دغه میراث دافغانیت له مونږ ساتل غواړي — امرالدین سرحد

 

 

 

دغه میراث دافغانیت له مونږ ساتل غواړي

 


امرالدین سرحد

 

دلته کوروکښې ژوندي نشته،کنډوالي پاتي دي

کلي جګړه کښې دي ړنګ شوي جوړول غواړي

 

دوطن زړه دی ژړغونۍ په سلګیو ده پروت

نن هره تیګه ،پرښه ،بوټي څه ویل غواړي

 

له ډیرو اوښکو ګریوانونه شول لامده لامده

له ژړا ډکي دغه سترګي وچول غواړي

 

داژړغوني سپیري شوي دیتیمو څیري

له دي ژوندیو په خپل توان څه رحمیدل غواړي

 

دا لوڅی پښي،کمیس شکیدلی،بی تڼیو ګریوان

پښو ته پڼي،ګریوان تڼۍ،کمیس ګنډل غواړي

 

ددغی خاوری هر خڅوځکی تبرک مونږ ګڼو

دغه میراث دافغانیت له مونږ ساتل غواړي

 

بل څه نور نشته ،سره یو شي غمځپلو خلکو

پلرنۍ خاوره نن له مونږه سرښیندل غواړي

 

پردي هیڅکله مونږه نه ساتي له بدوورځو

دوي خپل هدف ته په جګړه کښې رسیدل غواړي

 

جګړي وران کړي هم ښارونه ،کلي، شني کروندي

اوس وخت راغلی  په خپل لاس دا جوړول غواړي

 

ځیني لمن وهي  جګړي ته غواړي ګټي وکړي

ځینی نامرده،پلرنۍ کورنه وتل غواړي

 

راځي څې بیا یو ځلی لاړ شو دیوالی په لور

تاریخ افغان ته  نوي لاره  لټول غواړي

 

۲۳،۶ ۲۰۱۲٬

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *