د اعرابو تکبر، یوځل بیا

 

د اعرابو تکبر، یوځل بیا

( د يو افغان مزدور د شکنجی ويډيويی صحنی)

 

ليکوال: پاینده څرګند (لندن)

سرچينه: د بينوا محترم وب پاڼه


د متحده عربي اماراتو د شاهي کورنۍ غړي شیخ عیسی ابن زاید آل نهیان  د خپلې ټولواکې کورنۍ او ترڅنګ یې  وفادار عرب پولیس د خپل شاهی حکومت د ظالم سیسټم په استازیتوب  په  زبات کړه چې ۱۴۰۰ کاله  وروسته او د اسلام  د سپیڅلي دین له ټیکه دارۍ سره سره  له خپل جهالت او تکبره نه دي پاتې.   خدای (ج) دوی ته تر ټولو ستر او ځان ته نژدې پیغمبر ور واستوه ، خو په دوی کې د جهالت او غرور اور مړ نه شو


په هغه ویډیویي پټې کې چې د شیخ د سوداګریز ملګري له خوا رسنیو ته
سپارل شوې  عربي اماراتو ته د مزدورۍ لپاره تللی یو افغان داسې شکنجه کیږي چې ساری نه لري.  دشپې په تیاره کې، دعربو د سوځنده دښتو په شګو کې یو افغان  عرب شیخ ته په ګونډو دی، زارۍ کوي او بوغارې وهي. عرب پولیس شیخ عیسی ابن زاید ته  د افغان مزدور لاسونه ټینګ نیسي او دی یې په خوله کې شګې ور ننه باسي. افغان لاس تړلی بیچاره مزدور،لکه مار په  شګو کې رغړي  را  رغړي او غواړي کرٍیکه کړي خو شیخ یې په خوله موټی موټی خاورې  ورننه باسي.   زړه یې نه یخیږي، یوه تخته  راوړي چې میخونه پرې پورې اورې ټک وهل شوي، په ډیر غرور کمره چلونکي ته چې د ده  په امر فلم ‌‌ډکوي چې  وروسته بیا شیخ یې له لیدو خوند واخلي، په تخته کې ټک وهل شوي میخونه ښیي، د افغان مزدور پرتوګ ترې ایستل شوی وي او دی په وهلو وهلو تخته پرې ماتوي. شیخ په جګ غږ وایي ٫٫ مالګه څه شوه؟٬٬  یو کس د مالګې بوتل  راوړي او پر زخمونو یې مالګه دوړوي.

فکر کوي د ده او د افغان غله راوړونکي تر منځ د پنځه زره ډالرو په ارزښت د غلې د کموالي په مساله کې   دومره شکنجه کافی نه ده، په داسې حال کې چې پر ځمکه پروت نیم بربنډ انسان  بې سده وي، لوی موټر په کراتو کراتو پرې چلوي چې ښه  خچ پچ شي.

شیخ عیسی د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو  دوزیر ورور، د شاهي واکمنې کورنۍ له ۲۲ شیخانو څخه یو دی.  


پر دغې ویډیو چې پخپله د شیخ عیسی په امر اخیستل شوې وه د فلم اخستونکی یعنې د ده سوداګریز ملګری هم درې میاشتې بندي شوی او په بې عزتۍ شکنجه شوی وه چې فلم ورکړي خو  باسا نابوسي فلم په ډیر مهارت له متحده اماراتو قاچاق کړی وه اواوس یې د امریکې د ای بی سې ټلویزیوني چینل ته سپارلی.  


د دغه فلم له لیدو وروسته په ډیرې آسانۍ تصور کولای شئ چې  له
اسلام څخه وړاندې  عربانو خپلې معصومې لوڼې څرنګه او په څومره  بې رحمۍ په سرو شګو کې ښخولې. دا لومړی ځل نه دی چې یو افغان شکنجه کیږي، د دې بیچاره او بې پوښتنی ملت  پر خوله  څوک پلاستیک ور ننه باسي،څوک خاوره او څوک شګه، خو د اسلام  په زړه کې هغه هم پر بل مسلمان  دومره ظلم ساری نه لري.  


یو شمیر عربان د اسلام  او پیغمبر (ع)  شعار ته چې ټول انسانان،عرب
او عجم  سره برابر دي، اهمیت نه ورکوي او څرنګه چې یهودان فکر کوي نور ټول انسانان  تر دوی ټیټ دي،عرب هم عجم ته  د خپل خدمتګار په  سترګه ګورياسلام کې تفوق  یوازې په ایمان او تقوا کې دی چې هغه هم  دوی له تفوقه نفاق ته اوړلی. په یوه سپیځلي اسلام کې یې  ډول ډول  لیکې را منځ ته کړي،څوک د شیعه په نامه جلا کیږي څوک د سني په نامه رټل کیږي او څوک د وهابي په نامه باداري او د اسلام ټیکه داري کوي. یو قرآن شریف راته  په لسو ډولونو چاپوي.  د هر شیخ ځان ته چاپخونه ده او بیلابیل تفسیرونه ترې باسي، آن تر دې چې په نوو تفسیرونو کې د کلاشینکوف، توپ او طیارو یادونه کوي


د اسلام پر سپیځلې خاورې یې د نړۍ د عیاشۍ او فحشا مرکز د اسلامي
متحده عربي اماراتو په نامه جوړ کړي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه  خلک دوبۍ ته  دهر ډول نفساني  او شهواني غوښتنو د بشپړولو لپاره راځي. د امریکۍ له  لاس ویګاس وروسته، دوبۍ د ټولۍ نړۍ د قمار،شرابو،فحشا او د سلګونو ډولو نورو مرداریو مرکز دی.  له غریبو هیوادونو کوچنۍ جنکۍ او ماشومان پیرودل او یا غلا کیږي او د عرب شیخانو پښو ته غورځول کیږي.  د تیلو په زیرمو ناست، شپه او ورځ  د لوڅو نجونو په نڅاو او شرابو  نشه دي.

ښځې په عربي هیوادونو کې د شتمنۍ حیثیت لري، په هرډول چې وکارول شي په هر منظور چې وکارول شي څوک یې د پوښتنې اجازه نه لري. په سعودي عربستان کې ښځې د رای ورکولو حق نه لري او موټر نه شي چلولي.  له ښځو سره زور زیاتی  خو یې  په نړۍ کې نوم لري


تر یو لکو ډیر امریکایي سرتیري یې پر سر او ستوني ناست دي او ټوله خاوره او د تیلو زیرمې یې اجاره کړي، دوی هغه با همته ملت ته آزادي ور ښیي چې له سکندر تر روسانو یې امپراتورۍ نړولي او د غلامۍ زولنې یې شلولي. د اسرایلو له وحشته په  واویلا راغلی د فلسطین مظلوم ملت یې د غوږ پردو ته کرېکې وهي،  له بې غیرتۍ غوږ نه پرې ږروي چې له امریکې سره یې د تیلو معاملې زیانمنې نشي،راځي موږ ته همت،جهاد،خپلواکي او اسلام را ښیي. موږ ته اسلام خدای د پيغمبر (ع) په روی او ذریعه را بخښلی چې د ټولې نړې پیشوا دی، نه دا چې د ژوند تر پایه  د یو شمیر جاهلو عربو منندوی اوسو او هرڅه چې وایي او اسلام ژباړي ورسره ویې منو


عرب  اسلام ته د یوه شخصي شتمنۍ په سترګه ګوري او فکر کوي اسلامي
هیوادونو ته یې له خپلې برخې خیرات ورکړی  او پوروړي یې دي نو ځکه اسلامي هیوادونو ته د خپلو غلامانو په سترګه ګوري او  پر عجم  د عرب  پر تفوق  عقیده لري.

خو دایې له یاده ایستلې چې د تیلو له استخراجه  وړاندې بیا تر ننه  همدغه د نړۍ د نورو ګوټونو مسلمانان دي چې دوی یې پر پیسو مستي کوي. هر کال په ملیونونو  مسلمانان د حج د فریضی د پر ځای کولولپاره دغو هیوادونو ته ځي او په ملیارډونو ډالره د عربو جیبونو ته توییږي. دا چې ډیر افغانان د ذکات د فریضی له پر ځای کولو وړاندې د حج سیالي پر ځای کوي او ځان حاجي صاحب کوي، بل بحث دی، خو یواځې تیر کال د افغانستان د مظلوم ملت له هغې ځولۍ چې لودیځو هیوادونو ته یې په خیرات غوړولې، په اټکلیز ډول ۹۰ میلیونه ډالره د مُفتخورو عربو کچکول ته  ولویدې.  


 
د عربی هیوادونو په هوایي ډګرونو کې لویدیځوال او په تیره بیا
امریکایانو  سره دومره ښه  او له غوړمالۍ ډک چلند کیږي چې ته به وایې د عرب شیخانو پلرونه دي، خو د یوه اسلامي هیواد وګړو ته په  درنه  سترګه هیڅ نه کتل کیږي. رټل کیږي، ځورول کیږي او ځینې مهال یې انساني کرامت ته  سپکاوی کیږي


د افغانانو په ګډون د ډیرو نورو غریبو هیوادونو وګړي عربو ته د کار لپاره ځي. هغه ظالم ، وحشي او د بربریت قانون چې په عربو کې دی د نړۍ پر سر نشته. هیڅ څوک حق نلري چې د یوه عرب شیخ یا د دوی په خپله وینا کفیل له بادارۍ پرته کار وکړي. آن که ټوله پانګه د بهرني وګړي وي خو کفیل په مُفته په کې شریک وي او هر کله چې وغواړي کار او بار په ټپه  درولی شي او بهرني سوداګر یا کارکونکی کوم قانوني ارګان ته له مراجعې پرته له خپل ملکه شړي. په زرګونو کسانو باندې ډول ډول  ظلمونه شوي خو څوک له شرمه حال نه وایي، د یوازیني ظلم یادونه چې کیږي هغه د مزدورۍ پر پیسو سترګي پټول دي. داسې پر ډیرو کسانو کیږي چې په میاشتو میاشتو کار کوي او په پای کې کفیل یې له کاره شړي او پیسې یې نه ورکوي.  څوک نر دی چې پوښتنه وکړي ولې؟ د دوی دولتونه یوه کورنۍ چلوي او څه چې دغه کورنۍ وغواړي هماغه کوي


را به شي، هغه ورځ به راشي چې نور زما مظلوم  هیوادوال ستا دوزخي
خاورې ته د کار لپاره  در نشي، د خپل اولاد تر څنګ په یوه سوکاله افغانستان کې ژوند وکړي،یوه ګوله ډوډۍ همدلته  پیدا کړای شي او ته یې پر سپیرې خولګۍ خپلې لمر وهلې شګې ننه  نه باسې.

  آمین 


ددی دردونکو صحنو دلیدلو لپاره پورتنی تصویرونه او یا لاندینۍ لیکه کښیکاږئ او د شیخ عیسی ظلم ننداره کړئ.

http://www.youtube.com/watch?v=HoTDeT7BRnc&NR=1  

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *