کاناډايان: افغان جنګ نه ګټل کیږي
يوې کاناډايي ادارې په خپل هيواد کي سروې ترسره کړې چي وايي ٦٦ فيصده کاناډايان په دې نظر دي چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو پر زياتېدو سربېره افغان جنګ نه ګټل کېږي او هسي به د دوى پوځيان ژوند د لاسه پکښي ورکړي.
يوازي ٣٤ فيصده کاناډايان په دې نظر دي چي د ٣٠٠٠٠ امريکايي پوځيانو په ډېرېدو سره به بهرنيان د طالبانو د مقاومت پر ځپلو بريالي سي.
کاناډا په افغانستان کي ٢٨٠٠ پوځيان لري چي د ٢٠١١ کال ترپايه به له افغانستان څخه ووزي. د ٢٠٠٢ کال راهيسي ١٣٤ کاناډايي پوځيان په افغانستان کي وژل سوي دي.
لیږونکی: محسن علی زئ