د روژې یوویشتمه ډالۍ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې یوویشتمه ډالۍ

 

تهیه کونکی نثار احمد صمد

 

قدرمنو وروڼو او خویندو ، څنګه چی د لیلت القدر لسیزه پیل سوې ، نو دا ده نن د یوویشتمی روژې لپاره ۲۱مه قصه درته ډالۍ کیږی ( ن . صمد ) .

 

الهی امتحان :

 

ډیر پخوا په بنی اسراییلو کی درې معیوبه انسانان اوسیدل چی یو د جذام په ناروغۍ مبتلا و ، دوهم په سر پک و او درېیم ړوند و .

خدای وغوښته چی هغوی امتحان کړی . نو یوه ملایکه یې د انسان په بڼه کی ور ولیږل او هغه لومړی جذام والا ته راغله او داسی یې ورته وویل : ستا تر ټولو غټ خواهش څه شي دی ؟ هغه ورته وویل چی بس دا غواړم چی خدای می دغه ( جُلدی ) ناروغي راڅخه ایسته کړي تر څو جوړ سم او خلک زما څخه تنفر و نه کړی .

دغه د انسان په بڼه کی ملایکې هم د هغه پر بدن لاس تیر کړ او هغه د الله په امر ځای پر ځای جوړ سو . ښکلی جلد او ښایسته انسان سو . وروسته یې ورته وویل چی هر شی غواړې ویې غواړه ، الله به یې درکړی . هغه ورته وویل چی الله یو اوښ راکړي نو ښه به وی . بس سمدلاسه یوه حامله اوښه خدای ورکړه او سړی ډیر خوشاله سو .

 

ملایکه وروسته پک ته ورغله او ورته ویې ویل چی ستا تر ټولو غټ خواهش څه شي دی ؟ هغه ورته وویل چی خدای می د سر وریښتان بیرته راسم کړي تر څو خلک نفرت راڅخه و نه کړی ، ډیر به خوشاله سم .

نو هغه و چی ملایکې د هغه پر سر لاس تیر کړ او د الله په حُکم د هغه وریښتان ځای پر ځای راشنه سول او سړی جوړ سو . وروسته ملایکې ورته وویل چی ووایه هر څه چی غواړې خدای به یې درکړي . نو هغه وویل چی الله یوه غوا راکړي ، ښه به وی . نو هغه و چی الله هم یوه برالبه ( حامله ) غوا ورکړه .

 

وروسته ملایکه ړانده ته ورغله او ورڅخه ویې پوښتل چی ستا تر ټولو غټ خواهش څه شي دی ؟ هغه ورته وویل چی الله می د سترګو دید راسم کړي دا می لویه آرزو ده . ملایکې هم د هغه پر سترګو لاس تیر کړ او د الله په امر د سړي سترګي ځای پر ځای سمي او بینا سوې . وروسته یې ورته وویل چی وغواړه څه شي دې تر هرڅه خوښ دی چی الله یې درکړي ؟ هغه ورته وویل چی بس له خدایه یوه وزه غواړم . نو هغه و چی الله هم یوه حامله وزه ورکړه .

 

ښه ډیره موده وروسته همدا ملایکه یو ځل بیا د انسان په بڼه کی درو واړو ته راغله او هر یو یې امتحان کړ . لومړی هغه جذام لرونکی والا ته ورغله چی د اوښانو شمیر یې سلګونو ته رسیدلی و ، او داسی یې ورته وویل:

 زه ډیر غریب یم او پلانکي ځای ته ځم خو پیسې نه لرم ، که ته یو اوښ راکړې چی زه خپل منزل ته پرې ورسیږم نو دا به دې یو خیر وی .

هغه په ځواب کی ورته وویل چی زه شتمن یم لاکن دا نو په دې معنا نه چی تا ته به یو اوښ درکوم . ورځه خپله لار دې واهه . وروسته ملایکې ورته وویل چی ستا څیره یو څه آشنا په نظر راځي . آیا ته یو وخت د جذام په ناروغۍ مبتلا نه وې؟ او الله هغه تکلیف در څخه ایسته نکړ او دا شتمنی یې درنکړه ؟

سړي ورته وویل چی زه د پلار او نیکه څخه شتمن یم او ورځه خپله لار دې واهه . وروسته ملایکې ورته وویل چی که به رښتیا هم هماغسی وې نو الله دې بیرته هماغسی کړه . ملایکه چی ځنی ولاړه نو سړﺉ بیرته د پخوا غوندی د جذام په ناروغۍ مبتلا او سخت غریب سو .

 

وروسته پک ته ورغله او همدا غوښتنه یې ځنی وکړه چی عیال می د لوږی څخه مري ، که یوه غوا راکړې نو په شیدو به یې هغوی ته نفقه پیدا سی او خدای به یې اجر درکړی . سړي کټ مټ منفی ځواب ورکړ او ملایکی ورته وویل چی ماته آشنا په نظر راځې ، آیا یو وخت پک نه وې . او ټوله کیسه یې ورته وکړه خو هغه په غرور سره ورته وویل چی ځه لار دې واهه ، زه د پلار او نیکه څخه شتمن یم . ملایکې هم کټ مټ ښیرا ورته وکړه او هغه هم بیرته د پخوا غوندی پک او غریب سو .

 

باالاخره ړانده ته ورغله او عینأ غوښتنه یې ځنی وکړه او هغه ورته وویل چی زه یو وخت په دواړو سترګو ړوند وم او الله سترګي او دا ټوله شتمني راکړل . نو هرڅو دانې وزې چی غواړې وایې خله ، ځکه دا د الله مال او بخشش دی چی ما ته یې راکړی دی .

ملایکې ورته وویل چی یا ، زه هیڅ شی هم نه غواړم بلکی دا د الله یو امتحان و چی ستاسو درو څخه یې واخیست . الله ستا څخه ډیر خوشاله سو مګر د هغو دوو نورو څخه ډیر خپه او ناراضه سو ، ځکه هغوی دواړه په خپل خپل امتحان کی پاته راغلل .

 

هو ، الله د لومړنیو دوو ژوند بیرته د پخوا غوندی د مصیبت او غربت څخه ډک کړ ، حال دا چی د ړانده ژوند یې په دغه او هغه دنیا کی د خوښیو څخه ډک کړ . په رښتیا هم هر څه او هر نعمت صرف د الله له لورې دی ، بنده باید په هغه سره مغرور او سرکښه نسی لکه نن چی هر ځای هر څوک په فانی متاعوو ډیر نازیږی خو آخرت یې باالکل هیر دی .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *