د انسانیت تعریف
لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد
یو چا د احنف بن قیس (رح) څخه وپوښتل چی انسانیت یعنی څه ؟ داسی یې ورته وفرمایل :
۱ : تواضع کول ، سره له دې چی شتمني او ثروت ولری ؛
۲ ـ عفو کول ، سره له دې چی د بدل او انتقام قدرت ولری ؛
۳ ـ د خلکو سره دوستي او مرسته کول ، بېله کوم منت څخه ؛
۴ ـ د قهر او غوصې پر مهال د تلوار پر ځای د صبر او زغم څخه کار اخیستل .
البته په صبر کولو کی درې ګټی نغښتی دي :
لومړی ـ له امله یې خوښي او نیکمرغي منځته راځی ؛
دوهم ـ له امله یې ټول خلک ستاینه کوی ؛
درېیم ـ له امله یې د الله په دربار کی تر ټولو ښه اجر او ثواب ګټي .
خو په تلوار او عجله کی یې دغه زیانونه پیښیږی :
لومړی ـ له امله یې پښېمانه او سرځوړﺉ کیږی ؛
دوهم ـ له امله یې هر څوک ملامت او بد بولی ؛
درېیم ـ له امله یې د الله په دربار کی تر ټولو بده سزا ورکول کیږی ؛
الحِلمُ اوَله مُر مذاقته لکن آخِرهُ احلی مِن العسل « د صبر مزه لومړی ډیره ترخه وی لاکن په پای کی تر عسلو هم خوږه وی . »
هو ، انسان هم چی ناروغ سی د جوړتیا لپاره یې دوا ترخه وی ، په مشکل سره یې خوری او تندی یې تریو نیولی وی . پوښتنه دا ده چی ولی دغسی کوی ؟ دا ځکه چی انجام او عاقبت یې مدنظر نیولی وی چی هغه روغتیا ، شفا او سلامتیا ده . مؤقتأ پر ځان دغسی تکلیف او عذاب تیروی خو راتلونکې یې سمه او سالمه وی . نو څومره به ښه وی چی موږ هر څوک دغسی عارضی او مؤقتی تکلیف پر ځانونو تیر کړو تر څو نهایی ثمره یې خوږه وی ، انشاالله .
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ـ لومړی جلد ؛ ۲۰۱۲ ) ؛ ۳۲۴ ـ ۳۲۵ مخونه .