دعملي مجاهدينو دتفاهم اويو والي جهادي شورى اعلاميه — د عملي مجاهدينو دتفاهم اويو والي جهادي شورى

 

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته

از تمام گردانندگان صفحات خبری و انترنتی افغانان گرامی خواهشمندیم تا این اعلامیه را به نشر برسانند و هموطنان شان را از موقف مقاومت ملی در مقابل نیرو های بیگانه آگاه سازند تا تشویشی که از مدتی چند به اینطرف ایجاد شده است رفع گردد. ممنون

 

دعملي مجاهدينو دتفاهم اويو والي جهادي شورى اعلاميه

 

 

د عملي مجاهدينو دتفاهم اويو والي جهادي شورى لخوا

 

 

دافغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته په عام ډول، دصليبي يرغلگرو په خلاف د جهاد په گرمو سنگرونو کې ناستو مجاهدينو ته په خاص ډول !

السلام عليکم ورحمة الله و برکاته !

د افغانستان غيور او مجاهد ولس پدې څو لسيزو کې دوې لوئې امپراطورى دړې وړې کړى، دهر يرغلگر سره دمقابلې په جريان کې يې هر ډول دردونه زخمونه او مصيبتونه وزغمل په ميليونونو مجاهدين مو په شهادت ورسيدل ښارونه، کلي او کورونه مو په کنډولو بدل شول، اقتصادي زيرمې مو تباه شوې، پرديو هیوادونو ته په هجرتونو مجبور شوو، کوچنيان مو بې علمه او دپرديو په رواجونو عادت شول، خو متاسفانه چې که هر ځل يرغلگرو ځواکونو په مخامخ جگړه کې شرموونکى شکست خوړلى خو پخپلو شيطاني مکرونو سره يې زمونږ د داخلي اختلافاتو او دعام ولس د بې علمى او ناپوهى په وجه په موږ خپل پټ تربيه شوي اجنټان مسلط کړيدى ، د انگريزانو د شکست نه بعد دنادرى کورنى قدرت ته رسول او د روسانو د شکست نه بعد د شورىٰ نظار د ډلګۍ قدرت ته رسول ئې ښکاره بیلگى دى، دا هم ډيره د افسوس خبره ده چې زمونږ بيچاره او بې علمه ولس تر ډيره وخته پدې نه پوهيدل چې نادرى کورنى د انگريزانو پټ جاسوسان او د شورى نظار د ډلګۍ د روسانو او امريکايانو گډ اجنټان دي، بالآخره د نني يرغل پرمهال دا پټ جاسوسان زمونږ ولس ته ښکاره شول .

ولې متاسفانه چې زمونږ ملت ډير وروسته پداسې حال کې په حقايقو پوه شي چې وخت تيروي، ټول چانسونه يې له لاسه وتلي وي!!

دا هم د افغانانو د داخلي اختلافاتو او جنگونو نتيجه وه چې امريکا او د هغوي متحدين پدې وتوانيدل چې زمونږ په گران هیواد افغانستان نظامي يرغل وکړي، دوى فکر کاوه چې نور په افغانانو کې دجهاد او مقاومت جذبه ختمه شوي، لله الحمد چې زمونږ دمخلصو مجاهدينو د قربانيو په نتيجه کې د دوى دا تشخيص غلط ثابت شو، دوى د انگريزانو او روسانو د شرموونکي شکست څخه درس نه وو زده کړى، د افغانستان اصيلو بچيانو دصليبي يرغلگرو په خلاف جهاد اومقاومت د هیواد له هسکو غرونو پيل کړ، ولسوالۍ يو بل پسې فتحه شوې د مقاومت لمن د هیواد لويو ښارونو ته وغزيده اوس مهال نه د امريکایانو فوځي مراکز په امن دي، نه دغلام رژيم لوړ پوړې چارواکي په آرام خوب کولى شي، صليبي يرغلگر په نظامي، اقتصادي او سياسي ميدان کې دمکمل شکست سره مخ دي، دخپل شرموونکي شکست دپټولو پخاطر دوى هم دتيرو يرغلگرو انگريزانو او روسانو په څير غواړي زمونږ په مسلمان او درديدلى ولس باندې دخپلو پټو تربيه شوو جاسوسانو په لاس دخپلې خوښې نظام مسلط کړي .

مکار دشمن دې هدف ته درسيدو لپاره کله مشورتي جرگه کله دوديزه لويه جرگه کله دصلحې اوبيا پخلاينې کميسونونه راوړاندې کړل چې بالآخره ديو کال پټو تماشو او په خارجى هیوادونو کې دمذاکراتونه بعدپدې نژدې ورځو کې يې د اسلامي امارت مشرانو ته دمذاکراتو لپاره په قطر کې د دفتر د خلاصولو اجازه ورکړه همدا ډول دجهاد او مقاومت بل اړخ حزب اسلامي هم په خارجي هیوادونو کې دمذاکراتو نه بعد کابل ته يو پلاوى لاړ هلته يې د امريکا له سفير او نورو دولتي لوړپوړو چارواکو سره مذاکرات ترسره کړل ، دامريکا او دهغوي دمتحدينو دا وروستى دچل او فريب نه ډک سياست او مذبحانه هلې ځلې زيات تعداد افغانان او خصوصاً مجاهدين په تشويش کې اچولې دي، مونږ پدې حساس پړاوکې خپل درديدلى او مسلمان ولس ته په عام ډول او دسنگر عملي مجاهدينو ته په خاص ډول خپل موقف او دريځ داسې اعلانوو :

١ – موږ دحزب اسلامي افغانستان محترم اميرحکمتيار صاحب چې د دوه هجرتونو او د دوه لويو امپراطورى په خلاف دجهاد اومبارزې سعادت او افتخارات ئې په برخه شوي، همدا ډول د اسلامي امارت محترم امير ملامحمد عمر مجاهد چې د امريکا په خلاف په روان جهاد کې يې ثابت موقف خپل کړ، د دوى دواړونه زمونږ غوښتنه داده چې خپلمنځني اختلافات ختم کړي، دالله تعالى د حکم سره سم متحد او مرصوص صف جوړ کړى، دا هم ډيره د افسوس خبره ده چې دصليبي يرغلگرو سره مذاکرات کيداى شي خو دخپل مسلمان او مجاهد ورور سره مذاکرات نشي کيداى !!!

مونږ د هرڅه نه لومړى په خپلمنځي تفاهم تأکيد کوو ملت ته بايد عملي ثبوت وړاندې شي تر څو ولس مطمئن شي .

٢ – تر څو چې زمونږ په هیواد کې يو صليبي عسکر موجود وي مونږ به خپل عملي جهاد جاري ساتو، دهر ډول سازش به په کلکه مخالفت کوو .

٣ – زمونږ له گران هیواد څخه دصليبي يرغلگرو بې قيد و شرط فوري وتل غواړو .

٤ – دصليبي يرغلگرو په موجوديت کې مذاکرات دسوچه اسلامي نظام د قيام په وړاندې توطيه او دسيسه گڼو دکوم اسلامي نظام لپاره چې په مليونونو مخلص ځوانان په شهادت رسيدلي دي .

٥ – دکومو خبرونه چې د افغانستان دتجزيه بوى پورته کيږي دهغې په خلاف جهاد اعلانوو.

٦ – هغه سياستمداران چې هميشه يې ديوې بې ارزښته چوکى او پنځه پيسو لپاره دمجاهدينو په پاکو وينو سودا کړى په هغوي غږ کوو چې دخداى جل جلاله نه وويريږي ، نور دملت په وينو سودا مه کوي کنه د ډير بد او ذليل مرگ سره به مخ شي .

٧ – مونږ ټول دمجاهدينو عملي مشران او قوماندانان د راتلوونکي نوى کال لپاره د فيصله کوونکو عملياتو د تيارى په حال کې يو انشاءالله راتلونکى کال به دمجاهدينو دفتحې کال وي دمجاهدينو حوصلې لوړې او مورال يې او چت دى .

٨ – موږ يوځل بيا په ټولو افغانانو غږ کوو چې په غلام رژيم کې له ماموريتونو څخه لاس واخلي دمجاهدينو غيږې ته پناه راوړى، الله تعالى ته توبه وباسى، دصليبي يرغلگرو په خلاف دخپلو مجاهدو وروڼو سره يوځاى په سر او مال جهاد وکړي .

 

دهغې ورځې د رسيدو په هيله چې دمجاهدينو په لاس په افغانستان کې يوسوچه اسلامي نظام قايم شي .

( د عملي مجاهدينو دتفاهم اويو والي جهادي شورى لخوا )

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *