یوه لسیزه ، لویه غمیزه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

یوه لسیزه ، لویه غمیزه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

افغانستان ، که د چا خوښه وی یا نه ، که یې ومنی یا نه ، که یې ووایی یا نه ، د امریکا تر اشغال او نیونی لاندی دی . افغانستان د ۲۰۰۱ د اکتوبر د اوومی راهیسی تر ننه بلواک دی . د افغانستان د برخلیک تصمیم له هیواده لس زره کیلومتره لیری نیول کیږی .

 

د رژیم د مشر څخه د هغه د دفاع تر وزیر پوری هیڅوک هم خبر نه دی چی د ورځی څو نظامی پروازونه له بهره داخل ته او څو هم برعکس کیږی ، هغوی څه وړی او څه راوړی ، هره ورځ څو بهرني پوځیان راځی او څو هم ځی ، پر کوم ولایت او کومه ولسوالي یا کوم کلې دغه اشغالګران بم ورۍ او حملې کوی او څو هیوادوال یې وژنی یا بندیانوی… نه هغوی خبر دي او نه یې هم خبرول مهم دی . لا بیا هم افغانستان خپلواک بللی سو؟

 

په هر صورت ، افغان روان جنګ چی نن لس کلن سو ، غیر قانونی ، غیر حقیقی ، غیر اخلاقی ، خورا اوږد او خورا ګران جنګ ثابت سوی دی ، یعنی :

 

لومړی ـ ځکه غیر قانونی او نامشروع جنګ دی چی : پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی حمله کونکي افغانان نه وو ، او نه هم دا حمله د افغانستان څخه هدایت یا راهنمایی سوې وه ( امریکا په تیرو لسو کالو کی هیڅ ثبوت هم نه دی وړاندی کړی ) . خو واشنګټن خپله دا ناکامي پر افغانستان په حمله سره پټه کړه . افغانان د هغی توطیې او دسیسې قرباني سول چی نه په خبر وو او نه یې هم ستایلې وه .

 

بل دا چی د سپټمبر تر حملې فقط یوه ورځ وروسته یعنی د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر ۱۲ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ( ۱۳۶۸ نمبر ) پریکړه لیک تصویب کړ چی هغه د تروریسټی اعمالو پواسطه بین المللی سولی او امنیت ته د ګواښ او د هغه د مخنیوي په باره کی و ، نه پر افغانستان د حملې په هکله .

 

د امنیت شورا دوهم پریکړه لیک ( نمبر ۱۳۷۳ ) شپاړس ورځی وروسته یعنی د سپټمبر پر ۲۸ تصویب سو چی هغه د تروریسټانو د پیسو او دارایی د ضبط او تصرف په هکله و ، د هغوی د فعالیتونو د تمښت ، پناه نه ورکولو او د حکومتونو لخوا د هغوی پر ضد د اطلاعاتو د تبادلې په هکله و ، نه پر افغانستان د حملې په هکله .

 

د امنیت شورا درېیم پریکړه لیک ( نمبر ۱۳۸۶ ) د ۲۰۰۱ د ډسمبر پر شلمه تصویب سو چی د بُن د فیصلو منل او تطبیق یې غوښت ، د بشری حقوقو پر مراعات یې ټینګار وکړ ، د یو نړیوال امنیتی پوځ ( ایساف ) د استقرار وړاندیز یې وکړ ( حال دا چی امریکا له دې نه دوه نیمی میاشتی مخکی لا افغانستان اشغال کړی و ) .

 

فلهذا ، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هیڅ کوم پریکړه لیک پر افغانستان د امریکا حمله نه خو ذکر کړې او نه یې هم منلې ده . په هغو کی نه د افغانستان او نه هم د امریکا نومونه قطعأ نسته . آن د ملګرو ملتونو پر کوم « غړې هیواد » یې د « پوځی یرغل » هیڅ یادونه یا سپارښتنه هم نه ده کړې . نو ځکه پر افغانستان د امریکا حمله ، اشغال او روانه جګړه غیر قانونی ، نامشروع او د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف لوی ارتکاب دی .

 

دوهم ـ دا ځکه غیر حقیقی او پر درواغو متکی جنګ دی چی : دا جنګ د یو چا (یعنی تروریسټانو) په نوم د بل چا (یعنی طالبانو) سره کیږی . واشنګټن ادعا کوی چی موږ ځکه دلته اوسیږو چی د تروریسټانو سره جنګیږو . خو لیون پنیتا د سي آی اې مخکني ریًس ( فعلأ د دفاع وزیر ) دوه کاله وړاندی اعتراف وکړ چی په افغانستان کی صرف ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده وال پاته دي او بس . جنرال ډیویډ پترس ( د سي آی اې فعلی ریًس او مخکی په افغانستان کی د امریکایی پوځ لوی قوماندان ) هم د ۲۰۰۹ په مې کی اعتراف وکړ چی القاعده نور په افغانستان کی عملیات نسی کولای . ښه ، نو چی داسی ده یو لک امریکایی او پنځوس زره نور بهرني پوځیان د چا سره  او ولی جنګیږی ؟ آیا دا جنګ له سره تر پایه پر درواغو نه دی ولاړ ؟

 

درېیم ـ دا ځکه غیر اخلاقی جنګ دی چی : دا جنګ د دوو حکومتی پوځونو تر منځ نه بلکی د یوازیني ستر ځواک او یو خورا وروسته پاته هغسی هیواد د جنګیالیو تر منځ دی چی ۷۰٪ وګړي یې په کلیو کی اوسیږی چی نه برق لری او نه هم پاکی روغتیایی اوبه ، او عوام یې آن تر ننه هم سم نه پوهیږی چی امریکا ولی حمله پر کړې ده او جنګ ولی جریان لری . ځکه نو د نړۍ « مهذب ترین !؟ » قدرت خپل ځان د نړۍ د « پسمانده ترین !؟ » ولس سره په قفس کی اچولی دی چی دا وړۍ به کله هم شړۍ نسي .

 

څلورم ـ دا ځکه خورا اوږد جنګ دی چی : پسله لسو کالو څخه یې بیا هم پوځیان ایستلی نه بلکی ډیر کړي دي . افغان جنګ نن د امریکا په تاریخ کی تر ټولو اوږد جنګ ثابت سوی دی . وګوری په مختلفو جنګونو کی د امریکایی پوځ د لاس لرنی مودې ( د میاشتو په حساب ) په دې ډول دي :

۱ ـ د امریکا کورنۍ جګړه : ۴۸ میاشتی ؛

۲ ـ د امریکا انقلاب : ۱۰۰ میاشتی ؛

۳ ـ د ۱۸۱۲ کال جګړه : ۳۲ میاشتی ؛

۴ ـ د امریکا ـ مکسیکو جنګ : ۲۱ میاشتی ؛

۵ ـ د هسپانیا ـ امریکا جنګ : ۳ میاشتی ؛

۶ ـ لومړۍ نړیواله جګړه : ۲۰ میاشتی ؛

۷ ـ دوهمه نړیواله جګړه : ۴۵ میاشتی ؛

۸ ـ د کوریا جګړه : ۳۷ میاشتی ؛

۹ ـ د ویتنام جګړه : ۱۰۲ میاشتی ؛

۱۰ ـ د فارس خلیج جګړه : ۲ میاشتی ؛

۱۱ ـ د افغانستان جنګ : ۱۲۰ میاشتی ؛

۱۲ ـ د عراق جنګ : ۱۰۳ میاشتی ؛

 

فلهذا ، د امریکا پوځ د حکومتونو د پوځونو سره د چټک جنګ د ګټلو لپاره جوړ سوی دی ، نه د « یو څو طالبانو! » سره چریکی ، اوږده او ستومانیزه جنګ ته . همدا یې ښایی باالاخره ملا ور ماته کړی .

 

پنځم ـ دا ځکه خورا ګران جنګ دی چی : د امریکا خزانه یې تشه کړه . دغه جنګ څه باندی ۱۸۰۰ امریکایی پوځیان د خاورو میلمانه کړل ، هیواد یې د « تولیدی » حالت څخه « مصرفی » حالت ته وغورځاوه ، امریکا یې په پورونو کی ډوبه ( یعنی ۱۴٫۳ ټریلیونه ډالره پوروړې ) او د هر چا محتاجه کړه . وګوری امریکا په نننۍ افغان جګړه کی پنځه سوه بلیونه ( یعنی نیم ټریلیون ) ډالره ضایع کړي دي . دلته هره میاشت لس بلیونه ډالره مصرفوی چی د کاله ۱۲۰ بلیونه ډالره کیږی . دلته د هر امریکایی عسکر کالنی مصرف یو ملیون ډالره دی چی د امریکا تاریخ یې سارﺉ نلری… په بدل کی یې یو خورا فاسد ، غیر ملی او د اوږو بار رژیم نصب کړ چی د هغه د بقأ لپاره چټی خپلی خزانې تشوی او خپلی وینی تویوی . نو آیا بیا هم دا یو ملا ماتونکی جنګ نه دی ؟

 

هو ، که امریکا تر ننه هیڅ جنګ نه دی بایللی ، نو افغانانو هم نه دی بایللی . که امریکا خپل هر دښمن مات کړی دی نو افغانانو هم هر دښمن رټلی دی . که امریکا په خپلو ټولو عصری وسلو او بې حسابه ډالرو سره څه نا څه ۴۸ هیوادونه مات کړي دي ، نو افغانانو بیا په تشو لاسو او ساده وسلو سره همدا نن ۴۸ هیوادونه د کیشت او مات سره مخامخ کړي دي . امریکا دا هر څه پر نورو په حملو کی خو افغانانو پر خپل وطن په یرغلو کی ګټلي دي .

 

وګورو چی د « سوپر پاور » او « زیرو پاور » په دې تحمیلی ، ترپلې ، نابرابره او ظالمانه جګړه کی به پایلوبه څوک وګټی ، خو « د زوال الهی قانون » او « طبیعی ساینس » حُکم کوی چی عروج تل له خپل ټاپی  څخه رکود او سقوط کوی . نو ځکه به د واشنګټن د پای پیل هم انشاء الله همدلته وی . والسلام ، ( ن . صمد )      

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *