آیا د ښه مسلمانی لپاره د مصر د اخوانیانو ټاپه اخستل ضرور دی؟؟ — شاهد شفق وردګ

 

آیا د ښه مسلمانی لپاره د مصر د اخوانیانو ټاپه اخستل ضرور دی؟؟

 

شاهد شفق وردګ

 

له ګڼ شمیر داسې کسانو سره مخ شوم چې په دې اند وو چې د افغان جهاد تنظیمونه نور اخوان المسلمین رد کړي او هغوی یی د خپل صف څخه شړلي دي ځکه هغوی خپل منځي جګړې وکړې

لومړی باید ووایم که د مصر مسلمانان ټول افغان تنظیمونو ته په یوه سترګه ګوري نو ښایی دا به د ړندو سترګو یو قضاوت وی چې د ویونکو لپاره یی شرم ګڼم

په دوهم قدم کښې مونږ د خپلې مسلمانی د ثبوت لپاره ښایی د اخوان المسلمین ټاپو ته هم ضرورت ونه لرو،اسلام خو څه میراثی خولۍ نده چې اخوان المسلمین د چا په سر کېښوده نو هغه به مسلمان او نور به مسلمانان نه وي او هم که اخوان المسلمین زمونږ د هغو جګړو چې د سی ای اې او روسی استخباراتو له لوری زمونږ د اسلامي حزب په وړاندې روانې وې او ټول کمونستان او خاینان په کښې راټول وو ناخبره وی او هسی د ړانده متروکې ته ورته ګذارونه کوي دا ښایی د دوی لپاره یوه د شرم وړ کمزوری وګڼل شی.

هغه خلک چې ادعا کوی مونږ په کورنیو جګړو کښې نه یو ښکېل او د اخوانیانو له لوری ټاپې هم له ځانه سره لرو دوی ته باید ووایو ایا تاسی د لکونو شهیدانو تر ورکولو وروسته د یوه کمونست رژیم راتلل تصور کولی شی؟؟ایا تاسی ویلی شوی چې تر کلونو جهاد ،مقاومت،ستړو ،منډو ترړو ورورسته د دې ملت د ارمانونو ځولۍ بیرته کمونست رژیم ته سپارل شوی وی؟؟ایا ستاسی په نزد دا ملت د مدافعې حق نه درلود؟؟ایا زمونږ اسلامي حزب له دغه کمونستي ټولیو په وړاندې د درېدو او د هغوی د مخنیوی حق نه درلود؟؟

که تاسی وایی چې کمونستانو ته تسلیم شوی وی او زمونږ د جهاد ثمره په یوه کمونست رژیم باندې پای ته رسیدلی وی ما ته دلته تعجب ودرېږي هغه خلک چې وایی مونږ تاند اخوانیان یو او مونږ جګړې څخه لرې ګرځو ،له دښمن سره د ټکر اراده نه لرو له دې کمونستانو سره هم جګړه نه کوو ځکه خو دا بیچاره ګان د اسلامي حزب جګړه له کمونستانو سره کورنۍ جګړه نوموی خو دا چې د دوی د اند له مخې اخوان المسلمین هم همداسی فکر لری نو دا خورا د خندا وړ خبره ده

دوهم ځنې نورې ډلګي هم ورته ادعاوې لرې زه هغوی ته وایم کله چې تاسی لومړی راوخوځېدلی شورای نظار ولې ستاسې لپاره د اسلامي حزب مراکز بمبار کړل،شورای نظار ولې ستاسی د مقدس جهاد ملګرې وه او بیا ولې تاسې له خپلې لومړنۍ ملګرې سره جهاد پیل کړ؟؟

ایا ستاسی جګړه له شورای نظار سره جهاد وو؟؟

که داسی وو د اسلامي حزب جګړه بیا ولې جهاد نه وو؟؟

له تاسره یی چې مخالفت نه درلود ستا ملګری مجاهد وو خو چې له تا څخه بیل شول تا ورسره جهاد اعلان کړ او د کفر ټاپې د ورباندې ووهلې،که ته له کمونستانو سره ځانته جهاد روا ګڼې زما لپاره ولې ناروا وي؟؟که جهاد ستا شخصي مال او ملکیت دی؟؟

ستا جګړه له شورای نظار سره جهاد شو او زمونږ کورنۍ جګړه؟؟دا د کومو موازینو له مخې؟؟دا خو به په احادیثو او نورو دیني اصولو کښې ستا ځانګړتیا نه وی؟؟دا خو به نه وي درته لیکل شوي چې له شورای نظار سره یواځې ستاسې جګړه جهاد دي؟

ویرېږم چې دا فتوا هم راونه باسی چې له شورای نظار سره یواځې او یواځې زمونږ جګړه جهاد دی ځکه تاسی دین د خپلو شومو اغراضو لپاره کاروی،تاسی د قدرت تږي یی ،تاسی هغه مستبد رژیمونه تمثیلوی چې له ملت څخه د انتخاب او ټاکلو حق اخلی او تر ټولو بده بیا دا چې دا د اسلام تر سرلیک لاندې کوي خو زمونږ اسلامی حزب بیا د ملتونو د برخلیک د ټاکلو پریکړه د ملت لوری په انتخاب کښې ویني له استبداد نفرت لری او د استبدادي رژیمونو سره مبارزه خپله دنده ګڼي زمونږ او ستاسی تر منځ ژور توپيرونه شته ځکه که نن غرب افغانستان پرېږدي ډېره به خوښه کړي چې په قدرت کښې تاسی غوندې خلک وي کوم چې شعوري حرکت نه لري.

د اسلامي انقلاب د رپانده شنه بیرغ د رپیدو په هیله

شاهد شفق وردګ

 

به استقبال از غزل ( قلم ) خواهر گرامی منیژه جان( سلیمی)

محمد عزیز «عزیزی»

خواهرم آنچه نوشتی تو زگفــتـــار قلــم
ماهرانه تو بسفتی ، ُدر شهـــوار قلـــم

قـَسـَم ِ ذات خـــدا بر قلــم است دختر ِ من !
پـیش جاهــــل نبــُــَود ارزش ومقــــدار قلم

 

عقل ودانش ، نه به قد باشد وسن باشد وسال
ای بســــا آدم پیــــر است خطــــاکــــار قلـــم

 

دیده باشی که چســان گشته قلم خوار و ذلیل
چون فتـــاد است بـــدست ِ، بــد و بـــد کا رقــــــلم

 

خون پاک شهــدا مثل مرکب بــــه قلــم
گفتـــه آمـــد به حدیث ، از بر ِ« سردار قلم» (*)

ای خــــدا دور بدار این قلم از چنگ کسی

کو بــُـَود خـــادع وشیاد و ریا کار قــلــم

 

یا الهی برهــــان این قلــــم از چنگ همه….

که بوند قاتل وهم رهــزن واشرار قلــم

 

افتخار است به من دخت وطن در همه جا
بــــشود ، مثل تو .در ملک جلو دار قــلم

 

همتتت باد بلند در سفــر علـــــم وادب
چون ترا هست سمنــدی خوب راهوار قلم

 

تاکه انشاء بنموداست «سلیمی » و «عزیز»

گشته ام ، همدم وهم یار و هوادار قـلـــم

 

پایان
————————————————–

یاد داشت هــا :

*- اشاره به حدیث شریف است که :
« مداد العلمــآءِکــدمــاء الشـــهــداء »

قلم علما (مرکب قلم علما ) مانند خونهای شهـــداء

روز سه شنبه ساعت چهار صبح بوقت لندن

21 سرطان سال 1390 هجری شمسی

برابر به : میلادی 2011-07- 12

مطابفق به:دهم شعبان المعظم سال 1432 هجری قمری

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *