جنوبی آسیا اوس یو بحرانی زون دﺉ — نثار احمد صمد

 

جنوبی آسیا اوس یو بحرانی زون دﺉ

نوری حملې ښایی خښمېدلی هند وپاروی

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټو سن ورځپاڼه (کانادا)

ژباړن : نثار احمد صمد

 

تېره هفته په ممبیً ( بمبیً ) کی وینړۍ حملې چی څه باندی ۱۵۰ کسان یې ووژل او ۳۰۰ یې هم ټپیان کړل ، د هغو څرګندو شخړو وروستۍ نښه ده چی په افغانستان ، پاکستان ، کشمیر او لویدیځ هند کی جریان لری او کولای سی چی په جنوبی آسیا کی د بحران پر خطرناک زون باندی نور هم ور اضافه او هغه پراخ کړی . هند بېله ځنډه پاکستان ملامت کړ .

د ممبیً دا حملې داسی طرح سوي وې چی غوښتل یې هند د کشمیر د شخړی په سر سزاوار او و ترټی . کشمیر د هند یوازینی ایالت دی چی اکثریت یې مسلمانان دي . هند هلته ۵۰۰۰۰۰ پوځیان او پوځی ډوله واحدونه اچولي چی د کشمیر د آزادۍ غوښتونکو سره جنګیږی . دغی ۱۹ کلنی جګړې څه نا څه څلوېښت زره کسان وژلي چی اکثریت یې مسلمانان دي .

 

پاکستان او هند د ۱۹۴۷ راهیسی د ویشلي کشمیر په سر درې واره جګړې کړي دي . د کشمیر د اوربند د کرښی پر اوږدو د پاکستانی او هندی ځواکونو تر منځ نښتی هرکله پیښیږی .

دا چی د ممبیً حمله کونکي په برتانویانو او امریکایانو پسی ګرزېدل ، مطلب یې د امریکا لخوا د افغانستان پر کلیو او د پاکستان پر قبایلی سیمو د هغو بم وریو  یو انتقام و چی پدې وروستیو کی د امریکا لخوا کښېنولي افغان مشر حامد کرزي هم غندلی دي .

 

یرغمل ونیول سول چی په هغو کی کاناډایان هم شامل وو چی هغوی په افغانستان کی د خپل هېواد د پوځی رول له امله هدف وګرځول سول . زه په دغو دواړو هوټلونو یعنی تاج محل او اوبروی کی اوسېدلی یم .

په تېر جون کی ۴۱ کسان هله ووژل سول چی په کابل کی د هند سفارت والوزول سو . هند ډېر ژر د پاکستان پر آی ایس آی پړه واچول او هغه یې په ممبیً ، ډیلی ، احمد آباد او بنګلور کی هم د بمی حملو له درکه متهم کړ .

خو اسلا آباد  دا تورونه ردوی او د هند جاسوسی شبکه ( را ) د پاکستان په سرحدی قبایلی زون او کراچی کی د بمی حملو په وجه ترټی .

 

پاکستان په افغانستان یعنی د پاکستان د اوږدې مودې عقبی احاطه کی د هند زیاتېدونکي نفوذ وارخطا کړی دی . هند افغانی ازبکو او تاجکو کمونیسټانو ته وسلې او پیسې ورکوی ، او په صحنه کی د ( را ) ګڼ شمېر ایجنټان لری او په دې وروستیو کی یې د پاکستان د بېرولو لپاره په تاجکستان کی یوه هوایی اډه هم جوړه کړې ده .

هند ټینګار کوی چی د کشمیری او پاکستانی بنسټ پالو ډلو سره ، چی دوی وایی ۳۶ ته رسیږی ، د هند د بې ثباته کولو په غرض د آی ایس آی ملاتړ شته دﺉ . پدې وروستیو کی هندو افراطی ډلو چی د آر اس اس نوو فاشسټانو سره تړاو لری او هم د هټلر څخه په الهام اخیستو د شیو سینا غورځنګ پر هندی مسلمانانو او عیسویانو باندی خپلی حملې را پیل کړي دي .

 

د « ګونډه والو » وحشت

دغه کسان پر هغو هندو او مسلمانو خورا ناولو بدمعاشانو هم ور اضافه سول چی « ګونډه یان » بلل کیږی او د هند لوی ښارونه بیروی او په زوره پیسې غواړی .

سیمه ییزو بیلتون پالو غورځنګونو د هند جنوب او ختیځ په بلا لړلی دی ، او ځینی سیکان اوس هم د آزادۍ لپاره هلی ځلی کوی . نکسالیسټان چی د بې ځمکو بزګرانو یو مارکسیسټی انقلابی غورځنګ  دی ، تر اوسه هم د هند  یو داخلی امنیتی سرخوږی ګڼل کیږی .

 

د هند او پاکستان په اټومی وسلو مجهز توغندی او یرغلیزه الوتکی د سویچ وهلو په حال کی تیارسیً دي . د هندوستان- پاکستان روانه مقابله چی ما په خپل « جنګ د نړۍ پر بام » نومی کتاب کی څېړلې ، د نړۍ تر ټولو خطرناک اټومی تهدید ګڼل کیږی .

د امریکا ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباما په لوړ ږغ ژمنه کړې چی دﺉ به د شپېتو کالو راهیسی د کشمیر دغه شخړی ته یو حل لټوی .

 

د هند ۱۵۵ ملیونه مسلمانان عمومأ غیر فعال او د تشدد څخه لیری پاته سوي دي . خو اوس په ځینو هندی ځوانو مسلمانانو کی دا ګروهه زیاته سوې چی دوی دوهمه درجه اتباع او تر ظلم لاندی دي . ګڼ شمېر یې په ۲۰۰۲ کی د ګجرات هغه وحشتناک پروګرام بنسټ پالان کړل چی د هغه په ترڅ کی درې زره مسلمانان له یو مخی ووژل سول ، او ډېر کسان یې د هندوانو لخوا چی ایالتی پولیس یې هم ملګری وو ، ژوندی وسوځول سول .

لږ شمېر هندی ځوانو مسلمانانو سره لدې چی حکومت غواړی د مسلمانانو غوښتنی ځواب کړی ، تشدد ته مخه کړې ده .

 

د پاکستان بې ثباته کول

مهمه لا دا چی د امریکا په مشرۍ د افغان جنګ بېرحمانه ورغځونه له مخکی څخه لا چړپېدلی پاکستان په خطرناک ډول نور هم پسی بې ثباته کوی . دا چی هند او پاکستان پر افغانستان د برلاسی توب په غرض هلته خپله نماینده مبارزه مخته بیایی ، نو ډیوالی او مفلس پاکستان ته واشنګټن رشوت ورکوی چی د خپلو هغو پښتنی قبایلو پر ضد وجنګیږی چی د لویدیځ لخوا د ګاونډی افغانستان د نیونی کلک مخالف دي .

 

په کشمیر کی هم تشدد یو ځل بیا راپورته سوی دی . د هند لخوا د کشمیر د آزادولو د جګړه پالو او سوله پالو دواړو اسلامی ډلو ځپل توند سوی دی . هلته ایران هم په افغانستان او پاکستانی شیعه ګانو کی چی ۲۰٪ نفوس یې تشکیلوی ، خپلی لاس وهنی کوی .

 

خو اوس اوس تر ټولوغټ خطر هغه کوچنۍ متعصبی افراطی ډلی دي لکه همدا اوونۍ چی یې پر ممبیً حمله وکړه ، او یا هم د لشکر طیبه او جیش محمد د ډلو غوندی زورګیره کشمیرۍ ډلی چی په ۲۰۰۱ کی یې په بې شرمۍ سره د هند پر پارلمان حمله وکړه . دا کارونه کولای سی چی خښمېدلی هند ولمسوی چی د پاکستان څخه انتقام واخلی ، د افغانستان په سر یو څرګند جنګ ته لاس واچوی او یا هم هند خطاباسی چی پر هغه پاکستان حمله وکړی چی له مخکی څخه لا د امریکا لخوا د پولی د آخوا حملو بې ثباته کړی دی . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *