دزړه خبری — سليمان شاه صوفی زاده

 

 

دزړه خبری


ليکونکی:

يو خوب می دی ليدلی چه ټول شوی افغانان وی —– جوړشوی ښه ميدان وی

يوخواته په چوکيوکښی قطا ر زمونږ مشران وی —– مغروره په خپل ځان وی

بل خواته ناست په ځمکه عامه خلک غريبان وی —– هم کونډ ی يتيما ن وی

د زړه پټی خبری د هر چا په خوله روان وی —– بحثونه په د ا شان وی

حامد کرزی:

مشهوره په کر زئ يمه ، شيک پوشه جهانی يم —– بی د وشه ز ما نی يم

را وستی امريکا د ه ما، د ټو لو زه با نی يم —– حقد ا ر ه د خا نی يم

د شل ز ره طا لب په و ينو ناست په ودا نی يم —– ا تل ا و طو فا نی يم

واکداره می ميلمه ده په خپل کورکښی زه ثانی يم —– سخی ا و تا و ا نی يم

افغان يتيم:

له تا څخه نيو لی ز ه ا نکا ر تر ر با نی يم —– خپلو ا که ا فغا نی يم

تابع د خدا ی، رسول ، نه د حضرت نه ګيلانی يم —– مسؤل زه ا يما نی يم

حق و ا يم تر آ خر ه ، که شهيد که ز ند ا نی يم —– د خد ا ی مهربا نی يم

بی علمه ، بی تحصيله ، لوږه تنده کی فا نی يم —– زه ستا سو قربا نی يم

رشيد دوستم:

هرچا ته دوستم وايم، نو مشهو ره په “دوستم” يم —– لر و نکی د حر م يم

حضرت مجد دی ز ما ګوا ه ده چه زه سم يم —– نه غم ا و نه ما تم يم

بيګا ر ه ز ه کو ر و نه ټو لو مه ګلم جم يم —– د خلکو ز ه همد م يم

د چا نه نه ډ ار يږ مه ا و نه د چا نه کم يم —– قد رت کښی زه هردم يم

افغانه کونډه:

شرميږی افغانان چه په مشرا نو کښی حساب يی —– ته لری له کتا ب يی

روسان دی خدای تباه کړی چه غټ کړی په کباب يی —– مسؤل ته د عذا ب يی

تقدير زمونږ خراب دی چه قدرت کښی ته جناب يی —– که نه وی نو سراب يی

مونږ ژاړو ستا د لاسه خو ترا وسه ته نو اب يی —– جرمونو کښی مصاب يی

استاد ربانی:

زما نوم برهان ا لدين ، پر و فيسر زه د قرآ ن يم —– عمل کښی نا توا ن يم

ما کړی جها د و نه خو کمزو ر ی د ا يمان يم —– په فکر دخپل ځا ن يم

ز ه پړ د مجاهد په شرمو لو کښی ا فغا ن يم —– بی حد ه پښيما ن يم

عادت ومه چوکئ کښی اوس خفه يی په هجران يم —– ز ه ژا ړ مه حيرا ن يم

ځوان محصل:

مو نږ ټول وو غوليد لی چه رهبر ښه مسلمان يی —– خبر نه وو چه وران يی

خوږو، نرمو خبر و کښی بی سا ری په جها ن يی —– بی لاری ته ناځوان يی

د مکر ژ ړ ا ګا نو کښی مکا ره د شيطا ن يی —– بيکا ر ه د وجد ا ن يی

ته زا ر له مجاهد ه شی، جها د لره تا وا ن يی —– هيوا د لره نقصا ن يی

يونس قانونی:

يونس يمه څوک نشته زه يوا ز ی قا نو نی يم —– لا يق ځکه ځا نی يم

تبا ه شو مجا هد خو مجا هد زه پخو ا نی يم —– په دود کښی زه پانی يم

کرزئ پسی می وار دی د قدرت ښه ارما نی يم —– شا ګر د د ر با نی يم

کا بل می خرا ب کړئ اوس خفه په ورا نی يم —– عا ز م په و د ا نی يم

معيوب مجاهد:

اصلی مجا هد زه يم چه د خدای په لا ره سم يم —– خيا نت څخه بي غم يم

د خلکو آ زا ر ی نه يم، و لا ړ ه په قسم يم —– زخمو نو ته مر هم يم

وا رث د شهيدا نو چه شريک ز ه په هرغم يم —– خفه ز ه په ما تم يم

و طن نه خرڅو مه په ډ ا لر و، ز ه محکم يم —– په نفس باندی حکم يم

حکمتيار:

ما پيژ نئ ا ی خلکو، ګلبد ين ز ه حکمتيا ر يم —– و يد ه نه يم بيد ا ر يم

هير کړ ی می د نيا د ه ، ننوتی زه په غا ر يم —– جنګو نو نه بيزا ر يم

ما کړی ګنا هو نه، اوس په بد و زه اقرا ر يم —– روان د خدای په لاريم

نه غواړ مه چوکئ ، نه د قد رت زه طلبګا ر يم —– الله ته توبه ګا ر يم

ځوان افغان:

ستا نوم دی حکمتيار خو ته يی لری له حکمته —– نه کو ر لر ی نه پته

منم دی جها دو نه ، ورور وژنه د ی بی ګټه —– ښه لر ی له ر حمته

د ټولونه و ی مخکښی، اوس دټولونه يی ښکته —– په غرونو کښی يی پټه

دوستم سره يوځای شوی، پیوستون دی وه بی گټه —– د خلکو ملا مته

مارشال فهيم:

فهيم قسيم نوميږمه ، وطن کښی زه مارشا ل يم —– خاوند زه د کما ل يم

قصرو نه جوړ و مه ، ښه مشهو ر ه فيودا ل يم —– لرونکی د ډ ير ما ل يم

نقشی و رته خار ج نه تولومه ز ه خوشحا ل يم —– شوقی ز ه د جما ل يم

طا لب می ډ ير وژلی ا مريکا ته انډ يوا ل يم —– حقد ا ره د مډ ا ل يم

افغانه پيغله:

زه ورک دی مارشالی شه، درنه خلک دی بيزاره —– له تا څخه ا نکا ره

هم ورک دی شه پيسی ، چه دی دخلکو له آزاره —– نفسونه کړی مرداره

قصرو نه دی دو زخ شه د رته، ای د غليم يا ره —– په خدای ته يی بی لاره

خپل ورو نه و لی و ژنی ، د پرد يو خد متګا ره ؟ —– مډا ل ته ا نتظا ره

ملا عمر:

ماهير نکړئ ای خلکو، ز ه اخوند ملا عمر يم —– د ټو لو نه ز ه سر يم

ا ميرا لمؤمنين او زه و ا رث د پيغمبر يم —– په شر ع برا بر يم

را غلی امريکا ده ځکه پروت زه په سنګر يم —– د دين ښه يو عسکر يم

دوی اخلی ا يما نونه په ډا لرو، زه خبر يم —– نه ړوند، نه کوروکر يم

افغانه ښځه:

بد نا مه دی اسلام کړه، ته اسلام لره خطر يی —– د خلکو په ضرر يی

نسکوره دی تاريخ کړه، ته د عصر د حجر يی —– رښتيا چی بی ثمر يی

باعث يی د را تلو شوی ، امريکا لره سره زر يی —– سيا ست نه بيخبر يی

هم مونږ دی کړو تباه، هم ته په خپله درپه در يی —– د ا څر نګه بشر يی

محقق:

ريښتينئ محقق يمه تحقيق می ده عمرو نه —– ميخو نه ا و سر و نه

کلک سر لرمه خپله زما خوښ دی کلک سرونه —– چه و لر ی بر و نه

بادشاه می کړئ ای خلکو ، رانه پاتی ډير سرونه —– چه کلک شی لکه غرونه

د عمر مطا بق به لټو م د ر ته ميخو نه —– چه و با سم بيخو نه

افغان سپين ږيری:

تحقيق دی په انجام وکړه فانی ځکه انسان دی —– ښه لنډه يی دوران دی

نه ګنج پاتی قارون ته،اونه تخت د سليمان دی —– حا جت څه د بيا ن دی

آخر ګوره لاسونه زمونږ ستا سو په ګريوا ن دی —– داکا ر مو په تاوان دی

پاڅون به ښځه اونرکړوکه سپين سری اوکه ځوان دی —– تاريخ درته عيان دی

صبغت الله مجددی:

ريښتيا وا يی د ا خلک، لری شوی له قرآ ن يو —– کمزو ری د ا يما ن يو

نفسونه مو ظا لم دی د قد رت پسی ليوا ن يو —– دا څنګه مسلما ن يو؟

ترڅو به خپل وطن کښی مونږ د نو رو غلامان يو —– محکومه د وجدان يو

مسؤ له خدای رسول ته په ژ ړا د يتيمان يو —– محشرکښی به حيران يو

شيخ سياف:

ای زا ر دی شم حضر ته تا خو و کړ له خبره —– په شر ع برا بره

ما هم د اسی غوښتله چه ا صلا ح شمه له سره —– فر صت ته منتظره

تا پو رته کړه قد م زه د ر سره يم تر آ خره —– ډا ر يږ م له محشره

را زه چه او ښکی پا کی د يتيم کړو براد ره —– د ا لا ره د ه بهتره

حامد کرزی:

رازئ ورونو رازئ چه مونږه هم ورسره مل شو —– روان د دوی په پل شو

نور پری نږدو ژړا ته کونډ ی رنډ ی، او بد ل شو —– صالح او نيک عمل شو

راضی کړو خپل ولس،او ديوبل په زړه کښی تل شو —– خوا ږه لکه عسل شو

رخصت کړو امريکا چه په تاريخ کښی ښه اتل شو —– ا فغان ښه مکمل شو

ليکونکی:

که ما ليدلی خوب دی نو مولا دی په ريښتيا کړی —– دا زړونه مو صفا کړی

هغه به کومه ورځ وی چه مشران زمونږاصلاح کړی —– وطن کښی مورڼا کړی

بی وزله افغا نا ن به څه شکر و نه د الله کړی —– ټو پو نه په هوا کړی

حيرا ن دی سليمان ، کله پو ر ه به تمنا کړی —– چه زيرئ په هرچا کړی

سليمان شاه صوفی زاده

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *