دولت ته د يوه نظامي افسر مشورې
جګتورن غلام یحی تندر
تر هر څه مخکې دهيواد له ولسمشر ښاغلي حامد کرزي صاحب څخه د زړه له کومي مننه کوم چې زما د تيرې ليکنې ((زرعجم خان بايد بښل شوى واى)) مشورې يې ومنلې او څه موده وړاندې يې يوه ډله تنکي ځوانان ځوانيمرګي وبښل او آزاد يې کړل، د ولسمشر دې زړور او حکيمانه اقدام زه د نشراتي رسنيو په اهميت او تاثير پوى کړم، او ويې هڅولم چې خپل اسلامي دولت ته د مطبوعاتو له لارې لا زياتې مشورې وړاندې کړم.
همدارنګه له ښاغلو لوستونکو څخه هم مننه کوم چې ما ته يې د صحت ښې پريمانه دعاوې کړې دي، او زيرى ورکوم چې شکر دى تنها د زنګانه له سترګۍ پرته نور د بدن اکثره ټپونه مې روغ شوي دي او نږدې ده چې بيرته له خپل ګران هيواد څخه د دفاع جوګه شم.((د دې ټپونه او د سبب يادونه مې په مخکنۍ ليکنه کې کړې وه))
د تيرې ليکنې په مهال ځينو لوستونکو په ما باندې يوه ډيره په ځاى نيوکه کړې وه، هغه دا چې زه ولې ځان ته ((جکتورن)) وايم پداسې حال کې چې اوس دغه نظامي رتبه له منځه تللې ده؟
د دې نيوکې په ځواب کې وايم چې دا سمه ده چې اوس زمونږ په ملي اردو کې لکه د غربي نړۍ په څير تر (تورن) وروسته د (جګړن) رتبه ورکول کيږي، د جګتورنۍ رتبه ختمه شوې ده، زه فعلا تر جګړن ورپورته ډګرمن يم، ډګروالۍ ته مې هم لږ وخت پاتې دى، خو تر اوسه ځان ته جګتورن ځکه وايم، چې يو خو په هغه وخت کې چې د جګتورنۍ رتبه ليرې کيدله، دې رتبې ته تر رسيدلو زما ډير لږ وخت پاتې وه، نور مې ټول کوايف پوره وه، د قانون په اساس زه بايد جګړن شوى وم، خو په دفاع وزارت کې د يوه لوړ پوړې چارواکې د ژبني تعصب له امله زما د کوايفو پوره کولو موده بيرته له سره شوه، دې کار زه ډير خواشينى کړم، نو زه هم د پښتو ضد ونيولم، ملګرو ته مې وويل چې زه به تر مرګه ځان ته جګتورن وايم، ولو که په رسمياتو کې مارشال هم شم!
د دې تر څنګ يوه بله وجه يې دا هم ده (هيله ده راپورې ونه خاندئ) څرنګه چې په هيواد کې زمونږ د بهرنيو ميلمنو له برکته اوس لکه د ترجمان په څير د ډګروال نوم او لقب هم د خلکو په منځ کې ډير محترم نه دى، نو د دې لپاره چې له دې شرم څخه ځان په يوې حکيمانه طريقې سره وژغورم، غواړم چې کله زما رتبه تر ډګروالۍ ورپورته شوه بيا به له خيره سره جګتورني پريږدم.
اوس راځم ديته چې لکه څرنګه چې ټول هيوادوال په جريان کې دي چې پدې وروستيو کې زمونږ د ملي اردو حالت ډير د انديښنې وړ دى، له يوې خوا د ملي اردو له ليکو څخه د سربازانو د تيښتې کچه ورځ تر بلې مخ په زياتيدلو ده، ټولو به د ملګرو ملتونو هغه راپور چې څو مياشتې مخکې خپور شو، اوريدلى وي، چې په شپږو مياشتو کې د ملي اردو ٢٤ زره سربازان له خپلو دندو څخه تښتيدلي دي، زما د شخصي معلوماتو په اساس اصلي شميره تر دې هم زياته ده، بل لوري ته د نويو سربازانو د جلب پروسه ډيره ټکنۍ او په ورو روانه ده.
ددې ډواړو مشکلاتو تر څنګ بله غټه ستونزه چې پدې وروستيو کې په ډيرې چټکۍ سره مخ په زياتيدلو ده، د ملي اردو په ليکو کې د دولت د مخالفينو طالبانو نفوذ دى، د ملي اردو له ليکو او د ملي اردو حتى د ډيرو پخوانيو سربازانو له جلبولو څخه د دولت او بهرنيو ميلمه ځواکونو په ضد کار اخستل دي.
د دې ټولو مشکلاتو د مخنيوي لپاره غواړم چې د اردو په ليکو کې د خپلې څو کلنې کاري تجربي په اساس د افغانستان د اسلامي دولت مسؤولو چارواکو ته په لاندې ډول خو مختصرې مشورې وړاندې کړم، پاک رب دې وکړي چې لکه زما د مخکنيو مشورو په څير دا مشورې هم د چارواکو د توجه وړ وګرځي، او عملي يې کړي.
د خواشينۍ خبره ده چې زمونږ په هر راز وسلو مجهزه دوه نيمه لکه ملي اردو د يوې وړې ډلې تش لاس طالبانو په مقابل کې پاتې راځي، پداسې حال کې چې زموږ تر څنګ د نړې تر ټولو زورور ځواکونه له خپلو مدرنو وسلو، ټانګونو، قسماقسم طيارو او پرمختللې ټکنالوجۍ سره هم شتون لري؟!
زما په اند د دې مشکل لوى سبب دا دى چې متاسفانه موږ تر اوسه نه يو توانيدلي چې خپلو سربازانو ته د جنګ انګيزه ورکړو، په دوى کې د هيواد د خپلواکۍ د ساتلو احساسات را وپاروو! او د دې يوه غټه وجه له بهرنيو ميلمه ځواکونو سره د ملي اردو ګډ عمليات دي، نو بايد:
١- له ميلمنو ځواکونو سره ګډ عمليات ضرور او زر تر زره ودرول شي.
متاسفانه چې د امريکا په شمول د ډيرو دوستو هيوادونو عسکر خورا زيات کبرجن او مغرور خلک دي، موږ د ملي اردو افسرانو او سربازانو ته د انسانانو په سترګه هم نه ګوري، د ګډو عملياتو په مهال د دوى يو عادي عسکر زموږ تر جنراله څو چنده زيات واک او اختيار لري؟! د دوى د قوماندانو او سرتيرو لخوا زموږ د غټو لوړپوړو افسرانو په وړاندې ډير له توهين او سپکاوي نه ډک حرکات ترسره کيږي، چې ډيرى وخت د يوه انسان او بيا د يوه افغان لپاره چې په پزه مچ نه پريږدي، هيڅکله د زغملولو وړ نه وي، له ما سره شخصا دغسې ډيرې ترخې خاطرې شته خو دلته يې بيانول مناسب نه وينم.
په داسې حالت کې موږ هيڅکله نشو کولاى چې خپلو سربازانو ته د آزادئ او خپلواکئ احساس ورکړو، او په دې يې قانع کړو چې بهرني ځواکونو ميلمانه او مرسته کوونکي دي، نه نيواکګر، او دښمن ځواکونه!
کله چې د بهرنيو ځواکونو يو عادي سرتيرى چې د چا خبره خپله پوزه نشي پاکولاى، زمونږ په لوړپوري جنرال باندې په داسې تونده او سپکه لهجه قومانده کوي چې په څلورو روان بې رحمه ميړه يې پخپلې ښځې هم نه کوي، کله چې يو سرباز د خپل دولت د يوه مشرجنرال دغه سپکوونکى او بې وسه حالت وګوري، نو بيا د کوم عقل او منطق په اساس موږ کولاى شو چې له همدې دولت څخه د دفاع په لار کې خپل دغه سرباز د سر قربانولو ته تيار کړو؟!!
خلاصه دا چې که چيرې دولت غواړي چې زموږ سربازان اوچته جنګي روحيه او انګيزه ولري، خپل دولت ته د يوه آزاد دولت په سترګه وګوري، او د دولت مخالفينو ته د نورو د مزدورانو په نظر وګوري، نو بايد چې زر تر زره له بهرنيو ځواکونو سره د ملي اردو ګډ عمليات ختم کړل شي.
له ميلمنو ځواکونو څخه تنها د الوتکو په برخه کې مرسته اخستلى شو، خو که چيرې دا کار هم افغان پيلوټانو ته وسپارل شي، ډيره به ښه وي، ځکه بيا به د ملي اردو په ليکو باندې په سهوې او يا قصد سره د بمبارۍ پيښې نه تکراريږي.
له ملي اردو سره د بهرنيو ځواکونو يو بل غټ د ناځوانۍ عمل دادى چې دوى تر اوسه موږ ته د مينونو خنثى کوونکي موټر نه دي راکړي، حتى کله چې موږ له دوى سره يوځاى هم روان يو، سره له دې چې موږ د خپلو ميلمنو د درناوي لپاره دومره قرباني ورکوو چې زموږ ګاډي تر دوى مخکې او وروسته روان وي، دوى مو په منځ کې وي، خو بيا هم د غه راز موټر تنها د دوى د موټرو شاوخوا روان وي، چې اکثره وختونه زموږ تر ټولو وروستي موټر د دښمن د ريموټ مينونو ښکار کيږي، ځکه دښمن کوښښ کوي چې د ميلمنو موټر والوزوي، خو څرنګه چې له دوى سره شاوخوا داسې موټر روان وي چې هرراز سيګنلې ختموي، نو د دښمن ريموټ هم تر هغه کار نه کوي تر څو چې د ميلمنو وروستى ګاډي تير شي، او موږ (اوبو راوړي) ورته پاتې شو، دلته نو دښمن هم د هغه دري متل په اساس (زورم به خير نه مې رسد، ده به پالانش) په موږ باندې زړونه يخ کړي، او د هيواد يو څو نورې ميندې بورې، ځوانې تور سرې کونډې او په لس ګونو ګلالي ماشومان د پلار د رحمت له سيوري نه محروم کړي.
دلته يوه يادونه ضروري ګڼم، متاسفانه چې ځينې زموږ خواخوږي ليکوالان او شنوونکي دغه راز پيښې داسې انځوروي چې طالبان امريکايانو ته څه نه وايي، يوازى خپل هيوادوال عسکر وژني، زما په اند دا خبرې هسې هم په دښمن او په خواخوږو يې تاثير نکوي، ښه داده چې حقيقت وويل شي او پدې توګه په دولت او بهرنيو ځواکونو فشار راوړل شي تر څو د مينونو خنثى کوونکي موټر د ملي اردو ته هم ورکړي.
٢- د امنيتي مسئوليتونو د انتقال شرموونکې پروسه دې زر تر زره ودرول شي.
د بهرنيو ځواکونو له لوري افغان ځواکونو ته د هيواد امنيت د سپارلو پروسه! نه پوهيږم چې زمونږ چارواکي دا پروسه څرنګه توجيه کوي، خو ولس ترې دا معنى اخلي چې دا لس کاله د دولت چارواکو ملت ته درواغ ويلي دي، طالبان پدې خبرې کې رښتيني دي چې د هيواد واک او ځواک ټول له بهرنيانو سره دى، هيواد اشغال شوى دى، دولت هسې تش په نامه بې واکه، لاسپوڅى او لاس پاکى دولت دى!
هيڅ عاقل انسان ته دا خبره د منلو وړ نه ده چې د هيواد امنيت دې د بل چا په واک کې وي او موږ دې پکې آزاد او خپلواک حکومت ولرو!
لس کاله موږ لګيا وو، خلکو ته مو قسمونه خوړل چې زموږ دولت په ټول هيواد حاکم او په خپلو ټولو کارونو کې خپلواک دى، بهرني عسکر مرستيال ځواکونه دي، هيڅ واک او اختيار نلري، اوس مو په خپل لاس خلکو ته وښوده چې تر اوسه هيواد د بهرنيو ځواکونو په لاس کې وه او ده، او داده اوس يې شروع کړې ده او په تدريج سره واک موږ ته راسپاري!
هيله ده چې دولت زر تر زره دغه پروسه بنده کړي، ځکه پدې کار سره په دولت باندې د ملي اردو اعتماد ختميږي او کله چې يو عسکر خپل دولت ته د يوه اجير او مزدور دولت په سترګه وګوري نو بيا هيڅکله له همدغه دولت څخه د سرقربانولو ته نه تياريږي، او نه په اخلاص سره خپله دنده تر سره کوي، او د خطر په مهال خپلې پيښې سپکوي.
دوام لري..
د افغانستان د اسلامي دولت د قهرمانې ملي اردو يو ټپي خادم: جګتورن غلام يحيى تندر