وطنداره — امرالدین سرحد

 

 

وطنداره

 

 

امرالدین سرحد

 

راویښ شه وطنداره لږڅه ځان وښوروه

ګړۍ شوه درنه تیره خپل کاروان ورسوه

نیکه دی پلارته پریښی امانت کلۍ دکوروه

سپینږیری دی اوس پلارسترباورته ملاتړه

راویښ شه وطنداره لږڅه ځان وښوروه

 

په کورکښې نارینه یی مټي بډوهه هوښیارشه

همسا شه دپلارلاس ته هم وړوته،ته دادا شه

مشرۍ ته برابرشه چي جرګي شي په تاټولې

دزړه له کومې کلی کښې جذبی را پاروه

راویښ شه وطنداره لږڅه ځان وښوروه

 

عاقل شه دټولنی خلک پوه کړه په وطن

اغزی کړه ترینه لری ښه اوبه کړه داچمن

بزګرشه ښکلی دښتي کړه ابادی کروندی ته

خشخاشو ته پرینږدی دا بزګر راواړوه

راویښ شه وطنداره لږڅه ځان وښوروه

 

راواخله ستر کتاب پاڼي راوغوړوه ځوانه

نیکه دی میرویس پکښې لیکلی له پخوانه

شمله داحمد شاه دی رپیدلی«پانی پت»کښې

غازیان مو دی تیرشوي دښمن شاته تمبوه

راویښ شه وطنداره لږ څه ځان وښوروه

۱۸-۱۲۲۰۱۲

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *