افغانستان ته ريل ګاډۍ پټلى غځیږي

 

افغانستان ته ريل ګاډۍ پټلى غځیږي

 

لیږونکی: محسن علې زی

 

ټاکل سوې ده چي ډېر ژر له ازبکستان څخه افغانستان ته د ريل ګاډۍ د پټيلو د غځولو کار پيل سي.

دغه پروژه د افغان – ازبک حکومتونو له خوا لاسليک سوې چي د UTY په نوم د ازبکستان د ريل ګاډيو ملي کمپنۍ به يې چاري د ١٢٩ ميليونو ډالرو په لګښت پر مخ بوزي.

افغان مقامات وايي د ريل ګاډيو پټلى به لومړى حيرتان او له هغه ځايه به د ٧٥ کيلومتره په اږدوالي د بلخ ولايت ته وغځول سي، چي ټولي چاري به يې د ٢٠١١ کال تر جون پوري بشپړ سي.

د افغان چارواکو په وينا د مزار شريف ښار ته د ريل ګاډۍ غځول به افغانستان ته له منځنۍ آسيا سره د تجارتي راکړي ورکړي په چارو کي ډېره اسانتيا رامنځته کړي.

افغانستان تر دې دمخه د پاکستان سره هم يو تړون لاسليک کړئ و چي له چمن ښار ګوټي څخه تر کندهار پوري د ريل ګاډۍ پټلى وغځوي خو د څو کلونو په تېرېدو يې تر اوسه چاري نه دي پيل سوي..

 

سلیمان



 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *