بسم الله الرحمن الرحیم
الله اکبر!
لیکوال : نثار احمد صمد
پرون ستاسو یوه باښه وویشتل سوه او بڼی ، وینی او غوښی یې زموږ د هسکو غرونو پر سرونو را وپاشل سوې ، نو ځکه وایو چی الله اکبر !
ګوره ، دا جګړه خو ستاسی په تاریخ کی تر ټولو اوږده او ستومانیزه ثبت سوه . تاسو خو دا له یوې داسی پیښی څخه راپیل کړه چی موږ هیڅ دخل هم نه پکښی درلود ، آن هیڅ په خبر هم نه وو . تاسو دغه جګړه په خپلو وسله تونونو کی د موجودو ټولو درنو ، خطرناکو او وژونکو وسلو ، بمونو او توغندیو څخه راپیل کړه . خو موږ ؟ موږ په تشو لاسو ، سپکو وسلو خو پیاوړو ارادو ځانونه له مجبوریته ډال کړل . موږ خو دغسی نه غوښته مګر همدا تاسو مجبور کړو او بل دا چی زموږ په رګونو کی زموږ د نیکونو وینی او په دماغونو کی مو الهی جذبې ، ولولې دغسی غبرګون ته اړیستلو . څه مو کړي وای ؟ بل ډول نه کیده ، ځکه ته په زور او جنګ راغلی وې نه په خبرو او مفاهمت . نو حق لرو چی ووایو الله اکبر !
تاسو خو د جګړې له پیله تر ننه د خپلو اییتلافیانو ، فرصت طلبانو ، غوړه مالانو او جاسوسانو په استعمالولو سره د جګړې ټول نړیوال قوانین تر پښو لاندی کړل او دلته زموږ وژل ، نیول ، ځورول ، کړول ، تحقیرول او نور غیر انسانی اعمال مو د مجازاتو وړ نه بلکی د مکافاتو وړ وګرځېدل . زموږ سلامت کلي ، شنه باغونه ، ویالې او کاریزونه مو تر خاورو لاندی کړل . تاسو خو دلته د شپې پر کورو ناببره چاپې وهیً او په سلګونو آن زرګونو بیګناه انسانان وژنیً . آیا دې کار تاسو بریمن او موږ زیانمن کړي یو ؟ نه ، قطعأ نه . نو ځکه حق لرو چی ووایو الله اکبر !
تاسو هره ورځ دلته پنځه شپږ سوه ملیونه ډالره ضایع کوﺉ ، درانه درانه وسایل او خورا عصری تکنالوژي استعمالوﺉ ، خو موږ په هغسی عادی او ساده موادو سره ستاسو مخه نیولې ده چی تاسو پخپله ورته حیران یاست او هیڅ یې نسیً کشفولای ، نو ځکه نه د ورځی آرام لرﺉ او نه د شپې قرار . لا بیا هم نسو ویلای چی الله اکبر !
تاسو چی یو ملیون ډالره مصرف کړﺉ ، په بدل کی یې موږ صرف یو ډالر مصرفوو خو هغه ستاسو دا ټول مبلغ په صفر کی ضرب کړی ، نو آیا حق نلرو کی ووایو الله اکبر ؟
تاسو هره ورځ زموږ په لسګونو « ارزان بیه » انسانان قتلوﺉ خو څوک یې پوښتنه هم نه کوی ، لاکن موږ هره ورځ ستاسو فقط یو یا دوه « ګران بیه » مغروران وژنو ، بیا هم موږ قرار خو تاسو بېقرار یاست ، موږ آرام خو تاسو نا آرام یاست ، موږ ډاډه خو تاسو غمزده یاست . نو ځکه وایو چی الله اکبر !
هو ، څو کاله مخکی مو ستاسو یوه باښه په خپلو سردرو کی ویشتلې او راغورځولې وه چی فریادونه مو تر آسمانه رسیدلي وو ، خو نن مو ستاسو یوه بله باښه ، دا ځل پکه باښه په خپل عادی ربړ ( غولک ) سره وویشتله چی ښکار مو در خراب او زړه مو در کباب کړ . نو آیا بیا هم حق نلرو چی ووایو الله اکبر ؟
ګورﺉ ، تاسو خو په خپلو کمپیوټری تکنالوژۍ او عصری جاسوسۍ نازیږﺉ ، مګر موږ ؟ هو ، موږ په خپله عقیده خپله سابقه او خپله دبدبه نازیږو چی ته یې هم اوس منې نو ځکه الله اکبر ! آیا زموږ او ستاسو روانه غېږه یا کشتی د وسلې او ارادې جنګ نه دی ؟ نو ځکه وایو چی الله اکبر ؟
تاسو زموږ څلویښت زره انسانان د خاورو میلمانه کړل ، خو موږ ستاسو فقط دوه نیم زره کسان تورو خاورو ته لیږلي دي چی هغوی هم ناحقه له ډیر لیری ځایه دلته راغلی او زموږ کورونو ته رااوښتی وو . لا بیا هم دا حق نلرو چی ووایو الله اکبر ؟
تا خو هم د هغه بل شیطان غوندی ، چی زموږ کښتۍ یې ډوبوله خو خپل دریاب یې توپانی سو ، کټ مټ هماغه لاره اخیستې ده . نو آیا همدا نن ستا دریاب زموږ د ساحل ضربې نه زغمی ؟ او ته پخپله دا اعتراف نه کوې ؟ نو ځکه وایو چی الله اکبر !
موږ خو د تیرو دیرشو کالو راهیسی په روانه تحمیلی او ترپلې جګړه کی جوش خوړلی دی ، خو تا په لوی لاس خپل ځان دلته د مچیو په چرګینی کی راګیر کړ او نن دې مخ پړسېدلی دی او نارې وهې ، لا بیا هم نسو ویلای چی الله اکبر ؟
آیا اوس لا هم نه پوهیږې چی ستا د ملیارډونو ډالرو قیمتی وسایط او په کلونو کلونو تربیه سوي انسانان دلته په خورا لږ مصرف ، ساده اسبابو او عادی تاکتیکونو سره له منځه ځی ؟ فلهذا ، که دې خوښه وی یا نه ، الله اکبر ؟
آیا په دې ډول به د روانی جګړې اوږدول تا ته ډیر تکلیف وی که موږ ته ؟ آیا د روانی جګړې ابتکار ستاسو په لاس کی دی که زموږ ؟ آیا په هغه څه پسی چی لس کاله مخکی راغلي واست ، تر لاسه مو کړل ؟ آیا په نورو لسو کالو کی به یې حاصل کړﺉ ؟ آیا همدا نن مو جېبونه تش ، تجرۍ ګانی خالی او خزانې سپېره سوي نه دي ؟ نارې او فریادونه مو تر آسمانه نه دي رسېدلي ؟ د ټولی دنیا پوروړي نه یاست ؟ ځانی او مالی خونریزی مو جاری نه ده ؟ آیا دا هر څه ستاسو د عمل عکس العمل نه دی چی مسبب الاسباب یې موږ یو ؟ هو ، نو ځکه حق لرو چی په جګه غاړه څو څو واره ووایو چی الله اکبر ، الله اکبر او الله اکبر ! والسلام ، ( ن . صمد )