چې آزاد بولي ته ځان بيا، د شيطان تابع شوى ولې
شاعر: سمیر شجاع
چې آزاد بولي ته ځان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
چې ژغورى له بد جهان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
چې ښکاره دښمن د تا دئ
نو روان ئې ور پسى څه
چې لارښود دى شو رحمان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
شیطان دومره ته ضعيف کړې
چې اختيار دى هم پردئ شو
رب در کړئ وو ارزان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
ښه پوهيږي چې بد څه دي
په ښه کار هم ښه خبر ئې
ځان ته وائي مسلمان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
لاره چاره در ښکاره شوه
ښکاره نفس اماره شوه
هر څه لولي په قرآن بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
عاقلان خو داسى نه کا
چې په لاسه اور ته درومي
جهنم شو لو آسان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
که هر څو حقونه وخورى
د خپلوانو او پرديو
مرګئ حق دى را روان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
اى انسانه واوره رب نه
چې ندا در ته د حق کړي
توابين چې وي دوستان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
غوره ما سمير کړه لاره
د توبى د رب دربار ته
ته هم رحم کړه پر ځان بيا
د شيطان تابع شوى ولې
————————
(سمیر شجاع)