د افغان د توری زور

د افغان د توری زور

شاعر: سمیر شجاع

په دنيا کې چې دا شور دئ

د  افغان  د  تورى  زور  دئ

ته  ئې  مه  ګڼه  بى  کسه

چى الله د دوى په لور دئ

پام  دئ  ساته  اى  غليمه

چې   اتل   د   زمانې   يم

دا  کور  مه  بله  بى  ما نه

د پښتون  بچئ  په کور دئ

نه  مى چا ته  سر  ټيټ  کړي

نه به څوک کړي زما سر ټيټ

د  ميرويس نيکه  اولاد  يم

احمد شاه بابا مى ورور دئ

چا وائيل چې زه پټيږم

له  لښکرو  ئې  ډار يږم

يو  په  زرو  ورته  بس  يم

دغيرت شهرت مى خور دئ

د پردي  په  زور  راغلي

ګيدړان  له هرى خوا نه

نران  نه  دي  نر ښځي  دي

ددوى مرګ په ما نى پور دئ

راشه  وګوره  عالمه

د مغرور غليم حالت ته

په کوم  شان  باندى  راغلئ

تښتېدل ئې په کوم لور دئ

د  نړۍ  ټول  قدرتونه

چى راغلي دي دى ملک ته

هره ورځ ئې توره شپه ده

هره شپه ئې په سر اور دئ

سبقونه  مى  ورکړي

هر فرعون د زمانى ته

د  موسى  غوندى  لکړه

هم مى توره هم مى تور دئ

دا د رب لويه تحفه ده

چې ورکړي ئې سمیر ته

چې اولاد يم د افغان زه

افغانستان  زما کور دئ

(سمیر شجاع)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *