امریکا پام کوه!

امریکا پام کوه!

سلیمان شاه صوفی زاده

دا شعر می ۱۷ کاله مخکی د سپتمبر د یولسمی د پیښی نه وروسته کله چی د امریکی جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په ګران هیواد افغانستان باندی د یرغل اعلان وکړ، لیکلی وو او د البدر په شمول نورو ورځپاڼو او وبسایټونوکی هم خپور شوی وو، نن د امریکی د ماتی او د طالبانو سره د ناستی په مناسبت یی یوځل بیا ګرانو هیوادوالو ته ډالئ کوم.

پام کوه  امريکا چه هلته  ور نشی

جګو جګو غرونو کښی اوتر نشی

——–

دا د ننګيالو خاوره  ده  مه  ورځه

و ګوره  تاريخ  ته  بی خبر نشی

——–

مه ګوره  خوبونه  د آسيا په  لور

لاروکښی اغزی دی چه پنچرنشی

——–

وپوښته  روسان او انګريزانو نه

څو مره  کړيدلی چه  بدتر نشی

——–

ګوره که داخل شولی دی خاوری ته

خلاص به  نشی څو زير و زبر نشی

——–

چا سره  کار  نلری  ا فغان ولس

زی  په خپله لاره  خو ټکر نشی

——–

بوخت لکه مچيوخپل ګبين کښی دی

مه  ئی  راپاروه  چه  لر او برنشی

——–

زړونه  يي  زخمی د ډير پخوانه دی

مه دوړوه  مالګه در په در نشی

——–

خپلوکښی ناجوړپردوته جوړدی ټول

خلاص کړه ته غوږونه کوروکرنشی

——–

غاړه سليمان درباندی خلاصه کړه

واوره نصيحت خاوری په سرنشی

——–

  سليمان شاه صوفی زاده

١٨/ سپتمبر/٢٠٠١

2 thoughts on “امریکا پام کوه!

  • بسیار عالی بود ،خداوند ج شما برادر محترم را در پناه خویش همیشه از گزند روزگار در امان داشته باشد.

    • ممنون تان حاجی صاحب گرامی. الله متعال ج شما برادر مجاهد و بزرگوارم را نیز در حفظ و پناه خویش داشته باشد.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *