پښتو متلونه — امين الدين سعيدی

 

پښتو متلونه

 

ليکنه او ټولوونه  : امين الدين ( سعيدي )

دحق دلاري کلتوري ټولنه  جرمني

 

 

څو لنډى خبرى  :

اولسى ادب د اولسونو معنوي پانگه ده ، دغه په زړه پورى فکرى ټولنيزه پانگه د زمانى په اوږدو کى دټولنيز ژوند په خوره لمن کى دسترو ملى ارزښتونو په توگه تومنه اخلى .

انسان ټولنيز موجود  دى دټولنيز ژوندله لوړو  او ژورو ارزښتونو ډک بهير په ډاگه ښى چى که انسان ټولنه  جوړه وى همدا انسانى ټولنه بيا پر خپل  وار  د انسان  دشخصيت په جوړ ولو  او لو رو ټاکلو  کى ټاکلى بر خه  لرى . داولسى  ادب په تلپاتى بڼ کى   متلونه ځانگړى ځاى  لرى .  متلونه  هغه لنډى  خو له معنى ډکى جملى  دى چى  هر يوه يى  ځانته  وزن  ، خوند  او  انسان جوړونکى او  لورى ورکونکى  ارزښت  لرى . متل دپيړ يو  ژوند  تجروبو پر بنسټ دفکر او پوهى حکمت بڼه  ده .دغه  لنډ خو په معنى  کى پاخه  او رسيدلى احکام  دزمانى په تيريدو کى  نه يو اځى خپل خوند او رنگ نه بايلى او دژوند  پاڼى ئى خزان نه وهى بلکى پخيدو  سره سم  لا پسى  پخيږى  ځکه  داد خلکو  له زړو رواتى هغه خبرى  دى چى مخامخ  دخلکو زړونه  لاره باسى . دى څو متلونه  ته وگورى  .

نا پوه  دومره بر بل  نه کوى  لکه پر  ځان .

پردى کټ  تر  نيمو شپو وى ،

په اور چى لو بيږى  نو سوزيږى،

تر څو  رښتيا  راځى درواغو به کلى وران کړى  وى .

پردى خواړه  يا پور دى يا پيغور .

غره  په غره  نه ورځى خو سړى په سړى ورځى .

همداوس خپل  په وينو او اوښکو  لړلى  هيواد  خورورو  هيوادوالوته  وگورى  همدا اوس ورته په سلگونونور پښتو  متلونه  هر يو دژوندانه  لوى  لوست  دى . ولى دبد مرغى پدى  تياره  کنده کى ولويدو ؟مگر همداوس  نا پو هى ، دپردو په کټ ناستى ، دروغواو له  لور سر لوبو  او ځانځانى  ورکى ته ونه ليږدولو ؟

ارواښاد  بهاوالدين  مجروح دځانځانى ښامار ( اژدهاى خودى ) په منظوم اثر کى ددغه تور طاعون  ريشى  په فکرى فلسفى  بڼه را وڅيړلى  دهغه وتلى اثر  انسانى حکمى پايله  همدا وه چى  « غره  په غره  نه ورځى خو انسان  په انسان  ورځى »  دغه انسانى حکم  دپيړى مال دى  او پيړى پيړى  په خپل  قوت  پايى ، نن چى افغان اولس  دنړيوالو او سيمه ييزولو بو لاس تړلى قربانى  شو  اوخپلو  نا پوهيو، ځانځانيو  او ځان وژونو په ګوټ ګوټ  کى خورور کړ ، او سترى  فکرى ، هنرى اوادبى ملى پانگى يى يا د اور لمبو  کى  وسوى يا دبوسو   په بيه  د ليلام  بازار ته  وړاندى شوى ، پدى اورکى خزانى ډيره  لږه برخه  هم څوک راټولولى او خوندى ساتلى شى  دابه دډير  لوى ارزښت لرونکى کار وى .

دپښتو  متلونه راټولول او داولسى  ادب ديوى درنى  برخى په توگه  دهغو ژوندى  ساتل له ملى فرهنگ  او شتنمى  سره د ژورى  مينى  درلودلو معنى  لرى . داسمه ده  چى پښتو متلونه پخوا څو څو  ځله  په لويو  لويو  ټوکونوکى راټول  اوچاب شويدى خو نن زمونږ زيات  شمير  وطنوال  له داسى  حالاتو سره مخامخ دى چى هغو لويو مجموعو ته يى   لاس نه رسى  همدا کوچنى درسونه  هم لوي ارزښتونه  دى .

دامير  حبيب الله  دامارت  په  دوره کى  ارواښاد  غلام محى الدين  افغان د هغه  وخت  دملى خپرونى «سراج الا خبار»  په ګڼو کى دلومړى  ځل  لپاره  له پښتنى فو لکلورڅخه مشهور  متلونه  را ټول  او چاپ کړل  دغه کار  هغه وخت داولسى ادب  دمينه  والو ډيره  ژوره  تنده ماته  کړه .

 باور لرم چى ددرانه ورور   «امين الدين سعيدى »  دپښتو  متلونه  دغه  راټولو شوى کوچنى  خوله  ستر  ارزښت ډکه مجموعه  به لږ تر لږه  دغربت او مهاجرت  په دنيا  کى دډير و مينه  والو  تنده ماته  او دىښتنو اولسى ادب  دمتلونو ستر بڼ دغه  ښکلى څانگه به دډيرو افغانى مهاجرو کورنيو  دکورونو زينت  شى .

 دافغانستان  دټولو ورونو اولوسونو  دملى فرهنگ او دهيواد  دادبى او هنرى شتمنيو دخوندى ساتلو  او ودى په هيله .

شاه محمد« حصين »

کلن – جرمنى ١٩٩٦ کال

 

 

پښتو متلونه

اول سلام پسى کلام .

اول ځان پسى جهان.

امانت ځمکه هم  نه خيانتوي.

انسان تر کاڼى کلک تر ګل نازک دي .

اوبه په ډانګ نه بيليږى.

اوبه چى تر سره  شى څه يوه نيزه څۀ دوه نيزه .

اوبه له  سره خړى دى .

اوبه  به تيرى شى کاڼى پاتى کيږى .

اورته خپل او پردى يودى.

اوسپنه پر اوسپنه ماتيږى.

اوسپنه چى څومره ټکول کيږى هومره کلکيږى.

اوښ په بډه نه وهل کيږى.

اوښ ته ويل غاړه دي کږه ده ويل کوم ځاى مۍ سم دى .

اول زده کړه بيا کوژده کړه .

انتظار  له وژلو زيات دى.

آسمان چى څومره غريږى هومره نه وريږى.

اور ته  راغلي دکور ميرمن شوى !

اورته چى نږدى کيږى خامخا سوزيږ ى.

اصيل ته  اشارت کم اصل ته کوتک .

آزمويلى سړىنه آزمويى .

آسونه ئى نعلول چنګښو هم پښى پورته ونيوى .

اوبه خړى ماهى نسى .

اختر پټ ميړه ندى .

ابى مړه تپه شکيدلى.

باد چى پاسنى وى باران يى ګړندى وى .

مار  چى هر څومره  خوار شى  بيا هم څنګښى نه خورى .

بښنه په لک حساب  په  کلک .

بد بوټى  بلا  نه وهۍ .

بد به  دى  په زړه لرم  سلام به دى خوله .

بد تربور په بده  ورځ پکار يږى.

بى ډوله  مه ګډيږه .

بلاوه  وه خو برکت ئى  نه و .

پى ګودره مه ګډيږه .

بل ته چى  گوته  نيسى ُ  ځانته درى کوتى نيول کيږى .

بى عقل  دومره پر بل  نه کوى لکه  په ځان .

بيکارى هسى بلا ده  هم ددين هم ددنيا ده .

بد زوي  نه زوى .

بيړه دشيطان کار دى.

بد بوټى بلا نه وهى .

په دوه بيړ يو پښى مه ږده .

پوره ! ورک دى  کړل  دوه کوره .

پر پچه وخوت  کشمير  يى وليد .

پر دى خواړه يا پور دى  يا پيغور .

پردى کټ  تر نيمو  شپو دى .

پر ښو تلوار  او پر  بدى وتاءمل .

پړ مى که مړ مى که .

پښى هلته ځى چى زړه ځى .

پلار ګټلى زوى ته آسانه  .

پور چي ځنډينى شى خوړنى شى.

پر پردى کور سل ميلمانه  هيڅ دي .

پخپله  خر نه لرى دبل  به آس خاندى .

په ډيرو  ړوندو کى يو سترګى پا چا وى .

 په شرم هغه  شر ميږى چى پرى پو هيږى .

په درنو دروند په سپکو سپک .

 په يو څپيړه دوه  مخونه  خوږ يږى .

په يو ګل  نه پسرلى کيږى .

په يوه موزه کى دوى پښى نا ځايږى .

پشى خو به  له اوړو جوړه کړو خو ميو به څوک وکړى .

په کور کى کلى نشى .

 پوردى وى په ورور  دى وى .

تر پردى ګلالى  زوى خپله بدرنګه لور ښه ده .

تر پراته  زمرى گرځنده ګيډړه ښه  ده .

تر څو چى رښتيا  راځى  درواغو به کلى  وران کړى وى .

تورى به لا لا وهى مړى به  عبد الله وهى .

تر تيارى برخى مه تير يږى .

ترکاڼى دبيزو کار نه ده.

جامه چى  دپور شى په ځان اور شى .

چى جنګ سوړشو ميرى  تود شو .

چى نه دى وه سيالى  مه کور کړه مه کالى .

خپل  گور هر چاته  تنګ ښکارى .

خر به خند اه نه پو هيږى .

خپل عمل  د لارى مل دى .

خپله  خوله  دى هم کلا ده هم بلا .

خپل ګريوان  دبل  لاس ته  مه ورکوه .

څوک ځان غواړى څوک جهان .

څه چى په ګټوه کى وى په څمڅى کى را پورته کيږى .

څه ژرنده پڅه څه غنم لانده .

څو ګړى ږيره د چړى لا يقه ده .

چا به کلى نه پر يښود  وى اس مى دملک  کره  وتړى .

چاړه که دسرو ده  هسى نه چى دځيګر  دمنډو  ده .

چى اختر تير شى  نکريزى په ديوال  وتپه .

چى باد نه وى ونى  نه ښورى  .

چى بد کوى  بد به مومى .

چى بد  ګر ځى بد په پرځى .

چى‌ غواړى په هغو واوړى .

چى او ګره سړيږى ميلمانه ډيريږى.

چى زه او ته راځى نو څه دى دقاضى .

چى  باغ پوخ شى باغون  کوږشى .

چى سړى زړيږى حرص زياتيږى .

چى ډب نه وى ادب  نه وى .

چى موړشى  سوړ شى .

چى دښمن په پاتو  مرى په زهرويى مه وژنه .

ددرواغو مزل  لنډ وى .

دا وړى نه شړى ګيږى .

دلمدو خټو لږ اوبه حاجت وى .

ډيرى لاړى لږ ولاړى .

دزور  او به  په څلى خيژى .

دميږ چى مرګ راشى  وزرونه  وکړى .

دملک  مخى او د قاطر  شاته  مه زه .

دمرورو  برخه  تا لاوى .

دحجر ا غم  به  کورته  راوړم  دکور غم به چيرته  يو سم .

دسوال  مړى له ستونى نه تيريږى .

دو هندوانى  په يو لاس کى نه نيول کيږى .

دړ انده  له نيولو  او د  کاڼه له وهلو د خدى ساته .

دو پک  هغه هم  سره ورک .

دريا ب په  لوټه  نه خړيږى .

دزرو قدر په زرګر وي .

دزړه  زړه ته لار وى .

دزمر  کور بى هډو کو  نه وى .

د زورورو  وهل  او د کمزورى کنځل .

 دسپو  له خوارى ګيډړان پر بامو  لوبى کوى .

دسوال  په اوبو  ژرنده  نه ګرځى .

دښار  دروازى تړل کيږى دخلکو  خولى  نه .

دظلم عمر لنډ وى .

 د غريب  غاښ په  حلوا کى وځى .

دغريب ملا  په آذان څو ک  روژه  نا ماتوى .

دغنمو  له برکته اغزى هم  او به کيږى .

دکبر کاسه نسکوره ده .

د گو نگى ځوى ژبه  خپله مور  ښه پو هيږى .

دگيډړ  تر نازه  د زمرى داړل ښه دى .

د لو گرى لو ته زړه  نه کيږى  لور  په  لو ټه  تيروى .

دټولو نيمه، نيمه د انا شوه يو نيمه .

دنيا ء په اميد  خوړله  کيږى .

دوږي سترگى  په دستر خوان  کى وى .

ديوال  نم زړوى خو انسان  غم زړوى .

ديوى سپږى  لپاره ټول پو ستين  مه سوزه .

دراغجن د رواغ  وايى  او ريښتنى يى  قياس کوى .

دفقير چى چيرته  ښه  هلته شپه .

دمچ جنگ به د پک په سر  معلوم شى .

دغه گز دغه  ميدان .

دميړه  يا ترب دى يا خرب .

درياب به  لو ښو  نه وچيږى .

دخوارانو ديگ په  صبر  پخيږى .

دصبر خواړه  خواږه وى .

دقبر خاورى  په قبر  تماميږى .

دمړى  څخه شيطان بيزار دى .

درواغ د ايمان  زوال  دى .

دښار وو ځه  له نر خه  نه .

دوست  ته حال  وايه  دښمن  ته  لاپى  کوه .

دوست به دي  وژړوى  دښمن به دى وخندوى .

ډ بره  دخوارو  په سر  ولويږى .

ډمى نڅا نه شوه  کولاى  ويل ځمکه  کږه  ده .

ډم  چى ډول  وهى زور به يى  لرى .

رښتيا  ويل  تر خه  دى .

رحم په ليوو ظلم په پسو .

ژرنده  که د پلار ده  هم  په وار  ده .

روغ صورت  نيمه  پاچاهى ده .

مگر زه  وايم چى روغ صورت  جوړه پاچاهى ده .

څوک چى روغ  صورت ولرى هر ورځ يى اختر دى .

مگرزه وايم څوک چى روغ صورت ولرىورځ يى اخترشپه يى برات دى .

زه گورم وتاته ته گورى وماته کار شو ترميځ پاته .

زهر به زهرو وزى .

ړانده يو ځل امسا   ورکوى .

سر که لا اړ  شى عادت  نه ځى .

سرکه غټ هم وى پټکى غواړى .

سترگى  له ستر گو  شر ميږى .

سل دى  ومره  يو دى مه مره .

سپين  والى  د زړه  ښه دى  نه دويښتو .

مگر زه  وايم  سپين والى  دويښتو  ښه دى  نه دسترگو .

سپى ډير  دځان لپاره غاپى لږ دکور  دپاره .

سر خريلى ښه ده  نه ميړه شړلى .

ښه کوه  له پاچا  مه  وير يږه .

شرم لکى  نه لرى .

مگر  زه وايم  که چيرى شرم  لکى ولرى  نو اندازه به يى  ګرانه وى .

عقل  له کم عقلو  زده  کيږى .

عقل لعل  گوهر دى  نه  په زور دى  نه په  زر دى .

غم  له غمه  نه شر ميږى .

غلبيل  کوزى ته ويل چى سورى يى .

غر که  لوړ دى به سر  يى لار ده .

غله ته  هر کاڼى سړى ښکارى .

غل په  غره کى  نه ځايږى .

غله ته  وايى  غلا ه کوه  دکور څيښتن ته وايى کور سا ته .

غل غل پيژنى او مل مل .

غوښى خانانو وخوړى پر هډوکويى  سپى جنگ کوى .

غوښى د هر چا خوښى دى خو پشو ايمان پرى  راوړى .

غر به غره  نه ورځى خو سړى په سړى ورځى .
فيل که هر څو مره تږى شى په نس کى ئى  يو زنگون اوبه وى .

که ښه يم له يارانو  سره يم .

کيله ،کيله دخداى په هيله .

کم عقل اول ننک کوى بيا جنگ کوى .

کار چى بى استاده وى؛ خود به بى بنياد  وى .

که او به زور لرى ځمکه  سور لر ى  .

که مشر مشر توب  غواړى کشر  هم  ددنيا دود  غواړى .

کوڼ دوه  واره  خاندى .

کار  اسان دى  خو پيل  يى  گران  دى .

کوټ کوټ  دلته کوى خو هگى هلته  اچوى .

کور کى دى  جوارى  نشته  له دماغه دى دپلو  بوى  راځى .

کار گر  کور مړوى لټ  مور  ژړوى .

کبر جن  دخداى  دښمن دى .

که هر څوک  هو ښيار يى نادان  پو ښته .

که نړى  ودانه  ده په مړى قيامت دى .

که ډوډى دبل ده  نس  خو دى  خپل  دى .

که سړى غرونه  دى ښځى يى  اړمونه  دى .

کارغه د زرکى رفتار  کاوه خپل يى هير  شو .

کوږ بار تر مزله نه رسى .

کونډ ه د زوى په طعمه  له ميړه  ووته .

کلال يى په کودى کى  خورى .

که شپه تياره  ده مڼى په شمار  دى .

گوړه ، گوړه يادوه خوله  به دى  خوږه شى .

کيد ړى ته خپل  پوست  بلا  دى .

گاوميښه  دگل په بوى څه پو هيږى .

ګټى تر گټو لاندى  دى .

گنجى که داکتر واى نو لومړى به ئى دخپل سر علاج کړى واى .

 له شنه  آسمانه  وريدل نه کيږى .

له پور  وړى بل خوار نشته .

له خوشى  غږيدو پټه  خوله  ښه ده .

له پښى  تښته  نشته .

 لو څ له ابو  نه  ډاريږى .

ليوه  هغه  ميږه  وړى  چى  له رمى  جلا  وى .

لو يه مړى  ستونى شکوى .

لږ وخوره  تل  وخوره .

 له يوه لاسه  ټک  نه خيږى .

له ښاره وو ځه  خو له  نر خه  مه وځه .

لنډ ه ژبه  هر ى  خواته  گرځى .

مه ځه په  هغه  لار چى نه دى مور ځى او نه پلار .

مرگ  حق دى گور او کفن شک دى .

مرگ نه په  واړه  دى  نه په زاړه .

مرگ د ډيرو  پرده  ده .

مساپرى  بده بلا ده .

او زه وايم بى  وطنى ستره بلا  ده .

ملا ځان  هير  کا او بل  ته  مسلى  کا .

ماما  چى  جيب ته  لاس کوى د خورى طعمه  ورته  وى .

مرغه  دانه  وينى  لومه  نه وينى .

موړ  د  وږى  له حاله څه خبر  دى .

 مه کوه په چا  چى  وبه شۍ  په تا .

مار  د ځان  له ډاره  خولى  اچوى .

مړى نه خاندى که وخاندى  کفن څير وى .

مور که  ليو گى هم  شى خپل  ځوى نه خورى .

مه داسى خوږ شه چى څوک دۍ وخورى .

مه داسى  تريخ  شه چى ودى غورځوى .

ماهى چى نيسى تر لکى يى نيسه .

مار چيچلى له پړى  ډاريږى  .

ميږ  ته چى خداى په قهر شى  نو وزرونه  ورکوى .

ميا که رښتيا  ميا وى خپلى وزى به ميږى کړى واى .

مخ يى  پټ  کړه  رنګ ئى ورک کړه .

ميلمه  وى دڅو شپو نه چى پايى  تر کلو .

نرمه غاړه  توره هم  نه غو ځوى .

نوم دلنگر دى کور  دى ډگر .

 ورک  شه  هغه  ورور  چى له ډمانو  اخلى پور .

وړکى خوله  لويى خبرى .

وزه  له ليوه  نه تښتيده د قصاب  کره ننوته .

ورورى به کوو  حساب  تر مينځ .

وزه  چى څملى خپل ځاى پاکوى .

وږى  پيشو  د زمرى سره چنکيږى .

 وږى ته  چا ويل  څلو رڅلور څو کيږى ويل  ئى اته  ډوډى .

واده يم خو  خبره  نه يم چى په چا .

وزه چى په بام  وخيږى  نو ليوه  ته ښکنځلى کوى .

وچى خاورى په  ديوال  نه نښلى .

ونى چى ميوه نيسى  ډبرى په خورى .

هر څه  چى  خام وى پخيږى انسان چى خام شو نه پخيږى .

هيڅوک نه وايى چى زما شړومبى  تروى دى .

ښه وکړه په ابو کى  يى  واچوه .


Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *