د روژې شلمه تحفه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې شلمه تحفه

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

درنو لوستونکو ، شیخ الحدیث محمد زکریا صاحب په خپل مشهور اثر ( فضایل اعمال ) کی داسی لیکی : « د روژې میاشت د الله تعالی لخوا مسلمانانو ته انعام او نعمت دی . نوڅومره به ښه وی که د دغه الهی انعام قدر وکړو . روژه د الله تعالی د محبوب ترینو عباداتوڅخه ده نو ارشاد فرمایی چی د هر نیک عمل بدله ملایکی ورکوی خو د روژې بدله زه پخپله ورعطا کوم دا ځکه چی هغه خاص او خاص زما لپاره ده » .  روژه د عبادتونو ، دعاوو او رحمتونو میاشت ده . په یو روایت کی راغلي چی الله تعالی د روژې په میاشت کی د عرش اوچتولو ملایکو ته حکم کوی چی خپل عبادتونه پریږدئ او د روژه لرونکو د دعاوو سره آمین ووایاست . نو الله دی د ډیرو دعاوو او استغفار توفیق راکړی . دا هم د شلمی روژې لپاره شلمه تحفه ( ن . صمد )

 

د اته ډوله کسانو ملګری اوسه

 

پوهانو او علماوو ویلی دي چی د اته ډوله سړیو ملګرئ کوه چی هغه دا دي :

 

لومړی ـ هغه چی د نیکیو پابند وی ؛

دوهم ـ هغه چی د خپل ملګرې څخه په هر ډول سختۍ کی نه پر شا کیږی ؛

درېیم ـ هغه چی ویل او کول یې دواړه برابر وی ؛

څلورم ـ هغه چی د کبر څخه ځان ساتی ؛

پنځم ـ هغه چی عقل یې  پر غوسه حاکم او مسلط وی ؛

شپږم ـ هغه چی بېله کومی طمعی څخه ورکړه کوی ؛

اووم ـ هغه چی مؤدب وی ؛

اتم ـ هغه چی د نیکو انسانانو او صالحانو سره ناسته ولاړه ولری .

 

هو ، نیک عمله انسان ، مخلص دوست ، د کبر دښمن ، پر غصه غالب شخص ، بې طمعی سخی ، ادب ناک انسان او د صالحو خلکو همنشین تل صادق ، ثابت او راسخ ملګرئ وی چی د نیکمرغۍ ، سوکالۍ او کامیابۍ سبب ګرځی . دغسی منلي او ښاغلي انسانان که څه هم په شمیر خورا لږ دي ، خو هغوی د خپلو کړنو او فعلونو څخه معلوم او ګټور وی . نو ځکه یو مسلمان ته لازمه ده چی د مصلحو او صالحو اشخاصو ملګرئ وکړی تر څو دینی بری او دنیوي سرلوړی یې انشاالله په برخه وی .

 

د اته ډوله خلکو څخه لیری ګرځه

 

پوهان وایی چی د اته ډوله انسانانو څخه لیری ګرځه ، یعنی :

لومړی ـ هغه چی احسان نه منی ؛

دوهم ـ هغه چی بې سببه او ناحقه غوسه ورځی ؛

درېیم ـ هغه چی د آخرت په وړاندی بې پروا وی ؛

څلورم ـ هغه چی ټګ او مکار وی ؛

پنځم ـ هغه چی درواغ وایی ؛

شپږم ـ هغه چی شهوت پال وی ؛

اووم ـ هغه چی بې حیا وی ؛

اتم ـ هغه چی پر نورو کسانو بد ګومانونه او شکونه کوی .

 

هو، څومره پخې او درنې وجیزې دي چی د انساني ژوندون اساس جوړوی . که دغه هره ماده په غور ولولو او ښه تعمق ورته وکړو ، ثابته به سی چی په رښتیا هم غرض او مرض لرونکي کسان په عینی او عالی ډول تشریح سوي دي . هیڅ شک نسته چی د دغسی نااهله کسانو سره دوستي او ملګرتوب د اړونده کس دین او دنیا ورانوی او په بلا یې اخته کوی . نو هیله ده چی د پورتنیو اته ډوله کرغیړنو انسانانو څخه عملأ او جدأ اجتناب وکړو او هیڅکله یې ملګرئ ونکړو که نه زیانمن ، خوږمن او پمن به یو .   

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *