له افغانستانه د راوتلو وخت — نثار احمد صمد

 

له افغانستانه د راوتلو وخت

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۸/۲۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د بهرنیو اشغالګرو پوځونو تر ټوپکونو لاندی انتخابات مشروع یا دیموکراتیک کېدای نه سی .

په افغانستان کی د لویدیځو طاقتونو لخوا د غوره سوو کاندیدانو لپاره د دې اوونۍ په لاس جوړه سوې رایه ګیري امکان نه لری چی دغه بدبخته هېواد ته چی د دیرشو کالو راهیسی جنګ ځپلی دی ، کومه سوله راوړی .

 

طالبانو او د هغوی ملت پالو ملګرو دغه انتخابات د درغلیو په حیث رد کړل او هغه یې د بهرنۍ نیونی د پایښت او د لویدیځ لپاره د تیلو او ګازو د پایپ لاینونو یوه طریقه بللې ده . طالبان چی د افغانستان د اکثریت نفوس یعنی پښتنو په استاځیتوب ږغیږی ، ویلی چی دوی به صرف هله په ملی انتخاباتو کی ګډون وکړی چی د امریکا او ناټو پوځونه ووځی .

په افغانستان کی د انتخاباتو د مخکنۍ خوشالي او سیاسی تبلیغاتو څخه وروسته هر څوک بیرته له هغی دروازې څخه راووتل چی ورننوتلي وو . ښایی د امریکا لخوا نصب کړﺉ خوش طبعه مشر حامد کرزی بیرته پر قدرت پاته سی خو واک به نه لری .

واشنګټن بیا هم د خپل دغه بې واکه مشر څخه لاسته راوړني غواړی خو هغه یې نسی کولای . د کرزي رژیم په عین حال کی د فساد ( رشوت ) او مخدره ییز کاروبار په څپو کی ډوب دی .

 

اصلی قدرت د تاجک او ازبیک اقلیت د مقتدرو کسانو او هغو ځایی ، مخدره ییز قومی کاروباریانو سره دی چی واشنګټن پیسې ورکوی تر څو د کرزي ملاتړ وکړی . د تاجکو او ازبیکو تر شا د هغوی ساتندویان یعنی روسیه ، هند او ایران ولاړ دي .

 

د افغانستان پښتنی قبایل چی د نفوسو ۵۵٪ جوړوی ، تر ډیره حده له واک نه ایستل سوي دي . هغوی په ۱۹۸۰ لسیزه کی د شورویانو پر ضد په جنګ کی د لویدیځ نږدې ترین ملګري او پلي عسکر ( « د آزادۍ جنګیالي » ) وو .

 

طالبان د ۱۹۹۰ لسیزی د لومړنیو کلونو د ناولي کورني جنګ پر مهال د ښځو د پراخو جنسی تیریو د پای ته رسولو ، د نظم راوستلو او د افغان مخدره ییز کاروباری کمونیسټانو سره د جنګ په هدف د یو اطرافی خو اکثرأ پښتنی مذهبی غورځنګ په توګه راپورته سول . دغو په اصطلاح « تروریسټی طالبانو » حتی د سپټمبر د یوولسمی د حملې تر څلور میاشتو مخکی پوری لا د امریکا پیسې تر لاسه کولې . خو واشنګټن خپله دا مرسته وروسته له هغه تم کړه چی طالبانو یوه وژونکې اشتباه وکړه او هغه دا چی د پایپ لاین غځولو ستره معامله یې د امریکایی نفتی کمپنۍ پر ځای ، چی د راپورونو له مخی حامد کرزي د یو سلاکار په توګه کار ورسره کاوه ، برعکس د یوې ارجنټاینی کمپنۍ سره وکړه .

 

د تیلو پایپ لاین ـ

په افغانستان کی اوسنۍ روانه جګړه د دیموکراسۍ ، ښځینه حقوقو ، ښوونی روزنی او یا هم هېواد جوړوَني په خاطر نه ده . القاعده  بله هغه پلمه ده چی په زغرده شتون لری . هغوی چی څو کسان دي ، ډیر مخکی لا پاکستان ته اوښتي دي . ځکه نو دا جنګ په حقیقت کی د تیلو د پایپ لاین د خط السیر او د لویدیځ په واسطه د کسپین د انرژي څخه پر ډکی حوزې د تسلط لپاره دی او بس .

 

افغانستان د یوې هغسی درې پښه ییزه جګی څوکۍ غوندی دی چی پر درو توکمیزو پښو ولاړ دی ، او که یې پښتني پښه ترې لیری سی نو ټینګتیا او ولاړه یې ناممکنه کیږی . په افغانستان کی به هیڅکله هم کومه سوله او ثبات را نه سی څو چی ټولو توکمیزه ډلو ته مدنی حقوق نه وی ورکړل سوي . لویدیځ باید د اکثریت یعنی پښتنو پر خلاف چی د قدرت او ګټو د قانونی ونډی مستحق دي ، د تاجکو او ازبیکو د اقلیت د ملاتړ څخه لاس واخلی .

 

د دې غیر ضروری جنګ حل لاره ډول ډول ساختګی انتخابات نه بلکی د توکمیزو ډلو تر منځ هغسی یو پراخ  سوله ییز تړون دی چی په ۱۹۷۰ کلونو کی د شوروی یرغل څخه مخکنۍ جاری وضعه بیرته راستنه کړی . دا په کابل کی د یو کمزوره مرکزی حکومت ( چی کرزی د دې دندی لپاره په زړه پوری دی ) او تر ډیره حده د پښتنو ، تاجکو ، ازبیکو او هزاره ګانو د سیمو د ځانی ادارو په معنا دی .

حکومت باید د قومونو د دیره کېدو یعنی « لویی جرګې » پخواني سیسټم ته وګرځی چی په هغه کی پریکړي اکثرأ تر ډیرو چنو وهلو  وروسته په خوښه او رضا سره کیږی . هو ، د افغانانو او دودیزه اسلامی ټولنی یوازینۍ لاره همدغه ده .

ټول بهرني پوځیان باید ووزی . د افغانستان پر شا وخوا پولو دې یو دیپلوماتیک « ډال یا قرانطین » ایجاد کړه سی تر څو هغه د یو بیطرفه بېلونکي دولت عنعنوی رول ته وګرځی .

 

هغه ځواکونه لکه امریکا ، ناټو ، هند ، ایران ، روسیه ، د منځنۍ آسیا کمونیسټی دولتونه ، چی د افغانستان دیګ لړی ، باید دا لاس وهني او ښوروَني پای ته ورسوی . هغوی اوس د افغان مشکل برخه ګرځېدلې ده . افغانان باید پرېښودل سی چی خپلی ستونزی په افغانی دود  دستور سره هواري کړی ، آن که هغه په ابتدا کی یو څه وینی هم په بر کی ولری . ځکه د دې څخه چاره نسته .

 

د مخدره ییز تجارت د ساری ناروغۍ د ختمولو یوازینۍ چاره دا ده چی پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ورتېرېدونکي پولی وتړل سی . خو د هماغو هېوادونو هغه لوی مامورین به ضرور مقاومت وکړی چی د مخدره توکو روپیو فاسد کړي دي .

 

موږ نه سو کولای چی د افغانستان اجتماعی او سیاسی ستونزي په دې ظالمانه او ظاهرأ نا پایه جنګ سره حل کړو . یو لوی برتانوي جنرال همدا لږ څه مخکی اخطار ورکړ چی د ده پوځونه به د نورو ۴۰ کالو لپاره دلته پاته وی ( خو وروسته منکر سو ) .

 

لویدیځو طاقتونو د کاناډا په شمول ، د افغانستان دغه خونړۍ ورانه وراني ښه پسی ډیره کړې ده . نور نو دا وخت رارسېدلی چی هغوی خپلو هېوادونو ته ستانه سی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *