د روژې نهمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې نهمه تحفه

 

لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد

 

متدینو دوستانو ، څنګه چی په دې میاشت کی هر ښه عمل او هر عبادت څو چنده عوض لری ، نو افسوس په هغه  مسلمان چی دا میاشت د نورو ۱۱ میاشتو غوندی د موسیقی په لیدو یا اورېدو ، د ناوړو ټلویزیونی چینلونو او پروګرامونو په لیدو او یا هم د انټرنیټ د بد اخلاقه او حرامو خپرونو په لیدو ، قطعه بازیو ، قمار ، ګیم او نورو مفاسدو سره ضایع کوی . دا هم د روژې نهمه تحفه چی ستاسو حضور ته یې وړاندی کوم ( ن . صمد )

 

د لوط (ع) د قوم د هلاکت ځانګړتیاوی

 

د لوط علیه السلام قوم چی خدای هلاک او تباه کړ په لواطت او همجنس بازۍ کی اوڅار و . هغوی څلور معلومی ځانګړتیاوی لرلې چی دا دي :

 

لومړئ ـ شپیلک وهل :
د لوط (ع) د قوم دا صفت وو چی بل به یی بد کار ته را بلیً نو په خوله به یی شپیلک ورته واهه . دا کړنه اوس له بده مرغه زموږ په ځوانانو کی تر بل هر وخت ډیره سوې ده .

دوهم ـ د لاری او چوک پر سر دریدل :
یا د تلو راتلو د لاری داسی څنډی ته دریدل چی د تلونکو او راتلونکو پیغلو او تنکیانو مزاحمت وکړی چی دا کار په لوطیانو کی بیخی ډیر وو آن چی د الله لخوا د لوط علیه السلام کور ته د انسان په څیره کی د لیږل سوو ملائکو یی لا هم مزاحمت وکړ او د هغوی څخه یی د بدکارۍ غوښتنه وکړه !
پیغمبر (ص) د دغه کار څخه په کلکه منع کړې ده . صحابه ؤ ته یی فرمایل چی که چیری داسی ځای د دریدو ضرورت درته پیدا سو نو د دغه لاری حق به خامخا ورکوﺉ . او حق یی دا دی چی سترګی به مو کښته وی او غوږونه به مو خاموش وی ، یعنی علیحده به خلګو ته غوږ نه نیسیً ، که چا سلام درته ووایه نو ځواب به ورکوﺉ او لاره به نه بندوﺉ بلکی ښه پوره د تیریدو لاره به پریږدﺉ .

نن سبا موږ وینو چی سړکان ، د دکانونو مخ او لاری د ځوانانو د لاسه ډکی وی او هغوی د لاری په منځ کی ولاړ وی څو مخامخ راتلونکو پیغلو او ښځو ته وګوری او تنګ یی کړی ، هیڅ د لاری د پراخۍ اهتمام نه کوی .

درېیم ـ پرانیستی ګریوان ګرځیدل :
د لوطیانو پټووان چی پر ځان به یی اچولی وو داسی وو لکه زموږ او ستاسو کرته قمیصونه چی اوس باب دي . دوی به خپل ګریوانونه خلاص کړی وو تر څو خلګ یی سینو ته وګوری . نن سبا خو موږ او تاسو هم لیدلی دي چی ځینو ځوانانو آن تر نامه پوری خپل ګریوانونه خلاص کړی وی تر څو خلګ یی دا پراخ ځیګرونه او ورباندی شنه وریښتنان ننداره کړی .

څلورم ـ د پرتاګه یا پتلون ډیر لاندی تړل :
دا صفت د لوط (ع) د قوم په یوه خاصه ډله کی و چی خلګو به بد کارونه یا لواطت ورسره کول او دا یی د پیژندلو یو ډول نښه وه .
نن سبا دا عادت په ځوانانو کی بیخی ډیر سوی دی چی خپل پتلون د خاصرې د لګن هډوکی ته څیرمه تړی او متأسفانه نه پوهیږی چی د دغه کار سرچینه څه ده .
دا چم د لویدیځوالو څخه را وارد سوی دی او دا اروپایی همجنس بازانو ایجاد ، پلان او باب کړی دی چی د بدکاره ځوان یا پیغلی نښه بلل کیږی ( مخکی له دی چی په یو کار کی د یو چا تقلید وکړو باید د هغه کار سرچینه ځانته معلومه کړو ، هسی نه چی شخصیت او دین ته مو په زیان سی . )

د دغه ډول پتلون یا پرتوګ تړلو ، یا کالیو ته د لوړ بارچاک په ورکولو سره د معمولی حرکت او خوځیدو له امله د انسان شهوت پارونکي اندامونه ښکاری او ګناه ته بلنه ورکوی .

دا خو هغه وو چی موږ ته یی اصلونه را معلوم سوه ، خدای پاک خبر دی چی نور به څومره بد عادتونه وی چی اصل او سرچینه به یی خرابه وی !  مشهور عالم موریس مترلینګ څه ښه ویلی دي : د نړۍ ملتونه د غوره اخلاقو په درلودلو تلپاته وی او په نه درلودلو یې له منځه ځی .

نو یا الله ! مسلمانو ځوانانو او پیغلو ته د دغو عادتونو د پریښوولو توفیق ورکړه . او اې الله ! موږ د لوط علیه السلام پر قوم د نازلی سوي ټکی څخه وژغوره .

 

درې خطرناک اعمال

 

یو عالم ویلی دي چی درې شیان ډیر خطرناکه وبوله چی هر څه دی ګټلي وی ، هغه محوه کوی :

لومړی ـ ژبه د تېغ څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛

دوهم ـ نشه د مار څخه هم ډیره خطرناکه ده ؛

درېیم ـ ګناه د زهرو څخه هم ډیره خطرناکه ده .

هو ، په رښتیا هم دا درې واړه اعمال د انسان ټولی نیکۍ ضایع کوی او په ټولنه آن خپله کورنۍ کی یې مطلقأ تجرید ، سپک او بې دوسته کوی . الله تعالی د توبې دروازه د ځنکدن (زکندن) تر وخته خلاصه پرې یښې ده . همدا اوس هم ناوخته نه دی . څومره به ښه وی چی وخت او فرصت له لاسه ورنکړو

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *