زړګیه !
د مولانا دوکتور محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
په تا کې ډیر پټ اسرار شته دي .
ته د زیاتو شیانو څخه متاثر شوی یې .
ستا د هیلو او غوښتنو په مقابل کښې ډیر خنډونه پيدا شوی دې.
ته بی موجبه زوریدلې ، لرزیدلې او کړیدلې یی !!!
ستا زوریدل !
ستا لرزیدل !
ستا کړیدل !
که ګناه نه وه ؛ نو ثواب ویل ورته په کوم دلیل ؟
ته ښه پوهیږې اجتماعي منافعې څه دي؛ او عمومي مصالح څه ته وایې ؟
مګر؛ افسوس !
دا دواړه سپیڅیلې ارمانونه، لکه د ستا پشان د ناجایزې استفاده یې مورد ګرځیدلې دي.
زړګیه !
خپلې هڅې دی لږې کړه .
و بښه چه د خپل له حده مې تجاوز وکړ !!!
زه نه وایم چه ښې هڅې د حساب څخه واچوه .
نه ؛ دا زما مقصد نه دې !
زما مقصد دادې ؛ چه بې وخته او بې سوده د طغیانو څخه ځان خلاص کړه .
سعید افغاني
د ۱۳۵۵ هجري شمسي کال ـ کابل