رياکار —- سليمان شاه صوفی زاده

رياکار

اشنا درباندی پوه يم د کلونو، ريا کار يی

صادق نه يی مکار يی

په ژبه ته خادم دخلکو زړه کښی دی ښاماريی

ښه ټګ او ښه ټګمار يی

بی امنه دی خپل کور، ته دپرديوڅوکی دار يی

خفه نه شی غدار يی

خدمت دخلکونه کوی، فضول خوشی بيکاريی

لستوڼی کښی ته مار يی

چلونو کښی خائنه د ابليس غوندی نامدار يی

بی حده ته هو ښيا ر يی

وطن دمورپه ځای دی ،خپلی مورسره غداريی

غيرت څخه انکار يی

مشهور ه چاپلوس ،او تالی څټی د اغياريی

نو کر ته د با دا ر يی

داشنه شنه سلګونونه په بنډلوکښی چه شماری

صاحب ته وفا دار يی

بنډلوکښی سلګون په ځای په فکر دهزاريی

حريص او طمع کا ر يی

غره يی په د نيا، د آخرت څخه بيزار يی

کم عقله په دی کار يی

آخر به يوه ورځ لکه د خرغوندی مردار يی

ذليل او خوار و زار يی

په فکر دبدلون شه که ماغزه لری هوښيار يی

دا ځکه چه بی لار يی

عمل سره ثابته کړه ريښتيا که توبه ګار يی

نو بيا زمونږه يار يی

را وګرځه دښمن نه که خدمت لره تيار يی

ذلت نه که انکار يی

خوشحاله سليمان کړه چه روان په سمه لاريی

ريښتينی وطندا ر يی

سليمان شاه صوفی زاده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *