د روژې یوویشتم سوغات
قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !
نو د یوویشتمی روژې لپاره یوویشتم سوغات ومنی ( ن . صمد ) :
د قرآن سره مرکه (یوویشتم برخه)
لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد
پوښتنه : نن الحمدلله غیر مسلمانانو ته هم دا ثابته سوې ده چی ستا متن کاملأ د اخلاقی او بشری معیارونو څخه ډک دی ، او ځکه نو هغوی جوپه جوپه مسلمانان کیږی . آیا کولای سې چی خپلی څو اخلاقی ښوونی را ته ووایې تر څو دوستان سرلوړي او دښمنان سرځوړي سی ؟
ځواب : هو ، دا خو واضح حقیقت دی چی زما متن د روزنیزو او اخلاقی ارزښتونو ، ښوونو او معیارونو څخه ډک دی چی څو نمونې به یې داسی دروښییم :
۱ ـ رښتیا ویل او د درواغو څخه ډډه کول (۱) .
۲ ـ د چا له غیبته ځان ساتل (۲) .
۳ ـ شاهدي په رښتیا سره ورکول (۳) .
۴ ـ یو پر بل عیب نه تړل یا د چا عیب نه لټول (۴) .
۵ ـ د هر ډول بې حیایی څخه ځان ساتل (۵) .
۶ ـ پر چا بد ګوماني نه کول (۶) .
۷ ـ په هر حالت کی عدالت او انصاف کول (۷) .
۸ ـ په چا ملنډی یا ریشخند نه وهل (۸) .
۹ ـ ښه خبری او مجلس کول (۹) .
۱۰ ـ څوک په بد یا ناوړه نوم سره نه بلل (۱۰) .
۱۱ ـ د ستونزو پر مهال صبر کول (۱۱) .
۱۲ ـ پر چا ظلم نه کول (۱۲) .
۱۳ ـ خیانت نه کول (۱۳) .
۱۴ ـ پر نعمت باندی شکر کول (۱۴) .
۱۵ ـ حسد او غرور نه کول (۱۵) .
۱۶ ـ د چا مال ناحقه یا د رشوت په توګه نه اخیستل (۱۶) .
۱۷ ـ د عفوی او معافۍ څخه کار اخیستل (۱۷) .
۱۸ ـ قهر او غصه نه کول (۱۸) .
۱۹ ـ وعده خلافي نه کول (۱۹) .
۲۰ ـ د نیکیو یا ښېګڼو خپرول او د بدیو څخه ځان ژغورل یا له منځه وړل (۲۰) .
پوښتنه : ډیر ارزښتمن او ضروری معلومات دي راکړل . آیا تا د مجلس د آدابو ښوونه هم کړې ده ؟
ځواب : هو ، ما ایمان والاوو ته مجلسی آداب هم ورښوولي دي . مثلأ که یو ځای ډیر خلک ناست وی او د دباندی څخه نور کسان راسي نو له مخکی څخه ناستو کسانو ته لازمه ده چی یو تر بله ډیر سره نږدې سی او نوو کسانو ته ځای ورکړی (۲۱) . په مجلس کی غالمغال او نارې د مجلس د آدابو خلاف کار دی (۲۲) .
پوښتنه : آیا تا د تقوا غوره کولو هڅونه هم کړې ده که څنګه ؟
ځواب : هو ، ما خلکو ته حُکم کړی دی چی په هر حالت کی د الله څخه وبیریږی او د هغه د نافرمانۍ د ناوړه پایلی څخه ځانونه وژغوری (۲۳) .
پوښتنه : آیا بُتانو ته د ښکنځلو اجازه سته که یا ؟
ځواب : یا ، قطعأ د نورو ادیانو او بتانو د سپکاوي اجازه نسته (۲۴) .
پوښتنه : پر وعده څوک ټینګ دﺉ او څوک یې خلاف دﺉ ؟
ځواب : الله پر خپله وعده ډیر ټینګ دی او شیطان ډیر وعده خلافه دی (۲۵) .
پوښتنه : آیا کوم ناوړه یا غلط بیان جایز دی ؟
ځواب : یا هیڅکله نه . بلکی الله به د هر ډول غلط بیان پوښتنه کوی (۲۶) .
پوښتنه : تر ټولو ښه کسان ( خلایق ) څوک دي ؟
ځواب : هغه دي چی حق ومنی او د ایمان او صالح یعنی ښه عمل لاره غوره کړی (۲۷) .
پوښتنه : نو تر ټولو بد کسان څوک دي ؟
ځواب : هغه کسان چی د حق تر راتللو وروسته بیا هم د هغه په وړاندی ړانده ، کاڼه او ګونګیان وی ، یعنی انکار ورڅخه وکړی (۲۸) .
پوښتنه : تا مخکی د عیب څخه د ځان ژغورنی اصل ته اشاره وکړه . خو تر کومه ځایه چی عملأ لیدل کیږی تقریبأ ټوله اسلامی نړۍ منجمله ډیرﺉ افغانان د غیبت سره دومره زیات روږد سوي چی آن معتاد یا عملیان یې ګرحېدلي دي . د دغسی کسانو لپاره ستا تنبیه څه ده ؟ او هغوی باید له دې مصیبته د خلاصون په خاطر څه وکړی ؟
ځواب : ما واضحأ امر کړی دی چی د یو بل غیبت مه کوﺉ او آیا تاسو غواړﺉ چی د خپل مړه ورور غوښی وخورﺉ ؟ نو که په رښتیا هم مسلمانان یاست باید له دغه شنیع او کرغیړن عمله جدأ ځانونه وژغورﺉ (۲۹) . که د غیبت کوم مجلس شروع وی نو د مخنیوی او ځان ژغورنی ډیره ښه چاره یې دا ده چی باید له دغسی مجلسه ووزﺉ او تر هغو پوری بیرته ورنسیً چی غیبت پای ته نه وی رسېدلی ، که نه غیبت ویونکي او د هغه اورېدونکي دواړه یو برابر ګنهکاران دي (۳۰) .
پوښتنه : په همدې ارتباط عُلمأ او پوهان وایی چی غیبت او چُغلی ( نمامی ) د ترازو دوې پلې دي ، یعنی دا چی غیبت او چغلی اکثرأ سره تړلي وی . په دې هکله ستا اخلاقی ښوونه څه ده ؟ آیا دغسی ارتکاب د شیطان د وظیفې مخته وړنه نه ده ؟
ځواب : ما په شدیدو الفاظو سره د هر هغه انسان اطاعت منع کړی دی چی ډیر قسمونه اخلی ، د بل چا عیب لټوی او په چغلیو بوخت وی ، دا ځکه چی دغسی کسان د مسلمانانو خپل منځي محبت په عداوت سره بدلوی (۳۱) . نو د سمون ښه طریقه یې دا ده چی که یو فاسق انسان دغسی خبر درته راوړي ، په هغه هکله تحقیق او ګروېږنه وکړه بلکی په پټو سترګو یې مه منه (۳۲) .
———————————————————————————————————————
(۱) : الاحزاب : ۳۵ ، ۷۰ ؛ النسأ : ۹ ؛ آل عمران : ۱۷ . (۲) : الحجرات : ۱۲ . (۳) : المایًده : ۸ ؛ النسأ : ۱۳۵ . (۴) : الحجرات : ۱۱ . (۵) : الاعراف : ۲۳ ؛ الانعام : ۱۵ ؛ الشوری : ۳۷ ؛ النحل : ۹۰ ؛ النسأ : ۵ . (۶) : الحجرات : ۱۲ . (۷) : المایًده : ۸ ، ۴۲ ؛ النسأ : ۵۸ ، ۱۳۵ ؛ الشوری : ۱۵ ؛ النحل : ۹۰ . (۸) : الحجرات : ۱۱ . (۹) : الاسرأ : ۵۳ ؛ النسأ : ۵ ، ۹ ؛ الاحزاب : ۷۰ . (۱۰) : الحجرات : ۱۱ . (۱۱) : البقره : ۴۵ ، ۱۵۳ ؛ آل عمران : ۲۰۰ ؛ الانفال : ۴۶ . (۱۲) : البقره : ۲۷۹ ؛ آل عمران : ۵۷ ، ۱۴۰ ؛ الاعراف : ۴۴ ؛ الشوری : ۴۴. (۱۳) : الانفال : ۲۷ ، ۵۸ ؛ یوسف : ۵۲ . (۱۴) : البقره : ۱۵۲ ، ۱۷۲ ؛ النحل : ۱۴۴ ؛ العنکبوت : ۱۷ . (۱۵) : الفلق : ۵ ؛ النسأ : ۵۴ ، ۳۶ ؛ النحل : ۲۳ ؛ المومن : ۳۵ ؛ لقمن : ۱۸. (۱۶) : البقره : ۱۸۸ . (۱۷) : البقره : ۱۰۹ ، ۲۳۷ ؛ النسأ : ۱۴۹ ؛ الاعراف : ۱۹۹ ؛ التغابن : ۱۴ ؛ النور : ۲۲ . (۱۸) : الشوری : ۳۷ . (۱۹) : الاسرأ : ۳۴ ؛ النحل : ۹۱ ؛ الانعام : ۱۵۲ ؛ المایًده : ۱ ؛ الرعد : ۲۰ . (۲۰) : آل عمران : ۱۰۴ ، ۱۱۰ ؛ البقره : ۱۴۳ ؛ التوبه : ۷۱ . (۲۱) : المجادله : ۱۱ . (۲۲) : لقمن : ۱۹ . (۲۳) : آل عمران : ۱۰۲ ؛ البقره : ۱۹۴ ؛ النسأ : ۱ ، ۱۳۱ ؛ الانعام : ۷۲ . (۲۴) : الانعام : ۱۰۸ . (۲۵) : ابراهیم : ۲۲ ؛ الزمر : ۲۰ ؛ الروم : ۶ ؛ النسأ : ۱۲۰ ؛ الاسرأ : ۶۴ . (۲۶) : الاسرأ : ۳۶ . (۲۷) : البینه : ۷ . (۲۸) : البینه : ۷ ؛ الانفال : ۲۲ ، ۵۵ . (۲۹) : الحجرات : ۱۲ . (۳۰) : النسأ : ۱۴۰ . (۳۱) : القلم : ۱۱ ـ ۱۲ . (۳۲) : الحجرات : ۶ .