د روژې یوولسمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې یوولسمه تحفه

لیکوال : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، د روژې د مبارکی میاشتی لومړنۍ (یعنی د رحمت ) لسیزه تیره سوه اودا ده نن دوهمه ( یعنی د مغفرت ) لسیزه پیل سوه . انسان خصوصأ مسلمان او مهمه لا دا چی افغان هیڅ د خطا څخه خلاص نه دی . موږ او تاسی ضرور د لږ یا ډیری ګناه مرتکب کیږو . څنګه چی دا د مغفرت لسیزه ده ، شیطانان ټول تړلی دي او الله تعالی عفو ، بخښنه او مغفرت لوروي ، نو څومره به ښه وی چی د رحیم او کریم خدای څخه بخښنه او مغفرت وغواړو تر څو هغه ذات مو وبخښی . حدیث دی چی که څوک مغفرت و نه غواړی هغه به ډیر بد نصیبه انسان وی . نو غوره دا ده چی استغفار ووایو په تیره بیا « استغفرالله رب من کل ذنب و اتوب الیه » ډیر ووایو . الله تعالی فرمایی چی بېشکه نیکۍ بدۍ له منځه وړی . نو هیله ده چی دا بهترین چانس له لاسه ورنکړو او دا هم د روژې یوولسمه تحفه ( ن . صمد )

 

کوم د مسلمانۍ پنځه بناوی ؟

 

موږ پوهیږو چی د اسلام بنسټ یا بناوی پنځه دي چی هغه کلمهً طیبه ، لمونځ ، روژه ، زکات او حج دی . خو ننني زیاتره مسلمانان دا هر څه صرف په نوم کوی او د ګناهونو څخه ښه ډک وی ، مثلأ :

کلِمه : ډیر داسې مسلمانان به مو لیدلی وي چې اقلأ د ورځې پنځه واره کلمه وایې ، خو یو ساعت هم بېله درواغ ویلو څخه نسي تیرولای .

لمونځ : ډیر داسی مسلمانان به مو لیدلي وی چی لمونځ به یو وخت هم نه ترې قضاء کیږي ، خو د یو مسلمان جایز او قانوني کار به د رشوت په خاطر د څو ورځو لپاره ځنډوي او قضاء کوي به يې .

روژه : ډیر داسی مسلمانان به مو لیدلي وی چی هیڅ کله به آن یوه روژه هم نه خوري ، لاکن غیبت به هره ورځ کوی ( چې د خپل مسلمان ورور د بدن د غوښې خوړل دی ) .

 زکات : داسی مسلمانان به مو لیدلي وی چی دغریبو او مسکینو خلکو حق یعنی د زکات ورکړه به هیڅ وخت نه وي ترې پاته سوی ، خو په ناروا او حرامو پیسو به نه مړیږی او په کاروبار کی به خلک غولوی آن دا چی ځان به ملیونر کړی .

حج : د فرضي حج څخه علاوه به عمرې ته هم هر کال روان وي ، خو د نورو حق او د ملت مال به په پټه یا ښکاره ، جبر او غبن سره خوری او په ګناه به یې هیڅ نه حسابوي .

د دې نه علاوه : شراب به هیڅ وخت نه څښي ، خو په ظلم او د خلکو د وینو په څښلو به یې هم تنده نه ماتیږي .

 د خنځیر غوښه به نه خوري ، خو د انسان د غوښې خوړلو نه به هیڅ وخت پرهیز نه کوي .

د  کفارو د لاس ذبح حرام بولي خو خیانت ، رشوت او غدر به د مور د شیدو غوندی حلال ګڼي .

قمار نه کوي ، خو د بل مځکی ، کورونه او جایداد داسې غصبوي لکه چې د پلار او نیکه څخه په میراث کی ورته پاته وي .

افسوس خو په دې راځي چی دغه خلک بیا ځان ته « ښه » مسلمان هم وایی . ظاهره یې پاکه خو دننه یې ناپاکه وی . نو الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .

 

 

رښتیانۍ مینه

 

یو سپین ږیرﺉ سهار وختی له کوره راووت خو پر لارې ناببره موټر وواهه او لږ زخمی سو . خلکو ډیر ژر روغتون ته یووړ . نرسانو یې ټپونه پټۍ او پانسمان کړل او وروسته یې ورته وویل چی باید ایکسرې وکړو تر څو معلومه سی چی کوم هډوکی خو به مات نه وی یا اقلأ درز خو به نلری . بوډا خپه سو او په غمجنه لهجه یې ورته وویل چی ډیر تلوار می دی او ایکسرې ته ضرورت نسته . نرسانو د هغه څخه د تلوار سبب وپوښتی . هغه ورته وویل چی میرمن می په روغتون کی بستر ده او هر سهار خواړه وروړم او یو ځای یې سره خورو ، نو ځکه نه غواړم چی ناوخته سی . نرسانو ورته وویل چی ته لږ تم سه او موږ به هغې ته خبر ورکړو . بوډا ورته وویل چی ډیره عفو غواړم ، هغه د الزایمر په ناروغی مبتلا ده ( یعنی هیڅ درک نه لری او نه څوک پیژنی ) حتی ما پخپله هم نه پیژنی چی څوک یم .

نرسي په حیرانتیا سره ځنی وپوښتل چی هغه آن تا هم نه پیژنی چی څوک یې ، نو ولی هر سهار په دومره تکلیف او تلوار ډوډۍ ور وړې او ورځې ؟ بوډا په درېدلي آواز ورته وویل چی که می هغه نه پیژنی ، زه خو یې پیژنم چی څوک ده !

هو ګرانه لوستونکې ، امیرالمؤمنین حضرت عمر (رض) داسی فرمایلی دي : « د کومی ښځی څخه چی خپل میړه راضی او خوښ وی هغه جنتي ده .» دا چی میړه او میرمن ډیر اوږد عمر په ګډه سره تیروی او د مابعده نسلونو او کورنیو تهداب ایږدي نو څومره به ښه وی چی هغه په مینه او خوښۍ سره تیر کړی . امام غزالي (رح) وایی چی : « د ښځی سره په خوش اخلاقۍ ژوند وکړئ ، هغې ته تکلیف مه ورکوئ بلکی تکلیفونه ورڅخه لیری کړئ .» په رښتیا هم دغه بوډا شخص د انسانیت او اسلامیت اصول عملأ مراعاتول او موږ ټولو ته دی هم الله تعالی د ښځینه او ټولو بشری حقوقو د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *