پاكستاني سياستوالو د ځايي طالبانو سره تړون نه ، بلكه د القاعدې
له ډلي سره د خبرو ور پرانيستي .
پدې ورستيو كې د پاكستان دولت د بيت الله مسعود سره د جوړ جاړي په درشل كې دى او خپلو پوځونو ته يې آمر كړى تر څو د چك ملى ، سپين كې ، راغزى او ګوټ كې له سيمو څخه په شاه تك وكړي . دغه يادي شوي سيمي د بيت الله مسعود د پياوړو تروريستي مراكزو څخه شميرل كيږي د پاكستان چارواكې دغه مذاكرات د ځايي طالبانوسره بولي .
د پوښتنې ځاى خو دا دى چې ايا بيت الله مسعود يو ځايي طالب دى او كه د القاعدي شبكې يو لوړ پوړى چارواكې ؟ له هغې مودې نه چې د بيت الله مسعود مشر ورور ( نورالعالم ) په كال ۲۰۰۲ ميلادي كې د امريكايي ځواكونو له خوا ونيول شو او بيا وروسته په مجهوله توګه له وزيرستان څخه سر راپورته كړ دپاكستان دولت چې له همدغې مودې څخه د بيت الله مسعود سره خبري پيل كړى دي . نوموړى د مولوى محمد چې د ځايي طالبانو مخكنې قوماندان د القاعدي او I.S.I ځانګړى حامي وؤ ، د هغه وروسته بيت اله مسعود چې په هغه وخت كې ۳۴ كاله عمر درلود ځاي ناسته وؤ ، هغه وكولاى شول په لنډه موده كې د دين محمد تش ځايونه ډك كړي ، نوموړي ۲۷ زره بلواګر چې د بيلا بيلو هيوادونو لكه :
ازبكستان ، چيچن ، لبنان او كشمير په ځان راټول كړي .
بيت اله مسعود له دير پخوا نه د پاكستان I.S.I جنرالانو سره ځانګړي اړيكي درلودي چې اوس هم هماغه شان دوام لري ، نوموړى د بلواګرو د لا زياد آموزش لپاره د هغو مراكزو څخه چې د مولوي حقاني پورې اړوند دي كار اخلي ، دغه تروريستي مركزونه د اسامه بن لادن لخوا په مالي او لوژيستكي مرستو سمبال شوي او كيږي ، بيت اله مسعود خپل تروريستي فعاليتونه له همدغه مركزونو څخه پيل چې اوس نوموړى د القاعدي شبكې جك پوړى چارواكي شميرل كيږي چې د پا كستان حكومت نوموړى د بينظير بوتو په قتل هم متهم كړى ،
د پا كستان دولت زموږ د ملت او حكومت پر وړاندې تل د دوه مخيزې سياست څخه كار اخيستلى او دا يې ځانته شعار ګرځولى چې ( اوبه خړى كړه او كبان پكې ونيسه )، په داسي حال كې چې د پا كستان دولت په دي ښه پوهيږي چې بيت اله مسعود او د هغه ورونه يعني ( عبدالله او ذالفقار ) د القاعدي له ډلي څخه دي او د هغوي كردار او اعمال د قبايلي سيمو د مشرانو د منلو وړ نه دي دا ځكه چې د هغوي لاسونه د بيګناوو كسانو په وينه سره دي ، دوي نه يواځي د پاكستان په قبايلي سيمو كې بلكه د افغانستان په كوډ كوډ كې تروريستي فعاليتونه سرته رسوي ، د پا كستان د دولت او القاعدي خبرې په داسي حال كې ترسره كيږي چې د نوموړي دولت چارواكي تل په خبرې رسنيو كې د القاعدې په ضد د مبارزې اعلان كوي ولي د خپلو شخصي ګټو د تر لاسه كولو او د افغانستان پر خاوره او مظلوم ملت باندې د هغوي د هڅونې په خاطر د مذاكري ور پرانيستي نو دا څرنګه كيداي شي چې پا كستان د ۷ لكو پوځونو درلودلو ادعا كوي او خو په پايله كې يو وړوكي ټولي ته تسليمى سر ټيټوي ، دا د سولې مذاكرات نه بلكه د افغانستان پر وړاندې يوه دسيسه ده ځكه پا كستان غواړي د خپلې خاورې بل شوي اور زموږ خاورې ته وغځوي او پخپل لاس بل شوي اور كې زموږ مظلوم ولس لو لپه كړي خو هيڅ كله د پا كستان دغه ناوړه هيلي تر سره نه شي دا ځكه چې د پښتنو يو عام متل دى ( مه كوه پر چا در به شي پر تا ) د دغو خبرو يوه ژوندى بيلګه د يكشنبه ورځې هغې ځانمرګي بريد چې د مردان په ښار كې د نظامي كمپ تر خوا تر سره شوه چې د هغې په ترڅ كې ۱۱ پوځيان له مينځه لاړه ، دا پيښه په داسي حال كې رامنځته شوي چې د پا كستان دولت د القاعدي سره په خبرې بوخت دى ، د دغو خبرو او جوړجاړې پايله به نه يواځي د افغانستان لپاره بلكه ټولي نړۍ ته يو ستر ګواښ بلل كيږي .
وسلام
شاهین پوپلزی