افغان یتیم ته!
فضل مولا توره کئ
ای در په دره خوارو زاره دافغان یتیمه
په شته وطن کې بې وطنه په جهان یتیمه
دکوم ظالم په لاس دې خونه دزړه ورانه شوله
په ډیرانو دې عمرتیر شو سر ګردان یتیمه
زبیښلې رنګ څیروجامودې کړې لمبې راپورې
سوړاسویلې دې لړزوې ځمکه آسمان یتیمه
دمورتودی غیږنه جدا په تورو شپو کې ورک ېې
بدن دې ریږدې لکه پاڼه دخزان یتیمه
ته دقلم اوکتابچې په نوم څه نه پیژنې
مکتب جومات درنه پردو کې دې نهان یتیمه
دتړمواوښکوپه سیلاب دې رب لاهوکړه ظالم
څپې څپې چې دې بهیږې په ګریوان یتیمه
ته چې ببرسرلوڅې پښې سپیروکوڅوکې ګرځې
مرګې دې راشه په شتمنو دزمان یتیمه
ته چې ګرمې کې لګوې ایرکنډیشن خپل ځانته
کله خوکړه تپوس چې څنګه ېې حیران یتیمه
د(توره کې)لاس کې څه نشته دې چې ودې لمانځې
ډالې کې ومنه دوه اوښکې دور مرجان یتیمه !
داشعر ښاغلی فضل مولا(توره کی)په کال ۱۳۷۹/۶/۲۹کی جوړ کړې دې
اوما محسن علی زی صرف د(صدای افغان)ویب پاڼی لپاره
دشاعر په اجازه ترتیب کړی دی.