د روژې څلورمه تحفه— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې څلورمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

ګرانو دوستانو ، دا ثابت حقیقت دی چی الله تعالی بې حده کریم او رحیم دی ، خو د روژې په میاشت کی یې حلال شیان حرام کړی دي ! یعنی د سهار د اذان څخه د ماښام تر آذانه یې خوراک څښاک او جماع حرام کړی دي چی خپله فلسفه لری . په دې میاشت کی شیطان تړلی او د جنت دروازې خلاصی دي . نفل،  د فرضو اهمیت او درجه لری….. نو څومره به ښه وی چی الهی تقاضا مخلصانه او صادقانه مراعات کړو . او داهم د روژې څلورمه تحفه ، ( ن . صمد ) .

 

د چا دعا قبلیږی ؟

 

رسول الله (ص) فرمايي : لس ډلي دي چي د هغوی دعاء قبلیږي :

اول : د شرعي علومو عالم .

دوهم : هغه متعلم چي د شرعي علومو په زده کړه بوخت وي .

 درېیم : د ښه خوی او اخلاقو خاوند .

څلورم : مریض .

پنځم : هغه کوچنئ چي مور یا پلار ونه لري ، یعنی یتیم .

شپږم : هغه غازي چي د کفارو سره په جهاد کی ولاړ وي .

اووم : هغه حاجي چي د حج مراسم ادا کوي .

اتم : هغه څوک چي خلک سمي لاري ته را بولي یعني وعظ او نصیحت کوي .

نهم : هغه اولاد چي د مور او پلار اطاعت کوي .

لسم : هغه ښځه چي د خپل مېړه اطاعت کوي .

نو الله تعالی دی موږ او تاسی ټول د رسول الله (ص) د دغه او هر عالی نصیحت پر مراعاتولو مؤفق او فایق ولری تر څو دین او دنیا مو انشاالله ښېرازه او سمسور وی . نو لوی خدای دی موږ او تاسو د دغو لس ډلو څخه ( که ټوله نه وی ) اقلأ په دوو ـ درو کی خو شامل کړی .

 

د عزرایل (ع) خبرداری

 

وایی چی یو  ځوان کومه شپه عزرایل (ع) په خوب کی ولیدی او هیله یې ترې وکړه چی کله زما مړینه راورسیږی ، نو خبر می کړه . هغه ورته وویل چی زه تر هماغه شېبې پخپله هم خبر نه یم ، نو تا به څنګه خبر کړم ؟ وروسته یې ورته وویل چی داسی ده ، نو اقلأ پوه می کړه چی ځان چمتو کړم ، یعنی غیر مستقیم می پوه کړه چی مرګ می رانږدې سوی دی . عزرایل (ع) ورته وویل چی ډیر ښه ، خبردارﺉ به درکړم .

ډیره موده تیره سوه څو چی یو دم عزرایل (ع) ورته راغلی چی روح یې واخلی . سړي ورته وویل چی تا خو هیڅ پوه نه کړم او کوم پیغام دی رانکړ تر څو ما چمتوینه نیولې وای .

عزرایل (ع) ورته وویل چی دا ټول پیغامونه می درکړي دي او پوه کړی می یې خو تا سر نه دی خلاص کړی . سړي ورته وویل چی څنګه ؟ عزرایل (ع) ورته وویل چی یو ځل راغلم ستا د همسایه روح می واخیستله ، بیا راغلم ستا د فلاني انډیوال او  فلاني دوست روح می واخیسته خو تا هیڅ توجه هم ونکړه . وروسته آن ستا کور ته درغلم او ستا د پلار ، بیا می څه موده وروسته ستا د مور او ډیره موده وروسته می ستا د مشر ورور او بیا د مشری خور ارواحونه یو په بل پسی واخیستل ، خو ته بیا هم هیڅ متوجه نه سوې او آمادګي دې و نه نیوله . همدا هر ځل راتګ زما غیر مستقیم خبرادرﺉ او پوهاوﺉ و ، مګر تا سر خلاص نکړ ، نو ځکه اوس دا دی ستا نوبت راورسېد چی ساه دې باید واخلم او هیڅ موقع او فرصت هم نه درکول کیږی . نو هغه و چی د دغه انسان روح یې قبض کړه خو هغه په رښتیا هم د عزرایل (ع) دغو نامستقیمو پیغامونو ته هیڅ توجه نه کول څو چی ناوخته او کار له کاره تیر سو . الله (ج) دی موږ او تاسی ته د دغسی بصیرت هدایت وکړی .

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *