د روژې اووم سوغات— ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

د روژې اووم سوغات

 

 

قدرمنو او عزتمنو لوستونکو ، دغه لړی چی « د قرآن سره مرکه » نومیږی د قرآن پوهنی ډیره آسانه ، دلچسپه او ګټوره طریقه ده . دلته د قرآن کریم څخه پوښتنی کیږی او هغه د خپلو آیتونو له مخی ځوابونه وایی . هیله ده چی د توجه او هڅیدو وړ مو وګرځی ، دا ځکه چی نن د عمل ورځ ده بیله حسابه خو سبا د حساب ورځ ده بیله عمله !

نو دا یې تاسو او دا یې هم دپنځمی روژې اوومه تحفه ( ن . صمد ) :

 

 

 

د قرآن سره مرکه (اوومه برخه)

 


لیکوال: ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

پوښتنه : لوی خدای انسانانو ته څومره نعمتونه عطأ کړي دي ؟

ځواب : الله تعالی انسان په بې حده ډیرو حتی بې حسابه نعمتونو سره نازولی دی (۱) .

 

پوښتنه : د دغو ډیرو او بې حسابه نعمتونو یو مثال راکولای سې ؟

ځواب : اولین او تر ټولو غټ نعمت د الله روح ده ، یعنی الله خپله روح هغه ته ورکړې ده (۲) .

 

پوښتنه : خو د دې سترو پیرزوینو سره سره ما داسی هم اورېدلي چی تا ځینی انسانان ړانده بللي دي . که وی ، نو دا څوک دي ؟

ځواب : هو دا صحیح ده . زه هغه کسان ړانده بولم چی د الله سبحان وتعالی نښانیو ته غور او فکر نه کوی (۳) . 

 

پوښتنه : چی داسی ده ، نو الهی نښی چیری دي او څنګه یې باید وپیژنو ؟ آیا څو بیلګې راته ویلای سې ؟

ځواب : هو ولی نه . څو الهی نښی دا دي : د آسمانو او مځکی پیدا کول ، د شپې او ورځی یو په بل اړول ، په سمندر کی د ګټورو شیانو د حصول په خاطر تګ راتګ ، د آسمان څخه د اوبو اورول چی په هغه سره مړه مځکه ژوندۍ کیږی ، پر مځکه ډول ډول حیوانات ، د موسمونو یو په بل بدلېدل ، د آسمان او مځکی تر منځ لویی لویی اوریځی د پوهو انسانانو لپاره الهی نښانۍ دي (۴) . د انسانانو د ژبو او رنګونو تنوع پخپله الهی نښی دي (۵) . نو که د الله د ستاینو د لیکلو لپاره د سمندر اوبه رنګ سی ، دغه رنګ به پای ته ورسیږی خو د الله بیان به لا نه وی ختم سوی او که یو بل دغسی سمندر هم راوړه سی ، بیا به هم الهی ستاینه پای و نه مومی (۶) . دا لا څه ، که د مځکی ټولی ونی قلمونه او د سمندر اوبه یې هم رنګ سی ، آن که د اوو سمندرونو ټولی اوبه هم رنګ سی بیا به هم د الله بیان ختم نسی (۷) . نو ځکه الله انسانانو ته غوږونه ، سترګی او زړه عطا کړی دی تر څو د هغه شکر ادا کړی (۸) . 

 

پوښتنه : دا خو ډیر په زړه پوری ارشادات او معلومات وو . داسی هم ویل کیږی چی تا د انسانی زړه ډیر انواع ذکر کړي دي . آیا په دې هکله هم څه وضاحت راکولای سې ؟

ځواب : تا صحیح اورېدلي دي . ما په خپل متن کی د انسانانو څو ډوله زړونه بیان کړي دي چی څو مثالونه یې دا دي :

۱ ـ سخت زړه (۹) .

۲ ـ زنګ وهلی زړه (۱۰) .

۳ ـ کوږ یا خیرن زړه (۱۱) .

۴ ـ سم او نه کږېدونکی زړه (۱۲) .

۵ ـ بیرېدونکی زړه (۱۳) .

۶ ـ په ګناه لړلی زړه (۱۴) .

۷ ـ بند یا مُهر لګېدلی زړه (۱۵) .

۸ ـ ډاډه یا مطمیًن زړه (۱۶) .

۹ ـ تیاره یا تور زړه (۱۷) .

۱۰ ـ روغ یا سالم زړه (۱۸) .

۱۱ ـ بې ایمانه یا درېدونکی زړه (۱۹) .

۱۲ ـ مغرور او متکبر زړه (۲۰) .

۱۳ ـ ایمان لرونکی یعنی ایمانداره زړه (۲۱) .

۱۴ ـ نرم زړه (۲۲) .

 

پوښتنه : آیا تا د زړه د تسکین او ډاډمنېدو کومه طریقه هم ویلې ده ؟

ځواب : هو ، ولی نه . یوه بیلګه یې دا ده چی مؤمنان د الله په ذکر سره ډاډمن کیږی او زړونه یې له خوفه بېغمه کیږی (۲۳) .

 

پوښتنه : ما داسی هم اورېدلي چی ته مو پرله پسې صبر ته هڅوې . آیا د دې کار یوه ګټه را ته ویلای سې ؟

ځواب : هو باالکل همداسی ده . ستر څښتن تاسی په لوږه ، بېره ، ځانی او مالی زیانونو سره امتحانوی او زېرﺉ درکوي چی کله د څه مصیبت سره مخامخ سی ، نو ووایی چی موږ صرف د الله مال یو او د هغه خوا ته ورتلونکي یو . پر دغسی خلکو بېله شکه د خپل رب عنایتونه او رحمتونه لوریږی (۲۴) .

 

پوښتنه : نن د نفاق او فتنې یو عجیب حالت مسلط دی . ځینی کسان په ناخبرۍ او ځینی په تجاهل سره او ځینی نور بیا قصدأ ستا د ارشاداتو څخه لږ یا ډیر مخ اړوی او په ډول ډول پلمو او حیلو سره دلایل جوړوی او ادعا کوی چی زه ( یا موږ ) د فلاني شخص یا فلاني سیسټم او یا هم فلاني جوړښتون د قوانینو پیروی کوم ( یا کوو ) . دغسی کړنو او خلکو ته ستا ځواب څه دی ؟

ځواب : ما هر څه ته واضحأ اشاره کړې ده او صریحأ می ویلي چی اسلام یو بشپړ دین دی او پخپله الله هغه ستاسو لپاره خوښ کړی دی (۲۵) . ما هغوی ته ویلی دي چی صرف د هغه څه پیروی وکړﺉ چی د الله لخوا درته نازل سوی ، له هغه پرته د نورو اولیاوو پیروي مه کوﺉ (۲۶) . په کوم شي کی چی تاسو اختلاف ولرﺉ ، نو د هغه فیصله الله ته وسپارﺉ (۲۷) . د الله او د هغه د رسول اطاعت کوﺉ ، اختلاف مه کوﺉ که نه بې زړه به سیً او قوت به مو له منځه ولاړ سي (۲۸) . که مو په یو شي کی اختلاف پیښ سو ، نو که واقعأ هم پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لرﺉ ، هغه الله او رسول ته راجع کړﺉ (۲۹) .

 

پوښتنه : واقعأ چی ترخه حقایق دې بیان کړل ، اوس خو نو باالکل واضح سوه چی څوک ستا ارشادات و نه منی او مراعات یې نکړي حال به یې دغسی وی لکه تا چی اشاره ورته وکړه چی نن عملأ  بې زړه سوي دي او هم یې قوت له منځه تللی دی او څوک هیڅ اهمیت نه ورکوي . په دې اړه می بل سوال دا دی چی آیا ممکنه ده چی ستا ډیره حصه ومنل سی او عملی کړای سی خو یوه برخه یې عملی نسی ؟

ځواب : دا هیڅ امکان نلری او له همدې امله نن هره خوا فساد او مصیبت مسلط دی او ما واضحأ ویلی دي چی زما د یوې برخی څخه انکار زما د ټول متن څخه د انکار معنا لری (۳۰) .      

——————————————————————————————————————–

 

(۱) : ابراهیم : ۳۴ ؛ النحل : ۱۸ . (۲) السجده : ۹ . (۳) : الاسرأ : ۷۲ ؛ الحج : ۴۶ . (۴) : البقره : ۱۶۴ . (۵) : الروم : ۲۲ . (۶) : الکهف : ۱۰۹ . (۷) : لقمان : ۲۷ . (۸) : النحل : ۷۸ . (۹) : البقره : ۷۴ ؛ الزمر : ۲۲ ؛ الحدید : ۱۶ ؛ المایًده : ۱۳ . (۱۰) : المطففین : ۱۴ . (۱۱) : آل عمران : ۷ . (۱۲) : آل عمران : ۸ . (۱۳) : الانفال : ۲ ؛ الحج : ۳۵ . (۱۴) : البقره : ۲۸۳ . (۱۵) : یونس : ۷۴ . (۱۶) : الرعد : ۲۸ . (۱۷) : الحج : ۴۶ . (۱۸) : الشعرأ : ۸۹ . (۱۹) : الزمر : ۴۵ . (۲۰) : المؤمن : ۳۵ . (۲۱) : الحدید : ۱۶ ؛ الحج : ۷ . (۲۲) : الزمر : ۲۳ . (۲۳) : الرعد : ۲۸ . (۲۴) : البقره : ۱۵۵ ـ ۱۵۷ . (۲۵) : المایًده : ۳ . (۲۶) : الاعراف : ۳ . (۲۷) : الشوری : ۱۰ . (۲۸) : آل عمران : ۶۴ . (۲۹) : النسأ : ۵۹ . (۳۰) : البقره : ۴۱ ، ۸۵ ، ۲۰۸ ؛ آل عمران : ۱۱۹ ؛ التوبه : ۸۶ .     

پاتی برخه


Leave a Reply

Your email address will not be published.