دا د نیا د چا ده — امرالدین سرحد

 

دا د نیا د چا ده

 


امرالدین سرحد

 

اصلآ دا دنیا دچا ده

هر یو وایی دا زما ده

 

نه دتا نه دا زما ده

دا دخلکو د با با ده

 

پاس آسمان لاندی یی ځمکه

اصلآ اصل کښې د تا ده

 

ته یی مور نسل ته یی ورکړه

دهغه میراث همدا ده

 

ورته ووایه پخپله

دا دنیا اوس په ژړا ده

 

ورته پاکی دی کړي اوښکی

رنځیدلی دا دنیا ده

 

ټکوي یی هر ظالم اوس

په ژړا او په غوغا ده

 

له جګړو سوری زړکی شو

ژړغونی یی کلا ده

 

دافغان اوښکی بهیږي

دا دنیا اوس دخندا ،که دژړا ده؟

 

۳۱۱۰۲۰۱۲

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *