د روژې پنځمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې پنځمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

عزتمنو لوستونکو ، قدسي حدیث دی چی « الله تعالی فرمایی چی د انسان ټول اعمال د هغه لپاره دي ، خو روژه زما لپاره ده او زه یې اجر ورکوم . روژه د ګناهونو مخه نیسی . نو څوک چی روژه ولری باید له بد ویلو ، چیغو نارو او جاهلانه اعمالو څخه ځان وساتی . که څوک ښکنځل ورته وکړی ، یا جنګ ورسره کوی ، ځواب دې نه ورکوی بلکی دوه ځله دې ووایی چی زما روژه ده . » په همدې هیله د مبارکی روژې پنځمه ډالۍ قبوله کړئ ( ن . صمد )

 

د رحمان او شیطان اراده

 

ځيني مشایخ وايي چی الله (ج) دنیا په پنځو شیانو سره ښایسته کړې ده :

لومړی ـ د عالمانو په علم .

دوهم ـ د پاچهانو په عدل .

درېیم ـ د عابدانو په عبادت .

څلورم ـ د تاجرانو په امانت .

پنځم ـ د دروېشانو په توکل .

مګر ابلیس علیه لعنه د دغو پنځو شیانو په عوض کي پنځه نور خویونه کښېښوول :

لومړی ـ د علم پر ځای یې د عالمانو په زړونو کي حسد کښېښاوه .

دوهم ـ د عدل پر ځای یې د پاچهانو په زړونو کي ظلم کښېښاوه .

درېیم ـ د عبادت پر ځای یې د عابدانو په زړونو کي ریا کښېښوول .

څلورم ـ د امانت پر ځای یې د تاجرانو په زړونو کی خیانت کښېښاوه .

پنځم ـ د توکل پر ځای یې د دروېشانو په زړونو کي حِرص کښېښاوه .

هو ، یو عالم ویلی دي چی په بدن کي داسي رګونه دي لکه په مځکه کي چي دری سوه شپيته چينې بهيږي . ددې ټولو غړو اړيکي دزړه سره دي ، اوزړه دعقل سره تړلی دی . څرګنده سوه چي پوهه اوعقل هغه شئ دی چي دانسان په بدن کي ډير موثر کردار اداکوي ، که څه هم عقل الله تعالی پيداکړی دی ، خو څارنه يې ډيره اړينه ده . نو که څوک ګناه کوی مګر د الله رحمت او عفو هم ورسره غواړی ، معنی دا چی دغسی شخص د شیطان دوست او د الله دښمن دی.

 

 

هغه ګناه چی جنت ته دې بیایی

 

آیا پوهیږې چی یوه داسي گناه سته چی تا جنت ته داخلوي او يوه داسي نېکي سته چی تا دوږخ ته بیایی ؟

 گناه داده چي  څوک  گناه وکړي او هغه گناه يې په ياد وي ، د هغې له کبله په ده کي عاجزي او پښېماني  راسي ، الله ته متوجه سي او توبه وباسي . نو الله پاک په پايله کي ورڅخه راضي سي او باالاخره يې جنت ته داخل کړي .

په دې ډول یې يوه گناه جنت ته د داخلېدلو سبب سوه .

دوږخ ته داخلوونکې نېکي داده : کله چی څوک يو ښه کار وکړي ، تل يې ياد ساتي چي ماخو په فلاني وخت کی داسي  ښه کار وکړ او په دې ډول ځان ښکاره کوی ( ریا کوی ) . د دې يادولو له کبله يې په زړه کي لويي او غرور راځي ، ځان لوی سړی ورته معلوم سي او نورو ته په سپکه گوري  یا یې خوار ګڼی ، داسی انګېري چي نورخلک په گناهونو کي لگيا دي خو زه دا دی داسي او هغسی عبادتونه کوم ، خیراتونه کوم ، دا او هغه کوم…. په دې سره الله جل جلاله  ناراض کړي ، په پايله کي يې دغه عبادت جهنم ته ورسوي .

نو دا دی په ظاهره یې عبادت وکړ، خو دعبادت له کبله جهنم ته ورسېد .

هو ، د ریا څخه لوی الله ډیر بد وړی . فضیل بن عیاض (رح) فرمایلی دي چی د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغو په وړاندی ځان ښودنه او ریا کوله . نو الله تعالی دی ټول مسلمانان منجمله افغانان د دغه خطرناکې ناروغۍ څخه روغ او خلاص کړی .

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *