نیک عمله ښځه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

نیک عمله ښځه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د اسلام په لومړې سلیزه کی یو بزرګ شخص ویلی چی پر کعبه می طواف کاوه . ناببره می یوه ځوانه ښځه ولیده چی یو ماشوم یې په غیږ کی وو ، مسسلسل یې ژړل او داسی فریاد یې کاوه : یا رحیم خدایه ! یا کریم خدایه ! د خپل تیر مصیبت څخه د نجات په خاطر شکر درته ادا کوم .

ما چی د هغې وران او حسرتناک حالت ولید نو پوښتنه می ځنی وکړه چی ستا او ستا د مولا تر منځ څه تیر سوي دي ؟ هغې خپله قصه داسی راته بیان کړه :

په یوه کښتۍ کی سپره وم چی ډیر سوداګران هم پکښی سپاره وو . توپان دومره سخت او شدید سو چی کښتۍ یې ماته او ډوبه کړه . ټول غرق سول ، خو ما او دغه کوچنی د یوې تختې او یو حبشي او یوې بلی تختې په مرسته نجات وموند . زموږ درو تنو څخه پرته د کښتۍ نور ټول سپارلي مړه سول . کله چی سپېدې وچاودې او لږ ړوڼا سوه ، نو هغه حبشي زه ولیدلم . لامبو یې وکړه او ځان یې زما خوا ته رانږدې کړ . کله چی د هغه تخته زما د تختې سره پیوست او متصله سوه ، نو ځان یې زما د تختې سره ومښلاوه او د جنسی عمل غوښتنه یې راڅخه وکړه .

ما ورته وویل چی : له خدایه وبیریږه او وګوره چی په څه خطرناک مصیبت کی راګیر یو . د الله د اطاعت او بندګۍ سره سره د دغه مصیبت څخه خلاصون مشکل معلومیږی خو ته په دغه حالت کی زما سره د زنا کولو پر ګناه ټینګار کوې ؟!

هغه راته وویل چی دا خبری ایسته پریږده او په خدای چی زه حتمأ دا کار درسره کوم . دغه ماشوم زما په غیږ کی بیده و او د دنیا له دې عظیم مصیبته خبر هم نه و . زما اوښکی د هغه پر مخ را توی سوې او هغه را ویښ سو او په ژړا یې پیل وکړ .

ما دغه وحشی انسان ته په زاریو سره وویل چی لږ صبر وکړه چی دغه ماشوم آرام او بیده کړم ، بیا به ګورو چی هر څه می په نصیب کی وی ، راسره وبه سی . خو هغه وحشی انسان دغه ماشوم زما د غیږی څخه حمله کړ او برابر یې په اوبو کی وغورځاوه .

ما هم قادر او مقتدر خدای ته داسی فریاد وکړ : یا هغه ذاته چی د انسان او د هغه د زړه د ضربانو تر منځ حایل کېدای سې ! په خپل قدرت او طاقت سره زما او د دغه وحشی انسان تر منځ حایل سه او راڅخه جدا یې کړه . هیڅ شک نسته چی ته په دې کارو باالکل قادر او مقتدر یې .

په خدای چی ما لا خپل فریاد ختم کړی نه و چی یو خورا لوی حیوان چی خوله یې خلاصه نیولې وه ، خپل سر د اوبو څخه را بهر کړ او هغه حبشی یې تر ستوني تیر کړ او بیرته په اوبو ننوت . په دې ډول الله تعالی په خپل رحم او کرم سره ما ته د هغه حبشي څخه نجات راکړ .

وروسته سمندري څپو او سخت باد زما تخته یوې جزیرې ته یووړه . هلته د تختې څخه راکښته سوم او د ځان سره می داسی وویل : تر څو چی لوی الله می داد او فریاد اوری ، همدلته پاتیږم او اوبه او واښه به خورم . یوازی د هغه ذات په مرسته کولای سم چی د ځان د خلاصون لاره ومومم او بس .

څلور ورځی په هماغه ټاپو کی و اوسېدلم څو چی پنځمه ورځ می یوه ډیره غټه کښتې ولیده چی په سمندر کی روانه وه . زه هم ډیر ژر یوې غونډۍ ته وختلم او چادری می په زوره ورپلوله . د کښتۍ سورلي متوجه سول او درې کسه یې په یوې کوچنۍ کښتۍ ما ته راغلل .

زه هم د هغوی په ملګرتیا لویی کښتۍ ته راورسېدم . هلته می ناببره پر خپل ماشوم باندی سترګی ولګېدې چی د یو چا په غیږ کی و . حیرانه ځکه سوم چی هغه خو حبشي وحشي په اوبو کی غورځولی و ، دلته له کومه سو . بس بېله سوچه او بېله ځنډه می ورټوپ کړ او ماشوم می د هغه څخه واخیست ، په غیږ کی می ټینګ ونیوﺉ او څو څو واره می ښکل کړ او داسی می ورته وویل : دا زما زوی دی ، دا زما د زړه ټوټه ده .

د کښتۍ سورلیو راته وویل چی لیونۍ سوې خو به نه یې ؟ آیا عقل دی کار کوی ؟ ورته ومی ویل چی نه لیونۍ سوې یم او نه می هم عقل له لاسه ورکړی دی بلکی قصه می ډیره اوږده ، عجیبه او د منلو وړ نه ده . وروسته می خپله ټوله ماجرا هغوی ته بیان کړه . په دې سره ټول حیران سول او راته ویې ویل چی تا خو خپله قصه وکړه . اوس زموږ جالبه قصه هم واوره چی په اورېدو سره به دی هوښ له سره ولاړ سی .

موږ په دغه کښتۍ کی چکر واهه ، ځکه هوا ډیره ښه او صافه وه . دا مهال ناڅاپه یو سمندري حیوان د اوبو څخه راوغورځېد چی دغه ماشوم یې په شا پوری مښتی و . زموږ څخه یو نفر ور ولاړ سو او دغه کوچنی یې د هغه د ملا څخه واخیست . تر دې وروسته نوموړی حیوان بیرته په اوبو ننوت . نو موږ حیران وو چی دا څه پیښه ده او دغه ماشوم څنګه د دې بحری حیوان پر بدن ټینګ و . نو اوس چی تا خپله قصه واوروله ، موږ هم پوه سوو چی په دې کی الله څومره مستقیم دخالت درلود . نو موږ اوس قول کوو چی په ټول ژوند کی به ګناه ونکړو او د هر بد عمل څخه مو توبه ده ، خصوصأ د ښځو حقوق به نه پایمالوو .

هو ، ښایی د کښتۍ د ډوبېدو څخه وروسته د هغې ځوانی ښځی جامې پورته سوي او د بدن کومه حصه یې ښکاره سوې وی او هغه حبشیً یې بې طاقته کړی وی څو چی په دغسی خطرناک حالت کی هم د شیطانی دسیسې ښکار سو . څه ښه یې ویلی چی : میږی ته خدای په قهر سی نو وزرونه ورکړی . الله دی هغه ظالم او هم نننیو ظالمانو ته سخته سزا ورکړی تر څو د خپلو ځانی هوسونو په خاطر د ښځو هر ډول حقوق لټپېر نکړی ، بلکی برعکس سر تر ناموس ځار کړی او ناموس تر وطن ځار کړی .

منبع : د لیکوال اثر ( د پند او عبرت قصې ـ دوهم جلد ) ناچاپه .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *