بسم الله الرحمن الرحیم
سیاسی دوړي!
لیکوال : نثار احمد صمد
بارک اوباما د خپل پوځ څخه غوښتي وو چی تر اکتوبر پوری باید په افغانستان کی مهم پرمختګ وکړی . خو اوس معلومه او ثابته سوه چی هغوی په دې کار کی ناکام سول نو ځکه هوایی خبری کوی ، افراطی تورونه لګوی او سیاسی دوړی جوړوی .
تریخ حقیقت خو دا دی چی امریکایی چارواکو خصوصأ جنرال ډیویډ پترس امریکایانو ته په درواغو سره ویلی وو چی موږ طالبان کمزوره او مات کړي دي ، خو اوس له شرمه د هغوی دقیق او حسابی بریدونه نسی منلای نو باید د هغوی دا حملې نورو خصوصأ پاکستان ته منسوب او راجع کړی .
د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میولن تور ولګاوه چی د پاکستان حکومت خصوصأ آی ایس آی د « حقانی شبکې » څخه ملاتړ او ساتنه کوی . سناتور لیندزی ګراهام خو آن پر پاکستان د پوځی حملې غوښتنه وکړه . خو که د دې ادعاګانو او تورونو اړونده شواهد داسی پرېمانه وی نو ولی جنرال میولن په کانګریس کی د خپلی دغه وینا پر مهال آن یو لا هم ونښود ؟ آیا دغسی ثبوتونه « مخفی » دي ؟ آیا د هغو کسانو لپاره هم « مخفی » دي چی بیان یې ورته کاوه ؟ نو ځکه دا هر څه هوایی خبری او سیاسی دوړی ښکاری .
واشنګټن مسلسل پر اسلام آباد باندی فشار نازلوی چی :
الف : د طالبانو سره مرسته مه کوﺉ ؛
ب : د هغوی مخه ونیسیً ؛
ج : هغوی وځپیً ؛
د : خپل سرحد کنټرول کړﺉ ؛
و : د تروریزم په مخنیوي کی نور هم جابر اوسیً ؛
خو تیرو لسو کالو دا ثابته کړه چی امریکا په خپل ټول پوځی ـ استخباراتی ـ مالی طاقت او د ناټو او کابل رژیم په ملګرتیا سره ونسو کړای چی « یو څو طالبان » مات یا محوه کړی ، نو پاکستان به څنګه دا کار وکړای سی ؟ د افسوس خبره دا ده چی هغه ډلی ټپلی هم د کمونیسټانو ، لویدیځو ایجنټانو ، سیکولرانو او نورو عقیدوی مخالفانو غوندی طالبان د پاکستان او لویدیځ لخوا په ګډه یو په اصطلاح جوړ کړی تحریک بولی چی ځانونه د اسلامی نهضت مخکښان ګڼی . هغوی دا هیره کړې ده چی ننني طالبان زوکېدلي هم نه وو یا به ماشومان وو چی دوی آن ۳۵ کاله وړاندی لا د همدې آی ایس آی په لمن کی د هغوی په دستور په لغمان او پنجشیر کی ورانکارۍ کولې ، او هماغو ډلو ټپلو وروسته جهاد په فساد سره واړاوه چی له امله یې همدا طالبانو ظهور او پاڅون وکړ او هغوی ټول یې جارو کړل . هغوی ته نه ښایی چی واشنګټن ته مستقیم یا نامستقیم د روانو سیاسی دوړو په جوړولو کی لاس ورکړی .
په هر صورت ، امریکا د خپلی نړیوالی اجندا له مخی د شرایطو مطابق رژیمونه بدلوی . دا کار یې په افغانستان او عراق کی د سوټی په زور وکړ خو په پاکستان کی یې بیا د « دیموکراسۍ » او « تدریجی بدلون » له لاری کوی . مګر دا هم نن ثابته سوې ده چی واشنګټن اصلأ پاکستان ته ډیره اړتیا لری آن تر افغانستان هم هغه ورته مهم دی ، مثلأ :
۱ ـ د دوستانو په واک کی د اټومی وسلو پاتېدل ، که نه هغه باید په خپله قبضه کی راوړی ؛
۲ ـ د القاعده او تروریزم په نوم د جنګ دایمی کول او اسلام آباد په هغه کی د ځان سره لرل ؛
۳ ـ د دیموکراسۍ بقأ ( که رښتیانۍ نه وی نو قلابی خو باید وی ) ؛
۴ ـ د اسلام پالو پواسطه د پاکستان د احتمالی سقوط مخنیوﺉ ؛
۵ ـ په افغانستان کی د خپلو پوځی اکمالاتو لپاره د هغه فعال ساتل ؛
۶ ـ د آینده منطقوی جیو ستراتیژیو د تحقق لپاره د هغه استعمالول او باالاخره ځپل ؛
وګورﺉ ، لکه د سپټمبر تر حملې مخکی چی د القاعده نوم شهرت نه درلود خو واشنګټن ټوله ورځ هغه پورته کښته کاوه ، نن هم د « حقانی شبکه » په بهر کی هیڅوک نه پیژنی مګر واشنګټن یې تر وخت دمخه ژر ژر غټوی تر څو :
الف ـ په پاکستان کی د خپل آینده جنګ ښه پلمه ولری ؛
ب ـ د اسلام آباد سره د هغه تړاو په وچ زور ثابت کړی ؛
ج ـ په نفاق افګنۍ سره یې د طالبانو څخه جلا او ماسېوا وښیی ؛
د ـ خپله پوځی ماتې پټه او هغه پر نورو تاوان کړی ؛
و ـ د طالبانو حملې پاکستان ته راجع او منسوب کړی ؛
ی ـ د امریکایانو پام د اقتصادی او اجتماعی بحران څخه بلی خوا ته واړوی ؛
نو په اوسنیو شرایطو کی چی واشنګټن پرله پسې سیاسی دوړی جوړوی ، څه غواړي ؟ ځواب دا چی :
اول ـ غواړي پاکستان په دیپلوماتیکی جبهه کی تجرید کړی ؛
دوهم ـ اټومی وسلې یې تعقیب ، تصرف یا خنثی کړی ؛
درېیم ـ پر ضد یې اقتصادی یا نور بندیزونه ترتیب او نافذ کړی ؛
څلورم ـ په ملګرو ملتو کی یې پر خلاف کوم پریکړه لیک رامخته کړی ؛
پنځم ـ ښایی په مرګ یې ونیسي خو په تبه یې راضی کړی ؛
شپږم ـ ښایی پر ضد یې ( محدود ) پوځی اقدام وکړی ؛
خو پوښتنه دا ده چی ولی دغسی کوي ؟ ځواب دا چی :
۱ ـ د ناټو ځینی هېوادونه وتل غواړی او پلمې لټوی ؛
۲ ـ ناټو او پنتاګون پوه سوي دي چی نور یې نسي ګټلای ؛
۳ ـ د ناراضه عامه ذهنیت پام بلی خوا ته اړوی ؛
۴ ـ د څو طالبانو په مقابل کی خپل شکست نسي منلای او هغه باید پر بل تاوان کړی ؛
۵ ـ د مولوی حقانی څخه دوهم بن لادن جوړول غواړی ؛
۶ ـ پاکستان نور هم ځانته محتاج ، په ځان پوری وابسته او د ځان تابع کول غواړی ؛
۷ ـ تر ټولو مهمه دا چی امریکایی پوځ دلته یو نه حلېدونکی مشکل حلوی ؛
نو په داسی خطیر او حساس حالت کی اسلام آباد څه کولای سی ؟ تجربه او سابقه ښیی چی هغه به معاملې ته غاړه ایږدی ( یعنی : کُچ دیدو ، کچ لې لو )! که نه بل څه کولای سی ؟ او تر دې زیات یې څه کړي دي ؟ خو لوی شهامت به یې دا وی چی په خپله خاوره کی د ناټو اکمالاتی جریان وتړی . لاکن اسلام آباد هیڅکله داسی شهامت نه کړی دی او نه یې هم کولای سی بلکی درنه ډبره نه پورته کوی او نه یې هم په وس پوره ده !
نو چاره یې څه ده ؟
څنګه چی دلته د ټولو ورانیو او بدمرغیو اساس امریکا ایښی دی او پاکستان یې پر هغه روان کړی دی نو اوس هم تر ټولو غټ مسؤلیت د واشنګټن سره دی . مشهور امریکایی څیړونکی ( جسټین رېمنډو ) لیکی چی : « څنګه به پر هغو خلکو مؤفق سو چی هېواد یې موږ نیولی دی ؟ نو ځکه باید هر څه پر پاکستان تاوان کړو . »
ښه به دا وی چی واشنګټن د غرور د نیلی څخه راکښته سی ، د روانو حساسو پرمختیاوو سره صادقانه او عادلانه مقابله وکړی . د دې کار لپاره تر ټولو مهم او غټ مسؤلیت هماغه د سیمی په اړه د امریکایی بهرنۍ تګلارې د تعدیل او ترمیم اړتیا ده داسی چی هغه د « نظامی » حالت څخه « سیاسی » حالت ته بدلون ومومی .
تاریخ ښودلې چی دلته نظامی حل نه بلکی سیاسی حل نتیجه ورکړې ده . د پښتنی قبایلو هر غړﺉ ټوپک او وسله تل د ځان سره لری کټ مټ لکه د لویدیځی نړۍ هر ځوان چی موبایل تلیفون لری .
هو ، پښتنی قبایل صرف د جرګو تابع دي نه د جګړو ، که نه هیڅ لورﺉ به هم ګټندوی نه وی . فلهذا ، یوازینۍ لاره جرګې دي نه جګړې . والسلام ، ( ن . صمد )