غوږ شه ته کرزيه! — سليمان شاه صوفی زاده

 

 

غوږ شه ته کرزيه!

 


 

زه خويږی ترخی وايم ، صفا؟ که سياسی غواړی؟

غو ږشه ته کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

وا وره  د  ولس  نه  که  رڼا  ته  اسا سی  غواړی

غو ږشه ته کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

 

تله د ا نصا ف  په لاس کښی واخله  عدالت وکړه

قد ر د " ريښتينی  مجا هد "  په ا صا لت  و کړه

خدای  د پاره  بس کړه  د نا اهلو شاباسی غواړی

غوږشه ته کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

 

لری " تش په نوم مجاهدين" کړه شا او خوانه دی

خيرپه دوی کښی نشته خير ته وغواړه الله  نه دی

دوی سره  قد رت د څو سبا ؟ که  ولسی غوا ړی؟

غوږ شه ته کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

 

تاسره  قدرت کښی  شعله يی  او ستمی  نا ست دی

بيا راژوندی شوی دی،خلقی او پرچمی نا ست دی

مه  جوړوه  ډله  له  فاسدو،  که  خلاصی  غواړی

غوږشه ته  کرزيه که ريښتيا  ديموکراسی غواړی

 

دوی وو د  زخمونو لره ما لګه  ته تيزاب نه شی!

ډ ير يو  کړيد لی ،  د  جرمو نو   ا نقلا ب   نشی

رحم  په  ولس؟ که  ته  فضا  د يپلوماسی غواړی؟

غوږ شه ته  کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

 

ای  د  ا حمد شا ه   با با   بچيه  ګوره  پا م  کوه!

وخت  د لاسليکونو  کښی  نظر ښه په  انجام کوه

پلار، نيکه  ته  ګوره که اداء  ته حماسی غواړی

غوږشه ته کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

 

ننګ  به  د تاريخ شی  ګوره فکر دعزت کړه ته!

دا امريکايان دی په دوستئ سره رخصت کړه ته!

خوښه د ی غيرت، اوکه ددوی چاپلوسی غواړی؟

غوږشه ته کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

 

ډ ير  يو  کړيد لی ، طمع  نه  کوو  د  چا نه  هم

چا خد مت  ونکړه، هيله  نشته  د ی له  تا نه هم

زړونه کړه خوشحاله که صفاله مأيوسی غواړی

غوږشه ته کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

 

حق د الله نوم  دی، حق به  وا يی  سليمان  د رته

نه د ی  تالی  څټی چه  ستا ينه کړی د ځان درته

غوره کړه  تقوا که  ته وفا  له هرعا صی غواړی

غوږشه ته کرزيه که ريښتيا ديموکراسی غواړی

 

سليمان شاه صوفی زاده

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *