خوب لیدل! — فضل مولا توره کئ

 

خوب لیدل!

 

شاعر: فضل مولا توره کئ

ترتيب کوونکی: محسن علی زئ

 


 

ماخوب لیده وطن کې چی ده بیا سوله راغلې

غوټی دمړاووهیلو په چمن ده غوړیدلې

هرخواته ترانی دی شورماشور دی دبلبلو

هر ځای خوږی وږمې دې په باغچو کې دسرو ګلو

نرګس له خیاله ځانګې ولوله راپاریدلې

غاټول له ارغوان سره دې غاړه غړې شوی

چمبیل دنسترن سره ګلاب ته کړۍ شوی

پیروته په وچ ښاخ کې لکه ساه ده ځغلیدلې

سپیرو ونو وریښمینی شنې جوړې دې اغوستلې

هرچا ښکلې غنچې دې په لاسونو کې نیولې

عطرونه لکه پرخه په هر ځای کې اوریدلې

لښتې پراوبوډک دې شورماشور کوی بهیږې

النې،شنیلې او پیرپولک سره مسکیږې

جنت و پیغلې حورې هرطرف ته نڅیدلې

ناڅاپه دراکټ پ ډز له خوبه رابیدارشوم

بې جرمه بې ګناه داورلمبوکې را ایسار شوم

محشر و(توره کیه)تنکې هیلې رژیدلې

—-

داشعر ښاغلی فضل مولا(توره کی)په کال ۱۳۷۹/۶/۲۹کی جوړ کړې دې

اوما محسن علی زی صرف د(صدای افغان)ویب پاڼی لپاره

دشاعر په اجازه ترتیب کړی دی

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *