چې د ځوى په شان ساتلئ په خپل کور راته دښمن شو

چې د ځوى په شان ساتلئ په خپل کور راته دښمن شو

شاعر: سمیر شجاع

چې د ځوى په شان ساتلئ په خپل کور راته دښمن شو

زما خوار نصيب ته ګوره کشر ورور را ته دښمن شو

________

د دنيا برخه ئې خوښه آخرت ورته قصه شوه

د پردى کافر ملګرئ دا کم زور راته دښمن شو

________

ما غيرت وو ورښودلئ پت ناموس مى ور ګټلئ

کور وطن مى آزاد کړئ ځوى د مور راته دښمن شو

________

نه مى سر چاته ټيټ کړئ نه مى طمع د چا کړې

په زړو کاليو خوښ وم نوئ پور راته دښمن شو

________

جنګيدلئ يم په هر وخت چې غليم طمع د غلا کړه

چى د غلو سره په کور يم دا پيغور راته دښمن شو

________

نن سبا به ورښکاره کړم چې څښتن د وطن څوک دئ

دا وطن د سمير کوردئ صبر نور راته دښمن شو

________

سمیر شجاع

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *