د روژې څلورم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د روژې څلورم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، خدای دی وکړی چی د روژې تیر درې سوغاتونه ګټور تمام سوي وی . دغه لړۍ چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅېدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بېله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

نو د څلورمی روژې لپاره څلورم سوغات لطفأ ملاحظه کړﺉ ، ( ن . صمد )

 

 

د قرآن سره مرکه (څلورمه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

پوښتنه :  ستا آیتونه څو ډوله دي ؟

ځواب : زما آیتونه دوه ډوله دي چی هغه محکم او متشابه نومیږی (۱) .

 

پوښتنه :  آیا تسمیه یعنی بسم الله هم ستا آیت دی ؟ ځکه په  دې باره کی ډول ډول نظریات وړاندی کیږی .

ځواب : هو ، بسم الله الرحمن الرحیم زما یو مستقل آیت دی (۲) .

 

پوښتنه :  آیا تا ځینی آیتونه تکرارأ هم ذکر کړي دي ؟ که وی ، نو څو بیلګې یې را ښوولای سې ؟

ځواب : هو ، ما څو ځله بعضی آیتونه تکرارأ ذکر کړي دي ، مثلآ :

الف ـ فبِای الآءِ رَبِکُما تُکذِبن ( پس د خپل رب په کوم نعمت د نعمتونو درواغ وایاست ) ۳۱ واره (۳) .

ب ـ وَلقد یَسَرنا القُرآن لِذِکر فهل مِن مُدَکِر ( موږ دا [ قرآن] آسانه کړی دی ، نو آیا نصیحت منونکی څوک سته ؟) ۴ واره (۴) .

ج ـ وَیلُ یَو مَیًذِ لِلمُکذِبین ( د هماغه ورځی درواغ ګڼونکو ته تباهی ده ) لس ځله (۵) .

 

پوښتنه :  دا خو په زړه پوری معلومات وو . آیا خپل څو جامع آیتونه هم را ښوولای سې ؟

ځواب : هو  ولی نه ، دا درې بیلګی په غور سره واوره :

الف ـ وَ مَن یُطِع اللهَ وَ رَسُوله وَ یَخش اللهَ وَ یَتقهُ فالیکَ هُمُ المُفلِحُون (۶) ، یعنی : او هغه څوک چی د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړی ، د الله څخه وبیریږی او پرهیزګاري غوره کړي نو هغوی به په مراد ورسیږی .

ب ـ اِنَ اللهَ یَامُرُ بالعَدلِ وَالاِحسَان وَ اِیتأِ ذِی القربی وَ یَنهی عن الفحشأءِ وَالمُنکر وَ البَغی یَعِظکُم لعَلکُم تَذکرُون (۷) ، یعنی : الله د عدالت ، ښېګڼی او صلهً رحمی حکم کوي او د  بدۍ ، بې حیایۍ او ظلم او تیري څخه منع کوی ، هغه تاسی ته نصیحت کوی تر څو قبول یې کړﺉ .

ج ـ یَا ایُها الذِینَ آمَنوا اصبرُوا وَ صَابرُوا وَ رَابِطو وَ اتَقوا اللهَ لعَلکُم تُفلِحُون (۸) ، یعنی : اې ایمان لرونکو ، صبر وکړﺉ ، یو بل ته د صبر تلقین وکړﺉ ، مقابلې ته چمتو سیً او د الله څخه وبیریږﺉ تر څو بریالي سیً .

 

پوښتنه :  دا خو ډیر مهم آیتونه وو . اوس به راسم دې پوښتنی ته چی آیا تا داسی حروف هم استعمال کړي دي چی د بیلو بیلو تورو په شکل وی ؟ که وی ، نو تعداد یې څو ته رسیږی؟

ځواب : هو ، ما دغسی حروف ذکر کړي دي چی شمیر یې ۱۴ ته رسیږی او هغه « مقطعات » بلل کیږی چی ټول د سورتو په پیل کی راغلي دي ، مثلأ :

الم (۹) ، المص (۱۰) ، الر (۱۱) ، طه (۱۲) ، طس (۱۳) ، طسم (۱۴) ، حم (۱۵) ، حم عسق (۱۶) ، ق (۱۷) ، ن (۱۸) ، ص (۱۹) ، یس (۲۰) ، المر (۲۱) ، کهیعص (۲۲) .

 

پوښتنه :  آیا ستا د تلاوت پر مهال سجده کول واجب دی ؟

ځواب : زما په متن کی څو ځایه داسی دي چی د هغو د تلاوت یا اورېدو پر  مهال سجده کول واجب ده (۲۳) .

 

پوښتنه :  اوس به راسم دې ته چی آیا تا په خپل متن کی قسم هم اخیستی دی که یا ؟

ځواب : هو ، ما ډیر ځله قسمونه اخیستي دي ، مثلأ : والعصر (۲۴) یعنی په زمانه می قسم ، والشمس (۲۵) یعنی په لمر می قسم ، والیل (۲۶) یعنی په شپه می قسم او ډیر نور .

 

پوښتنه :  آیا تا تشبیهه هم استعمال کړې ده ؟ که وی یو مثال یې راکړه .

ځواب : هو ډیر تشبیهات می کارولي دي مثلأ : مَثلُ الذِین اتَخَذوا مِن دُون اللهِ اولِیأ کمَثلِ العَنکبُوتِ اِتَخَذت بَیتا وَ اِن اوهَنَ البُیُوتِ لبَیتُ العَنکبُوتِ لو کانوا یَعلمُون (۲۷) یعنی : هغه کسان چی الله یې پریښود بل معبود یې غوره کړ نو د هغه غڼي په شان دی چی کور یې جوړ کړی دی ، حقیقت دا دی چی تر ټولو کمزوره هماغه د غڼی کور دی کاشکی دغه خلک پوهېدای .

په دغه مثال کی د مشرکانو معبودان د غڼی د ځالی سره تشبه سوي دي معنا دا چی څومره چی د غڼی ځاله کمزوره ده په هماغه اندازه د دغو خلکو معبودونه هم کمزوره او بې اغیزې دي .

 

پوښتنه :  آیا تا کومه استعاره یا کنایه هم بیان کړې ده ؟ خصوصأ دپرونیو او نننیو ګمراهانو لپاره ؟

ځواب : هو ، ما ډیری کنایی استعمال کړي دي ، مثلأ : صُم بُکم عُمی فهُم لا یَرجعون (۲۸) ، یعنی : هغوی کاڼه دي ، ګونګیان دي او ړانده دي ، نور به نو هغوی بیرته را و نه ګرځی .

په دې مثال کی د کنایی په ډول هغه خلک کاڼه ، ګونګیان او ړانده بلل سوي دي چی حق نه اوری ، نه یې وایی او نه یې هم وینی .

 

پوښتنه :  آیا تا پیش بینۍ هم کړي دي که یا ؟

ځواب : هوکی ، ما ځینی پیش ګویانی کړي دي چی ټولی ثابتی سوي هم دي ، مثلأ دا چی تا به خدای د خلګو څخه وساتی ، یا دا چی دغسی قرآن به هیڅکله هم رانه وړای سي ، یا دا چی کافران به ناکامه کیږی ، یا دا چی هغوی به مات سی (۲۹) . زما دغه پیش بینی ملاحظه کړه : وَ اِن کادُوا لیَستفِزُونکَ مِنَ الارض لِیُخرجُوکَ مِنهَا وَ اِذأ لا یَلبَثوُن خِلفکَ اِلا قلِیلا (۳۰) ، یعنی : او هغوی غوښته چی تا د دې سیمی څخه په شړلو سره وبیروی او نور به هغوی پخپله هم تر تا  وروسته خورا لږ موده پاته سی .

کله چی د مکې کفارو محمد (ص) له وطنه شړلو ته اړیوست ، نو پخپله هغوی هم ډیر ژر د دنیا څخه ولاړل .

————————————————————————————————————-

 

(۱) : آل عمران : ۷ . (۲) : النمل : ۳۰ . (۳) : الرحمن : ۱۳ . (۴) : القمر : ۱۷ ، ۲۲ ، ۳۲ ، ۴۰ . (۵) : المرسلات : ۱۵ ، ۱۹ ، ۲۴ ، ۲۸ ، ۳۴ ، ۳۷ ، ۴۰ ، ۴۵ ، ۴۷ ، ۴۹ . (۶) : النور : ۵۲ . (۷) : النحل : ۹۰. (۸) : آل عمران : ۲۰۰ . (۹) : البقره : ۱ ؛ ال عمران : ۱ ؛ العنکبوت : ۱ ؛ الروم : ۱ ؛ لقمان : ۱ ؛ السجده : ۱ . (۱۰) : الاعراف : ۱ . (۱۱) : یونس : ۱ ؛ هود : ۱ ؛ یوسف : ۱ ؛ ابراهیم : ۱ ؛ الحجر : ۱ . (۱۲) : طه : ۱ . (۱۳) : النمل : ۱ . (۱۴) : الشعرأ : ۱ ؛ القصص : ۱ . (۱۵) : المومن : ۱ ؛ حم سجده : ۱ ؛ الزخرف : ۱ ؛ الدخان : ۱ ؛الجاثیه : ۱ ؛ الاحقاف :۱ ؛ الشوری : ۱ . (۱۶) : الشوری : ۱ـ ۲ . (۱۷) : ق : ۱ . (۱۸) : القلم : ۱ . (۱۹) : ص : ۱ . (۲۰) : یس : ۱ . (۲۱) : الرعد : ۱ . (۲۲) : مریم : ۱ . (۲۳) : الاسرأ : ۱۰۷ ؛ مریم : ۵۸ ؛ السجده : ۱۵ ؛ الاعراف : ۲۰۶ ؛ الرعد : ۱۵ . (۲۴) : العصر : ۱ . (۲۵) : الشمس : ۱ . (۲۶) : الیل : ۱ . (۲۷) : العنکبوت : ۴۱ . (۲۸) : البقره : ۱۸ . (۲۹) : الاسرأ : ۷۶ ؛ المایًده : ۶۷ ؛ البقره : ۲۳ ـ ۲۴ ؛ آل عمران : ۱۲ ، ۱۵۱ ؛ القمر : ۴۵ . (۳۰) : الاسرأ : ۷۶ .

پاتی برخه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *