د رباني په وژلو کې د خواشينۍ او خوشالۍ خبرې
لیکوال: ډاکټر مسلم اندړ
پدې کې شک نشته چې د يوې پيښې په اړه د خوشالې او خواشينۍ د څرګندولو په مهال په خلکو کې مختلف نظرونه موجود وي، هر څوک د خپلې عقيدې، فکر، پوهې، د ديني او دنيوي ګټو په رڼا کې د خوشالې او خواشينۍ لپاره مختلف معيارونه لري، له همدې کبله د رباني د ترور د پيښې په اړه خلکو مختلف او متفاوت نظرونه ښکاره کړل، چا دغه وژنه له يوه سره مثبته او ښه کار وګڼلو، او څوک بيادغه ترور ته د يوه ناروا، ستر ظلم او تيري په سترګه ګوري او د نوموړي وژل د افغانانو لپاره يوه ستره او نه ډکيدونکې تشه ګڼي، او دده له وجود څخه پرته د افغانستان راتلونکى تياره او له کړاوونو څخه ډک ويني.
زه هم د يوه مسلمان افغان په توګه غواړم د نوموړې پيښې په اړه خپل احساسات له لوستونکو سره شريک کړم.
لومړى بايد ووايم چې استاد برهان الدين رباني د روسانو په وړاندې د افغانانو د تاريخي جهاد له مؤسسينو او لمړنيو مشرانو څخه وه، چې په هغه وخت کې د جهاد، مبارزې، ايمان، تقوى او ديندارې يوه بلګه او نمونه وه،خو د روسانو په وړاندې د مسلح جهاد له پيل نه وروسته چې څومره د استاد شهرت او قدرت زياتيدلو په ډيرې خواشينۍ سره په هماغه اندازه په استاد کې ذکر شوي صفتونو کميدلو، آن تر دې چې په هيواد باندې د صليبي ښکيلاګرو له تجاوز نه وروسته د جهاد او مبارزې، ايمان او ايماندارۍ له ټولو صفتونو او وياړونو څخه له يوه مخه لاس په سر شو او د پخوانيو يرغلګرو وحشي روسانو ماتوونکى استاد اوس د نوو يرغلګرو ځناورو امريکايانو يو نه ستړى کيدونکى او نه شرميدونکى لاسپوڅى او د ښکيلاک په چوپړ کې تر هر څه تير توره په ملا عسکر جوړ شو.
زما په اند د استاد په وژنه کې ځينې د خواشينې مهم ټکي شته چې د ډيرو خلکو ورته پام نه دى:
_ د پوره خواشينې خبره داده چې د روسانو په مقابل د جهاد مؤسس او يوه پيژندل شوي مسلمان مشر سره دا نه ښاييدله چې د ژوند پايله يې د امريکايانو په څير د اسلام د پيژندل شوو او خونړيو دښمنانو په څنګ کې او د هغوى د چوپړ په حالت کې وي.
– بله د خواشينې خبره داده چې د استاد پر وژنه د نړۍ ټولو کافرانو خپله ژوره خواشينۍ او غمرازي څرګنده کړه، او د هغه وژل يې يوه ستره ضايعه وګڼله، پداسې حال کې چې دداسې يو پيژندل مسلمان مشر په وژل کيدلو بايد هغوى ميلې او جشنونه جوړ کړي وه، لکه څنګه چې د طالبانو او نورو مجاهدو مشرانو په وژلو يې جوړوي.
د اسلام او مسلمانانو د داسې ښکاره دښمنانو له لوري د نوموړي په وژل کيدلو داسې غمرازي ښکاره کول په حقيقت کې د ټولو هغو مجاهدينو او شهيدانو سپکاوى کول دي، کوم چې د همده په فتوا او دده تر قوماندې لاندې د همدغسې کافرو روسانو په مقابل جنګيدلي دي او خپل سرونه يې قربان کړي دي.
طبيعي خبره ده چې کافر هيڅکله د يوه مسلمان په وژنه نه خواشينى کيږي او په تيره بيا د يوه داسې مسلمان چې ځان ته مجاهد هم وايي، عادي مجاهد هم نه، بلکې ځان د مجاهدينو قايد او رهبر ګڼي، لدې ټولو سره بيا هم د ده په وژنه د نړې د کفارو لخوا د خواشينۍ ښکاره کول د ده د حقيقي صف او ريښتينو ملګرو څرګندونه هم کوي.
– د ډيرې خواشينۍ او په نوموړې پيښې کې په رښتيا سره د غم خبره د هغه فدايي مجاهد شهادت دى چې په استاد باندې يې سرښندونکى بريد وکړ.
داسې يو پوى زيرک، هوښيار او ويښ انسان چې څو ورځې يې له دښمن سره د دوى په ميلمستون کې تيرې کړې وې، ښه اوږده اوږده مجلسونه يې ورسره کړي وه، خو هغوى بيا هم دده په اصلي هدف او موخې نه وه پوهيدلي، او په اسلام باندې داسې ستي او درديدلى وه او داسې حقيقي مينه يې ورسره درلودله چې په خپل سر پورې يې بمونه وتړل تر څو يو داسې کس چې دده په اند د اسلام او مسلمانانو دښمن وه، له فاني دنيا څخه رخصت کړي او مسلمانان يې له شره وژغوري، د داسې يوه هوښيار، بيدار او په دين مين کس شهادت يوه داسې ستره او په رښتيا سره نه جبرانيدونکې ضايعه ده چې هر څومره پرې وژاړو، او هر څومره يې وستايو، پرې وغږيږو او ليکنې پرې وکوو، بيا هم کمه ده، او نشو کولاى چې دغه تشه ډکه کړو او نه دده د دې سترې قربانۍ حق ادا کړو.
ورونو دلته لږ سوچ او عميق فکر وکړئ چې په خپل سر پورې بمونه تړل او انفجار ورکول، او د داسې هوښيار کس له لوري څه آسان کار نه دى!!! څوک چې په خپل هدف پوره عقيده ونلري، او دده زړه ته په ثبات او استقامت ورکولو کې د الله پاک پوره مرسته او همکاري ورسره نه وي هيڅکله داسې کار ته نه زړه ښه کولاى، او نه يې داسې په زيرک ډول تر سره کولاى شي!!!
– بله د خواشينۍ خبره داده چې د روسانو د ماتوونکي، د اسلامي نهضت د مؤسس، د مشهور عالم پروفيسر استاد!!! جنازه د باجو او سريندو په غږولو او او د تبلو او ډولونو په ډنګولو سره پداسې توګه بدرګه کړل شوه لکه څنګه چې په غير اسلامي ملکونو کې د يوه کافر چارواکي مړى بدرګه کيږي!!!.
يقين مو وشه چې لدې څخه بله د شرم خبره نشته چې د استاد رباني جنازه دې په داسې ډنګ او ډونګ، شرنګ او شرونګ سره بدرګه کړل شي، پداسې حال چې دى يو ستر ديني عالم او په هيواد کې د اسلامي نهضت مؤسس په نامه ياديږي.
د هغو خلکو په حال افسوس دى چې لدې ټولو رسواييو سره بيا هم د استاد رباني خپل مشر ګڼي او د هغه په نامه نه شرميږي، او د هغه وژل لا د هيواد لپاره يو ضايعه ګڼي!!!
د پورتنيو خواشينوونکو ټکو څخه پرته د استاد رباني وژل د اسلام او مسلمانانو، او زمونږ د هيواد لپاره د خواشينې خبره نه، بلکې د پوره خوشالې خبره ده، هر هغه افغان چې خپل دين، هيواد، ننګ او ناموس ته ژمن وي بايد چې د استاد په وژلو خوشاله شي، ځکه د ده په وژلو سره اقلا د ده په واسطه د يوه جهادي مشر په توګه د افغانانو د ځورولو او شرمولو لړې نوره پاى ته ورسيدله، لږ تر لږه نور خو به دده له لوري د يوه مشهور جهادي مشر په نامه له امريکايانو څخه پر افغانانو باندې د غټو غټو بمونو د اورولو غوښتنه نه کيږي!!
نور خو به له اسراييلو څخه د اسلامي نضهت د مؤسس په نامه څوک د مرستې غوښتنه نه کوي تر څو د اسلام له غازيانو طالبانو سره پرې وجنګيږي!
نور خو به د ده له لوري د يوه جهادي ليډر په توګه د سولې او ملي پخلاينې په نامه د اسلام د غازيانو او د صليبيانو په وړاندې د جنګيدونکو مجاهدينو د تسليمولو او د يرغلګرو غلامۍ ته د رابللو لړې پر مخ نه وړل کيږي!
هغه خلک چې په استاد رباني باندې ژاړي او په وژلو يې خفه دي بايد له الله پاک څخه وويريږي، او توبه وباسي، کنې د قيامت په سخته ورځ به له استاد سره د ټولو هغو زرګونو انسانانو په وژلو کې پوره شريک وي چې د استاد له لوري د داخلي جنګونو په مهال وژل شوي دي، د ټولو هغو زرګونو مسلمانو ميندو او خويندو د بې پته کولو جواب به ورکوي چې د استاد د لنډه غرو له لوري يې پت او عزت لوټل شوى دى!!! خلاصه داچې دوى به له هغه سره په ټولو هغو قسماقسم جرمونو کې پوره شريک وي چې د ده په قوماندې او يا اشارې سره زمونږ د مسلمان ولس په وړاندې تر سره شوي دي.
په پاى کې دعا کوم چې الله پاک دې زمونږه آخره نه خرابوي، الله پاک دې په خپل دين باندې را ته ثبات او استقامت نصيب کړي، او الله پاک دې د يرغلګرو په وړاندې د ولاړو اوسنيو جهادي مشرانو پښې لا پسې مضبوطې کړي، او د رباني په څير له فکري او عقيدوي انحراف څخه دې وژغوري.
ليکنه: ډاکتر مسلم انډر