د روژې اوولسمه تحفه—ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې اوولسمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

ګرانو لوستونکو ، که موږ او تاسی د کال د ۳۶۵ ورځو څخه فقط ۳۰ ورځی روژې ونیسو (  چی د خدای امر دی ) ، او هره ورځ یو څه قرآن هم تلاوت کړو نو څه ضرر به مو کړی وی ؟ حال دا چی هم به الله راڅخه راضی وی او هم به مو له دوږخه نجات او جنت ته د شمولیت ضمانت حاصل کړی وی ، ځکه دا الهی پوهاوی اوقول دی . لوی خدای د روژې د لومړۍ ورځی څخه شیطانان بند کړي دي تر څو په مسلمانانو باندی په دې مبارکه میاشت کی نافرمانۍ ونکړی . خو بریالیتوب دا دی چی پر خپل نفس غالب اوسو ، که نه ناکام به یو . نو همدې مهمی باریکۍ ته په توجه سره لطفأ اوولسمه تحفه قبوله کړئ ( ن . صمد )

 

د سمون څلور فرصتونه

 

روایت دی چی الله تعالی هر مسلمان ته د ځان د اصلاح او سمون لپاره څلور چانسونه ورکړي دي چی هغه دا دي :

 لومړی ـ چی د ژوند په اوږدو کی د ځان د اصلاح لپاره توبه وکړی . دغه سمون ډیر ګټور او د الهی عذاب څخه معافېدونکی وی ؛

دوهم ـ تر مړینی وروسته په قبر کی د اصلاح او سمون موقع ، مګر د قبر د عذاب په شمول . نو ځکه نه ښایی چی یو مسلمان دغسی عذاب وزغمی ؛

درېیم ـ په قیامت کی د سمون او اصلاح موقع ، مګر د ټولو انسانانو په مخکی د سرځوړۍ او عذاب ګاللو څخه وروسته ؛

څلورم ـ په دوږخ کی د عذاب او سخت تکلیف څخه وروسته د دغسی مسلمان د ګناهونو رژول او بیرته جنت ته لیږل . خو دا داسی پاکي او صفایی ده چی د عذاب خوند یې هیڅ نه هیریږی .

 

هو ، نو څومره به ښه وی چی لومړنۍ موقع له لاسه ورنکړو او همدا نن د ګناهونو څخه نور نو عملأ ډډه وکړو بلکی رښتیانۍ توبه وکړو تر څو د قبر له عذابه ، د قیامت له سرځوړۍ او د دوږخ له سخت عتابه وژغورل سو . الله تعالی په خپل رحم او کرم سره ( آن د زکندن تر وخته ) انسان ته د توبې د قبولۍ موقع ورکړې ده خو صرف اراده او فیصله غواړي .

 

پر خدای انتقاد

 

لقمان په عمل ډیر ښکلی و . روایت دی چی په مخ ښکلی نه بلکی بدرنګه و . یوه ورځ یو چا ورته وویل چی اې لقمانه ! څومره بدرنګه یې .

 

هغه په ځواب کی ورته وویل چی د هر شي او هر څه خالق الله تعالی دی . نو زه ستا څخه پوښتنه کوم چی آیا زما د څیرې عیب لټوې او که د الله تعالی عیب لټوې ؟ دا خو صرف الهی اراده او فیصله ده چی زه باید دغسی بد رنګه اوسم ، نو ستا انتقاد پر ما نه دی بلکی پر الله دی .

 

سړﺉ په دې اصولی او منطقي دلیل سره قانع او پټه خوله سو او نور یې د دغسی بیهوده خبرو او بې پروایی څخه توبه وکړه .

 

هو ګرانه لوستونکې ، موږ او تاسی اکثرأ وایو چی فلانی څومره بدرنګه دی ، څومره ګردئ یا څومره جګ دی ، څومره ډنګر یا څومره پنډ دی ، پزه یې داسی یا خوله یې هغسی ده ، یا سترګی یې څنګه او څنګه دي…… خو حقیقت دا دی چی د خدای پر تخلیق او خلقت باندی انتقاد کوو ، نه پر هغه شخص باندی . حضرت ذالنون داسی ویلی دي : « څوک چی د بل عیبونه لټوی د خپلو عیبونو لپاره ړوند دی ، او څوک چی خپل عیب وینی د نورو عیب ته ړوند دی ». نو هیله ده چی نور نو دغه قبیح او شنیع خوی له ځانونو څخه لیری کړو او د خدای پر صناعت باندی په انتقاد سره ځانونه ګنهګار نکړو . ځکه ، په داسی ملنډو یا استهزا سره به مو اصلأ پر خدای باندی انتقاد کړی وی نه پر هغه شخص باندی . نو الله مو دی د بل د عیب لټولو څخه وساتی.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *