راتلونکې دنیا
داکتر محمد سعید « سعید افغاني » لیکنه
د راتلونکې دنیا وضعه عامضه او خطرناکه ښکاري۰
سیاسي کشمکشونه ، فعالیتونه ، مانورې او تهدیدونه ویرونکې دي۰
پټې د سیسې او د پردې آخوا چال او سازش ، پلانونه ، نقشې او زمینې برابرول هیڅ د حساب او کنترول لاندې را تللی نشي۰
افسوس ؛ بیا په دنیا کښې د قدرت خاوندان ببر شوي بریښې او په خپلو بریتو لاس وهي ، او داسې معلومیږي چې د دنیا د تیرو دوه عمومـــي جهاني جګړو اکثر ترخه خاطرات ورڅخه هیر شوي دي .
نن په دنیا کښې تحلیلونه که څه هم شاید عالمانه او عاقلانه وي ، خود بشریت د پاره د اخلاص بوی په کښې لږ لیدل کیږي۰
راتلونکې دنیا به دخوب اوخیال ټولې صحنې عملي کړي او دغه لرې مسافې به نورې هم نږدې شي۰
خو افسوس !! چې خطرات د تباهۍ په تور له ځانه سره زیات کړي۰
راتلونکې دنیا کښې به د ژوند اوسني مشکلات لــــږ وي ، خـو د مینې او اخلاص ارزښتونه به هم لږ شي۰
راتلونکې دنیا د راتلونکو انسانانو د پاره د امید اوترس دواړو قوی مبادي د ځانه سره لري چې دننه باید ورته د محتاطانه قدم ایښیدولو خیال قوې و ساتل شي۰
داکتر سعید افغاني
د ۱۳۵۵ هجري شمسي کال ـ کابل