خزان راغی! — فضل مولا توره کئ

 

خزان راغی!

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

ترتيب کوونکی: محسن علی زئ

 

 

 

چی دوطن په سرو ګلونومی خزان راغی

دتړمو اوښکو می پر مخ باندی باران راغی

ښکلی بلبلی بوراګان تری بینواروان دی

چی پرمسکن یی دکارغه اوبوم دوران راغی

تاکړۍ تاکړۍ کمیس می پاتی شو اغزو کی رانه

دآشنا لاسته می ریښی ریښی ګریوان راغی

غاټول می وچ شول دنرګس سترګی می شولی ړندی

دکورکمن په شانته ژیړ می ارغوان راغی

اوچت نښتر می شول اره څیړۍ مې غوڅی شولې

په شنو مماڼواوګورګورو می طوفان راغی

چا کړی نظره ای زما جنت نښان وطنه

چی پسرلی کی دې موسم دزمستان راغی

کاسه دصبر(توره کیه) واوښته په مورګو

چې درد او غم په خوار قسمت کی دافغان راغی!

————

 

داشعر ښاغلی فضل مولا(توره کی)په کال ۱۳۷۸/۹/۱۳

اوما محسن علی زی صرف د(صدای افغان)ویب پاڼی لپاره

دشاعر په اجازه ترتیب کړی دی

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *