د رحمن بابا د شعر څخه د ناوړی استفادی په ځواب کی
لیږونکی: احمدالله ثاقب
چی په زړه کی دی څه عیب نه وی رحمانه
ښـــکلی مــخ تـه پـه کتـو کـی ګناه نـشـته
ځواب:
ښکلی مخ ته په کتو لویه ګناه ده
درحـــمـان قـبـر جــدا اوسـتـا جــدا دی
—
ښکلی مخ ته هله ګوره چی رحمان شوی
درحـــمـــان نـظـر جــدا اوســتا جــدا دی
—
درحــمـان غـشـی خـو ځکه خـطا نه ځی
درحــمان ایـمان پـوره اوســتا خــطا دی
—
درحــمان پـه زړه کـی میــنه دمـــولا ده
سـتا په زړه کـی محـبـت د دی دنیـا دی