ککرۍ د انسان ، ماغزه د شیطان ! ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

ککرۍ د انسان ، ماغزه د شیطان !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

پنځه کاله وړاندی یعنی د ۲۰۰۶ په سپټمبر کی ما یوه لیکنه کړې وه چی عنوان یې ( ککرۍ د انسان ، ماغزه د شیطان ) و . تر هغه وروسته هر کال دوستانو را څخه غوښتي دي چی د سپټمبر د یوولسمی د حملې د ورځی په خاطر هماغه مقاله بیا خپره کړم . نو اوس دا دی پنځه کاله وروسته د هماغه نسبتأ اوږدې لیکنی لنډیز او عمده برخی یو ځل بیا رااخلم ، ( ن . صمد ) :

 

 

ککرۍ د انسان ، ماغزه د شیطان !

 

نن هم هماغه اصلی پوښتنه لاینحله ده چی دا حمله چا وکړه ؟ ځواب دا چی نوموړې حمله بیله شکه هغه چا کړې چی ککرۍ یې د انسان خو ماغزه یې د شیطان دي .

 

موږ به تل اورېدل چی امریکا پر عراق حمله وکړه ، یا پر ویتنام یا پر کوریا او یا هم دغه او هغه هیواد یې ظالمانه حمله وکړه ، خو دا مو هیڅکله نه وو اوریدلي چی پر امریکا حمله وسوه . باالاخره د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه مو واوریدل چی پر امریکا هم کټ مټ ظالمانه حمله وسوه .

 

د سپټمبر د یوولسمی حمله د امریکا پر بهترینو ښارونو ( نیویارک او واشنګټن ) او بهترینو ودانیو ( نړیوال سوداګریز مرکز او پنتاګون ) باندی وسوه چی هیڅ تصور یې هم نسو کیدای . دغی حملې ثابته کړه چی امریکا د دوهمی نړیوالی جګړې غوندی نور نو یو « ژغورلی جنت » نه دی بلکی د هیروشیما ، ناګاساکی ، سایګون  ، بغداد او نورو غوندی د حملې وړ او آسیب پذیر دی . دې حملې وښودل چی د امریکا اقتصادی نیکمرغي د یوې پړسول سوي بوغۍ غوندی په یوه تروریسټی حمله سره سورۍ کیدای سی .

 

ټولی نړۍ په سترګو ولیده چی د امریکا له یوه سره تر بله ( په ۵۴ ایالتونو کی ) امریکایانو اوښکی توی کړې . مګر دا اوښکی د ناامیدۍ ، ناتوانۍ ، کمزورۍ او شکست اوښکی وې . عینأ لکه د جاپان ، ویتنام ، کوریا ، عراق او نورو هیوادو د اوسیدونکو اوښکی چی به ګریوانه ته بهیدې ! دغی حملې ثابته کړه چی که امریکا هر څونه ځان « خورا پیاوړﺉ او نه ماتیدونکی » وبولی بیا هم تر دوی نور غښتلي انسانان وجود لری .

 

دغی حملې څه کم درې زره انسانان ووژل ، د امریکا اقتصادی او پوځی عصبی سیسټم یې فلج کړ او هر ځای د دې مقتولینو او خپلوانو لپاره یې ماتم کیدﺉ . خو ډیرو انسانانو بیا په دې ماتم کاوه چی دا پیښه خو وسوه ، اوس به د غچ په توګه څو چنده نور کټ مټ بیګناه انسانان وژل کیږی او دغه زخمی مار به خپل نیښ پر چا برابروی ؟!

 

مهمه پوښتنه دا ده چی د دې پیښی اصلی او لویه ملامتیا د چا ده ؟ ځواب دا چی امریکایی استخبارات ، ایف بې آی ، ملی امنیت او پولیس تر بل هر چا ډیر ملامت دي . ځکه ، هغوی جمعأ د کاله ۷۷ بلیونه ډالره بودجه لرل ، مګر بیا هم دا حمله تر سترګو لاندی ورڅخه تیره سوه . واشنګټن ډیر ژر پر بل چا د خپلی ناکامۍ د ترپلو په توګه ادعا وکړه چی ۱۹ ځوانانو دا حمله وکړه . خو پوښتنه دا ده چی امریکایی استخباراتو او امنیتی ـ اطلاعاتی جوړښتونونو د دومره ستری بودجې ، مسلکی او ماهرو ایجنټانو او خورا عصری وسایلو د لرلو سره سره ولی د دغو ۱۹ ځوانانو پلان او څرک کشف نکړای سو ؟ آیا د امریکا استخبارات او اطلاعاتی شبکې بې کفایته وو او که دغه طیاره تښتونکي تر هغوی تکړه او باکفایته وو ؟ دا پوښتنه همدا نن هم بې ځوابه پاته ده .

 

واشنګټن هم بیله ځنډه او بیله تدبیره او بیله شواهدو څخه یو دم د اسامه بن لادن دروازه وټکوله . امریکایی مقاماتو د دې تروریسټی حملې ګرویږنه پیل نکړه ، بیطرفانه پلټنی یې ونکړې ، اساسی رسیدګي یې ونکړه ، اصلی حقیقت یې و نه پلټیً بلکی ډیر ژر یې د خپلو خپرونو او ټلویزیونونو پر انګیرنو د تصدیق ټاپه ووهله چی هغوی به ټوله ورځ د اسامه بن لادن ، طالبانو او افغانستان نومونه پورته کښته کول .

 

یو فرد چی د کوچیانو غوندی بدوي ژوند کاوه او پوره لس کاله په تبعید کی اوسیدلی و ، په داسی یو هیواد کی اوسیدﺉ چی د هغه وګړی یې خپل ولس هم نسو بللای ، په دې هیواد کی ۲۴ ساعته د نړۍ د پرمختللي طاقت ( امریکا) تر مسلسل تعقیب لاندی اوسیدﺉ ، په دې هیواد کی یې نه ټلیفون کولای سو او نه هم سټیلایټ ، دا ځکه چی هغه هیواد ( یعنی افغانستان ) د څلورو کالو راهیسی تر پرله پسې استخباراتی سټیلایټ لاندی تعقیب و ، داسی یو هیواد چی نه یې عصری تکنالوژي لرله او نه یې هم د بهر سره دیپلوماتیکی او مخابروی سهولتونه لرل ، حتی دا چی نړۍ ته یې خپل پیغام په انګریزی ژبه هم نسو رسولای ، دا ځکه چی تر مسلسل بندیز لاندی و…. نو بیا دا څنګه ممکنه ده چی د غریب ترین هیواد څخه د نړۍ پر سرمایه دارترین ځواک باندی حمله هدایت سوه ؟ یا په بل عبارت ، څنګه د « زیرو پاور » د غارونو څخه د « سوپر پاور » پر قصرونو باندی دا ډول اریانونکې او ننداره ییزه حمله وسوه چی زړه یې ور سورﺉ کړ ؟

 

مګر یا ، واشنګټن له خپل دریځه ، خپل تهدیده او خپل تهمته هیڅ نه پر شا کیدﺉ بلکی د اسامه څخه یې بلا او د افغانستان څخه یې هیولا جوړه کړه او په دې ډول یې ځان په دې قضیه کی مدعی هم وښود ، شاهد هم ، قاضی هم او نیونکی هم . دا لا څه واشنګټن حتی د څلورو طیارو « تور بکسونه »هم و نه ښودل چی د طیارې دننه ټول جریانات ثبتوي او د سانتی ګرېډ په ۲۰۰۰ درجې تودوخه کی هم له منځه نه ځی .

 

خو د دې ټولو سره سره واشنګټن آن تر ننه هم نړۍ ته د بن لادن یا القاعده د لاس لرلو هیڅ کوم شواهد ونښودل او نه هم دا ثابته سوه چی دغه حمله د افغانستان څخه هدایت سوې وه . مګر ۲۷ ورځی وروسته یې پر افغانستان سخته او نامشروع پوځی حمله وکړه او خپله ناکامي یې په دې ډول پټه کړه . هغوی تر ننه ۲۴ زره افغانان شهیدان کړي دي. افغانان د هغی پیښی قرباني دي چی نه په خبر وو ، نه یې لاس پکښی درلود او نه یې هم تایید کړې وه .

فلهذا ، د سپټمبر د یوولسمی اصلی حمله کونکي تر ننه هم د شواهدو یا اسنادو له مخی نه خو پیژندل سوي او نه هم ثابت سوي دي . چی داسی ده ، نو هغه چا وکړه ؟ ولی او څه ګټه یې حاصله کړه ؟ ځواب دا چی واشنګټن او د هغه متحدین یې پر بن لادن تاوانوی ، اسلامی نړۍ یې پخپله پر غربیانو تاوانوی ، غربی ناقدین او څیړونکي یې بیا پر امریکایی جاسوسي شبکو یا اسراییلی موساد باندی تاوانوی .

 

خو موږ وایو هر انسان یا ډلی چی د سپټمبر د یوولسمی حمله کړې ده ، ککرۍ یې د انسان خو ماغزه یې د شیطان دي. دا ځکه چی هغوی یوه داسی معما پریښودل چی تر ننه هم ټولی نړۍ په خپل ټول وس او وسایلو سره نه ده ثابته کړې چی دا چا وکړه .

 

هو ، دغی پیښی ځینی کسان ملیونران او ځینی یې فقیران کړل ، ځینی یې واکمنان خو ځینی یې بندیان کړل ، ځینی یې ښاغلي خو ځینی رټلی کړل ، ځینی یې د غارونو څخه قصرونو ته ورسول او ځینی یې بیا د قصرونو څخه غارونو ته ورسول ، ځینی یې ظالمان او ځینی یې بیا مظلومان کړل….

 

لنډه دا چی دغی حملې په نړۍ کی باالعموم او په افغانستان کی باالخصوص دا مبهمه کړې ده چی څوک تروریسټان دي او څوک جهادیان دي ، څوک جاسوسان دي او څوک وطنپرستان دي ، څوک جنګسالاران دي او څوک قهرمانان دي ، څوک مسلمانان دي او څوک منافقان دي ، څوک مجاهدین دي او څوک فاسدین دي ، څوک دوستان دي او څوک دښمنان دي ، څوک اشغالګران دي او څوک اتحادیان دي…

 

پای دا چی د سپټمبر د یوولسمی حملې رښتیا او درواغ ، خیانت او صداقت ، حق او ناحق ، دوست او دښمن او باالاخره ملی قهرمان او ملی خاین سره ګډوډ یا یو په بل سره واړول . نو ځکه ویلای سو چی د دې پیښی د کړونو ( مرتکبینو ) ککرۍ د انسان خو ماغزه یې د شیطان دي ، والسلام ( ن . صمد ) .

افغان رساله : ۸۹ ګڼه ، د ۲۰۰۶ سپټمبر ، درېیم مخ .

Nsamad57@hotmail.com   

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *