اى بيده قومه را پاڅه!

اى بيده قومه را پاڅه!

شاعر: سمیر شجاع

اى بيده قومه را پاڅه د تورتم سره مى جنګ دئ

غافل مه شه له دى حاله چې دښمن د دوست په رنګ دئ

دحق سترګى کړه لږ خلاصى حقيقت ته ښه په ځيرشه

اعتبار دى چې پرى کړئ هغه ورور درنه په څنګ دئ

بده ورځ همداسى تل وي چې راوړي درباندىدوست ستا

د مطلب آشنايان لاړ شي هغه دم  آزمون د ننګ دئ

يا الله طاقت مى زيات کړه څو د ستونځو په جګړه کې

دا د حق سنګر و ساتم د جاهل سره مى جنګ دئ

سمير هلته به راضي شي چې د حق جنډه وي پورته

نن خو داسى شپه راغلى چې د جهل ځنځير شرنګ دئ

(سمیر شجاع)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *