دنيا شوله بدله — سليمان شاه صوفی زاده

 

 

دنيا شوله بدله

سليمان شاه صوفی زاده

 

دنيا شوله بدله، بدل شوی هر انسان دی – داڅه رنګه دوران دی

دنيا شوله  بدله، بدل  شوی هرافغان دی- په غم کښې دخپل ځان دی

 

دنياشومعتبر

هرڅوک لری هنر

سپوږمئ ته کړی سفر

افغان غريب ترټولووروسته پاتی په جهان دی

افسوس افسوس ارمان دی

دنيا شوله بدله، بدل شوی هر انسان دی – داڅه رنګه دوران دی

 

وطن موکړه ورانه

مطلب کښی دخپل ځانه

نن   ګر ز و  سر ګر د ا نه

بل چانه ګيله نشته  دی ګيله مو دخپل ځان دی

بی حده ژوندون ګران دی

دنيا شوله بدله، بدل شوی هر انسان دی – داڅه رنګه دوران دی

 

چه نه لرووحدت

پر د ی  کړو ملامت

د ا نه   د ی   عد ا  لت

پردی چه هرڅه غواړی په خدمت کښی يی افغان دی

ګناه مودخپل ځان دی

دنيا شوله بدله، بدل شوی هر انسان دی – داڅه رنګه دوران دی

 

اې ورونويوافغان ېو

پښتون که پاړسيوان ېو

د   ټو لو   نه  قر  با  ن  ېو

د يو بدن  دی  غړی، هزاره که  ازبکان دې

بل څوک نه دی افغان دی

دنيا شوله بدله، بدل شوی هر انسان دی – داڅه رنګه دوران دی

 

رازئ چه توبه ګارشو

جنګونو  نه   بيز ا ر شو

د صو فی  ز ا د ه   يا ر  شو

دنيا خوګرمه نه ده،که هيوادزمونږه و ران دې

د ﻻسه   د   ا فغان   د ی

دنيا شوله بدله، بدل شوی هر انسان دی – داڅه رنګه دوران دی

 

سليمان شاه صوفی زاده

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *