د افغانستان بېرونکې ارزوَنه
لیکوال : کریګ ویټ لاک
منبع : واشنګټن پوسټ ورځپاڼه
نېټه : ۲۰۰۹/۲/۹
ژباړن : نثار احمد صمد
میونیخ ، د فبرورۍ اتمه ـ د ولسمشر اوباما د ملی امنیت ټیم په یکشنبه د افغانستان د جنګ په اړه ډېره ویرونکې ارزوَنه وکړه ، دا ځکه چی یو مامور یی هغه « تر عراق هم ډېر سخت » چلنج وباله او نورو بیا دا اشارې ورسولې چی هغه به تر سمېدو پوری کلونه کلونه په بر کی ونیسی .
امریکایی مامورینو وویل چی د امریکا او د هغه د ناټویی ملګرو نورو پوځونو ته عاجل ضرورت شته تر څو د طالبانو او د هغو جنګ سالارانو د زیاتېدونکي طاقت سره ډغری ووهی چی د کابل د مرکزی حکومت سره مخالفت کوی . هغوی دا هم وویل چی داسی لاس رسیو ته اړتیا سته چی وکولای سی د ملکی مرستو هغه پروګرامونه چی په بلیونونو ډالره یی ضایع کړي ، د یو نیمګړی او ناندریزه سنبالښت څخه راخلاص کړی .
د افغانستان او پاکستان لپاره د خارجه وزارت خاص استاځی ریچرډ بروک د نړیوال امنیت د غونډی برخه والو ته وویل چی « د ناټو راتلونکې په همدې ځای پوری تړلې ده . داسی ښکاری چی دا به یوه اوږده او ستونزمنه مبارزه وی . . . دا به زما په خیال تر عراق لا هم ډېره مشکله وی . »
د امریکا د پوځی مرکزی قوماندې مشر جنرال ډیویډ پترس وویل چی د افغانستان جنګ « په تیرو دوو کالو کی له پخوا نه ډېر خراب سوی » او « د امنیت د مخ پر ځوړه راتګ » اخطار یی ورکړ . پترس د نورو زیاتو پوځیانو نه علاوه « د ملکی وسلوال کېدو ظرفیت » وغوښت تر څو په دې ډول د کلیو په بیا ودانولو کی مرسته وسی ، د محلی پولیسو روزنه تأمین سی ، په افغان حکومت کی د فساد مخه راوګرځی او د هېواد مخدره ییز تجارت ودروی . ده دا هم څرګنده کړه چی د بري چانسونه لږ دي او زیاته یی کړه چی د تاریخ له مخی بهرني پوځی طاقتونه په افغانستان کی د ماتی سره مخامخ سوي دي . ده وویل چی « افغانستان د کلونو کلونو راهیسی د امپراتوریو یو قبرستان پیژندل سوی دی . موږ دا تاریخ ناڅیزه نه سو ګڼلای . »
سپینه ماڼۍ په افغانستان کی د جنګ یوه ستراتیژیکه مطالعه پسی را اخیستې ده او وایی چی د هغې نتیجه به په راتلونکی اپریل کی د ناټو د شپیتمی کالیزی د سرمشریزی غونډی له جوړېدو نه مخکی اعلان کړی .
د اوباما د ادارې چارواکو ویلی چی غواړی افغانستان ته نور ۳۰۰۰۰ امریکایی پوځیان هم ولیږی ، چی په دې سره به هلته د امریکایی پوځیانو شمیر څه نا څه ۶۶۰۰۰ ته ورسیږی . د امریکا ملګری په افغانستان کی مشترکأ ۳۲۰۰۰ پوځیان لری چی د ناټو تر قوماندې لاندی عملیات کوی . د ناټو مامورینو پر خپلو اروپایی متحدینو فشار اچولی چی نور پوځیان هم راولیږی خو صرف څو هېوادو رضایًیت ښودلی دی او بس .
جرمنی چی په افغانستان کی ۳۵۰۰ پوځیان لری ، یعنی درېیم هېواد دی چی ډېر پوځیان یی ورلیږلی ، د نورو جنګی پوځیانو ورلیږل تر پوښتنی لاندی راوړي دي . د دفاع وزیر فرانس جوزف جُنګ وویل چی ډېره پاملرنه باید د افغان ځواکونو روزنی او د بیا رغاونی پروژو ته وسی .
ده په دې غونډه کی وویل چی « موږ یی یوازی په پوځ سره نه سو ګټلای . د امنیت څخه به پرته هیڅ پرمختګ را نه سی . خو بېله پرمختګ څخه به هیڅکله امنیت هم و نه لرو. »
د پوځیانو په سر د ناټو په دننه کی درز منځته راغلی دی . د ناټو عمومی منشی جاپ دي هوپ شیفر په شنبه د غونډی برخه والو ته وویل چی د ناټو اروپایی ملګری باید په افغانستان کی نور ډېر « دروند وزن » ته هم اوږه ورکړی .
د برتانیې د دفاع وزیر جان هټن د خپل جرمن ساری څخه ښکاره ناخوښی وښودله ، او ویی ویل چی افغانستان ته د نورو جنګی پوځیانو ورلیږل تر هر څه لومړیتوب لری . ده وویل چی که طالبان همداسی ځواکمن پاته وی نو د بیا رغاونی هڅی به هم ناکامه وی . ده وویل چی « که موږ په دې فکر اوسو چی نوری مرستی د کټ مټ ارزښت لرونکي دي ، نو په هغه صورت کی د ځانو سره ټوکی کوو ، دا ځکه چی خبره داسی نه ده .» برتانیه همدا اوس په افغانستان کی ۸۹۰۰ پوځیان لری او ویلی یی دی چی ښایی نور پوځیان هم ور ولیږی .
افغان ولشمسر حامد کرزي وویل چی هېواد یی په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ تر یرغل وروسته لوی ګامونه اخیستی دي . ده وویل چی افغانستان د آزادو خپرونو یو بریمن کور دی ، ۱۷ پوهنتونونه لری ، او د زرګونو نجونو لپاره ښوونځی لری چی هغوی د طالبانو لخوا د تعلیم څخه بی برخی سوي وې . ده وویل چی افغانستان په ۲۰۰۱ کی کوم پاخه سړکونه نلرل ، خو اوس ۲۵۰۰ میله پاخه سړکان لری .
امریکایی مامورین وایی چی په افغانستان کی د اغزنو ستونزو څخه یوه هم د مخدره ییز تجارت پراختیا ده چی د نړۍ اټکل ۹۰ سلنه هیروین تهیه کوی . خو کرزی چی په اګسټ کی د بیا انتخاباتو سره مخامخ دی ، دا انځور بی بنسټه وباله چی وایی افغانستان د مخدره ییز کاروباریانو لخوا اداره کیږی . ده وویل چی « بلی هو ، موږ تریاک تولیدوو . بلی هو ، موږ د هغه له امله نا امن یو . نو آیا موږ یو تریاکی دولت یو ، لکه په دغو څو کالو کی چی راته ویل کیږی ؟ نه ، موږ دغسی نه یو . »
کرزي وویل چی افغانستان ته د ثبات راوستلو یوازینۍ لاره دا ده چی باالاخره د طالبانو سره باید خبری اتری او معامله وسی . ده د بسپنه ورکونکو هېوادو تر منځ د انتظام د نشتوالي په وجه د افغانستان پر سَوکه ( ورو ورو ) رغښت هم پړه واچوله .
امریکایی او اروپایی مامورینو دا ومنل چی خراب انسجام یو عمده خنډ دی . هولبروک وویل چی « ما بل هیڅ شی هم داسی نه دی لیدلی لکه دغه ګډوډي چی په میراث راورسېده . »
خو ځینو رسمی مامورینو څرګنده کړه چی افغان حکومت هم مسؤل دی . د مشر بوش د ملی امنیت سلاکار برنټ سکوکرفټ د ملګرو ملتونو هغه لالهانده او هری خواته لاس اچونکې هڅه یاده کړه چی تیر کال یی یو برتانوﺉ دیپلومات پیډی اشډن د افغانستان لپاره د نړیوالی مرستی د پروژو د څارونکی په حیث نوموَلی و . د اشډن ټاکنه د کرزي لخوا تر سختی حملې لاندی راغله ، چی دا کار یی د افغانستان پر خپلواکۍ باندی یو تیرﺉ وباله .
هولبروک ځواب ورکړ چی د اوباما اداره به د یو پرمختیایی قیصر د مفکرې په هکله د افغانی چارواکو سره بیا خبری وکړی . ده زیاته کړه چی « د اشډن ماتی ـ او د دې لپاره بله کلمه راتلای هم نه سی ـ په اصل کی نړیواله ټولنه شا ته پوری وهله . »
اشډن تیره اوونۍ د لندن په ټایمز کی هولبروک ته په یو پرانیستی لیک کی د « بیچاره ولسمشر کرزي » سره یو څه خواخوږی څرګنده کړه او ویی ویل چی د ناټو غړي په افغانستان کی بیلا بیل هدفونه تعقیبوی او په دې پوری مربوط وی چی ځواکونه یی چیری عملیات کوی . ده زیاته کړه چی « برتانویان په دې فکر دي چی افغانستان همدا هلمند دی ، کاناډایان فکر کوی چی هغه کندهار دی ، هالینډیان بیا هغه ارزګان بولی ، جرمنیان بیا فکر کوی چی هغه د پنجشیر دره ده ، او باالاخره امریکا پدې فکر ده چی هغه د اسامه بن لادن ښکار دﺉ . یو څوک باید هلته د خلکو سرونه له شرمه ورکښته کړی ، نو هغه څوک چی دا کار کولای سی هغه تاسی یاست . »
په یکشنبه مرستیال ولسمشر جوبایډن په میونیخ کی د روسیې د صدارت د مرستیال سرګی ایوانوف سره هم وږغېد . تر دې یوه ورځ مخکی بایډن ویلی وو چی سپینه ماڼۍ غواړی د کریملین سره د خپلو اړیکو « د بیا پیلېدو سویچ ووهی . » ایوانوف د بایډن دا څرګندوَنه وستایله ، او خبریالانو ته یی وویل چی دا « ډېر مثبت » کار دی او زیاته یی کړه چی : « دا اوس څرګنده خبره ده چی د امریکا نوې اداره د بدلون لپاره ټینګ تکل لری . » پای