ وروسته غوښه) يې هم مسح نه کړي، دا ځکه چې دا تاسې ته نا پاکه دى. “  
Leviticus, 11:7-8
همدرانګه د
Bible په  Deuteronomy کتاب کې دخوګ دغوښې دحرمت ذکر په لاندې ډول راغلى دى:
”اوخوګ که څه هم سومان ولري چې په منځ کې سره بيل وي، خوبياهم هغه نيمه ژوول شوى خوراک يا مړۍ باندې شخوند نه وهي، تاسې ته ناپاک دى. تاسې بايد دهغې غوښه ونه خورئ، اونه يې مړ جسد يا غوښه مسح کړئ. “ 
Deuteronomy 14:8
په همدې ډول دخوګ دغوښې حرمت ذکر د
Bible دIsaiah په کتاب کې په ٦٥ څپرکي کې له ٢ څخه تر ٥ ايت پورې راغلى دى.

٣. دخوګ دغوښې خوراک دزياتو نارغيو لامل ګرځي:
هغه غير مسلم  چې اهل کتاب نه وي او يا ملحدين( هغوى چې پر الله (ج) اودهغه پروحدانيت هم ايمان نه لري) وي هغوى يواځې او يواځې په عقلي اوساينسي دلايلو باندې قانع کيدى شي. دخوګ دغوښې خوراک دشااوخوا٧٠ ډول ډول ناروغيو لامل ګرځي. دخوګ دغوښې دخوړلو له مله يو شخص ته دکولمو ډول ډول چينجي پيدا کېږي دساري په ډول ګرد چينجيان (
Round Warm)، سنجاق ته ورته چينجيان (Pin Warm)،  چنګکي چينجيان (Hook Warm) اوداسې نور. ددې چينجيانوله ډلې څخه يويې چې ترنوروهغو ډير خطرناکه ده عبارت دى له Taenia Solum څخه چې دعاموخلکو په ژبه ورته دکدوداني چينجى هم وايې. داچينجى دانسان په کولموکې ژوند کوي او ډير اوږد دى. ددې چينجي  هګۍ دوينې ددوران له لارې دانسان دبدن نژدې ټولو غړوته رسيږي. که چيري مغزو ته لاړې شي نو دحافظې دلاسه ورکولو لامل ګرځي ،که چيري زړه ته ورسيږي نو دقلبي حملې لامل ګرځي، که چيري سترګوته ورسيږي نو دړوندوالي لامل او بلاخره که چيري ځيګر ته ورسيږي نودځيګر دتخريب لامل ګرځي. که خبره راټوله کړونوويلى شو چې دانسان دبدن دهرې عضوي دوظيفې دخرابيدو لامل کيداى شي.
يو بل ډول خطرناکه چينجى چې دخوګ دغوښې دخوراک له امله پيدا کيدى شي عبارت دى له
Tichurasis Trachura څخه.  دخوګ دغوښې په هکله يو غلط پوهاوى داسې دى چې که چيرته په ښه ډول پخه شي نو په کې موجودې دچينجيانوهګۍ له مينځه ځي په داسې حال کې چې واقيعيت بل ډول دى. ديوې پلټنې په پايله کې چې دامريکا په متحده ايالاتوکې ترسره شوه،وموندل شوه چې په هرو٢٤ نفروکې چې دخوګ دغوښې دخوړلو له امله د Tichurasis Trachura پر چينجي اخته شوي وو،٢٢ يې دخوګ غوښه ښه پخه کړي وه. ددې پلټنې پايلې دا په ګوته کوي چې دخوګ په غوښه کې دډول ډول چينجيانوهګۍ دپخيددحرارت په عادي درجه کې له مينځه نه ځي.
٤. دخوګ غوښه داسې مواد لري چې دشخص په وجود کې دشحمي موادو دجوړيدلامل کېږي:
دخوګ په غوښه کې ډير لږ داسې مواد شته چې عضلي ساختمانونه تري جوړشي او ډيرزيات داسې مواد لري چې غوړين مواد يا شحمي ذخيرې ترې جوړي شي. دا غوړين مواد دوينې په رګونو کې ترسب کوي او دډول ډول خطرناکونارغيو لکه دوينې لوړفشار او قلبي حمله، لامل ګرځي. ددې ښه ثبوت دامريکا په متحده ايلاتوکې دليدلو وړدى چې ٥٠ په سلوکې امريکايان دوينې دلوړ فشار له امله کړيږي.
٥. خوګ دځمکې پرمخ يو له ترټولوناولي او چټل حيوان دى:
خوګ دځمکې پرمخ يو له ترټولوخيرن، چټل او ناولى حيوان دى.  په ډيرانونواوناولوځايونوکې اوسيږي او پر همدي سرو، خوشايو، غايطه موادواو چټليو باندې وده کوي. زما په اند خوګ دپاتې شونواو چټليو دپاکولوترټول ښه پاکوونکى دى چې الله (ج) پيدا کړى دى. په هغه کليو اوبانډوکې چې خلک يې عصر تشنابونه نه لري او په ازاده هواکې غايطه مواد کوي، اکثره وختونه خوګان هغه ټول خورې او چپيريال ترې پاکوي.
يوشمېر خلک ګوندې استدلال وکړي چې په پرمختللوهيوادونو، لکه استراليا، کې خوګان په پاکواوحفظ الصحوي شرايطو کې تغذيه کېږي او لوييږي خوددې حفظ الصحوي شرايطو باوجود په نوموړوپرمختللوهيوادونکې  بيا هم خوګان په چټلوځايونواوغوجلوکې ساتل کېږي اوهلته دوي خپل او يو دبل غايطه مواد خوري. که هرڅومره خواري او هڅه وشي چې هغوى پاک وساتل شي ، بي اغېزې به وي ځکه چې خوګان طبيعتآ او له ذاته ناولي او چټل حيوانات دي.
٦. خوګ ترټولو بي شرمه اوبي حيا حيوان دى:
خوګ دځمکې پر مخ ترټولوبي شرمه اوبي حيا حيوان دى. دايواځينى حيوان دى چې خپل ملګرى دې ته رابولي چې دده له ښځينه جوړې سره جنسي عمل ترسره کړي. دا چې دامريکا په متحده ايالاتوکې ډيرخلک دخوګ غوښه خوري نو ځکه دخوګانو په شان سلوک اوکړنې هم کوي. ډيرځله دګډاګانواونڅاګانوله بنډارونووروسته امريکايان خپلې ښځې يو له بله سره بدلوي او يو بل ته وايې چې ته زما له ښځې سره ويده شه او زه به ستا له ښځې سره ويده شم. هنديان امريکا ته ديوپرمختللي، باثليقه او عصري هيواد په سترګه ګوري اودهغوى تقليد کوي اوديوې مجلې د راپور له مخې دښځو دبدلونې دا فرهنګ دبمبايي دشتمنوقشرونوترمنځ مخ پرعاميدودى.
١٢. دالکولوحرمت
پوښتنه: اسلام ولي دالکولوڅکل حرام کړي دي؟
ځواب:
الکول له ډير پخوا راهيسې دانساني ټولنې دبربادۍ اوتباهۍ لامل دي. له لرغونې مودې راهيسې بي شميره انسانانوته دژوند په بيه تماميږي او په نړۍ کې دمليونونوانسانانودبدمرغيواوناخوالوسبب  ګرځي. الکول دهغوبي شميروستونزوجرړه ده چې انساني ټولنه ورسره مخامخ ده. دجرمونوله حده زياتيدل، دعقلي نارغيو دپيښو زياتيدل او په نړۍ کې مليونونه وران کورونه  دالکولو دزيانمنوونکو اوتخريبي اغيزو اوقوت د  پټې خولې شاهدان دي.
١. قران کريم دالکولو څښل حرام کړي دي:
قران عظيم الشان دالکولوڅښل په لانديني ايت شريف کې حرام کړي دي:
”اى مومنانو! په دې کې هيڅ شک نشته چې شراب، جواري، بوتان اودفال غشي ناپاک او دشيطان کړنې دي نو ځان تري وژغورئ تر څو موخلاصون په برخه شي. “ 
(دالمايدې سورت، ٩٠ ايت شريف)
٢.
Bible کې دالکولودڅښلوحرمت ذکر شوى دى:
Bible په لاندينيو ايتونوکې دالکولوڅښل حرام ګرځولي دي:
الف:”شراب ملنډې، مسخرې او بيکاره شى دى، ډيرڅکل يې سخت سرکشه کوونکي او قهر راوړونکي دي، او هرهغه څوک چې دشرابو څکلوله امله تيروځي اووغوليږي نو هغه بيا عاقل او دسليم عقل خاوند نه دى.“         (
Proverbs 20:1)
ب:”او شراب مه څکئ. “(
Ephesians 5:18)
٣. الکول په دماغ کې منع کوونکى مرکز نهي کوي:
انسانان په دماغ کې يو نهي کوونکى يا منع کوونکى مرکز لري چې دامرکز شخص دهغوکارونوله کولوڅخه منع کوي چې دهغه په فکر غلط اوبد وي. دمثال په توګه کله چې يوڅوک له خپل مور اوپلار اويا کوم مشرسره خبرې کوي نو ناوړه اوبدې کلمې نه کاروي  اويا که څوک وغواړي چې خپل حاجت رفع کړي نو دهغې ددماغ نهي کوونکى مرکز نوموړى شخص له دې څخه منع کوي چې خپل قضاى حاجت په يوعام ځاى کې رفع کړي.
کله چې يو شخص الکول وڅښي نومنع کوونکى مرکز يې نهي کېږي او همدادليل دى چې يو نيشه شخص داسې کارونه سرته رسوي يا داسې روش او سلوک کوي چې له هغه سره نه ښايې. دساري په توګه يو څوک چې نيشه وي دخبروکولوپرمهال بد، ناوړه او له شرمه ډکې کلمې کاروي اګر که هغه له خپل موراوپلارسره خبرې کوي او په خپلې دې غلطۍ هم نه پوهيږي. اکثره نيشه اوخمارخلک په کالوکې تشې متيازې کوي، په لاره سم نه شي تللى ،سمې خبرې نشي کولى او له خلکوسره ډير ناوړه او بد چال چلند کوي.
٤. په شرابيانوکې دايډز ناروغي موندل شوي: همدارنګه په دوي کې د بدلمنيو، زنا او حتى له خپلومحرموخپلوانو( لکه مور، خور،ترور) سره دزنا پيښې ليدل شوي دي:
دامريکا دمتحده ايالاتودعدليې وزارت د جرمونودقربانيانودملي سروي ادارې دراپور له مخې يواځې په ١٩٩٦ ميلادي کال کې هره ورځ په منځنۍ کچه دزنا ٢٧١٣ پيښې ترسره شوي وي. دنوموړې احصايې له مخې ددغه زناکارانوډيره برخه دجرم دسرته رسولوپه وخت کې نيشه وو. همدارنګه اکثره هغه خلک چې دجنسي زور زياتې جرم مرتکب شوي وو، شرابيان وو.
دنوموړې ادارې داحصايې له مخې دامريکادمتحده ايالاتوپه هرو١٢ نفروکې ١ نفر(١٢ فيصده) له خپلو محرموخپلوانو، لکه مور،خوراوترور، سره زنا کړي وه  اودزناداټولې پيښې ديوه يا دواړو خواو دنيشې له امله ترسره شوي وي. همدارنګه الکوليزم يا دالکولوڅښوونه دايډز په نامه دخطرناکې ناروغۍ په خپريدوکې يوله ستروعواملوڅخه دى.
٥. هر شرابي له په لمړيو کې يو
social drinker  وي:
ډير خلک دالکولو څښلو ته ديوې لارې دراويستلو په بهانه استدلال کوي چې دوي
social drinkers دي يانې دامانا چې دوي دومره زيات الکول نه څښې چې بي واکه او بي خوده شي. دوي دعوه کوي چې دوي يو يا دوه پيکه شراب څښي، پرخان کنترول لري او هيڅکله هم نه نيشه کېږي خو پلټنوداښودلي چې په لمړيو کې هر شرابي يا نيشه يي دکموالکولوله څښلو څخه پيل کوي او هيڅ يو يې هم نيت نه لري چې له هغې څخه دې يو نيشه يي او شرابي جوړشي خو دوخت په تيريدو سره بيا پرته له دې چې نوموړى په ځان پوه شي، ديوه مسلکي شرابي اونيشه يې په لورې مخ په وړاندې ځي. هيڅ يو social drinker نه شي ويلى چې زه دڅو کالوراهيسې شراب څښم او هميشه پرخپل ځان دومره زيات  کنترول لرم چې ديوځل لپاره هم نه يم نيشه شوى.
٦. که يوسړي په خپل ټول ژوند کې يوځل هم نيشه شي او يوشرميدونکى عمل ترسره کړي نودابه دهغې دټول ژوند دپوزې پيزوان وي::فکر وکړئ چې يو
social drinker يواځې يو ځل خپل کنترول له لاسه ورکړ اودنيشې په حال کې يې له کومې پردۍ سرتورې يا کومې محرمې خپلوانې (مور، خور،ترور اوداسې نور) سره زناترسره کړه. اوس که څه هم هغه په خپل دې عمل پښيمانه وي خو ټول عمر به دشرم احساس کوي اوداځکه چې دواړو، دجرم ترسره کوونکى يا مرتکب اودجرم قرباني، ته تلافي کيدونکى اونه راګرځيدونکى زيان رسيدلى دى.
٧. دالکولويا شرابو څښل په احاديثوکې حرام شوي دي:
حضرت محمد(ص) دشرابودڅښلو په هکله وايې:
الف: ”الکول يا شراب دټولوناوړو عملونومورده اودټولوناوړو عملونوپه  منځ کې  ترټولو له شرمه  ډک عمل دى. “
                 (سنن ابن ماجه، دريم جلد، دنشه يې موادودباب، ٣٠ څپرکى، ٣٣٧١ شميره حديث شريف )
ب: ”هر هغه شى چې سړى زيات يا کم نيشه کوي حرام دى “
                 (سنن ابن ماجه، دريم جلد، دنشه يې موادودباب، ٣٠ څپرکى، ٣٣٩٢ شميره حديث شريف )
دپورتني حديث شريف څخه معلوميږي چې دشرابو ديو ګوټ څکل هم حرام دې او په دې اړه هيڅ معذرت دمنلووړنه دى.
ج: الله (ج) يواځې په هغو خلکوچې شراب څښي لعنت نه وايې بلکه په هغو خلکوهم لعنت وايې چې له شرابيانوسره مستقيمې يا غيرمستقيمې اړيکې او راکړه ورکړه ولري . په دې باره کې يو حديث شريف دى چې راوي يې حضرت انس (رض)  دى اوهغه مبارک وايې چې  حضرت محمد(ص) فرمايلي دي چې:
”الله (ج) په لسو هغوډلوباندې چې له شرابو سره سراوکارلري لعنت اوغضب وايې.  هغه خلک چې شراب په لوښوکې اچوي،  هغه خلک چې شراب دهغوى لپاره اچول کېږي، دشرابو څښونکي، دشرابو  انتقالوونکي، هغه خلک چې له چالپاره شراب  راوړل شوي وي، دشرابومصرفوونکي، دشرابو پلورونکي ،  هغه خلک دي چې له دې لارې پيسې لاس ته راوړي، دشرابو اخيستونکي اوهغه خلک چې دنورولپاره شراب رانيسي “ 
                 (سنن ابن ماجه، دريم جلد، دنشه يې موادودباب، ٣٠ څپرکى، ٣٣٨٠ شميره حديث شريف )
٨. له الکوليزم يا شراب څښوونې سره تړلۍ ناروغۍ:
دنشه يې توکو لکه شرابودحرمت ترشا ډير ساينسي دلايل موجود دي. په نړۍ کې ډيرې زياتې مړينې چې له هره لامله وي، دشرابو له څښلوسره تړاولري او له همدې ناوړه عمل په پاى کې مينځ ته راځي. هر کال په مليونونوانسانان دالکودڅښلو له امله مړه کېږي. زما په اند دې ته به اړتيا نه وي چې دالکولو دناوړه اغيزو په هکله ډير زيات تفصيل ورکړم ځکه چې ډيرى يي څرګنده اوواضيحه دي. له الکولوسره دتړلويوشمير نارغيو لست په لاندې ډول وړاندې کېږي:
1. له شراب څښونې سره تړلي تر ټولومشهوره ناروغي دځګر يوه خطرناکه اووژونکي ناروغي ده چې
Cirrhosis  بلل کيږي.
2. دشراب څکوونې له امله ګڼې سرطاني  ناروغۍ هم منځ ته راځي چې عبارت دي له: دمرۍ سرطان، دغاړي او سر سرطان، دځګرسرطان يا
Hepatoma  او دغټو کولموسرطان اوداسې نور.
3. دمرۍ التهاب (
Esophagitis)، دمعدې التهاب(Gastritis)، دپانکراس التهاب  (Pancreatitis)او دځګر التهاب  (Hepatitis)دالکولوله څښلوسره تړلي ناروغۍ دي.
4. دزړه داسې وژونکي ناروغي چې علت يې هم معلوم نه دى (
Cardiomyopathy)، دوينې دفشار لوړوالى، دزړه د رګونوتنګوالى چې دشحمي موادودترسب له امله مينځ ته راځي (Coronary Atherosclerosis) ، قلبي عضلې ته دکافي اندازې وينې دنه رسيدوله امله دقلبي عضلي درد(Angina) اودزړه حملې دالکولو له ډيرې زياتې څکونې سره تړلي ناروغۍ دي.
5. دسټروک حملې، ددماغ دشريان دشليدلو له امله ناڅاپي بي خودي او فلج (
Apoplexy) ، دميرګودحملې په شان ورته حملات (Fits) او دفلج ګڼ نورډولونه دالکولو له څښلو سره تړاو لري.
6. دمحيطي اعصابو ناروغي (
Peripheral Neuropathy) ، ددماغ دقشر دبرخې غونجيدل اوکوچني کيدل (Cortical Atrophy)،دکوچني دماغ کوچني کيدل يا غونجيدل (Cerbellar Atrophy) هغه پيژندل شوي ناروغۍ دي چې لامل يې دشرابو څښل دي.
7. د
Wernicke-Korakoff سنډروم، چې په کې ناروغ تازه تيري شوي واقعې هيروي، دماغ پخوانۍ تيري شوي واقعې تر ډيره يادې ساتي او ګڼ ډولونه فلج په کې واقع کېږي، دتيامين په نامه ديوې مادې دکموالي له امله مينځ راځي اودنوموړي ويټامين دکموالي لامل دشرابو څښل دي.
8.   دپلګرا  په نامه  دپوستکي ناروغي او دبيري بيري   په نامه عصبي  ناروغي چې د ويټامين
B1 دکموالي له امله مينځ ته راځي معمولا په شراب خوروکې مينځ ته راځي.
9. 
Delerium Tremans يو جدي اختلاط اوستونزه ده چې په شراب څښونکو کې دمتکررو انتاناتواو له عمليات څخه وروسته وختونوکې مينځ ته راځي.  همدارنګه داستونزه په الکولستانوکې هغه وخت هم مينځ ته راځې کله چې شراب څښل پريږدي. دا اختلاط ډيرخطرناک دى او شايد په يومجهز مرکزکې  ددرملنې باوجوددمړينې لامل شي.
10.  دشرابو دخښلو له امله ډير شمير دداخلي غدواتوناروغي هم مينځ ته راځي لکه :
مګزوډيما (
Myxodema)، دتايرايد دغدې دفعاليت زياتوالى  (Hyperthyroidism)
 او کوشنګ سنډروم  (
Cushing Syndrome).
11.  الکول په وينې هم اغيزه کوي او په وينه باندې دوامداره او بدليدونکي ناوړه اغيزې لري. دشرابودڅښلو له امله فوليک اسيد کميږي او په پايله کې داسې وينه لږي يا کمخوني مينځ ته راځي چې په کې دوينې سره حجرات له خپلې نورمالې اندازې څخه غټ وي (
Macrocytic Anemia). همدارنګه دډيروزياتوشراب څکلو له امله يوسنډروم منځ ته راځي چې Zeiv’s  سنډروم بلل کېږي اومتصف دى په زيړي، په وينه کې دشحمياتو دکچې لوړيدل (Hyperlipidemia ) او يوډول وينه لږي چې په کې د وينې سره حجرات له خپلې نورمالې اندازې څخه غټ وي.
12.  په شراب څښونکو کې دويني د دمويه صفحاتو  يا
platelets کموالى اوغير نورمال حالات هم غير معمول نه دي.
13.  دميتروندازول په نوم يودرمل چې دډاکترانو له خوا په زيات شمېر ناروغيو کې ورکول کېږي دالکولوسره عکس العمل ښيې او ناوړه پايلې لري.
14.  هغوى چې داوږدې مودې لپاره شراب څښې، بيابيا په انتاناتو اخته کېږي او داځکه چې دالکولو څښلو له امله دناروغيو په وړاندې مقاومت کميږي اودبدن دفاعي سيستم ناتوانه کېږي.
15.  په شراب څښونکو کې دسينې انتانات اونارغۍ عامې دي. سينه بغل (
pneumonia)، دسږو دانې(lung access)، نرى رنځ او امفزيما (emphysema) ټولې هغه ناروغۍ دي چې په شراب څښونکو کې منځ ته راځي.
16.  دالکولو په ناڅاپه يا حاد تسمم کې، نيشه شوى شخص کانګې کوي اوپه همدې وخت کې دټوخي ساتونکي دفاعي عکسه فلج کيږي چې په پاى کې دکانګو محتويات سږوته ننوځي او ديو ډول سينه بغل (
aspiration pneumonia) اودسږو ددانې لامل ګرځي. کله ناکله داحالت داختناق ( دسابنديدنې او خپه کيدنې يو حالت) له امله دناڅاپي مړينې لامل کيږي.
17.  پرښځو دالکولوناوړه اغېزې دځانګړي يادونې وړ دي. ښځې دنارينه وو په پرتله  دځيګر الکوليک سيروزس ته ډيرې  حساسې دي. همدارنګه داميدوارۍ په مهال دشرابو څښوونه پر جنين باندې ناوړه اغېزې لري چې له امله يې دجنين يوه مشهوره ناروغي منځ ته راځې چې  
Fetal Alcohol Syndromeبلل کيږي.
18.  دشرابوڅښلو له امله دپوستکي ډير شمېر ناروغۍ منځ ته راځي چې عبارت دي له: اکزيما (
Eczema)، الوپيسيا (alopecia)، دنوکانو ډسټروفي (Nail Dystrophy)، دنوکانو دشااوخوابرخو التهاب (Paronychia) او دخولې دکونجونو التهاب (angular stomatitis).
غواړم په لنډ ډول په لاندې جدول کې دهغو نارغيو ذکر وکړم چې په مختلفو سيستمونو کې دالکولو څښلو له امله منځ ته راځې او د
Kumar and Clerk په نوم دداخلې يوه نړيوال کتاب ذکر کړي دي. (ژباړن)
مرکزي عصبي سيستم
ميرګي
يو سنډروم چې ځانګړنې يې پورته ذکر شوي (
Wernicke-Korsakoff syndrome )
دمختلفو عصبي ريشو افتونه (
Polyneuropathy )
عضلات
دعضلاتو حادې او مزمنې ناروغۍ
دزړه او درګونو سيستم
قلبي ناروغي چې د مشکوکو عواملو په منځ کې يې تر ټولو زيات الکول ګرم ګڼل شوي دي(
Cardiomyopathy)
بيري بيري
قلبي بي نظمۍ
دوينې لوړ فشار
دميتابوليزم سيستم
په وينه کې ديوريک اسيد لوړه سويه او نقرص (
gout)
په وينه کې دشحمياتو لوړه سويه (
Hyperlipidaemia)
په وينه کې دګلوګوز ټيټه سويه (
Hypoglycaemia)
چاغوالى
دداخلي غدواتو سيستم
کاذب کوشنګ سنډروم چې ځانګړنې يې پورته ذکر شوي (
Pseudo-Cushing’s syndrome)
تنفسي سيستم
دسينې انتانات
دمعدې او کولمو سيستم يا هضمي سيستم
دمعدې حاد التهاب
دمرۍ او غټو کولمو سرطان
دپانکراس ډول ډول ناروغۍ
دځګر يا ينې ناروغۍ
وينه
Macrocytosis يا دوينې دسرو حجرو داندازې غټوالى (دهډوکو په مغز باندې دالکولو دمستقيمې ناوړه اغيزې او يا دفوليک اسيد دکموالۍ له امله مينځ ته راځي)
) د دمويه صفحاتو کمبود (
Thrombocytopenia)
دوينې د سپينو حجراتو کمبود (
Leucopenia)
هډوکي
دهډوکي يو ډول ناروغي (
Osteoporosis)
دهډوکو نرموالي (
Osteomalacia)
Kumar and Clerk ، ١٩ څپرکى، ٥ جدول
پوښتنه: ولي دوه ښځينه شاهدانې له يوه نارينه شاهد سره برابرې دي؟
ځواب:
مطلقاً داخبره درسته نه ده چې تل دوه ښځينه ګواهانې له يوه نارينه شاهد سره يو شان او برابرې دي بلکه دا خبره په ځانګړو حالاتو کې سمه ده. په قران کريم کې په ٥ ايتونو کې دشاهدۍ داسې يادونه شوي ده چې په کې نارينه او ښځينه نه دي ځانګړي شوي په داسې حال کې چې يواځې يو داسې ايت شته چې په کې دوه ښځينه شاهدانې له يوه نارينه شاهدسره برابرې ښودل شوي دي او هغه ايت  دبقري دسوره ٢٨٢ ايت دى چې په درېيمه سپاره کې راغلى دى. دا ايت په قران کريم کې تر ټولو اوږد ايت شريف دى او دمالي مسئلو په هکله بحث کوي. په دې ايت شريف کې راغلي دي چې:
”اى مومنانو! کله چې تاسې په خپلو منځونوکې تر ټاکلې مودې پورې دپور راکړه ورکړه کوئ نو ويې ليکئ او داليک بايد ستاسې په منځ کې يو منصف او عادل ليکونکى وکړي. هيڅ ليکونکى بايد له ليکلو څخه ډډه ونه کړي لکه څنګه چې الله پاک ده ته ښوونه کړي نو بايد دى يې هم وليکي. او په چا چې حق اوپور وي نوبايد دخبرې بيان وکړي او بايد له خپل رب څخه وډار او (دپورپه بيان کې) هيڅ شى کم نه کړي. که چيري پوروړى ناپوه اويا ناتوانه (زوړ يا ناروغ) وو يا يې نه شو کولى چې (خبره) بيان کړي نو بايد ولي يې په انصاف سره ليکونکي ته بيان کړي اودخپلو سړيو څخه دوه سړي شاهدان ونيسئ. که دوه سړي نه وو نو يو سړى او دوه ښځې له هغو کسانو څخه شاهدان ونيسئ چې تاسې يې خوښوئ. دوه ښځې ځکه اړينې دي چې که يوه يې خبره غلطه کړي او يا مغشوشه شي  نو هغه بله به يې ورياده کړي. “  (البقرې سورت، د٢٨٢ ايت شريف  ديوې برخې ژباړه )
دقران پاک دا ايت شريف يواځې دمالي مسئلو په هکه بحث کوي او په داسې مسايلو کې قران کريم ددې سپارښتنه کوي چې ددواړو خواوو تر منځ دې ليکل وشي او په دې ليکلي سند کې دې دوه تنه نارينه  شاهدان چې ستاسې له ډلې څخه وي، ونيول شي او که چيرته دوه تنه نارينه نه وي نو يو نارينه او دوه ښځينه شاهدانې هم درستې دي.
 ددې خبرې توضيح په دې مثال کې کوو: فرض کړئ چې يو څوک غواړي ديوې ځانګړې ناروغۍ له امله عمليات وکړي. په دې خاطر چې ښه ډاډه شوي وى نو دا کس غواړي چې له دوو تنو وتلو جراحانو سره مشوره وکړي او دهغوى سپارښتنې واخلي خو که چيرته دوه تنه وتلي او لايقه جراحان ونه مومي نو بيا به بله لاره دا وي چې چې له يوه تن وتلي جراح او دوه تنو نورو عمومي ډاکترانو (چې متخصيصين نه وي) سره چې يواځې او يواځې د
MBBS  په کچه زده کړې لري، مشوره وکړي.
دپورتني مثال په شان په مالي مسئلوکې هم دوه تنه نارينه شاهدان غوره دي او داځکه چې داسلام سپېڅلي دين نارينه دخپلو کورنيو دحلال رزق ګټلو مسؤلين ټاکلي دي ځکه يې مالي مسئلې هم دهغوى ترغاړې کړي دي او دا چې هغوى مسؤليت لري نو طبيعي خبره ده چې دښځو په پرتله به په مالي مسئلو کې ډېر ماهر او محتاط وي. لکه څرنګه چې په پورتني ايت شريف کې ذکر شو چې دوهمه لاره دا ده چې يو نارينه او دوه تنه ښځينه شاهدانې چې ستاسې له ډلې څخه وي ، شاهدانې ونيسئ نو که چيرته يوه ښځه غلطه شي نو هغه بله به يې ورپه ياد کړي. په ايت شريف کې ذکر شوې عربي کليمه (تضل) مانا ده: غلطيدل يا مغشوشيدل خو له بده مرغه چې ډېرو خلکو دا کليمه ناسمه ژباړلې ده چې ګوندې هېرېدل مانا لري. مالي مسئله يوه له هغو ځانګړو حالاتو څخه ده چې په کې دوه تنه ښځينه شاهدانې له يوتن نارينه شاهد سره برابرې دي.
ځينې علما په دې اند دي چې دقتل په جرم کې هم دوه تنه ښځينه شاهدانې له يوتن نارينه شاهد سره برابرې دي او دا ځکه چې ښځه دقتل په شان جرمونوکې دنارينه په پرتله ډېره ترهيږي نو دښځې داحساساتو له امله دا شوني ده چې هغه مغشوشه شي.  په قران کريم کې داسې ايتونه  راغلي دي چې دشاهدۍ په اړه بحث کوي پرته له دې چې نر يا ښځه په کې ياده شي.
کله چې يو څوک وصيت کوي نو دوه تنو عادلو اشخاصو ته دشاهدانو په حيث اړتيا ده. په  همدې اړه قران کريم دپنځمې سپارې د المايدې سورت په ١٠٦ ايت شريف کې فرمايې:
”اي مؤمنانو! کله چې ستاسې دکوم يوه تن دمرګ نښې ښکاره شي نو دوصيت لپاره دې دوه انصاف لرونکي مسلمانان په شاهدۍ ونيسي. “                (المائدې سورت، د١٠٦ ايت شريف دېوې برخې ژباړه)
”نو کله چې طلاقې شوي ښځې عدت (ټاکلې مودې) ته ورسيږي نو په ښه شان يې وساتئ او يا ترې په ښه شان جلا شئ او دوه انصاف لرونکي کسان پرې شاهدان ونيسئ. “                                              (الطلاق سورت،د ٢ ايت شريف دېوې برخې ژباړه)
”او هغه کسان چې په پاک لمنو ښځو تور ولګوي، بيا څلور شاهدان رانه وړي نو ٨٠ درې يې ووهئ او هيڅکله يې شهادت ونه منئ او همدوى فاسقان دي. “  (النورسورت،د ٤ ايت شريف ژباړه)
يو شمېر علما په دې اند دي چې په ټولو حالاتو کې دوه تنه ښځيه شاهدانې له يو تن نارينه شاهد سره برابرې دي خو دا نه شي منل کيدلى ځکه چې په ٢٤ سپاره کې دالنور سورت ٦ ايت په څرګند ډول سره يو تن نارينه شاهد له يوې ښځينه شاهدې سره برابروي.
”او کوم کسان چې پر خپلو ميرمنو تور لګوي او پرته له ځان څخه بل شاهد ورسره نه وي نو څلور ځلې به دالله په نوم قسم اخلي چې بي له شکه دى رښتيا ويونکى دى او پنځم ځل به وايې چې دالله لعنت دې پرې وي که دى درواغ ويونکى وي. ښځه په دې توګه له عذاب څخه بچ کېدى شي چې څلور ځلې د الله په نوم قسم واخلي چې خاوند يې درواغ ويونکى دى او پنځم ځل به وايې چې دالله قهر دې پر هغې وي که مېړه يې رښتينى وي. “  (النور سورت، د٨،٧،٦ايتونو ژباړه)
ډېرى علما په دې  خبره يوه خله دي چې  دسپوږمۍ دکتلو لپاره يوه ښځينه شاهده بس ده نو تاسې فکر وکړئ چې ديوې ښځې شاهدي داسلام دسپڅلي دين ديوې مهمې پايې يانې روژې په هکله بس ده او ټول نارينه او ښځينه مسلمانان دهمدې شاهدۍ پر بنسټ روژه پيلوي. ځينې علما وايې چې دروژې دپيلولو لپاره يو شاهد او دختم يانې اختر لپاره دوه شاهدان بس دي خودا اړينه نه ده چې دا شاهدان نارينه وي او يا ښځينه.
 داسې حالات هم شته چې هلته يوا ځې ښځينه شاهده منل کيږي او نارينه شاهد نه منل کيږي. دساري په توګه دښځو دځانګړ ستونزو په برخه کې لکه يوې ښځې ته دمړينې پر مهال دغسل ورکولو لپاره شاهده بايد چې ښځينه وي.
په مالي چاروکې دښځينه او نارينه شاهدانو نه برابروالى دجنسي بي انصافۍ له مخې نه دى بلکه يواځې او يواځې له دې امله دى چې داسلام له نظره په ټولنه کې دښځو او نارينه وو فطرت، خوى ، خاصيت او دندې  سره جلا دي.
١٤. ميراث
پوښتنه: ولي داسلامي شريعت له مخې په ميراث کې دښځې برخه دنارينه دنيمايي په اندازه ده؟
ځواب:
قران کريم دمستحقو کسانو ترمنځ دميراث دوېش په هکله ځانګړي او تفصيلي لارښوونې لري. هغه قراني ايتونه چې دميراث په هکله په کې لارښوونې شوي دي عبارت دي له:
”پر تاسې فرض شوي دي چې که ديو چا اخرنۍ سلګۍ وي او مال يې پريښى وو چې دمور او پلار او خپلوانو لپاره په ښه ډول وصيت وکړي. دا پر پرهيزګارانو يو حق دى.“      (دوهمه پاره، دالبقرې سورت، د ١٨٠ ايت شريف ژباړه)
”او هغه کسان چې له تاسې څخه مري او ښځې ترې پاتې کيږي نو بايد  او بايد ونه ويستلى شي خو
*دخپلو ښځو ديوه کال د مصارفو او خرڅ وصيت وکړي که په خپله خوښه وتلي نو پرتاسې څه ګناه نشته چې پر خپلو ځانونو په نېکه توګه هرڅه کوي او پاک الله تر هرچا زورور او دحکمت څښتن دى. “(دوهمه پاره، دالبقرې سورت، د ٢٤٠ ايت شريف ژباړه)
”دنارينه وو په هغه مال کې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو يې پريښي وي او دښځو هم په هغه مال کې چې مور، پلار او خپلوانو پريښي وي، برخه ده څه که لږ پاتې وي او که ډېر. برخې په کې ټاکلې شوي دي. او کله چې دميراث ويش ته خپلوان، يتيمان او مسکينان راشي نو له ميراثې څخه خوراک ورکړئ او خبرې ورسر ښې او نرمې وکړئ. بايد خلک دې خبرې ته پاملرنه وکړي چې که چيري له دوى څخه ناتوانه او بې وسې بچيان پاتې کيږي نو به خامخا پرې ډاريږي (په همدې ډول بايد له نورو پاتې يتيمانو سره ښه کړنه وکړي) نو بايد د الله(ج) څخه وډار شي او روغه او سمه خبره وکړي. “(څلورمه  پاره، دالنساء  سورت،د ٧-٩ ايتونو ژباړه)
همدارنګه په څلورمه  سيپاره کې دالنسا  سورت١٩ او ٣٣ ايتونه او دالمايدې سورت ١٠٦-١٠٨ ايتونه په دې هکله لارښوونې لري.
په قران کريم کې ٣ داسې ايتونه دي چې په ميراث کې دنژدې خپلوانو دبرخې په اړه پراخ بحث په کې شوى دى او دادري ايتونه دالنساء سورت، ١١، ١٢ او ١٧٦ ايتونه  دې چې په څلورمه سپاره کې راغلي دي. په نوموړو ايتونو کې الله (ج) فرمايې:
”داولادونو دميراث په هکله الله پاک تاسې ته ښوونه کوي چې دنارينه برخه ددوه ښځو په انډول ده نو که ښځينه دوه يا له دوو څخه ډېري وي نو دټول مال له درې برخو څخه يې دوه برخې دي او که يوه وي نيم مال يې دى. مور او پلار هر يو په هغه صورت کې چې مړي بچي پريښي وي شپږمه برخه اخلي او که بچي ترې نه وي پاتې او وارث يې همدا مور او پلار وي نومور يې درېيمه برخه اخلي او که مړي ورونه او خويندې درلودل نو مور يې شپږمه برخه اخلي خو وروسته له هغې چې کړى وصيت يې پوره او او پور يې خلاص کړى شي. تاسې نه پوهيږي چې په مور او پلار او اولادونو کې مو کوم يو تاسې ته ډېر ګټور دى. دا برخې الله پاک ټاکلي دي. بيشکه چې الله پاک په هر څه ښه پوه او دحکمت والا دى. تاسې دخپلو ښځو نيمايي ميراث وړي خو که اولاد يې نه وو او که اولاد يې وو نو بيا مو دپاتې مال څلورمه برخه ده خو وروسته له دې چې دهغوى کړى وصيت پوره او پور يې خلاص کړى شي. او ستاسې ښځې په هغه صورت کې چې ستاسې اولاد نه وي د پاتې مال څلورمه برخه اخلي او که اولاد مو وو نو بيايې اتمه ده وروسته له هغه چې ستاسې کړى وصيت پوره او پور خلاص کړى شي. او که چيري کوم سړى يا ښځه کلاله  (بي سټې) وي خو مور يې ورور يا خور درلودل نو هر يو ترې شپږمه برخه وړي او که له دې څخه زيات وو نو ټول دمړي په درېيمه برخه کې شريک دي خو وروسته له دې چې شوى وصيت پوره او پور خلاص کړى شي چې ضرري او تاواني نه وي.  دا دالله ښوونه ده او الله پاک ښه پوه او زغم والا دى. “(النساء  سورت،د ١١-١٢ ايتونو ژباړه)
”اى محمده(ص)! له تاڅخه د بي سټې  په هکله پوښتنه کوي ورته ووايه چې اله پاک د بې سټې په هکله په لاندې تفصيل معلومات درکوي چې که سړى مړ شو او اولاد ترې نه وو پاتې خو يوه خور يې درلوده نو خور يې د ټول مال نيمايې برخه وړي او ورور د خپلې هغې خور ټول مراث وړي چې له هغې څخه بچي نه وي پاتې او که خورګانې دوه وي نو دواړه دټول مال دوه په درې برخه وړاى شي او که ورونه او خويندې ډېر ترې پاتې وو نو هر نر ددوه ښځو په اندازه برخه وړي. الله پاک هر څه په بشپړ ډول بيانوي تر څو تاسې بې لارې نه شئ او الله پاک په هر څه ډېر ښه پوه دى. “(النساء  سورت، د ١٧٦ ايت شريف ژباړه)
په اکثرو حالتونو کې ښځه دخپلې نارينه جوړې ( لکه خور دورور) په پرتله نيمايي برخه په ميراث وړي خو داحالت تل درست هم نه دى.  که چېرته له مړشوي شخص  څخه هيڅ اصول او فروع پاتې نه وي او يواځې اخيافي  ورو او خور ور څخه پاتې وي نو په دې حالت کې دوي هر يو دمړي په ميراث کې شپږمه برخه ميراث وړي. که چرته له مړشوي شخص څخه اولادونه پاتې وي او اومور او پلار يې هم ژوندي وي نو په دې حالت کې دمړشوي شخص مور او پلار برابر يانې شپږمه برخه مال په ميراث وړي. په ځانګړو حالاتو کې داسې هم کيږي چې يوه ښځه دنارينه په پرتله دوه چنده ميراث اخلي. که چيرته يوه ښځه مړه شي او اولادونه، ورونه او خويندې تري پاتې نه وي او يواځې مېړه، مور او پلار يې ژوندى پاتې وي نو په دې حالت کې مېړه دښځې په مال کې نيمايي ميراث حق لري، مور يې درېيمه برخه او پلار يې شپږمه برخه ميراث په برخه وړي چې په دې حالت کې ليدل کيږي چې ښځه (مور)  د نارينه (پلار)  په پرتله دوه چنده ميراث ترلاسه کوي. داسمه ده چې په ډېرى حالاتو کې ښځه دنارينه په پرتله نيمايي مال په ميراث وړي او ددې حالتونو بېلګې په لاندې ډول دي:
لور دزوي په پرتله نيمايي ميراث په برخه وړي.
که چيرته له مړي څخه اولاد پاتې وي، نو ښځه اتمه برخه او مېړه څلورمه برخه مال په ميراث  وړي.
که چيرته له مړي څخه اولاد نه وي پاتې، نو ښځه څلورمه برخه او مېړه نيمايي مال په ميراث وړي.
که چيرته له مړي څخه هيڅ اصول( چې له چا څخه زيږېدلى وي) او فروع (چې څوک ترې زيږېدلى وي) پاتې نه وي نو په دې حالت کې دخور برخه دورور دبرخې نيمايي ده.
په دې هکله چې ولي داسلام سپيڅلي دين په ډېرو حالتونو کې دنارينه برخه دښځې په پرتله دوه چنده ګرځولي ده، ډېر دلايل شته دساري په توګه په اسلام کې دښځې پر اوږو باندې هيڅ ډول مالي بار نشته او ټول مالي بارونه او مسؤليتونه دنارينه په اوږو بار دي. مخکې تر دې چې ښځه واده شي نو دهغې ټولې اړتياوې لکه داوسيدلو ځاى، خوراک ، څښاک او جامې دهغې دپلار يا ورور پر غاړه وي او کله چې واده شي نو بيا دا ټول مسؤليتونه دهغې دمېړه يا زوى پر غاړه شي. داچې اسلام نارينه دټولې کورنۍ داړتياوو دپوره کولو مسؤل ګرځولى دى نو له دې لپاره چې  نارينه وکولى شي دا مسؤليتونه ترسره کړي ځکه يې په ميراث کې برخه دښځې په پرتله دوه چنده ګرځول شوي ده. راځئ چې يو عملي مثال وړاندي کړو:
فرض کړئ چې يو سړى مړ شو او يولک او پنځوس زره افغانۍ ترې پاتې شوي. نوموړى شخص يو زوي او يوه لور لري چې زوي ته يې يو لک او لور ته يې پنځوس زره افغانۍ په ميراث رسيږي خو زوي بايد دخپلې کورنۍ مالي مسؤليتونو ته هم اوږه ورکړي. تاسې داسې وګڼئ چې زوي شا او خوا اتيا زره روپۍ دوخت په تېرېدو سره دخپلې کورنۍ لپاره مصرفوي خو لور يوه پيسه هم نه مصرفوي نو اوس تاسې قضاوت وکړئ چې څوک ډېر مال په ميراث وړي؛ لور چې پنځوس زره افغانۍ لري او که زوي چې شل زره افغانۍ لري؟
١٥. پس له مرګه ژوندون
پوښتنه: څرنګه پس له مرګه د بيا ژوندون موجوديت ثابتولي شئ؟
ځواب:
 له مرګ څخه وروسته ژوندون باندې عقيده لرل دړندو په شان په يوه ناڅرګنده څيز باندې عقيده  نه ده. ډېر خلک  تعجب کوي چې څرنګه يو څوک  چې عقل او منطق هم لري له مرګ څخه وروسته ژوندون باندې باور کوي خو واقيعت داسې نه دى چې ګوندې څوک له مرګ څخه وروسته ژوند باندې په پټو سترګو عقيده لري. له مرګ څخه وروسته ژوند باندې عقيده په ګڼو منطقي دلايلو باندې ولاړه ده:
١. له مرګ څخه وروسته ژوند باندې عقيده يوه منطقي عقيده ده:
په قران کريم کې له زرو څخه زيات داسې اياتونه راغلي دي چې په کې په ثبوت شوو ساينسي واقيعتونو باندې خبرې شوي دي (تاسې کولى شئ چې ددې ساينسي واقعيتونو دلوستلو لپاره دډاکټر محمد ذاکر نايک د ((قران او نوى ساينس سره موافق دى ،مخالف نه دى))، کتاب ته مراجعه وکړئ).  اکثره هغه ساينسي واقيعتونه چې قران يې يادونه کړي ده په تيرو څو پيړيو کې کشف او موندل شوي دي خو دا بايد ووايو چې نني ساينس لا هم دومره پرمختګ نه دى کړى چې دقران هره يوه جمله او وينا تاييدکړي.
فرض کړئ چې دقران کريم نژدي ٨٠ فيصده ويناوې ١٠٠ فيصده درستي او ثبوت شوي دي او دپاتې ٢٠% واقيعتونو په هکله تر دې دمه ساينس  هيڅ نه شي ويلى ځکه چې ساينس لا دومره پرمختګ نه دى کړى  چې يا خو داويناوې او واقيعيتونه تاييد يا رد کړي ( په پوره ډاډ ويلى شم چې ساينس هيڅکله دقران کريم يوه جمله هم نه شي ردولى). مونږ انسانان په خپل محدود او ناقص علم سره نشوويلى چې  دقران ددې ٢٠ فيصده ارشاداتو څڅه به يو فيصد هم غلط وي اوددې خبرې تر شا منطقي دليل دا دى چې کله ديوه کتاب ٨٠% ارشادات سل فيصده سم وي نو پرته له شکه چې پاتې ٢٠ فيصده ارشادات يې هم درست دي. له مرګ څخه وروسته دژوندون مسئله دقران کريم په ٢٠ فيصدو ارشاداتو کې راځې کوم چې دتير منطق پر بنسټ ناشوني ده چې غلطه وي.
٢. له مرګ څخه وروسته دژوندون  پرته د انساني ارزښتونو او سولې مفاهيم بي مانا دي:
که پوښتنه وشي چې غلا او شوکماري څرنګه يو عمل دى نو ديوسالم انسان ځواب به دا وي چې بد عمل دى خو پوښتنه دا ده چې څنګه به يو شخص چې له مرګ څخه وروسته په بيا ژوندون باندې عقيده نلري، يو قوي ډاکو دې ته وهڅوي چې غلا بد عمل دى. فرض کړئ چې زه يو قوي او بانفوذه ډاکو يم او همدارنګه يو بااستعداده او دقوي منطق څښتن هم يم. زما له انده غلا او شوکماري ښه کار دى ځکه چې زما سره دخوښ ژوند په برابرولوکې مرسته کوي خو که څوک ماته ١ منطقي دليل هم ووايې چې ولي غلا ناوړه عمل دى نو زه به يې سمدستي پريږدم. شايد ځينې خلک ماته لاندې دلايل ووايي چې ګوره ته چې له چا غلا وکړي نو هغه له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي خو زما ځواب به  ورته دا وي چې دا خو دمقابل نفر لپاره رښتيا هم ناوړه  عمل دى خو زما لپاره ځکه غوره عمل دى چې که زه له چا څخه ١٠٠٠ ډالره غلا کړم  نو کولى شم چې په يوپنځه ستوريز هوټل کې پرې ښايسته ډوډۍ وخورم.
يو بل نفر شايد ووايې چې څوک به له تا څخه غلا وکړي خو زه ورته  وايم چې زما څخه هيڅوک غلا نه شي کولى ځکه چې زه يوه قوي شخص يم او په سلګونو ساتونکي لرم. زه کولى شم له هر چا غلا وکړم خو هيڅوک نه شي کولى چې له ما څخه غلا وکړي ځکه چې غلا ديو عادي شخص لپاره يو له خطره ډک کار دى خو زما په شان دقوي او بانفوذه شخص لپاره کوم خطر نلري.
ځينې شايد ووايې چې پوليس به تا ونيسي خو زه ورته وايم چې پوليس ما نه شي نيولى ځکه چې زما سره ډېر پوليس، دهغوى مشران او وزيران په لين کې دي. دا منم چې که يو عادي شخص غلا وکړي نو پوليس به يې ونيسي او دهغې لپاره به ښه نه وي خو زه يو نه باوريدونکى با نفوذه او قوي مجرم يم چې دپوليسو زور هم پر ما نه رسيږي.
ځينې شايد ووايې چې دا دانسانيت ضد عمل دى اويو انسان بايد دنوروانسانانو خيال وساتي خو زه ورته وايم چې دا دانسانيت قانون لا چا ليکلى دى او ولي يې زه پيروي وکړم. داقانون شايد دبااحساسو او جذباتي خلکو لپاره ښه وي خو زما په شان دمنطقي  شخص لپاره په دې کې څه ګټه نشته چې دنورو انسانانو دژوند په هکله انديښنه وکړم.
ځيني شايد ووايې چې غلا يو خودغرضه ناوړه عمل دى خو زه ورته وايم چې درسته ده چې دايوخود غرضه عمل دى خو زما سره مرسته کوي چې له ژوند څخه خوندواخلم.
زه  د هغوى ټولو په ځواب کې وايم چې ماته يو قوي منطقي دليل ووايې چې ولي دا بد عمل دى او ولي يې زه پريږدم او کنه خو داخو دپيسو ګټلو يوه اسانه لاره ده او ولي سړى په سختۍ سره پيسې وګټي په داسې حال کې چې اسانه لاره موجوده وي.
تير شوي دلايل ممکن عادي خلک چې داسې ناوړه عمل کوي له دې عمل څخه واړوي خو غټ، غټ، بانفوذه او دقدرت څښتنان غله پري غوږ هم نه  خوځوي. دا کومه حيرانونکي خبره نه ده چې په دې دنيا کې داسې ډېر شمېر مجرمين شته چې ياد شوي دلايل ورته عبث او چټې خبرې ښکاري او ددا شان خلکو لپاره زنا، چل اودوکه هم پرځاى او دهغوى په اند دهغوى په ګته کارونه دي.
پوښتنه دا ده چې اوس نو څوک او څنګه داسې مجرمين قانع کولى شي چې له داسې کړنو څخه لاس واخلي.
يواځې او يواځې يومسلمان کولى شي چې داسې بانفوذه او قوي مجرم دجرم پريښودلو ته وهڅوي. د موضوع د روښانه کولو لپاره راځئ چې دې موضوع ته اوس له بله اړخه وګورو. فکر وکړئ چې تاسې لکه څرنګه چې پورته ياد شو خداي  مه کړه د اسې يو قوي مجرم ياستې چې پوليس او آن  وزيران ستاسې په لومو کې راګير دي او دځان ساتنې لپاره جنايتکاره ساتونکي هم لرئ چې ستاسې دساتلو لپاره هر څه کولو ته ژمن دي.  زه د يو مسلمان په توګه کولى شم چې تاسې په دې قانع کړم چې غلا، زنا، چل او دوکه ناوړه او بد اعمال دي خو په هغو دلايلو نه چې وړاندې ذکر شول ځکه که چيري زه پورته ياد شوي دلايل وړاندې کړم نو ورته ځوابونه به تر لاسه کړم.  زما دلايل به داسې وي:
هر انسان د عدل او انصاف غوښتونکى دى. که له نورو لپاره د عدل او انصاف پلوي نه وي نو د ځان لپاره خو يې حتماً غوښتونکى دى. ځينې خلک دخپل زور او دبدبې په سمندر کې دومره غرق وي چې په دې يې هيڅ پروا نه وي چې پر نورو باندې درد او ستونزې تحميل کړي خو که دوى په خپله له دا ډول  بي انصافۍ سره مخامخ شي نو غږ به يې پورته شي. دا چې دا ډول خلک ولي دنورو د ځورولو په اړه داسې بي احساسه دي، دليل يې دا دى چې دوى خپل زور او نفوذ خپل معبود ګرځولى او لمانځنه يې کوي. دوي فکر کوي چې دوي دخپل زور او قوت له امله نه يواځې دا چې نور ځورولى شي او بي انصافي ورسره کولى شي بلکه نور له دي څخه هم منع کولى شي چې له دوى سره ورته کړنې وکړي خو واقعيت بل ډول دى او هغه دا چې الله (ج) تر ټولو دزيات قدرت څښتن دى خو تر ټولو زيات عادل هم دى. زه به د يو مسلمان په توګه لمړى داسې مجرم د الله (ج) په موجوديت قانع کړم او بيا به ورته ووايم چې ګوره الله (ج) چې د ډېر زيات قدرت څښتن دى ورسره ډېر عادل ذات دى. قرانکريم په دې اړه وايې:
”الله پاک ديوې ذرې په اندازه ظلم نه کوي. “(النساء سورت، د ٤٠ ايت شريف ديوې برخې ژباړه)
کله چې مجرم ديوه سليم او منطقي انسان په توګه دقران کريم دساينسي دلايلو پر بنسټ د الله (ج) په موجوديت قانع شي نو هغه شايد داسې پوښتنه مطرح کړي چې ولي الله (ج) چې دقدرت او انصاف څښتن دى هغه (يانې مجرم) ته سزا نه ورکوي. هر هغه څوک چې ورسره تيرى او بي انصافي شوي وي غواړي چې مجرم پرته له دې چې مالي او يا ټولنيز موقف يې په نظر کې ونيول شي، دخپل جرم په سزا ورسيږي. هر نورمال انسان غواړي چې زناکار او ډاکو په سزا ورسيږي تر څو درس واخلي  په داسې حال کې چې ډېر داسې مجرمين پرته له سزا ورکولو څخه خلاصيږي او په مزو او چړچو سره خپل ژوند تيروي. که له همدې مجرم سره دبل داسې چا له خوا چې تر ده زيات دقدرت خاوند وي تيرى او بي انصافي وشي نو دى به هم ددې غوښتونکى وي چې هغې ته سزا ورکړل شي. ښه نو داسې خلکو ته به اخر څوک سزا ورکوي؟ الله (ج) فرمايې چې ددې دنيا ژوند د اخرت لپاره يوه ازمايښت دى. قرانکريم په دې اړه فرمايې:
”الله(ج) مرګ او ژوند پيدا کړي تر څو تاسې وازمايې چې تاسې کې دچا کړنې ښي دي او هغه ډېر زورور او بخښونکي دى. “(الملک سورت، د ٢ ايت شريف ژباړه)
دپورتني ايت شريف پر بنسټ ويلى شو چې اخرنى قضاوت به دقضا(قيامت) په ورځ کيږي. په دې هکله الله (ج) فرمايې:
”هر ساکښ دمرګ څکونکى دى. په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې دقيامت په ورځ به ستاسې بدل په بشپړ ډول درکړى شي نو څوک چې له اور څخه ليرى کړى شو نو په حقيقت کې همدى برى مند شو او دددنيا ژوند پرته له غولوونکي ګتې څخه بل څه نه دي. “
  (ال عمران سورت، د ١٨٥ ايت شريف ژباړه)
وروسته له هغې چې يو څوک مړشي،دقيامت په ورځ به له نورو ټولو انسانانو سره يو ځاى بيا راژوندى شي او په همدې ورځ به ريښتينى قضاوت ترسره شي او مجرمينوته به سزا ګانې ورکړل شي. دا ممکنه ده چې يوچا ته دخپلو اعمالو دسزا يوه برخه په دې دنيا کې هم ورکړل شي خو دهغې اخرني مکافات او مجازات به دقيامت په ورځ ورکول کيږي. که الله(ج) په دې دنيا کې کوم زناکار يا ډاکو ته سزا ورنه کړي نو پرته له شکه چې دقيامت په ورځ به دخپلو اعمالو حساب ورکړې او په بدل کې به يې سزا ورکړي.
٣. په دې دنيا کې انسانان له دې عاجز دي چې هر چاته دهغه دعمل په اندازه سزا ورکړي او دا کار يواځې او يواځې دقيامت په ورځ دالله (ج) له خوا ممکن دى:
انسانان نه شي کولى چې په هرډول حالاتو کې مجرم ته دهغې دجرم په اندازه سزا ورکړي. يو ښه مثال يې هټلر دى چې شا او خوا ٦ مليونه يهودان يې دخپلې واکمنۍ پر مهال په سوزولو ووژل نو که فرضا هټلر په هغه وخت کې پوليسو نيولى هم وى نو انسانانو دعدل او انصاف د قايمولو لپاره هټلرته  څه ډول سزا ورکولى شوه؟ ښکاره ده چې که تر ټولو ستره او غټه سزا يې ورکړي وى نو هغه به دا وه چې هټلر به يې لکه ديهودو په شان دسوزونکو غازونو په يوه کره کې اچولى وى او وژلى به يې وى  او په دې ډول به له هټلر څخه ايله د ١ يهود غچ اخستل شوى وو او دپاتې ٥ مليونه ٩٩٩ زره يهودو بدله به بياهم پرې پاتې وه.
يواځې الله (ج) کولى شي چې هټلر د دوزخ  په اور کې شپږ مليونه ځلې وسيزي. الله (ج) فرمايې چې:
”بي شکه هغه کسان چې زمونږ په ايتونو کافر شوي ډېر ژر به يې اور ته ننباسو. کله هم چې دهغوى پوستکي وسوځي نو مونږ به يې پوستکي وربدل کړو تر څو عذاب وڅکي. بيشکه چې الله(ج) زورور او دحکمت څښتن دى. “(النساء سورت، د٥٦ ايت شريف ژباړه)
که الله (ج) وغواړې نو کولى شي چې هټلر ٦ مليونه ځلې ددوزخ په اور کې وسيزي.
٤. انسان نه شى کولى چې په خپلو لږو مغزو دقيامت  او پس له مرګه  د ژوندون  واقيعتونه ومني خو ددې مانا دا نه ده چې څه چې انسان ته ناشوني  ښکاري هغه به واقيعت نه وي:
رښتيا هم چې د ډېرى انسانانو لپاره دخپل محدود فکر او لږ و مغزو پواسطه دا سخته وي چې دقيامت دورځې او له مرګه وروسته دژوند په اړه شوي وعدې درک کړي او هغه ومني خو دا هيڅکله ددې مانا نه لري چې  ګوندې له مرګه وروسته ژوند به نه وي. غواړم د موضوع د لا روښانتيا لپاره يو مثال وړاندې کړم. فرضاکه چيرته يو څوک وکولى شي د مور په رحم کې د ٧ يا ٨ مياشتو جنين ته دهغې نړۍ په هکله چې لږه موده وروسته دى ورته راروان دى ووايې چې ته يوې داسې دنيا ته روان يې چې هغه به دومره پراخه وي چې په ملياردونو ملياردونو ځلې به ستا له اوسني هستوګنځي ځخه پراخه وي، په ملياردونو ستا په شان نور انسانان به په کې اوسيږي، غرونه به په کې وي، سيندونه به په کې بهيږي، په زرګونو هکتاره ځنګلونه به په کې وي، دنګې دنګې او ښکلي ښلکي رنګينې ماڼۍ به په کې وي، شنه شنه باغونه او دچکر ځايونه به په کې وي، بي شمېره ډوله خوندور خواړه به په کې وي، او دتګ راتګ لپاره به په کې داسې شونتياوې وي چې په زرګونو کيلومترو فاصله به دساعتونو په وخت کې طي کوي.
تاسې څه فکر کوئ چې نوموړى جنين چې درحم په اندازه په يو کوچني ساختمان کې ژوند تيروي، يواځې او يواځې د مور له وينې څخه تغذيه کوي او نور له هيڅ نه خبر نه دى، دخپلې راتلونکي نړۍ په اړه به ياد شوي واقعيتونه ومني؟ ښکاره ده چې نوموړى جنين دخپل ژوند په هغه مرحله کې چې په رحم کې ژوند تيروي او مغزو يې هيڅ ډول وده نه ده کړي، هيڅکه دا ډول وړاندوينې نه دا چې يواځې نه مني بلکه هسې افسانې به ورته ښکاره شي په داسې حال کې چې مونږ او تاسې ګورو چې دا هر څه درست او رښتيا دي.  په همدې ډول ډېرى انسانان لکه د مور په ګېډه کې د ماشوم په شان نه شي کولى چې دخپلې راتلونکې دنيا (دقيامت ورځ او له مرګه وروسته دژوندون)  واقعيتونه درک کړي او په اړه يې فکر وکړي په داسې حال کې چې هغه هم داسې يو واقعيت دى لکه دهاغه ماشوم لپاره چې دا دنيا ده.

 

 

 

One thought on “د اسلام په اړه د کفارو تر ټولو زياتې کېدونکي پوښتنې او ځوابونه يې

Leave a Reply to Malakzai Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *