غزل
عببدالمالک وفا
لــکه ګلاب لکـه ریحان را بــاندی اووریـــږه
شیبه شـیبه لکـه بــاران را بــاندی اووریـــږه
سـتا تازګی مـنم چی خلقو باندی کوډی کـوی
لکه پاســته خواره زلفان را بانـدی اووریــږه
چی ومی نه سـیزی ته ګرانی په لمبو دشونډو
ماتـه نزدی کړه دی لبــان را باندی اووریـږه
دلته خوښـکلی بی حیا نــدی لــباس یې دی دا
لکه د خپل څیری ګریوان را باندی اووریــږه
منم لار ورکی یــمه نه رســم تر خپل منزلــه
تـــه شــه زما لکه جانان را باندی اووریـــږه
ګوره زه هــره ورځ دعا کوومه تـا یــا دووم
لکــه ګلی دشـــنه اسمان رابانـــدی اووریــږه