بى غيرته سر به څه کړم، چى اختيار ئې د پردی وی

بى غيرته سر به څه کړم، چى اختيار ئې د پردی وی

line

s.shuja

سمیر شجاع

line

بیغيرته سر به څه کړم

چى اختيار ئې د پردي وي

نو بى سره تن مى ښه دئ

نه چې تللې آزادي وي

line
که همت د لاسه ور کړو
په ميدان دجنګ کښې وروره

نه به ته ئې نه به زه يم
نه به زيرئ د بري وي

line
که په وينو کښې لمبلئ
سر په لاس کى دى نيولئ

د اسلام مرچل ګټلئ
هلته شور به وي مستي وي

line
که ژوندون کښې غلامي وي
او د کفر سر زوري وي

چې پردئ لاس دى په سروي
باد شاهى به نو کري وي

line
غيرت داسى خزانه ده
که مؤمن ته په نصيب شي

دئ به خان د دو جهان شي
هم به ښاد او خوشحالي وي

line
هغه کور کښې چى ميړونه
خپلو ښځو شا ته پټ شي

بړوه ګان دي نران نه دي
په ظاهر کښې که سړي وي

line
ربه آل اولاد مى ساته
په دنيا کښې له دى حاله

چې غافل له آخرت شي
او د عيش په بند بندي وي

line
د سمير نه دومره واوره
چې همت دى اوچت ساته

الله په لاره مرګ هم
مسلمان ته سر لوړي وي

line

(سمیر شجاع)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *